د ښوونکي حق زیات دی که د زده کوونکي؟

ځینې مدرسو، اکثره ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو کې زیاتره وخت د شاګردانو او استادانو ترمنځ ستونزې راپورته کیږي او هر یو ځان په حقه بولي، شاګرد استاد ته د بعضې مشکلاتو له وجې په غوصه وي، او د زیاترو استادانو بیا شوخ شاګرد ته دومره غوسه کیږي چې که وس یې پرې بر شي نو له ښوونځي به یې وشړي.

دا چې ولې ددوی ترمنځ ستونزې راولاړیږي، ددې یو مهم لامل دا دی چې شاګرد د کشرتوب له کبله د استاد له حقه ناخبره وي، او مقابل کې د افغانستان په څیر ملک کې چې زیاتره استادان غیر متخصص، په واسطو، یا له دارالمعلمین لوستلو پرته په دنده مقرر شوي وي، په خپل او د شاګرد په حق څرنګه چې په کار دی هغسې نه وي خبر، لاندې لیکو کې غواړم په شاګرد د استاد یو شمیر حقونه، او بیا په استاد د شاګرد یو شمیر حقونه په بیخي مختصر ډول بیان کړم.

د استاد یو شمیر حقونه:

۱- استاذ ته په پوره درناوي غوږ نیول، د سبق او خبرو منځ کې نه ور لویدل، ځکه بیا یې ذهن او خبر ترې ګډوډیږي او سوچ یې بله خوا ځي.

۲- که د سبق په کوم ټکي پوه نشوې، په ادبناک، شریفانه طریقه له استاذه پوښتنه کول، په ټیټ اواز، نرمه لهجه، او چیړ چاړ ورسره نه کول، استاد ته تل مخامخ کتل، په قدرمنه طریقه، په مسخره او رشخند طریقه خبرې نه کول.

۳- د استاذ په لارښوونو او نصحیتونو عمل کول، بابیزه نه ګڼل.

۴- د استاذ کورنۍ باید د اولادونو په مخ کې د استاذ پوره احترام او قدر وکړي، حتی که کومه ستونزه پیښیدله، نو باید د امکان تر اندازې ور تیر شي، او غلطیو ته یې عذرونه ولټول شي، که نه په هوښیاره طریقه حل شي، ځکه ځامن ګوري، که کورنۍ استاذ ته په کمه سترګه وکتل نو شاګردان هم بیا د استاذ هرې خبرې ته په سپکه ګوري او هیڅ شی ترې نه زده کوي.

۵- کورنۍ باید د شاګرد په وړاندې له استاذه بدې ورځې او شکایتونه ونه کړي او نه یې په سپکو یا کمو الفاظو یاد کړي، ځکه بیا شاګرد په استاد زړور کیږي او پایله کې ورته سم غوږ نه ږدي او نه ترې څه شی زده کوي.

۶- کورنۍ باید وګوري چې بچی یې څه خیالات لري او استاذ څه غواړي، او بیا ترمنځ توازن او انډول جوړ کړي.

۷- استاد ته باید کورنۍ په نوم اواز ونه کړي، بلکې محترم، استاذ، او حتی که استاذ نه وي هم، نو باید په درناوي یاد شي.

۸- وخت ناوخته استاذ د خپلوان په څیر کور ته میلمه کړل شي، مننه ترې وشي، ترڅو شاګرد پوه شي چې زما کورنۍ او استاد دواړه زما په خیر لګیا دي، او د دواړو اړخونو ترمنځ کوم ټکر او بې احترامي نشته.

۹- شاګرد باید د معلم قدر وپیژني، او په دې پوه شي چې که معلم نه وي نو شاګرد هیڅ کله پورته نشي تللی، همدا معلم دی چې خپله ټوله خواري او ژوند د شاګرد ښې ورځې او خیر لپاره قرباني کوي.

۱۰- شاګرد باید د استاد له تخصص څخه بهر سوالونه ترې ونه کړي. په ځانګړي ډول که پوهیده چې نه پوهیږي نو باید هیڅ سوال ترې ونه کړي.

۱۱- د استاذ داسې درناوي کول لکه د میلمه، یاني هومره هوسایي ورته برابرول لکه څوک چې یې خپل میلمه ته برابروي.

۱۲- د استاذ په شخصي کارونو کې کار نه لرل، او نه پرې د ځان خبرولو کوښښ کول.

۱۳- د استاذ سپکاوی نه کول، که استاذ شاګرد ته ښیرا وکوي نو هیڅ کله شاګرد ښه ورځ نه شي موندلی

په استاذ د شاګرد حقونه

۱- استاذ باید خپل ځان کې د هغه مضمون لیاقت ولري چې شاګردانو ته یې ښیي، خوشې دې خپل او د شاګرد عمر نه ضایع کوي.

۲- استاذ باید د استاذۍ انسټیټیوټ څخه فارغ وي، کنه کم له کمه باید دومره کورسونه یا روزنیزو پروګرامونو ته تللی وي چې د استاذۍ طریقه او ترتیب په کې ښوول کیږي، کنه نو ستونزو سره د مخامخ کیدو په مهال به بیا د ملامتۍ یوه مهمه برخه پړه په استاذ وي.

۲- استاذ باید زیرک، عادل، او ټولو شاګردانو سره انصاف دار وي.

۳- استاذ باید ښه کړه وړه او اخلاق ولري او شاګردانو ته یوه بهترینه نمونه او مثال شي، ترڅو شاګردان ترې ښې پېښې زده کړي.

۴- استاذ باید خپله دنده په وخت او مکمل ډول ترسره کړي، ترڅو خپله روزي حلاله او د شاګرد عمر له زیانه وساتي.

۵- شاګردان باید وهڅوي، وړتیاوې یې کشف کړي، وده ورکولو کې ورسره مرسته وکړي.

۶- د شاګردانو ترمنځ انفرادي فرقونو ته متوجه شي او پام یې وساتي.

۷- د شاګرد رواني حالاتو ته پاملرنه وکړي او وګوري چې شاګرد په څه حال کې دی.

۸- استاذ باید شاګرد خپل ځوی وګڼي او همدومره یې ګټو ته پام وکوي چې په څه کې یې ګټه وي هغسې ورسره وکړي.

۹- شاګردانو سره په ترحم، مهربانۍ، نرم زړه وچلیږي او په غلطیو یې صبر وکوي، ځکه که شاګرد پوهیده نو بد به یې نه کول.

۱۰- باید کوښښ وکوي شاګردان خپل منځ کې سره خواږه کړي، ددوی ترمنځ د ورورګلوۍ فضا رامنځ ته کړي، او جنګونه یې په مثبتو سیالیو واړوي.

۱۱- د شاګرد ژوندون په پرله پسې ډول وڅاري، که څه کوږوالی یې ولیده نو په هوښیارانه طریقه یې سم کړي.

۱۲- په شاګردانو د خپل علم بخیلي ونه کړي، بلکې ټولې علمي سرچینې، او د کامیابۍ لارې ور وښیي، او هغه پهلوان غوندې ځان ته کوم چل ونه ساتي.

۱۳ په پرله پسې ډول خپله علمي او تدریسي سویه لوړه کړي او یواځې تنخوا ترلاسه کول خپله موخه ونه ګرځوي، بلکې د یوه ښه نسل روزلو ثواب نیت کې ونیسي.

پایله کې دا یادونه اړینه ګڼم چې دا څو توري نه د استاد او نه د شاګرد ټول حقونه بیانوي، بلکې دا هغه استاذانو او شاګردانو ته یوه اسانه ترازو ده چې له خپل مقابل لوري شکایت لری، اوس دې استاذ وګوري چې خپله په دغه شرطونو برابر دی کنه، که برابر نه وي، او شاګرد ورسره لانجه کې اخته یې نو باید لومړي خپلې غلطیانې لرې کړي، بیا وګوري چې شاګرد سمیږي که نه؟!

او شاګرد دې وګوري چې آیا خپل استاذ سره په دغه پورتنیو کړنلارو چلیدلی که نه، که نه وي چلیدلی، او بیا له خپل استاذه شکایت لري نو لومړي دې خپل ځان پورته کړي بیا دې وګوري چې شکایت یې پاتې کيږي که حل کیږي؟!

قلموال: عبدالله «ویښ»

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب