د ښه بوټي تر څنګ بد بوټي هم شنه کیږي! -عبدالله وردک

ښه بوټی او بد بوټي

په انګلستان کې قرنطین په لومړي ځل، د مارچ په درویشتمه (۲۳) شروع شو، او ما د کور په حوېلۍ کې، ګلان، رومي بانجان، ګندنه، پالک، بادرنګ، ګشنیز، جوار، مرچک، نعنا، کاهو، ګلپي، شلغمې، او چغندر، وکرل. که ژوند و، ان شاءالله، بل ځل به ګاذرې هم وکرم.
د یادولو وړ ده، چې دغه ۱۵ کاله مې د کور په حوېلۍ کې هیڅ شی نه وو کرلي. نو پدې خاطر مې دغه ټول شیان وکرل، چې حوېلي یو څه شنه پرې ښکاره شي.
په لومړي وخت کې مې خېشاوې (بد بوټو) ته په مناسب وخت کې لازمه توجه ونکړه.
یوه ورځ مې غوښتل چي دغه بد (بې ګټې) بوټي، له ښو (ګټورو بوټو) څخه لېرې کړم. ګورم چې دغه بد بوټي تر اصلي ښو بوټو څو وارې لوی او قوي شوي وو. کله مې چې تصمیم ونیوه، چې دغه بد بوټي له ښو بوټو څخه لېرې کړم، نو ددغه بدو بوټو لېرې کولو، ښو بوټو ته هم ډېر زیان ورساوه، او هغه وو، چې د بدو بوټو په لېرې کولو کې مې ډېر ښه ګټور بوټي هم له لاسه ورکړل.
دغه صحني زما طبعیت ډېر خراب کړ، او بیا مې له خپل ځان سره وویل، چې ما باید په مناسب وخت کې دغه بد بوټي، له ښو بوټو څخه بېل کړي وای. یو به یې د ښو بوټو حق نه و خوړلی، او بل به یې د لېرې کولو په وخت کې، دغه ښه بوټي له بېخه نه اېستل.
دغه د سترګو لیدلي حال، ماته دغه لاندې فکرونه پیدا کړل.
۱ – په هره ټولنه کې ښه او بد خلک شته دي. که له لومړۍ ورځې څخه له ډېر احتیاط څخه کار وانخستل شي، او دغه بد خلک ددغو ښو خلکو په څنګ کي ډېر نیږدې پرېښودل شي، نو ډېر امکان لري، چې بیا ددغه بدو خلکو لېرې کول، دومره آسانه کار نه وي. که یو څوک وغواړي، چې دغه بد خلک بیا لېرې کړي، نو بیا به دغه بد خلک تر خپل توان پورې کوښښ کوي، چې ښو خلکو ته هم، حتمي ډېر زیان ورسوي.
د مثال په توګه، په یوه کورنۍ کې چې کوم اولاد، خدای مکړه بې لارې شي، او پلار او مور یې په مناسب وخت کې، د هغې په قاطع ډول مخنیوی ونکړي. نو کله چې بیا هغه لوی شي، او هم خپلو بدو کارونو ته ادامه ورکړي، نو ډېر امکان لري، چې هغه د کورنۍ نور غړي هم له ځانه سره ډېر خراب کړي. بیا به د مور او پلار، لاس ټکول، هېڅ په درد ونه خوري.
۲ – په سیاسي ګوندونو کي هم، که دغه ټکي ته، په مناسب وخت کې کلکه توجه ونشي، نو بیا ډېر امکان لري، چې دغه بد خلک په هغه سیاسي ګوند کې، ډېره تباهي منځ ته راوړي. نو د یوه سیاسي ګوند، د رهبرۍ دپاره لازمه ده، چې په مناسب وخت کې ددغه شانته خلکو مخه ونیسي، او پرې نږدي، چې دغه بد خلک، د ښو خلکو تر څنګ ځای ونیسي. کنه، کېدای شي، ښه خلک ددغه بدو خلکو په منځ کې باالکل بې ودې شي، او دغه ښه خلک به د خرابو خلکو، په منځ کې، له نورو خلکو څخه پټ وساتل شي، او بېروني خلک به هغه لیدلی نه شي، ترڅو خپل شکایت ورته وړاندې کړي. نو د ښو مشرانو دپاره لازمه ده، چې د خپلو نیږدې مامورینو، کړونو ته ډېر متوجې وي. داسې نه وي، چې هغه له خپل ځانه خبر نه، او دده ارتباط، له خپلو وفادارو غړو سره پرې شوی وي.
۳ – د یوه ملک ښه ولسمشر هم، باید د خپلو نیږدې ملګرو په هکله ډېر متوجه وي. که چېرې بد خلک، د یوه ولسمشر په اطراف کې ځای ونیسي، نو هغه به هم ډېر ژر د خپل ملک له ښو خلکو څخه، په خاص مهارت، ددغه بدو خلکو په ذریعه یوازې وساتل شي، او بیا به د ولس، او ولسمشر، ترمنځ نه پخلا کېدونکی واټن منځ ته راشي.
نو د یوه ښه ولسمشر، دپاره لازمه ده، چې بد خلک، پر خپل ځان راټول نکړي.
همدارنګه، په یوه کلي کې هم، که چېرې د بدو خلکو مخه په مناسب وخت کې ونه نیول شي، نو کېدای شي، د هغه کلي ژوند له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
نو په هرځای، او په هر کار کې، باید ښه خلک لاس په کار شي، او د بدو خلکو، په ګډه کلکه مخنیوی وکړي. کنه، تر ټولو لومړی به یې همدوی ته زیات تاوان رسیږي.
د یادولو وړ ده، چې دغه خبره باید ټولو ته د لمر په شان واضح شي، چې ښه او بد به د اسلام په رڼا کې تعین کیږي، او بس.

د پام وړ ټکي!
هېره د نه وي، چې په لومړي وخت کې ښه بوټي، او بد بوټي، یوشانته ښکاري، او عادي خلک، د هغو ترمنځ سم فرق نشي کولای. که چېرې له خاصو مهارتونو څخه کار وانخستل شي، نو امکان لري، چې بد بوټي، د ښو بوټو ترڅنګ پاته شي، او هغه د ښې ودې څخه بې برحې کړي، چې دا به د ډېر خفګان وړ حالت وي.
که ښه په غور سره وکتل شي، په افغانستان کې همدغه شانته کار وشو. بدو خلکو، په ډېرو حساسو ځایونو کې په خاص مهارت سره، ځایونه ونیول، او بیا یې، خپل شوم هدفونه یو پر بل پسې عملي کړل، او وطن یې له دغه اوسني ناوړه بد حالت سره مخامخ کړ.
الله(ج) د، ددغه وطن په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین

عبدالله وردک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب