د ښه صحت لپاره دغه پنځه غوره سپارښتنې له سبا ناري وړاندې ترسره کړئ!

د سهار لومړي ساعتونه د ورځې په اوږدو کې په ویخ او ځیرک پاتې کېدو کې مهم رول لوبوي، ددې لپاره ځینې عادتونه او تمرینونه خپلول پکار دي تر څو مو راتلونکې ورځ په غوره حالت کې تېره شي.

روغتیا پوهان وایي، انسان هره ورځ د نوي ننګونو سره مخ کیږي، لکه دنده، کورني کارونه او شخصي مسئولیتونه، په داسې حال کې د ورځې پېل له سبا ناري یا ناشتې وړاندې په منظم ډول او په ځینو روغتیایي عادتونو پېلول تاسې ټوله ورځ ځواکمن او پیاوړی ساتي.

له سهارنۍ وړاندې ځینې نصیحتونه:

وختي پاڅېدل

ځینو خلکو لپاره سهار وختي پاڅېدل یو ستونزمن کار وي، خو په لږ تمرین او کوښښ سره وختي پاڅېدل ستاسې ورځنی معمول ګرځېدلی شي، له یوې اونۍ تکلیف وروسته به ستاسې بدن پوی شي چې همدغه د پاڅېدو مناسب وخت دی.

له ویښېدو وروسته د پنځه دقیقې اضافي خوب مخنیوی

زیاتره خلک چې کله سهار د الارم یا زنګ په واسطه پاڅیږي، د پنځو نورو دقیقو په بهانه بیا ویده شي، په دې سره بدن ناوړه عادت خپلوي چې د روغتیا لپاره ناسم دی، ځکه چې د پنځو دقیقو په بهانه بیا خوب دا معنا ورکوي چې د خوب نوي پړاو ته داخل شوئ، او دا د ورځې په اوږدو ستاسې  د خوبولۍ او ګنګستیا لامل کیږي.

اوبه څښل

له ناشتې یا سهارنۍ وړاندې د بدن رطوبت ساتل یو مهم او روغتیایي ګام دی، په دې سره د ورځې په اوږدو کې پښتورګي په غوره توګه کار کوي، د پوستکي نرموالي ته وده ورکوي او د قبضیت مخنیوی کوي، ځینې خلک په اوبو کې لیمو هم ګډوي چې ګټور کار دی.

فزیکي تمرین

بدني تمرین یا فزیکي فعالیتونه د هغو سپارښتنو په سر کې راځي چې ډاکټران یې خلکو ته کوي، منډې وهل، ایروبیک تمرینونه (لامبل، سایکل چلول، ګرځېدل او داسې نور) ترسره کول یا جیم ته تلل ټول هغه فعالیتونه دي چې د کالوریزو سوځولو او بدن ویخ او ژوندی ساتلو کې مرسته کوي.

مراقبت یا یوګا

دا فعالیت کولی شي تمرین ځای په ځای کړي یا وده ورکړي، د ۱۵ یا ۲۰ دقیقو لپاره هندی تمرین یوګا یا مراقبت کول ستاسې د ذهني ارامتیا لامل کیږي، ذهني خپګان او په بدن کې د فشار مخنیوی کوي، او د ستونزو سره په مبارزه کې د انسان فعالیت ښه کوي.

روغتیا پوهان د مسئولیتونو او راتلونکي ستونزو لپاره د فکر او تصمیم نیولو تر ټولو غوره وخت سهار وختي بولي، دوی وایي ذهن ارام او د ښه فکر جوګه وي، دغه راز لیکوالان او کتاب لیکونکي هم د خپلو کارونو مخ وړلو لپاره دغه وخت غوره بولي، ددې سربېره کورنۍ ته د وخت ورکولو لپاره هم دغه وخت غوره بلل شوی، د ورځې په اوږدو کې مشغولتیا د انسان فکري او بدني ستړیا لامل کیږي چې د شپې کورنۍ ته وخت نشي ورکولی، په همدې خاطر یا تلویزون ګوري او یا ویده کیږي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب