د چای یوه بله ګټوره او حیرانوونکې ګټه

د استرالیا روغتیايي څیړوونکو ثابته کړې چې چای هم کولی شي د شیدو په څیر د انسان هډوکي غښتلي او پیاوړي کړي.

د فلینډر پوهنتون روغتیايي څیړوونکو د یوې څیړنې په پایله کې ویلي چې هغه کسان چې د چای څښلو عادت لري د هغوي هډوکي پیاوړي وي او په اسانۍ سره نه ماتیږي.

د دغې څیړنې پر بنسټ په ورځنی ډول درې ګیلاسه چای څښل د کومې حادثې په پایله کې د هډوکي د ماتوالي خطر تر ۳۰ سلنې پورې کمولی شي.

هیره دې نه وي چې د نړیوالو روغتیايي راپورونو پر بنسټ اوسمهال په نړۍ کې له ۲۰۰ میلیونو څخه زیات کسان د هډوکو د موقتي کمزورۍ په ناروغۍ اخته دي.

په دغې څیړنې کې د ۱۲۰۰ زیات عمر لروونکو ښځو ژوند د ۱۰ کلنو لپاره تر نظر لاندې ونیول شو او د هغوي د خوړو عادت او استعمال ته ځانګړې پاملرنه کیده.

دغو لسو کلنو کې د ۲۲۸ ښځو هډوکي ماتې شو په داسې حال کې چې هغو ښځو چې په ورځنی ډول درې ګیلاسه چای څښلې د مختلفو پیښو سربیره روغې پاتې شوې.

د روغتیايي کارپوهانو په نظر په چای کې شته فلیونویډز نومې مواد د انسان هډوکي پیاوړي کوي او د ماتیدو مخه يي نیسي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب