د چین سیاسي ، ولسي او مشورتي کنفرانس

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په اړه څه پوهېږئ؟

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين خلکو د هېواد پالنې يوه داسې واحده ټولګه ده، چې د دې هېواد لهمختلفو ګوندونو او ټولنو څخه جوړه شوې او د چين کمونېست ګوند يې مشري پرغاړه لري. د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په خپله لمنه کې د ډېموکراسۍ او يووالي موضوعات رانغاړي، چې همدغه يې دوه لوی او ار(اصلي)موضوعات دي. دغه کنفرانس د چين د دولت همکار او په سياسي مشورو کې يو ډېر مهم ارګان دی،چې د دې هېواد په سياسي ژوندانه کې د سوسيالېستې ډېموکراسۍ رول لوبوي او همدغه لار د چين هېواد د پرمختګ لپاره خوارا ارزښت لري.

دغه کنفرانس په چين کې د سياسي مشورو تر ټولو لویارګان دی اود چين دولت ته سياسي مشورې ورکوي. د چين ولسي مشورتي  کنفرانس د ۱۹۴۹م کال په ستمبر کې په خپله لومړۍ ناسته کې د چين  د ملي ولسي کانګرېس پر ځای یوه مهمه دنده ترسره کړه او د ټولو چينايانو د ارادو په استازیتوب يې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو اعلان وکړ.

دچين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دغه دنده په ١٩٥٤ زېږديز کال کې پای ته ورسېده او په همدې کال کې د چين ملي ولسي کانګرېس جوړ شو؛ خو د چين ولسي مشورتي  کنفرانس لا هم په چين کې د يوې متحدې جبهې په توګه ساتل شوی او د هیواد په سياسي او ټولنيز ژوند کې فعال رول لوبوي او د چين لپاره يې له بهرنيو هېوادونو او سېمو سره د دوستانه اړيکو په فعاليتونو کې ډېر زيات ګټور کارونه او ستر خدمتونه کړي دي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه ددې هېواد د ټولو ډېموکراتېکو ګوندونو، ولسي سازمانونو،غيرګوندي شخصيتونو، مدني ټولنو، بېلا بېلو اقليتونو او د هنکانګ او مکاو د ځانګړو اداري سېمو او د تایوان د ولایت له استازو څخه جوړيږي او د ماموريت موده يې پنځه کاله دوام کوي، ددې کمېټې مشري د چين د کمونېست ګوند پرغاړه ده.

د چين ولسي سياسي او مشورتي  کنفرانس د ملي کمېټېسږنۍ اوه ورځنۍ کلنۍ غونډه د مۍ په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه. په دغې اوه ورځنۍ غونډه کې به د چين د بېلا بېلو سياسي ګوندونو، قومونو او ټولنو څه باندې ۲۰۰۰ غړي د دې کنفرانس د دايمي کمېټې کاري راپور وڅاري او د حکومت کلنی کاري راپور به واوري. دوی ټول به د يادو راپورونو پهاړه بحثونه وکړي او ورپسې به د چين دولت ته د خپل هېواد د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره وړانديزونه وکړي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه او نورې سيمه ييزې کمېټې د هيواد په سياسي چارو کې فعاله ونډه اخلي او دولت ته سياسي مشورې ورکوي او له کړنو یې ډيموکراتيکه څارنه کوي.

your ads

د سياسي مشورو موخه داده، چې د يادو کمېټوغړي د دولت د سترو سياستونو او پالېسيو د جوړېدو پر وړاندې او همدا رنګه د دولت او سېمو په سياسي، اقتصادي،کولتوري او ټولنيز ژوندانه کې د اړينو تصميمونو د عملي کولو په بهير کې د رامنځته شوو خنډونو او ستونزو پروړاندې سلا مشورې کوي او په پای کې دولت ته د ستونزو او خنډونو د لرې کولو غوټه خلاصوي. که د ډېموکراتېک نظر په اصطلاح يې ووايو، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه او نورې سيمه ييزې کمېټې د هېواد د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو تطبیق څاري او د دوي هر ډول وړاندېزونه او نېوکې د هېواد په سترو سياستونو او پالېسيو په پلي کولو کې عمده رول لوبوي او بل دا چې ددې کميټو غړي د چين دولتي ارګانونه او کارکوونکي تر نظارت لاندې نيسي او چارې يې څاري.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې او د سېميزو کمېټو غړي د هېواد په سياسي، اقتصادي،کولتوري او ټولنيز ژوندانه کې فعاله ونډه لري او په لویه کېد خلکو د علاقې او پاملرنې وړ مسلې څيړي، چڼ کوي يې او وروسته يې حکومت ته وړاندې کوي.   د ملي کمېټې مشرتابه واکمن کمونېست ګوند د يادو کمېټو ټول وړاندېزونه او نظريات په غور څيړي او ورپسې يې د يو وړانديز په بڼه دولتي ارګانونو ته وړاندې کوي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه د نړۍ له ډېرو هېوادونو، نړيوالو ارګانونو اونړېوالو او سېميزو موسسو سره اړيکې لري او په دوستانه فضا کې ورسره د نظريو تبادلې او راکړې ورکړې کوي.

د چين په سږنيو دوو ملي جرګو کې به د پاملرني وړ ټکي څه وي؟

د چين د دوو ملي جرګو یعنې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې او د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډې معمولاًد هر کال په مارچ کې  ترسره کيږي، خو سږ کال د کوويډـ۱۹ ويروس له امله يادې غونډې وځنډېدې، خواوس یې پیل دا مانا ورکوي، چې د چين دولت او خلکو په خپل هيواد کې کوويډـ۱۹ ویروس ښه  کنټرول کړی دی.

کوويډـ۱۹ ويروس کابو پر ګردې نړۍ پنجې ټینګې کړي او د هر هيواد او ټولنې د پرمختګ پر وړاندې يې خنډونه جوړ او ستونزې راولاړې کړي دي.

نړيوال اقتصاد تر ډېره پر لويو صعنتي هيوادونو تکيه لري او دغه ويروس نه يوازې د څو هيوادونو پراقتصاد بد سيوری غوړولی، بلکې په ټوله کې يې د نړيوال اقتصاد پښې په لړزه کړې دي.
کوويډـ۱۹ ويروس خپل لومړی بريد پر چين وکړ او ددې هيواد پر اقتصاد يې بد سیوری وغوړاوه او ددې هيواد د اقتصاد د پرمختګ پر وړاندې يې خنډونه اېجاد کړي او د ټولنې پرمختګ يې ورته ټکنی کړی دی.
د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه اته ټيټه شوې ده، که څه هم د چين په دننه کې ياد ويروس کنټرول شوی، خو په نورو هيوادونو کې د دغه ویروس د خپرېدو له امله د چين اقتصادي پرمختګ لا هم له زياتو ستونزو سره مخ دی، نو په داسې حال کې چين څنګه کولی شي، چې په کور دننه د ياد ويروس د بيا خپرېدو د مخنيوي ترڅنګ د خپل هيواد سږنۍ اقتصادي موخه وټاکي؟ دا د ګردې نړۍ لپاره د پاملرنې وړ ټکی دی.

د نړيوالې ټولنې لپاره بل د پاملرنې وړ ټکی دا دی، چې ايا چين به د سږ کال تر پایه پورې په ټول هيواد کې د بېوزلې جرړې اوباسي؟

د چين دولت ددې هيواد ديارلسم پېنځه کلن پلان کې ژمنه کړې، چې تر دوه زره  شلم کال پورې به په ټول هيواد کې بېوزلي له منځه یوسي او نسبتاً هر اړخیزه شتمنه ټولنه به جوړه کړي، حال دا چې سږ کال په ټول چين کې د بېوزلې د له منځه وړلو د پلان د پلي کېدو وروستی کال دی، نو ايا ياده موخه به پوره کړي؟

بل مهم  ټکی دا دی، چې د چين په نوي څوارلسم پېنځه کلن پلان کې به د پرمختګ کوم لوري وټاکل شي؟                                         سږ کال د چين د ديارلسم پېنځه کلن پلان د پلي کېدو وروستی کال دی او هم د څوارلسم پېنځه کلن پلان د جوړېدو او چمتوالي  کال دی.  که څه هم د چين په سږنيو دوو غونډو کې به نوی پلان خپور نشي، خو په دغو دوو غونډو کې د ګډونوالو وړانديزونه او نظرونه د راتلونکي نويپلان د طرحه کولو لپاره بنسټ جوړوي، خو د چين کورنيو او بهرنيو حالاتو ته په کتو ددې هيواد څوارلسم پېنځه کلن پلان به په کوم لوري وټاکل شي؟ دا هم ډېر د پاملرنې وړ ټکی دی. د چين د يادو دوو ملي غونډو له ترسره کېدو وروسته به دا هر څه په ډاګه شي.

اندیښمن ځاځی – 2020

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب