د ژوند ژغورونکی دغه درمل مو د مرګ په خوب ویده کولی شي

د مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی او د انسان ژوند ژغورونکي درمل ډیر زیات دي خو د زړه یو درمل بیا انسان د مرګ په خوب ویده کولی شي.

په نوې روغتیايي څیړنې کې ثابته شوې چې د زړه له حملې څخه ژغورونکی پیژندل شوی درمل ډیګوکسین (Digoxin) استعمال په نړۍ کې د مړینې کچه او شمیر زیات کړی.

دغه درمل هغو ناروغانو ته ورکول کیږي چې د زړه درزا يي له نورمال حالت څخه لږ او یا هم زیات وي. د ځينو شواهدو پر بنسټ یوې څیړنې کې ثابته شوې چې د دې درمل استعمال د ډیرو ناروغانو د مړینې لامل ګرځیدلی.

دغه څیړنه د جرمني په ډبلیو ګویت پوهنتون کې ترسره شوې کوم کې چې له ۱۹۹۳ز څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې په مختلفو ناروغانو کې د مړینې لامل ښودل شوی.

دغې څیړنې کې ۲۳۵۰۴۷ هغه ناروغان چې د زړه درزا يي له نورمال حالت څخه لږ او یا زیات وو څیړل شوي. د دغه شمیر ۲۱ سلنه ناروغانو ته (Digoxin) درمل ورکړل شوی و.

ډیګوکسین (Digoxin) درمل له (Foxglove) نومې بوټې څخه لاسته راځي او د طب په نړۍ کې ګومان کیږي چې دغه درمل د زړه درزا پیاوړی کولی شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب