د ډیورنډ تړون

د افغانستان او پاکستان تر مینځ د پولي کرښه چي د ډیورنډ په نامه یادیږي ، د امیر عبدالرحمن خان دواکمنۍ په دوره کي د انګرېزانو له خوا پر افغانستان د پیسو او وسلو په بدل کي و تپل شوه .  په تاریخي لحاظ ویلای شو چي د افغانستان هغه سیمي چي د ډیورنډ کرښي په ها خوا پرتې دي ، د امیر عبد الرحمن خان له خوا پر انګریزي هند وپلورل شولي . د ډیورنډ کرښه د یوي معاهدې پر بنسټ چي د انګرېزانو له خوا سر هینري مورټایمر ډیورنډ ترتیب کړې وه ، د افغان او انګرېز د ګډ کمیسیون له خوا کش سوه . د پولی ټکي له واخان نه د ایران تر پولي پوري د افغانستان په شرقي او جنوبي سیمو کي په هر ۸۰ کیلومیتري کي و ټاکل شوي . د کرښي د کشولو پر وخت پام ونه شو چي کرښه کوم کلي ، بانډونه اوکورونه نیمایي کوي . د کرښي د کشولو پر وخت که به کومو کورونو یا کلیو نیوکي یا اعتراضونه کول ، د انګرېز او افغان وسله والو له خوا به وهل ، ټکول او هم وژل کېدل .

د امیر عبدالرحمن خان او سر هینري مورټایمر ډیورنډ تر مینځ د  تړون  متن په ددې  ډول وو  :
د افغانستان او هندوستان تر مینځ د پولي په اړه ځیني پوښتني را مینځ ته شوي دي . د افغانستان د امیر او د هندوستان د حکومت هیله ده چي دا پوښتني د پولي د ټینګېدو په موخه ددوستۍ په فضا کي حل شي . ددې لپاره چي په راتلونکي کي ددواړو دوستوحکومتونو تر مینځ د واک د سیمو په اړه  نورد نظر اختلاف را مینځ ته نه شي ، پر لاندي تړون موافقه کیږي:

لمړۍ ماده :
د افغانستان د امیر د واک جنوب-شرقي سیمه له واخان نه دایران تر پولي پوري چي ددې موافقي مل په نقشه کي ښودل شوې ده ، په لاندي ډول موافقه کیږي :

دوهمه ماده :
د هندوستان حکومت به هیڅ وخت کوښښ ونه کړي ددې کرښي په ها خوا د افغانستان په سیمه کي د خنډونو په موخه مداخله وکړي . همدا رنګه د افغانستان امیر به هیڅکله کوښښ ونه کړي ددې کرښي په دې خوا د هندوستان په سیمه کي د ستونزو په موخه مداخله وکړي .

دریمه ماده :
د بریتانیا حکومت موافقه کوي چي اسمار او د هغه اړونده سیمي تر چنک پوری د افغانستان امیر ته ور پریږدي . په بدل کي د افغانستان امیر ژمنه کوي چي هیڅ وخت به په سوات ، باجوړ ، چترال او د هغو په اړوندو سیمو دعوه ونه کړي او هلته به هیڅ وخت مداخله ونه کړي . د بریتانیا حکومت موافقه کوي چي برمال او د هغه اړونده سیمي چي ددې تړون په مل نقشه کي ښکاره شوي دي ، د افغانستان امیر ته ور پریږدي . په بدل کي د افغانستان امیر پاته سیمي د وزیریستان او داور په ګډون  د همیشه لپاره له لاسه ور کوي .

څلورمه ماده :
د پولي کرښه او د هغي جزیات به د افغانستان او بریتانیا د ګډ کمیسیون له خوا په هغو ځایونو کي تعینیږي چي د عملي کېدو امکانات یې زیات  او د غوښتنو سره برابره وي .  کرښه به د پولي د ټینګولو په موخه ددواړو خواوو په موافقه په داسي ترتیب مينځ ته راځي چي دواړي خواوي د هغي د ټینګولو مسولیت پر غاړه واخلي . د پولي د کرښي په تعینولوکي به چي ددې تړون مل په نقشه کي لیدل کیږي ،دهغو کلیو او بانډونو چي پولي ته نږدې پراته دي ،حقوق په نظر کي نیول کیږي .

پنځمه ماده :
د چمن په سیمو پوري اړوندي پوښتني به داسی حل کیږی چي د افغانستان امیرله خوا به دشیر او اوبه لاندي سیمي  د بریتانیا پر حکومت پلورلي بلل کیږي . په دې سیمه کي به د پولي کرښه داسي کش شي :

د خواجه ارمان د غوندۍ سیمه چي پشه کوتل ته نږدې پرته ده ، بریتانیاته پاته کیږي . د پولي کرښه به دمرغې او چمن په ها خوا د بریتانیا او افغانستان پوله د لښکر ډند په سیمه کي تعینوي . د پولي کرښه به د ریل سټیشن په هاخوا د میدان بولدک له غونډۍ نه تیریږي او په جنوبي برخه کي به په خواجه ارمان کي سره نښلول کیږي . د ګواښې سیمه به بریتانیا ته پاته کیږي او دښوراوک او ګواښې تر مینځ سړک به په افغانستان کي پاتي شي . د بریتانیا حکومت ژمنه کوي چي له دې کرښي ها خوا په نیم میله واټن کي به مداخله نه کوي .

شپږمه ماده :
ددې تړون پورتنۍ مادې د هندوستان د حکومت او د افغانستان د امیر له خوا په رسمیت پېژندل کیږي او ټولي هغه ستونزي او د نظر اختلافات چي د پولي له کبله رامینځ ته کېدل ، حل بلل کیږي . د هندوستان حکومت او د افغانستان امیر ژمنه کوي چي د پولي د کرښي د جزیاتو پر سر اختلافات به ددواړو خواوو د مامورینو له خوا ددوستۍ په فضاُ کي حل وفصل کیږي .

اوومه ماده :
د بریتانیا او د افغانستان د بشپړه خوښي په امیدد بریتانیا حکومت د افغانستان استقلال او پیاوړتیا غواړي . د هندوستان حکومت به هیڅ وخت داسي کړنه ونه کړي چي د افغانستان سره د جګړې سبب شي . یو د بل په چارو کي نه مداخله به د هغوی د خپل ځانونو سره مرسته وي . داچي د افغانستان امیر ددې تړون په اړه خبرو ته چمتو شو ، د هندوستان حکومت ځان مکلف بولي ، د افغانستان امیر ته له کاله شپږ لکه روپۍ زیاتي ورکړي چي جمله به له کاله دولس لکه روپۍ امیر ته ور کول کیږي .

لاسلیکونه :
هینري مورټایمر ډیورنډ
امیر عبدالرحمن خان
کابل ،  ۱۲ نوامبر ۱۸۹۳

عبدالرحمن خان دا تړون پر خپل سر بیله دې چي د لویي جرګې مشوره تر لاسه کړي ، لاسلیک کړ او په دې ترتیب یې دافغان ولس سره نه جبران کېدونکي خیانت وکړ . ددې د مخه چي د امیر عبدالرحمن خان سره دا تړون لاسلیک شي ، انګرېزانو پښین ، سیبۍ  او خُرمتال رسماً د هندوستان په خاوره پوري تړلي اعلان کړل .  څنګه چي انګرېزانو ته د چمن علاقې او د کوږک غرونه زیات اهمیت درلود ، ځکه یې دډیورنډ تړون رامنځ ته کړ . د ډیورند کرښي وزیریستان ، د مومندو سیمي ، کوږک غر اود چمن سیمي له پلرني هیواد افغانستان نه جلا کړل .  امیر عبدالرحمن خان ته ددې تړون د لاسلیک کولوپه بدل کي  له کاله د۱۲ لکو روپيو په بغل کي  د ۱۸۸۳ نه تر ۱۸۹۵ پوری ۸۰ سپک توپونه ،  ۱۷۳۴۰ د توپ ګولۍ ، ۳۳۳۰۲ ټوپکونه ،۳۲۰۰ کارابینه ،۲۱ میلیونه د ټوپکو ګولۍ ورکړه شوې . دډیورنډ د کرښي پر سر  د تړون د لاسلیکېدو په لمړیو کلونو کي د پښتنو په سیمو کي زیاد پاڅونونه را وپاریدل چي په پایله کي یې زیاتو پښتنو مړونو خپل ژوند له لاسه ورکړ .

دا تړون اساساً له ۱۸۸۳ نه تر ۱۹۹۳ پوري د ۱۰۰ کالو لپاره ټاکل شوی وو  ، خوکوم وخت چي په کال ۱۹۴۷ کي اوسنی پاکستان جوړ شو ، د ډیورنډ کرښه د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان او پاکستان تر مینځ په رسمي پوله وپېژندل شول . په عادي حالت کي باید د افغانستان حکومت په ۱۹۹۳ کي ددې سیمو لاس ته راوړلو ادعا کړې وای . خو څنګه چي افغانستان په کورنیو جګړو کي ډوب وو ، د افغانستان سیاستوالو دې مهم ټکي ته پام ونه کړه .

د ډیورنډ کرښه تر اوسه پوري د افغانستان له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوي په لیري یا نږدې راتلونکي کي به د افغانستان او پاکستان تر مینځ د خونړیو جګړو
سبب وګر ځي

پای

سرچینې :
د افغانستان تاریخ – تاریخي واقعات او یادداښتونه د حبیبو بریښنا لیکنه
تاریخ سیاسي افغانستان  – سید مهدي – لمړی چاپ ۱۳۱۴ دوهم چاپ  ۱۳۷۱

احمدالله رحماني

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب