د ژبو نړېوالې ورځې لمانځل د ژبژغورنې ملي غورځنګ لخوا!

  1. سږکال د ژبژغورنې ملي غورځنګ او ورسره ګډې جرګې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په پوهنیز او عملي توګه ونمانځله.
    غونډه مو د عملي ورکشاپ په ډؤل په ۶ برخو مو ووېشله، ګوندې پښتو باید سوداګریزه، پوهنیزه، څېړنیزه، اداري، ښوونیزه او دیني ژبه شي. وړاندیزونه او حللارې مو یې څرګندې کړې او پایله مو راوویستله پای کې مو د چارواکو او نورو مېلمنو ژمنې واخیستې د پښتوپالنې!
    دغې سترې غونډې کې چې لسګونو مشرانو، فعالانو، خبریالانو، چارواکو ښوونکو او زدکړیالانو ګډون درلود خورا اغېزناک مسایل وڅېړل شول.
    دغه راز ژبژغورنې ملي غورځنګ دا ځل له لسو زیاتوولایاتو کې هم یاده ورځ ونمانځله.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب