د ژمي د موسم مهمې سپارښتنې

دا چې اوس د ژمي موسم دی د کور یا خونې د ګرمولو لپاره د بخارۍ څخه استفاده کوئ نو ‌‌‌‌‌‌ډیری کورونه د ګازي بخارۍ او ګازي ګیزرانو څخه استفاده کوي. دا چې دیوی خوا په اوسني موسم کې د دا ‌‌‌‌‌‌ډول بخاریو استعمال اړین دی خو د بلې خوا بیا نابوده خطرناکه هم دي نو د ګازي بخاریو د استعمال په وخت کې لاندې لارښونې په نظر کې ونیسئ:
  • د بخارۍ دچالانولو په وخت کۍ هڅه وکړئ د دروازی یا د کلکین یو کوچنۍ کونج خلاص پریږدئ تر څو د خونې هوا په مطلق ‌‌‌‌‌‌ډول بنده نسي.
  • هڅه وکړی چی دشپې د خوب په وخت کې که هر څومره یخ هم وي خو بخارۍ بنده کړئ.
  • هڅه وکړئ چی د بخاری د ګاز ‌‌‌‌‌‌ډبه د خونې څخه دباندې کښیږدئ او د ګاز پیپونه یې وخت په وخت چیک کړئ او هیڅ وخت د هغه ګازی بخارۍ څخه استفاده مکوئ چې ‌‌‌‌‌‌ډبه په ځان کې ولري.
  • هڅه وکړئ چی بخارۍ او یا هم دګاز ‌‌‌‌‌‌ډبه د ماشومانو څخه خوندي وساتئ.
  • هڅه وکړئ چې په کور کې یوه د اور د وژلو ‌‌‌‌‌‌‌ډبه حتما نصب کړئ او د استعمال ‌‌‌‌‌‌طریقه یې د کور ټولو غړو ته ور زده کړئ ځکه که خدای مکړه اور بل سي نو دا ‌‌‌‌‌‌ډبه د اور په لومړیو وختو کې د هغه په کابو کولو کې تر هر څه اغیزمنه تمامیدای سي.
  • که چیری خدای مکړه تاسې یا دکورنۍ نور غړي مو د ګاز په وجه مسموم [نشه] سي نو لطفا ژر تر ژره یی بغیر له کومه ځنډه نژدې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ته ورسوئ. په تشناب کې ګازي ګیزر په یو معین وخت کې چالانه کړئ تر څو ګرمې اوبه زخیره سي او لطفا د لمبیدو په وخت کې ګیزر چالانه مه پریږدئ ځکه هره دقیقه یې امکان سته چې تاسې مسموم (نشه) او یا مو ژوند واخلي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب