د ژوند لپاره څنګه هدف وټاکو؟ او څنګه ځان ور ورسوو؟

لومړي:- پام کوه چې ځان په بې هدفه کارونوروږدې نه کړي،ځکه ځان دماشوم خاصيت لري چې په څه دې روږدې کړ بيایې نه شی پريښودې . کيداي شی څوک ووایې چې آياپه ژوند کې تفريح اورخصتۍ ته ځای نشته،ټول بايد جدې کار وې؟

نه هيڅکله داسی نده، داسی وضعه هيڅوک نشی زغملې، مګر بايد کوښښ وشې چې حتی تفريح اورخصتې هم په مناسب وخت اومناسب کيفيت پخپله يوهدف دهدفونو څخه جوړه شی .

دبيلګې په توګه: ته غواړې چې دساتیرۍ لپاره يوکلي ته ولاړشی اوهلته درې ورځې پاته شي، ددی څخه ستا څه هدف دي؟
کيدای شی ستا هدف:
1. هلته دخپلې خور اودهغې دکورنۍ ليدنه اوڅه ډالۍ ورکول وې.
٢- دکلې دجومات ليدنه اوپه ترميم کې یې دخلکو سره مرسته کول وي.
٣- هلته دښکلو ځايونوننداره کول وي.
٤- دځينو مشرانو پوښتنه اوله هغوۍ څخه دتيروتاريخي حقائقو اودژوند دتجربو په هکله معلومات اخیستل وي.
٥- دځينوملګروپه همکارۍ دکلی دپرمختيالپاره کوم خيريه يا تجارتی کارکول وي.
٦- دکلې په جومات کې په مناسب وخت کې خلکوته وعظ اوتبليغ کول وي.

پدې ډول چې هرکارکول غواړی بايد څه موخې ورته وټاکې، اودهغې دتحقق لپاره مهال ویش جوړکړي، اوبياوګورې چې څومره اهداف دې لاس ته راوړې دې.کله چې ځان پدا ډول منظم ژوند روږدې کړې پخپله دګډوډۍ اوسا تيرۍ مخه نيول کيږې ، اودژوند هره شيبه ګټوره تيرېږی .

دوهم:- دهدفونوټاکنې په وخت کې بايد موجوده اوراتلونکې وسائل په نظرکې ونيول شي ،اودهغو په انډول پلان جوړشی ، هسي نه چې اهداف ستراووسائل یې په پرتله ډير لږوی.

your ads

کله چې ته غواړی يوه سوداګریزه پروژه جوړه کړي نوپکاردې چې په لاس کې دخپلې موجوده پانګې په انډول کارپیل کړی .

اوک ه غواړی ځانته ماموريت وګورې نوبايد خپل برې لیک اوکاری تجربه په نظرکی ونيسی، اوله هغه سره سم دماموريت نوعيت وټاکې اولټون یې پيل کړي . همدارنګه د وسائلو اوامکانیاتو له ضياع اوعبث پاتي کيدو څخه به هم ډډه وشي. اودهغه په پرتله دکوچنيو هدفونو لپاره کارکول هم مناسب ندې، په هروخت کې دوسائلواوهدفونوترمنځ ښه اونیاومنه پرتله اړینه ده.

دريم:- بايد چې دهدف دلاس ته راوړنې لپاره کافې وخت و لري، ځکه چې دوخت کموالې هم دهدف تحقق ناشونې کوي، لکه يوڅوک غواړی چې دطب لسانس په يوکال کې تر لاسه کړی .

اوهمدارنګه له اړتیا څخه زيات وخت يوکارته ورکول سره ددې چې دهغه نه په لږوخت کې یې کول ممکن وي ،لکه دپوهنځې لوستلو لپاره څلورکاله قانونې وخت دی، خودایې په اتوکلونو کې سرته رسوې.

دوخت ارزښت اواهميت پيژندل دبرياليتوب په لاره کې لومړې سترقدم شميرل کيږې ،اوپدی سره کولای شوچې دتيروضائع شوو وختونو استدراک،اوزیان یې کم کړو.

دوخت زیان دپيسواومال دزیان څخه ډيرغتگ دې چې جبيره کول يې ناشونې دي.

څلورم:- دکوم هدف لپاره چې کار کوی بايد چې مشروع او روا وي، مشروع هدفونه ډيردي، هيڅکله بايد دناروا هدف لپاره کارونه کړو .

يونس عليه السلام دماهي په خيټه کې هم بي کاره نه ؤ، دالله تعالی ذکر یی کاؤ. دارنګه بايد زمونږ ټول ژوند هدفمن وی.

کيدای شي داسی هدفونه وی چې انسان پکې ځانته ظاهرې ګټه ګورې خودالله تعالی په وړاندې ناروا اوباطل وي.
الله تعالی فرمایلي دي:(وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا ً)دالفرقان سورت ۲۳آیت.

مونږ به ددوۍ هغه باطل اونارواکارونه د دوړې په څیر په هوا کی والوځوو.
اورسول الله صلی الله عليه وسلم وائی (من عمل عملاًليس عليه أمرنافهورد). چاچې داسی کاروکړ چې زمونږ امر پکې نه ؤهغه مردوداوباطل دي .
انسان چې کله دالله تعالی ددين په سوري اودوحیې په رڼاکې ژوند تېرکړي هغه کولای شی دځمکې دآبادۍ، دځان اوبشریت دنیکمرغۍ اوسوکالۍ لپاره کاروکړي، اود الله تعالی رضامندې لاس ته راوړي.

مګرهغه زړه چې دمحمدی رسالت په رڼانوی روښانه شوي تل په دنياکې دورانکارۍ فساد اوځورونې کارونه کوي .

مال لاس ته راوړنه،سوداګري کول،دژوند دوسائلوڅخه دځان دسوکالۍ لپاره استفاده، اود ښيګڼو لپاره لګښت هغه هدف دي چې هرڅوک کولای شی لاس ته یې راوړي .

خو داهدف دحلال کار، تجارت ، زراعت اوصناعت له لارې لاس ته راتلاي شي ، او دغلا، رشوت ، سود، اونورو ناروا کارونو له لارې هم ممکن دی .

په دواړو حالاتوکې یې مال ګټلې دي ، خوديوبل سره په پرتله کې ډير توپير لری. لکه خاوری اوثريا . دلومړی مال حلال ددنيا اوآخرت سعادت او نيکمرغې ده .

اوددوهم ډول مدرکونو مال حرام ددنيا اوآخرت بدمرغې ده .

لکه يوشاګرد چې غواړي په امتحان کې په الله تعالی د توکل وروسته د کوښښ او زيار پواسطه کاميابي ترلاسه کړي.

په مقابل کې بل شاګردغواړی همدا بریالیتوب دنقل ، چل اوپه نورو ملګرو داعتماد په نتيجه کې لاس ته راوړې .

پينځم:- هدف بايد څرګند اوټاکل شوي وي، مجهول اونامعلوم هدف ته رسيدل ناممکن و كگران دي .

مثلاً- يوڅوک غواړي چې دپوهنځې يا پوهنتون دتحصیل دفراغت امتياز ترلاسه کړي ، خو پدې نه پوهيږي چې په کوم پوهنتون کې کوم پوهنځې اوکله ووائې. داډول مجهول او نا ټاکلې هدف ترلاسه کول ناشوني دي .

او يا غواړی چې دتقاعد څخه وروسته ځانته دنده پيداکړي، خودانده معلومه چې څرنګه،کله،اوچيرته.

هدف بايد داسی څرګند وي لکه چې لاس ته راوړل شوي وي، ددې لپاره یې هراړخيز فکرکړي وي، اوپلان یې سنجول شوي وي .

شپږم:- دهدف دلاس ته راوړنې لپاره بايد عملې پلان جوړشي . که هدف هرڅومره ستر،سپېڅلي، ممکن اوټاکل شوي وي،خوتر څوچې ورته منظم پلان نوی جوړشوي نویوازې هڅي افکاراوهيلې به پاته وي .

همدا دزيارکښو، هوډمنو انسانانو اوهغو کسانو چې هرڅه ورته سرسرې اوبې ځايه ښکارې لوی توپیر دي . دتصميم او پیاوړی ارادې په پایله کې دهدف دتحقق په لاره کې ټول خنډونه دمنځه تلای شي، اوهغه څوک چې نن اوسباکوي تصميم نلري، هدفونه یې تل خيالونه وي دثمرمرحلي ته نه رسيږي، ځکه دوۍ ددې لپاره يوقدم هم پرمخ نه ځې.

څوک چې دهستوګنې لپاره ددوه کلونوپه موده کې کورجوړول غواړي، بايد پلان جوړکړي ،چې پيسې سپماکړي، ځمکه وګورې، هندسی نخچه جوړه کړي، اوداړینو وسائلود اخیستلو لپاره اقدام وکړي، ټولې اړتیاوې په دقيق اوتفصیلي توګه وليکې. داله هغه چاسره څرګند توپيرلري،چې غواړي کورجوړکړي، خولدی وروسته هيڅ ډول اقدام نه کوي، يواځې په خيالې دنياکې وخت ضائع کوي .

که څوک غواړی چې کتاب تأليف کړي، نوبايد لومړي ددی لپاره مناسبه موضوع وټاکې ، بيا دمراجعو اومصادرو په لټه کې شي، دکتاب محتويات په بابونواوفصلونو وويشې، ترڅودليکنې څخه دمخه هر څه څرګندوي.

اووم:- دپلان جوړونې داړتیاو پوره کولو، اودوخت له ټاکنې څخه وروسته دنوموړې پلان دپلې کولو لورې اود څارنې دلورې ټاکنه هدف ته درسيدولپاره اړینه ده.
کيدای شي دواړه کارونه (تنفيذ اوڅارنه) يو جهت په غاړه واخلي.

کيدای شي انسان دعملې کارپه پیل کې دډيرو ستونزو اولاينحل مشکلاتو سره مخامخ شي، خو په پلان کې دجزوي بدلون راوستولو سره کار پرمخ تلاي شي، اواساسي هدف ته مورسوې، نوبايد دوړاندي نه ددی لپاره تيارې ولري .

هدف ته درسيدنی لپاره بايد کلک هوډولرې، اودکار دپيل څخه وروسته هيڅ ډول مايوسۍ ته په زړه کې ځای ورنکړي، ډيرسخت کارونه دپیاوړي هوډ په پایله کې اسانه اوسرته رسيږی .

او اسانه کارونه دترهي،تردد اوزړه نازړه توب له امله ناشوني کيږي .

اتم:- هغه هدف چې دلاس ته راوړنې کوښښ یې کيږی بايد چې اړین، دنوروڅخه ښه اودلومړيتوب وړوي .

کله یوسړي يوهدف ته درسيدولپاره ټول شرائط برابرکړي ، خوداهدف ديوبل هدف په مقابل کې اړین اودلومړیتوب وړنه وي .

لکه چې يوڅوک غواړی ددوبې په ګرمۍ کې په يخ ځای کې ددری مياشتو هستوګنې لپاره خپل کورجوړ کړي ،مګردټول کال دهستوګنې لپاره خپل کورنه لري.

دهدفونو په عدم توازن اوګډوډی دانسان ژوند په کوچنيو او نااړینوچاروکې لګوي،اوهغه کارونه چې ده ته اونوروته یې په دنيا اواخرت کې ډيره ګټه رسيږې دپاتي کيدو او وروسته والی قربانی کيږی .

ددې څخه راته بله موضوع راپه يادشوه هغه داچې انسان بايد دموخوپه ټاکنه کې دلوړمورال اولوی هوډ څښتن وی .ځکه ژوند شميرلې ورځې دی اوفرصتونه هم نه تکراريږی ،په کوچنيواوبې ګټې هدفونوخپل ژوند تيرونه انسان زیانمن، دلوړتيااو ترقۍ هسکوڅوکوته درسيدنې څخه وروسته کوی.

لکه چې يو ذکی اولائقه انسان ته دثانوی مرحلې څخه په اعلی درجه دفراغت وروسته ددکتورا پوری دزده کړې زمينه برابره وي،خوداپه همدی لږتحصيل بس والې کوی دځان لپاره دنده لټوی اوپدی سره خپل ټول استعدادچې کيدای شی دې لوړ مقام ته ورسوی ضائع کوي.

اوهمدارنګه يوانسان خپل ژوند په لوبواو بيکارۍ کې تيروې ،که چيری یې همدا وخت دالله تعالی په عبادت، ذکر،دکسب يادونه،له کونډو،بې وزلانواويتيمانو سره په مرسته کې تير کړي وي،ددى څخه به ورته سودمند او ګټور تمام شوى وى،خو بى همتۍ اوپه لږشى او وروسته پاتى ژوند قناعت دې ته چمتوکړ.
الله تعالى فرمائى (حَتَّى إِذَا جَاءَ أَحَدَهُمْ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ ،لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ…)دالمؤمنون سورت ۱۰۰آیت.

کله چې يو د دوی ته مرګ راشى نوبيا وائې ياالله مابيرته دنياته وليږه چې نيک عمل وکړم .

نهم:- چې کله ده خپل لوى هدف وټاکه اوټول شرائط ورته برابرشول،نوبايد چې نوموړى هدف په څووړو برخو وويشى اودعملي پلان په پایله کې قدم په قدم په تدريجى ډول پر مخ لاړشي.

دکتاب ليکوونکې بايد خپل لوى هدف چې دکتاب ليکنه ده په لاندي کوچنيو هدفونو وويشې اوقدم په قدم مخکې لاړشي .
1. دکتاب فهرست ليکل .
2. مراجع اومصادرراټولول .
3. ليکنه .
4. چاپ اوخپرونه.
هر کوچنې هدف هم په خپل وارسره تدريجي ګامونو ته اړتيا لرى، لکه چې دکتاب فهرست ليکل لاندي ګامونوته اړتیا لري:
1. لومړى بايد دنوموړى موضوع په اړوند تيرليکل شوى آثار وګوري.
2. دموضوع په اړوند چې څه مسائل مخي ته راځې وليکې .
3. دليکنې دلارښونې لپاره ليکل شوى کتابونه وګورې اود خپلې موضوع په اړوند ترې څه وليکي .
4. څه يي چې ليکلې وي هغه ترتيب اوتنظيم کړي.
5. خپله ليکنه پدى فن کې ځينى متخصصينوته وښائې .
6. دهغوۍ دلارښوونواوملاحظاتوڅخه استفاده وکړي، اوبياد کتاب فهرست په نهائې بڼه وليکې.

همدارنګه دمراجعو اومصادرو راټولونې لپاره هم لاندى ګامونه واخلې:
1. لومړى په خپل کتابتون کې دخپلې موضوع په هکله کتابونه وګورې اوڅه چې پدى اړه پيداکړى دځان سره یې وليکې .
2. په ښارکې تجارتې کتابتونونه ليدل اوڅه چې پيداکوى هغه پيرل .
3. دځينوعامه کتابتونونو ليدنه اودموضوع په اړوندد يادښتونوليکل.
4. دخپلو ملګرو او خپلوانو کتابتونونه کتل اويادښت اخیستل .
5. همدارنګه په پوهنتونونو کې ليکل شوى رسائل اوپه خپرن ځايونوکې دموضوع په اړوند خپاره شوي آثار ليدل.

له دى وروسته به په دريم هدف پيل وکړى چې هغه دکتاب ليکنه ده اوبياڅلورم هدف دکتاب چاپ اوخپرول دي، چې هغه هم په وارسره روڼل شوي پړاونه لرى ددوه وروسيتوهدفونو لپاره موعملى قدمونه دلنډیزپه خاطرذکرنه کړل اوپه تيروبیلګو موبس والي وکړ.

کله چې د اڅلورهدفه سرته ورسيږى نولوى هدف چې دکتاب ليکنه ده ترسره کولاى شى. په پړاویزوهدفونو اودهغوپه عملې پړاونوکې دااړینه ده چې دهرقدم لپاره بديل ولرو،کله چې دمشکل سره مخامخ کيږود بديل دلارى خپل سيرته دوام ورکړو، ترڅو که دلوى هدف سرته رسول ناشونې شى دعلى البدل لارى پواسطه دخپلو زيارونوپایله لاس ته راوړلاي شو.

دمثال په توګه- که دکتاب دليکنې په وخت څرګنده شى چې پدې موضوع کې ليکنه شوى ده اودراټولو شوو معلوماتو څخه کتاب نه پوره کيږى، نوبايد چې راټول شوى معلومات اوليکل شوى اثردکتاب نه بلکې ديوې مقالې اوياعلمې بحث په بڼه په متخصصه مجله کې نشر ته وسپارو.

پورتنې مثال چې په تفصيلي توګه مو ذکر کړ په نورو هدفونو کې ترى هم په مناسب ډول استفاده کيداي شي.

لسم:- دبرياليتوب اودموخو دتحقق دلاملونو څخه يوهم خپل کارونه دنوروڅخه سرى اوپټ ساتل دى .
په حديث شريف کې راغلى دي : تاسى دخپلو حاجتونو دپوره کولولپاره سريت او کتمان خپل کړۍ.
کله چې يو انسان خپل اسرار دنورو څخه پټ نشي ساتلې نوبيا دى په نورو دخپلو اسرارو دافشاکولو ملامتيا نه اچوې.
دبې ځايه اعلانونو اود اسرارو د افشا له امله ډير هدفونه ضائع او غلاشوى دى.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

“د برياليتوب لار” له کتاب څخه

ليکوال: دکتور عائض القرني

ژپاړن: دکتور شفيق الله امين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب