د ښځو اسلامي حقوق

ټولو مسلمانانو ته خبر وركول كيږي چه لاندي موادو ته جدي متوجه سى او پاملرنه ورته وكړي.
اول : هره ښځه په ميراث كى خپل حق لري او بايد خپل حق وركول سى هر څوك چه ح ق نه وركوي هغه ظالم فاسق او فاعل دګناه كبيره دى .
دوهم : هغه صلح چه د ښځى په وركولو باندي وسى هغه صلح نارواده ځكه چه د دغسى ښځو سره بياسخت ظلم كيږي د دغه صلحو څخه بايد اجتــناب وسى او كه پخوا سوي وي نو هم بايد د هغه ښځو د وركولو څخه مخنيوى وسى كه څه هم قصاص ساقط وي.
دريم : كونډى ښځى دخپل خوښى اورضاء دي هيڅ څوك يى نسى مجبوره كولاى چه د ميړ ه په اقرباؤ كى به نكاح كوي او هر څوك چه دغسى كوي هغه ظالم او فاسق دى او كه دكونډى وتل د كوره څوك شرم او عاربولي د ايمان خطر ورسره سته .
څلورم : هغه ښځى چه قريبانو يى ميراث يا نور مال غصب كړى وي او دهمدغه كسانو د بيرى د وجهى دكوره نسى وتلاى د دغو ښځو په حق كى مرور الزمان نسته ځكه چه عذر دتغلب دخصم م وجود دى  .
پنځم : د ښځو د وركولو په وقت كى بايد دميړه صلاح او تقوى حتمى په نظــركى ونيول سى نه يوا زى مال  جمال نسب يا داسى نور .
شپږم : مهر او ولور حق يوازى دښځى دى پلار يا ورور يا بل قريب كه په خپل سر دهغه څه شخصى استفاده كوي نو داظلم او غصب او ګناه ده .
اووم : ښځۀ كه پيغله وي كه كونډه چه بالغه سى د دي په خوښه او رضاء به په نكاح وركول كيږي كه يى خوښه نوي هغه نكاح نه صحيح كيږي نو اول بايد د ښځى سره مشوره وسى بيا په نكاح وركول سى  .
  نوټ    كه دپورته موادو څه متخلفين ونيول سى نو بايد مربوطى محكمى ته خبر وركول سى او د قاضى د طرفه د جدي تهديد او شديد تعزير سره مخ سى .

د دارالافتاء  محترم رياست ته السلام عليكم ورحمةالله وبركاته، د لاندي څو مسائلو په هكله پوښتنه كوم هيله ده جواب ئې راكړئ.

سوال: ښځه خو په ديـن مقدس كي خپل حق لري په ميراث كي، نو كه يو څوك د دغه ښځي حقوق نه وركوي او د هغې ښځي حق په ميراث كى خپل ځان ته ګرځوى نود دغه سړى به څه جزا وي او څه بايد ورسره وسي؟

جواب : دغه سړى چي خپلي لور يا خور يا نورو ښځو ته په ميراث كى حق نه وركوي دغه سړى ظالم او غاصب دى او فاعل د ګناه كبيره دى په شريعت مقدس كى ښځى خپل حقوق لري په ميراث كى هيڅ څوك نسى كولاى چي دغه حقوق ځنى وګرځوي او كه دغسى يو څوك قاضى ته يا نورو مسئولينو ته معرفى شى بايد د سخت تهديد او شديد تعزير سره ئى مخامخ كى څو چه د نور خلقو د پاره عبرت سى .
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِيْمَ : وللنساء نصيب مماترك الوالدان والاقربون مما قل منه اوكثرنصيبا مفروضا سورةالنساءآية۷
وايراد حكمهن على الاستقلال . . . . . للاعتناء كماقال شيخ الاسلام بأمرهن والايذان باصالتهن فى استحقاق الارث والا شارة من اول الامر الى تفاوت مابين نصيبى الفريقين والمبالغة فى ابطال حكم الجاهلية فانهم ماكانو ايو»ثون النساء والاطفال ويقولون انمايرث من يحارب ويذب عن الحوزة وللردعليهم نزلت هذه الاية كماقال ابن جبير وغيره  روح المعانى صـ۲۱۰ج۴  هكذافى  التفسيرات الاحمدية صـ۲۲۶   والتفسيرالمظهرى صـ۱۸ج۲ـ۲  .

سوال: په صلح كى ښځه وركول څه حكم لري حال داچه د دغسى ښځو بيا په خپلو كورو كى ډير بد حال وي او ټول ئى په دى نوم يا دوى چه داښځه په بدي كى راغلى ده او د دغسى صلح كوونكوسره بايدڅه وسى ؟

your ads

جواب : دغه صلح په حقيقت كى صلح نه ده او نه په شريعت كى دي ته صلح ويل كيږي او نه دغسى صلح جواز لري، ځكه چه د مصالح عليه شرط دا دى چه مال به وي او ښځه چه حره  وي، مال نه ده نو صلح پر ښځه باندي هيڅ صحت نه لري ځكه چه مونږ وينو چه د دغه ښځو سره بياپه هغه كور كى ډيره ظالمانه او خلاف د شرعي شريفى رويه كيږي نو دغسى صلح ظلم دى او أعانة او كومك كول دى د ظلم سره او ظالم مسلط كول دى پر مظلوم باندي چهي هيڅ يو كتاب او يو قول د هغه په جواز سره قائل نه دى نو د دغسى صلحى څه بايد جدَّا ممانعت وسى او كه چا پخوادغسى صلح كړې وي پر هغه نه لازمه ده اونه ورته جائز ده چه دغه ښځى په لاس وركى او قصاص هم ساقط دي.
يشترط فى بدل الصلح الذى يتم عليه العقد شروط هى مايلى ـ۱ـ انيكون المصالح   عليه مالا . . . . فمالايصلح عوضا فى البيوع لا يصلح بدل الصلح  الفقه الاسلامى صـ۳۰۰ج۵  هكذافى
 بدائع الصنائع صـ۴۲ج۶   مجمع الضمانات صـ۳۹۰  باب فى المظالم والغصب وقول الله عزوجل ولا تحسبن الله غا فلا عما يعمل الظالمون انمانؤ خرهم ليوم تشخص فيه الابصار مهطعين مقنعى رؤوسهم  رافعى رؤوسهم الخ . . . . . باب قول الله تعالٰى الالعنة الله على الظالمين . . . . . بابً لا يظلم المسلم المسلم ولا يسلمه حدثنا . . . . ان رسول الله ص قال المسلم اخو المسلم لا يظلمه ولا يسلمه الحديث  بخارى شريف صـ۳۳۰ج۱  .
وروى عن أوس بن شرح بيل أحد بنى اشجع رضى الله عنه انه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول من مشى مع ظالم ليعينه وهو يعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام  الترغيب والتر هيب صـ۱۹۹ج۳  ماترشد اليه الايات الكريمة ۱ تحريم الاعتد اء على النساء بالظلم والا ستبد اد ووجوب الاحسان اليهن وصحبتهن بالمعروف  روائع البيان۴۶۰ج۱  .

سوال: هغه ښځى چه كونډى سى ايا هغه دخپل اختيار دي كه نه دي اوكه ئي يو څوك ودې ته مجبوره كوي چه حتمآبه د متوفى خاوند ورور يا بل قريب په نكاح كوي كه د ښځى رضا وي كه نه وي داجائزه ده اوكه نه او د داسى خلګوبه څه جزا وي ؟

جواب : هغه ښځى چه كونډي سى هغه د كامل اختيار درلودونكي دي هيڅ څوك نسى كولاى چه جبرآً يى نكاح ته مجبوره كړى بلكي د ښځى خپله خوښه او رضاء ده كه نكاح كوى كه ئى نه كوي كه ئى د متوفى په اقار بو كى سړى خوښ وي او په نكاح كوى يى يا په نورو بيګانه خلقو كى او كه څوك داخبره يعنى د كونډى وتل د كوره ځان ته عار ياشرم بولي، نو دى حتمآ بايد خپله عقيده اصلاح كړي ولي د داسى عقيدي سره چه شرعى امر ځان ته شرم بولي د ايمان خطره ورسره سته او يو څوك چه كونډى ښځى ته مركه وكړى، نو هغه ښځه به خا مخا په خپل خوښه او رضاء بغير له اكراه څه لساني اقرار كوي چي زما خوښه ده سكوت د دې په حق كى اقرار نه دى او كه دغسى لساني اقرار ونه كړى نكاح يى صحت نه لري.
ياأيها الذين ام نو الايحل لكم ان ترثو النساء كرها الآية  سورة النساء أية۱۹  اى تأخذوهن كمايؤ خذ الميراث وتز وجوهن كاهات او مكرهات  تفسير المظهرى صـ۴۹ج۲ـ۲  هكذافى      روح المعانى صـ۲۴۱ج۴  ان النبى صلى الله عليه وسلم قال لا تنكح الايم حتى تستأ مرولا تنكح البكر حتى تستأذن الحديث  بخارى شريف صـ۷۷۱ج۲  باب اذا زوج ابنته وهى كارهة فنكاحه مر دود حدثنا  اسماعيل . . . . . عن خنساء بنت خذام الانصارية ان أباها زوجَّها وهى ثيب فكرهت ذلك فاتت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرّدَنكاحها  بخارى شريف صـ۷۷۱ج۲ هكذافى  مشكوةالم صابيح صـ۲۷۰  اماان كانت المرأة ثيبا فر ضا ها لا يكون الابالقول الصريح للحديث السابق الثيب تعرب عن نفسها اى تفصح عن رأيها وعمافى ضمير ها من رضا او منع ولا يكتفى منها بالصمت لان الاصل ان لاينسب الى ساكت قول  الف ه الاسلامى صـ۲۱۳ج۷  .

سوال: هغه ښځى چي خلګو د دوى د ميراث يا نور حقوق غصب كړى وي او دوى په خپلو كورونو كى ناستى وي او د پلرونو يا مړونو يا وړونو يا نورو اقرباؤ له بيرى او خوف څه د كورو نسى راوتلاى اونه د عوه كولاى سى، نو اياداخبره د دوى په حق كى عذر دى كه نه او د دوى په حق كى مرورالزمان اعتبارلري كه نه؟

جواب  : څرنګه چه په دي معاشره كى د ښځو سره زيات ظلم كيږي چه نه ښځى خپل د نكاح اختيار لري نه د خپل مهر نه خپل د ميراث حق ور رسيږي نه د كوره  وتلاي سى او د ښځى تګ و محكمى ته او دعوه كول خو بالكل ورته ممكن نه دي فلهذ اهغه كسان چه د دوى ميراث يا ولور نه وركوي او بيا د همدغه غاصبانو د خوف له وجهى د كوره نسى وتلاى نو په دي صورت كى خو خصم د متغلبينو څه دى او كه نورو خلقو د دوى حقوق غصب كړى وي او دغه  ښځى د خپلو اقرباؤ د خوف له وجهى دعوه نه وي كړې او نه ئى په دې وقت كى د مرورالزمان داسى څوك پيداكړي وي چه هغه د دي په وكالت د دي دعوه سرته ورسوي نو داهم يو عذر دي ولي بناء د عذر پر عدم وصول ده وقاضى او محكمى ته د قاضى او محكمى د وصول څه چه هرشى په واقعى توګه مانع سى هغه عذر بلل كيږي او مفتى ته پكار دى چه په واقعوكى تاٰمل او تفكر وكړي او داسى فتوى وركړي چه د ظلم مخنيوى وسى نه داچه ظلم ته لارهواره سى او داسى ډير ايتونه چي د ښځو د ميراث د حصو په باره كى راغلى دى او له ډيره وخته بې عمله پاته دى داد قران بې احترامى ده چي د پىړيو پىړىو څه زموږ خلق په اخته دى مونږ وينو چه په دي معاشره كى ښځوته په ډيرو ځايو كى ميراث نه وركول كيږي اواية كريمه وايى ( وللنساء نصيب مماترك الوالدان والاقربون مماقل منه او كثر نصيبا مفروضا ) او ښځو ته مهر نه وركول كيږي بلكي د مهر څه يى پلار يا نور اقرباء شخصى استفاده كوي او اية  كريمه راځى .
 وآتواالنساء صد قاتهن نحلة  او د دي نور اموال خلق په ظلم او جبر اخلي او دا دبيري له وجهى دعوه نسى كولاى  او آية كريمه راځى ( لعنة الله على الظالمين )
نو څرنګه چى دغه خوف د دي فه حق كښى يو واقعى عذر دى نو مونږ داسى فيصله كوو چه د ښځو په حق كښى خوف د اقرباؤ عذر دى او كه ښځى پس له ۳۶ كاله دعوه وكړى او دغه عذر د خوف پيش كړي عذر ئى مقبول دى دعوه ئى مسموع ده قاضى به ئى دعوه اوري او دي ته به خپل حقوق وركوي د يوي خوا به مظلوم ته خپل حق ورسيږي  د بلي خوا به  قرآنى احكام عم لي سى هر كله چه معاشره اصلاح سوه د هغه وخت مطابق به د حال د تقاضا سره سم فتوى وركول كيږي .
اماالزمان الذى مرلعذ رشرعى كما لوكان المدعى صغيرااو مجنونا او معتوهاً سواء كان له وصى او لم يكن اوكان فى دياربعيدة مدة سفر او كان خصمه من المتغلبة فلا يعتبر بل يعتبر بدء مرورالزمان من تاريخ زوال العذرو اندفاعه  المجلة المـ ۶۶۳  وهى فيمالوكان المدعى قاصرا اومجنونا الخ
 سليم باز صـ۹۹۰  لا يسقط الحق بتقادم الزمان  المجلة المـ۱۶۷۴  ويقرب منه مانــقله فى الا شباه عن البزازية من ان المفتى يفتى بما يقع عنده من المصلحة . . . . . فلا بد للمفتى والقاضى بل والمجتهد من معرفة احوال الناس . . . . فقد ظهرلك ان جمودالمفتى او القاضى على ظاهرالمنول مع ترك العرف و القراين الواضحة و الجهل باحوال الناس يلزم منه تضيـيع حقوق كثيرة وظلم خلق كثيرين  مجم وعة رسائل ابن عابديـن صـ۴۷ج۱  فالظاهر عندى ان يتأ مل فى الوقائع ويلا حظ الحرج والضرورات فيفتى بحسبها جواز او فسادا  جامع الفصوليـن صـ۴۲ج۱  قيل فى المجلة ككون المدعى صغيراً الخ لانه يو جد عذر رابع حيث اذام نع الزوج زوجته صاحبة الحق من اقامة الدعوى منعًا اكيدا ولم تدع احل ذلك فهذالعذر معدود عذ راشرعيا ولهاالامة الدعوى بعد زوال المنع ولا تعتبر المدة التى مرت اثناء المنع الاا نه يجب ان تثبت منع الزوج لها  دررالحكام صـ۳۰۸ج۴  .

سوال: بعضى خلګ د ښځو په وركولو كى د ښځى د خاوند صلاحيت او تقوى په نظر كى نه ساتي يوازى د هغه دنيا داري او پيسى په نظر كى ساتي نو داڅه حكم لري؟

جواب : د ښځو د وركولو په وقت كښى بايد د ښځو د خاوند صلاح او تقوى حتمى په نظر كى ونيول سى داسى نه چي يوازى مال په نظر كى ونيول سى ځكه چه فاسق سړى د ښځى كف ء ندى او همدارنګه امكان لري بلكي غالبه دا ده چي د دغه فاسق سړى په وجه صالحه ښځه غير صالحه او فاسقه وګرځى په دي وقت كى به د دوى د ګنـاهونو مـسئوليت و دغه وركوونكى ته راجع وي.
( ديانة ) اى تــقوى فليس فاسق كفوءً الصالحة او فاسقة بنت صالح
 الدرالمختاربهامش ردالمحتار صـ۳۴۷ج۲  عن ابى هريرة عن النبىصلى الله عليه وسلم قال تنكح المرأة لاربع لما لها ولحسبها وجما لها ولدينها فاظفر بذات الدين تربت يداك
 بخارى شريف ص ۷۶۲ج۲  .

سوال: بعضى خلق ښځى په لږ يا ډير مهر وركوي لكن دغه مهر ئى پلاريا وړونه اخلي دځان د پاره اوښځى ته ئى نه وركوي نو دغه اخيستل ئى جواز لري كنه او دادښځى خپل حق بلل كيږي كنه ؟

جواب: مهر او ولور حق د ښځى دى ولي او قريب د ښځى هيڅ حق نه پكښى لري بلكي ټوله مهر به دغه منكوحى ښځى ته وركول كيږي بيا د هغى اختيار دى چه هر څه په كوي هر څوك چي د ښځى مهر اخلى او خپله شخصى استفاده ځني كوي اوخپل ملك يى بولى بغير له هبى څه د منكوحى نو هغه غاصب اوظالم دى او دغه استفاده ورته حرامه ده .
قوله تعالٰى و آتوالنساء صدقاتهن نحلة ـ قال الكلبى وجماعة هذ اخطاب للاولياء اخرج ابن ابۍ حاتم عن أبى صالح قال كان الرجل اذا زوج ابنته أخذ صد اقها دونها فانزل الله تعالٰى هذه الاية فنها هم عن ذلك  احكام القرآن للتهانوى صـ۹۸ج۲  فتضمنت الاية معانى منها ان المهر لها وهى المستحـقـة لا حق للولى فيه  احكام القرآن للتهانوى صـ۱۰۰ج۲  هكذافى
تفسيرالمظهرى صـ۱۱ج۲ـ۲  و فيه ـ ولما كان الصداق عطية من الله تعالٰى على النساء صارت فريضة وحقالهن على الازواج  تفسير مظهرى صـ ۰ج۲ـ۲  هكذافى  عزيزالفتاوى صـ۴۵۰  .

نوټ : پلار يا بل قريب هيڅ حق نلري او نه دا ورته جائز ده چه د ښځى مهر ميړه ته وروبخښى كه لږ وي كه ډير وي او ښځه پخپله كه عاقلة بالغة وي كولاى سى چه خپل مهر وبخښى هر چا ته چه يى خوښه وى او دواده په شپه كه ميړه طلب وكى چه ماته مهر هبة كه اوښځى هغه هبه كى دغه هبه يى صحت نلري ديانة  او همدارنګه كه د واده د شپى وروسته د ميړه په اكراه يا جبر سره خپل مهر هبه كړى نو ديانة مهر نه ساقطيږي د ميړه د ذمى څه اونه قضاء ساقطيږي كه اكراه ثابته سى .
ومنها جواز هبتها المهر للزوج والا باحة للزوج فى أخذه احكام القرآن للتهانوى۱۰۰ج۲  واجاز مالك هبة الاب مهر ابنته لزوجها و الله تعالٰى امر ناباعطائها جميع الصداق الا ان
تطيب نفسها بتركه ولم يشترط الله طيبة نفس الاب . . . . . ويدل على ذلك قوله تعالٰى
 ولا يحل لكم ان تأخذ وامما آتيتمو هن شيئا الان يخافا الاية  فمنع ان يأخذ منها شيئا مما اعطا ها الابرضاها بالفدية فقد شرط رضا المرأة ولم يفرق مع ذلك بين البكر والثيب
 احكام القرآن للتهانوى صـ۱۰۲ج۲  قلت فلا يعتبر بهبتها للمهر فى ليلة الزفاف ديانة لاسيما اذا وهبت بعد طلب الزوج ذلك فانها ربما تستحى من دطلبه فتهب المهر له حياء من غير طيبة نفس
احكام القرآن للتهانوى صـ۱۰۴ج۲  لابد فى التبرع من طيب قلب المتبرع به . . . . . قال وان اكرهت على هبة المهر او الابراء منه قال يسقط عند الله انتهى اى ديانة وهل يسقط ضاء ان قامت البينة على عدم الاكراه فنعم وان عجزو حلفت على الا كراه لم يسقط قضاء ولا ديانة  احكام القرآن للتهانوى۱۰۶ج۲  .

سوال: په عقد كى دنكاح ايا دښځى رضاء اعتبار لري او شرط ده كنه بعضى ښځى خپل قريبان وركى او دښځى اوميړه ترمابين د سن اوسال په وجه ياپه نورو وجوهو سره ډير زيات تفاوت وي او ښځى په رضانوى د پلار يا ورور يا نورو اقرباؤ د طرفه جبرآ په نكاح وركول كيږي؟
جواب : ښځه چه بالغه وي كه كونډه وي اوكه پيغله رضاء يى په نكاح كى  لازمى ده كچيري دښځى رضاء اوخوښه نوي نكاح يى نه صحيح كيږي او هغه خلق چه خپلى لوڼى يا خوندي وركوي او دهغه رضاء او خوښه په نظر كى نه ساتى دا دهغوى پر حقونو تعرض كول دي او داكار سخت حرام او ناروا دى په بعضى احاديثو شريفو كى راځى هغه ښځى چه دهغوبى رضا او بى خوښى وركول سى نكاح يى مردود ده نو هرڅوك چه خپل لور يا خور يا بله قريبه په نكاح ا مركوي او لا بايد حتمى مشوره ورسره وكړي كه دهغه ښځى خوښه وه اقدام به وكړي او كه يى خوښه نوه نو به دانكاح حتمى پريږدي .
باب لاينكح الاب وغيره البكرو الثيب الابر ضاها حدثنا معاذبن فضالة . . . . . ان النبى  قال لاتنكح الايم حتى تستأ مرو لا تنكح البكر حتى تستأذن قالو ايارسول الله وكيف اذنها قال ان تسكت
. . . . باب اذا زوج ابنته وهى كار هة فنكاحه مردود حد ثنا إسماعيل . . . . . عن خنساء بنت خذ ام الانصارية ان اباها زوجها وهى ثيب فكرهت ذلك فاتت رسول اللهصلى الله عليه وسلم فردنكاحها
بخارى شريف صـ۷۷۱ج۲  هكذافى  مشكوة المصابيح صـ۲۷۰  ولو استأ ذنها فى معين فردت ثم زوجها منه فسكتت صح فى الاصح بخلاف مالو بلغها فردت ثم قال رضيت لم يجز لبطلانه بالردقوله بخلاف مالو بلغها الخ لان نفاذ التزويج كان موقو فا على  الاجازة وقدبطل بالرد دوالردفى الاول كان لاستــئذ ان لاللتزوج العارض بعده لكن قال فى الفتح الاوجه عدم الصحة لان ذلك الرد الصريح يضعف كون ذلك السكوت دلالة الرضا آه واقره فى البحر  ردالمحتار صـ۳۲۵ج۲  .
او ډيرو كتابونو دفقه حنفى خصوصًا علماء ديوبند رحمهم الله تعالٰى دښځى رضاء يو امر لازم او ضروري ګرځولى دى لكه  ردالمحتار صـ۳۲۴ج۲   امدادالفتاوى صـ۱۷۴ج۲ 
 عزيزالفتاوى صـ۴۱۹ ـ ۴۳۰ ـ ۴۳۴   فتاوى دارالعلوم ديوبند ص ۷۳ج۸ ـ ۵۸ج۸ ـ ۶۲ج۸  وغيرها
والله تعالى (ج) اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب