د ښځو آزادي!

یو شپونکی خپله رمه باندې ډیر مهربان و، هر وخت به یې د خپلو میږو ساتنه کوله، مازیګر به چې رمه له غر نه راوسته نو د کور ټولې دروازې به یې قلف کړې، ترڅو چې لیوان رانشي او میږو ته څه ضرر ونه رسوي.

یوه شپه چې لیوان ډیر وږي شول نو د شپونکي کور ته ورغلل ترڅو چې د خپلو خیټو چاره وکړي، کله چې د کور دروازې قلف ولیدلې نو ډیر مایوسه شول، بیا یې مشوره وکړه چې راځئ همدلته به لاریون وکړو چې ولې شپونکي میږې  او بزې بندې کړې دي؟ د میږو حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي، میږې او بزې باید خپلې خوښې ته پریښودل شي ترڅو چو آزاده فضاء کې خپل ژوند څخه خوند واخلي.

میږو او بزو چې د لیوانو چیغې واوریدې نو زړونه یې باغ باغ شول، چې رښتیا هم لیوانو سره زمونږ د حقوقو غم دی، شپونکي خو مونږ ټول عمر بندیانې کړې یو، یوه ورځ مو هم خپلې خوښې ته نه پریږدي، نو راځئ چې نور د لیوانو په څېر آزاد ژوند وکړو، اوس خو هسې هم ډیموکراسي ده لیوان مونږ باندې کار نه لري.

دوهمه ورځ میږو او بزو هم چیغې شروع کړې، د لیوانو له دروغجنو شعارونو څخه متأثره شوې، نو په خپلو ښکرونو باندې یې دروازې ماتې کړې، تر دې چې د غر په لوري روانې شوې او لیوان وروسته ورپسې روان شول، شپونکي بیچاره ډیرې چیغې وکړې چې لیوان ستاسې دښمنان دي، غواړي چې دوکه درسره وکړي او د خپلو خیټو کار یې وشي، مګر میږو او بزو د شپونکي خبرو ته غوږ ونه نیوه، بالآخره شپونکی هم مایوسه شو.

کله چې میږې او بزې د غر لمنې ته ورسیدلې نو لیوانو د خپل پلان مطابق عملیات شروع کړل، د ډیر وخت راهیسې چې وږي ګرځیدل نن یې خپل زړونه یخ کړل، میږو او بزو باندې یې برید وکړ، ټولې میږې او بزې یې د سترګو په رپ کې ختم کړې، یوازې هډوکي یې پاتې شول.

نن ورځ چې غربیان او ډیموکراټان د ښځو د حقوقو او آزادۍ دروغجن شعارونه زمزمه کوي، له دوی سره هیڅکله د مسلمانو خویندو غم نشته دی، بلکې د دوی یوازینۍ موخه د مسلمانو خویندو عزت او عفت لوټل دي، ترڅو چې د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې د مسلمانو ښځو عزت هم د غربیانو ښځو په څېر لیلام شي، مسلمانه ښځه هم د هغه غربي ښځې په څېر یوازې د جنسي غریزې وسیله وګرځي، د مسلمانې ښځې عزت ته هر څوک لاس رسی ولري، ترڅو په ډیره آسانۍ سره اسلامي ټولنه په اخلاقي فساد باندې ککړه شي.

نو هر مسلمان باید پدې پوه شي چې د ښځو حقوق یوازې اسلام خوندي کړي دي، یوازیني دین اسلام دی چې له ښځو سره یې انصاف کړئ دی، هره مسلمانه ښځه چې د غرب په شعارونو غولیږي نو یوه ورځ به یې خامخا عزت په ډیر کم قیمت سره پلورل کیږي، چې بیا به هیڅکله خپل عزت ترلاسه نه کړي، بلکې تل لپاره به د اخلاقي فساد په سرښناک او نجس ډنډ کې پرته وي.

هره میرمن باید خپل حقوق د اسلام په دایره کې ترلاسه کړي، څه چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ورته فرمائلي دي په هغه باندې عمل وکړي، د ډیموکراټانو او غربیانو په دروغجنو وعدو او شعارونو باندې هیڅکله غوږ ونه ګروي، ځکه چې بیا به یې دنیا او آخرت بایللي وي.

فضل الهي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب