د ژبژغورنې ملي غورځنګ د عملي ګامونو لوړانده څلی

کابل، هرات او شمال کې د پښتو ښوونځیو، ټولګیو، ښوونکو او کتابونو نشتون لپاره مو د پوهنې وزارت درانه مرستیال وزیر ډاکټر ابراهبم شینواري سره وکتل. په دغه کتنه کې چې د ژبژغورنې ملي غورځنګ مشر ابوبکر ځلاند، حاجي اسماعیل کټوازی، زبیر خان او بختیار خان شتون درلود، مرستیال صېب د ژبژغورنې وروستۍ هڅې خورا سترې او بریالۍ یادې کړې، زمونږ ژبنیزې غوښتنې یې ټولې نوټ کړې او د ژبژغورنې ملي غورځنګ څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه ترڅو ښوونځیو پلټلو کې ورسره مرستندوی شي، ګوندې که هر ښوونځي کې پښتنو ماشومانو لپاره ټولګی نه وو؛ نو قانوني اقدام به کوي. بل دا چې ځلاند صېب هرات کې د یوې پښتو لېسې د نشتون خبره څو ځلې یاده کړه نو شینواري صېب ژمنه وکړه چې ژر به هرات ته خپله یو سفر وکړي او موږ ته به د سفر پایله ووایي.
پای کې شینواري صېب د وزارت په مشرتابه یو رسمي مکتوب د ژبژغورنې ملي غورځنګ په نوم هم د غورځنګ مشر ته ورکړ چې هر ښوونځي کې د پلټلو حق ولرو.
موږ جدی هوډ لرو چې ژبې او توکم ته وجداني چوپړ وکړو!

ژبژغورنېملي_غورځنګ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب