د ښو شپو د لمانځلو شرعي حیثیت او د اکبرعید حکم

د ښو شپو متعلق بدعات

سوال :-ځنی خاصې شپی لکه پنځلســـم دی برات اولســــم دمحرم اوداسی نوری خلګ دیته ښې شپې وايي اوپه ډیرجوش سره يــي لمانځې چې څوک غړی اوحـــلواوی پـــخوی جــماعـــتونوته يي وړی اوځیـــنی خلګ پســـونه حلالوی اوپه کورونويي ویشـــی اوهمدا رنګه بعضی خلګ په خپل مرده پسی دخیـــرات په نیـــت دکـــم عــیدپه ورځ یادلوی عیدپه ورځ مخته پسه حلالوی اوجماعت تــه يــي راوړی چــی اکــبرعیديــي بــولې ایادرواجـــونه دشریعت له نظــره څنـــــــګه دی ؟
ځواب :-پــــه دی شپــواوورځــــوکی دشریعـــت نه لاندی شـــیان ثـــابت دی هغه داچی حضرت نبی کریم ﷺ وفرمایـــل چی تاســـودبــرات دپنځلسم شپه ویښه تیروی اوپه ورځ کي يي روژه نیسی ځکه چی الله تعالی په دغه شـپه کی ددنــــیااسمــان ته راځــی اوفرمايي چی څوک شته مغفرت غوښتونکی چی زه ورته مغفرت وکړم اوایاشته څوک رزق غوښتونکی چـی رزق ورکړم اوایاشته څوک عافیت غوښتونکی چی زه ورته عافیت ورکړم دالله تـعالی درحمت دغه دربارترسهاره خلاص وی اوهمدارنګه حضرت نبی ﷺ فـرمايي چی دمـــحرم میـــاشت یعــنی دهغــی په لــــــــسم تـــاریخ روژه نیول درمضان دمیاشتی نه پرته ترټولومیاشتوزیات ثواب لری اوهمـــدارنــــګه دبرات په پنځلسم هدیری ته تلل مستحب ده حضرت نبی ﷺ په دغه ورځ دالله تعالی په حکـــم جنت البقیع ته ولاړاوهلتـــــه مړوته دالله تعالی نــه استغفاروغوښت داحدیثونه مسـلم اوابن مـاجه روایت کړی لهذاپه دغوښوشپـــوورځــوکی دشریعــت نه عبادت اوهدیری ته تلل ثابـت دی ددینه پرته نورهرڅه خرافات اوبدعات دی لهذاپه دی شپوکـی داحلوه وی اوغــړی اوپسونه صدقی او خیراتونــــه دی صدقی خیـــراتــونــــــه کول ښــه کارده خوالبــــته تریوخـــاص وخــت پوری صـدقه خیرات متــعلق کــول چی شـریعت دغه خاص وخت نوی ورته ښــــودلی صحـح نده لکه چی مخته نـــزدی دامـــسئله تفصیلی بیان شوه په شریعـت کی په دی خــاصوشــپوکی دخیرات کولوڅه حکم نشته اوبـــل داچی
صــدقی صـــرف مسکیـــنانوتـــه ورکـــول لازم دی لـــکه چی الله ﷻ فـــرمايي انماالصدقات للفقراء – یعنی صدقی صرف فقیرانواومسکینانولره دی اودهغوی حق ده حـــلانـــکه زمونږمــــروجه صدقی چی په سوال کی ذکردی یاجماعتــــوته وړل کیـــږی چی هلتـــه يي اکـــثراوبادان خوری اویاپه کورو تقســیږی چې ډیرکورنه يي مالداراوابادوی نن صــبا مسکیــنان ډیرکم دی اودادقران خلاف عمل ده .اوبـل داچــی داصدقی اوخیراتـــونه دنامود پاره کیږی دی ثواب نیت ډیرکم وی پــــکښی ځـــکه که دې سړی تـــه ووايي چـی ددی پسـه روپــۍ دې فـــلانې مســکین یافلاني مدرسې ته پټې ورکړه دی صدقی په نیت ستامړی ته بــه يي ثـــواب رسیږی نوهغه دی خبری ته کله هم تیارنده اوبل داچه ددی ښـوشـــپودومــره زیات الــــتزام کیږی چی بی له څه پخولوخلګ وايي فلانی ښـه شــپه نه وه کړی حلانکه چی مخته تیرشو چی یوشی په خاص وخت پوری لازم وګــرځـول شی چی شریعت نه وی لازم کړی بدعت ده اوبل داچه په قرون ثلاثه ووکی هـم داشپې وی حلوه وی اوپسونه هم موجودوواوهغه دثواب په حاصـلولوکی هـم تــرمونـــږډیرحاریصـــان وو حلانکه هغوی داعمــل کله هم ندی کړی ددی ټولوخرابیانوله کبـله علماوو
دی عمل ته بدعت ویلی لکه فخرالاسلام محدث دهلوی حضرت شاه غبدالعزیز(رح)لیکې
سوال :-پختن طعام درایام ربیــــــع الاول برای خدا ورسانیدن ثـــواب
ان بـروح برفتوح حضرت ســــــــرور کائنات ﷺیـا حضرت حسین درمـــاه محرم ودیګرال اطهارسیدمخـتـار صحح است یانه جواب :-انسـان در فعل خودمختار است میرســد کــــه ثواب عمل خودبـرای بــــــــزرګان با یمان خودګرداندلیکن بــــــرای این کار وقت وروزمتعین نمـــــودن وما هی مـــــقــــررکـــردن بدعـــت اســـت وهرچیزکه بـــــــــران ترغیب صاحب شرع وتــــــعین و قت بنا شدان فعل عبـث اســت ومـخا لفت سیدلانــــام حرام است پس هرګز روانبــــــــــاشد فتاوی شاه عبدالـعزیزج۱ ص
۹۷ پخول دی خوراک په ورځودی ربیـع الاول کی لپاره دی خداي اوثــواب بښل يي روح نبیﷺ ته اویاپه مــــــحرم کی څه پخول واخیرات کول اوثواب يي حسـین ته اویــانوراهـل دنبی تــه بښل صحح ده کنه ؟ ځـواب انــــسان په خپل فعل کی مختارده دهرنیـک عمل ثواب چی چاته بــخښی ثــواب يي ورته رسیږی لیکن ددې کاردپار ه وخت یاورځ معلومـول بدعــت ده او په هرشی کی چی شریعت ترغیب نــه وی ښودلی اوهغه دپاره وخـت نــوی مقررکړی هــــــغه کـــــارعبث ده اودی حضرت نـــــــبیﷺ دی طـــریقی خـــلاف ده اوحــرام ده لهــــــــذادخیـــراتــونـــه هیــڅ کلـــه رواندی حکیم الامت حضرت مولانااشرف علی (رح)په دی هکله داسی لیکی
دی حلوه داسی پابندی کول چی بی له دینه ګویابلکل شب برات شوی نـــده په دی پابندی کی اکثرفساددعقیدی هم ده چی داعمل ضروری بـلل کیږی او فسادعملی هم ده چی ترفرضواوواجبو ددی زیات اهتمام کـیږی اوددی دواړو یعنی فساد عقیدوی اوعملی معصیت ګناوالی په فصـل اول کی په تفصیل سره ذکرشوی ده الخ اصلاح الرسوم ص ۱۸۵ ددینه علاوه حکیم
الامــــت ددی عمل نوری ډیری خرابیانی په خپل کتاب کی ذکرکړیدی چی دټولوذکرکول ضــــروری نــــدی عاقــــل لـــره اشـــاره کافـــی ده اوبی عقل او متعصـــــیب لره ډیـــرد لائـــل هـــــم کفـــایــــت نــکوی بالاخره دی جهان منلی شخصیتونه اوبزرګان دین مولاناشاه عبدالعــــزیـــــز(رح) اوحضرت مولانا اشرف علی (رح) دی عــــمل ته بـــــدعت اوفـــاســدعمل وايي خوکه بعضی نورڅوک دی عمل ته جواز ورکوی هغه کیــــدایشی له مذکورواشخاصونه برتروی (ع) ببین تفاوت راه ازکجااست تابکجا

دبرات په پنځلسم دمتاؤی یو او شوئ براتو لګولو حکم

سوال :-ډیرخلګ دی شب برات په شپه متاؤی غــورزوی شـــوی براتــونه او اورونه بلوی ټیرونه سوځی شریعت نبوی ﷺدی عمل ته په کوم نظرګوری ؟
ځواب :-داعمل په اصل کی دی مشرکانواتش پرستوعمل ده خوبدبختـانه چی دی مشرکانواوهندوانوډیراعمال اورسمونه مسلمانانوته داخـل شوی دی لهذاچی داد مشرکانوعمل اورسم ده نوناجائزخوضرورده .شیخ عبدالحق محدث دهلوی په دی هکله داسی لیکی بدعت شنـیعه ده هغه رسم کوم چی په اکثروښارودی هندکی کیږی چــی هغه زیات چراغونه اوبرقونه لګول دی اوهـــمدارنـــګه زیات اورونه بلـــول دی اودهـــغوی سره دلهولعب (ساتیری)لپاره جمع کیــدل دی چونکی داداســـی عمل ده چی نه يي په معتبروکتابوکی کوم اصل شته اونه يي په غیرمعتبروکتابوکی اونه کوم ضعیف اویا موضوعی روایت پکښی شتــه اوعلی ابن ابراهیـــم ویلی چی دی اوربلیدواوروښــانـــتیا بدعـــت اول له برامکه چی راشروع شوهغه خلګ اتش پرست ووچی کله مسلمان شول نوداکاريي په اسلام کی داخــل کړاوله دی نه ددوی اصـــــل غــرض اتش پرســـتی وه الخ ماثبت بالسنة للعبدالحق محدث دهلوی اومولاناعبدالکریم تــــرمذی لیـــــکی چی څـــوک دا عمل کوی هـغه ددی حدیث مصداق ګرځی من تشبه بـــقومٍ فهومنهم یعنـی چاچی له چاسره مشابهت اختیارکړهغه به له هــغوســره په ورځ دی قیامت راپورته کیږی .

ددی حدیث له رویه علماوولیـــکلی پتـــلون نیـــګټايي استعمالول حرام دی ځـــکه چی دادکفارو لبـــاس ده اوپه انګریزی هم بې له حاجته خبری کول صحح ندی بالاخره په دی شپوکی اورنه بلول ډیـربدعمل اوبدعت ده بیاخاصکرداسی ده برکت په شپوکی داسی اعمال ترســره کول لالویه ګناده که کم عمره غیرمکلف زنکان داکارکوی په لویانویی ضروری ده چی له دی عمل نــه يي منــع کړی اودی نه منـــع کولوپه صورت کی به يي ګناه دلویانـوپه غــاړه وی همدارنــګه هـــرنـــارواه عمل چی کم عمره هلکان کوی لکه دی سروزروګوتي په لاس کول وغیره په سرپرستانويي لازمـه ده چی له داسی اعملويي رابنـــدکړی کــــنه پـــه ورځ دی قیـــــامت به دوی پری مسئول يي خوبدبختانه چی سرپرستان خپل اولادونــه دی اعمالوته برابره وی لکه هرمالدارشخص خپل اولادتــــه دسروزروګـــوتی جوړوی اوهغه ته يي ورپه لاس کــــوی حالانــــکه دسپینــوزرونه ماســـواء نورهـــرقسم ګوتی استعمالول دنارینه لپاره حرام دی البته دښځولپاره دســـروزرواستـــعمال رواده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب