د ښځو او نجونو پوهنه او کار 

که موږ غواړو چې خپله ټولنه باثباته کړو او هیواد مو پرمختللي شي، نو باید دا ومنو چې د ښځو له فعال او معقول ګډون پرته دا کارونه امکان نه لري .
ښځه د بشریت نیمه برخه ده؛ او سره له دې چې یا مور، یا خور، یا لور او یا میرمن ده، چې په هر صورت کې د درنښت وړ ده، خو په عمل کې د تاریخ په اوږدو کې تل د ظلم، تېري، توپیر او تشدد لاندې راغلې ده؛ چې سببونه یې زیاتره فقر، ناسم رواجونه او جګړې دي .
ښځې د نړیوال او ملي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره بنسټي رول لري، او فقر، سیستماتیک فشار او زور زیاتی بې ثباتۍ او کمزورۍ ته لار اواروي . د جګړو قربانیانې زیاتره ښځې وي، په داسې حال کې چې دوی زیاتره د جګړو لوبغاړې نه وې او نه دي .د (نيم اسمان : په نړۍ کې د ښځو لپاره په فرصتونو باندې د فشارونو بدلول) د کتاب لیکوالانو Nick Kristof, او Sheryl WuDunn په ټوله نړۍ کې سفر کړی او دې نتیجې ته رسیدلي دي، چې هغه هیوادونه چې ښځې پکې تعلیمیافته او په کار بوختې دي، تر هغو ډیر زیات باثباته او پرمختللي دي، چې ددې پر عکس دي .دوی ډیرې بیلګې راټولې کړي دي چې د هیوادونو پرمختګ او ثبات د ښځو له پرمختګ او تعلیم سره تړلی دی .

د ښځو په تعلیم سره پر بې ثباتۍ سربیره فقر او وروسته پاتې والی دواړه هم له منځه ځي . پاکستان او بنګله دیش دوه هیوادونه دي؛ چې ورته شرایط لري، خو بنګله دیش په دې خاطرتر پاکستان ډیر باثباته دی، چې ډیرې ښځې پکې تعلیم یافته دي . که څه هم په دواړو کې د ښځو د پرمختګ انحرافي اړخونه هم لیدل شوي دي، چې اصلاح غواړي .نړیوالو تجربو ثابته کړې ده چې د یوې ښځې په تعلیمیافته کولو راتلونکي پېنځه نسلونه نیکمرغه کیږي .
اوږدې جګړې په هغو هیوادونو کې وي، چې ښځې پکې کمې تعلیمیافته شوي دي، لکه افغانستان، سومالیه، کانګو، سوډان، او نور. (البته دغه جګړې نور سببونه هم لري؛ خو یو مهم سبب یې د ښځو ټيټ ټولنيز حالت دی)
که څه هم په اسلام کې (جنت د مور تر پښو لاندې دی) او د مور حق تر پلار هم مخکې راغلی دی، او اسلامي علما د رسول الله د زمانې عالي بیلګو ته په پاملرنه سره چې ښځو د لومړي ځل لپاره د مشروع کار، سوداګرۍ او ازاد انتخاب حقونه ومیندل، په کلکه ادعا کوي، چې اسلام ښځو ته تر ټولو زیات حقوق ورکړي دي، خو زموږ مخالفین وایي، چې ولې په اسلامي هیوادونو کې دا دومره ستونزې موجودې دي . که څه هم په اسلام کې د ښځو لاندې او نور ډیر زیات حقوق خوندي دي، خو متاسفانه مسلمانانو په عمل کې زیاتره نه دي عملي کړي او نورو ته یې د انتقاد لارې خلاصې کړې دي :
۱). تعلیم، ۲). ملکیت، ۳). د ثواب او ګناه یو شانته والی، ۴). کار کول او دارایي ګټل، ۵). د بیان آزادي، ۶). د میړه څخه د اړتیا پوره کول، ۷). په واده کې مناقشه او خوښه، ۸).په ځانګړو شرایطو کې طلاق غوښتل، ۹). خپله پانګه ساتل، ۱۰). د ژوند قناعت حاصلول، ۱۱). تر طلاق وروسته د اولاد پالل، ۱۲). د ناخوښه واده ردول ۱۳). میراث او نور. د نر او ښځې د مساوي حقوقو د دعوو پر ځای ښه دا ده چې ووایو نر و ښځه مساوي او متناسب حقونه لري، چې دابه جامع تره وي . ځکه په ځېنې ځایونو کې مساوي دي او کله کله هر یو ځېنې ځانګړي حقونه لري .

په نړۍ کې ښځې د ډیر زیات تشدد سره مخ دي، اویوازې هر کال د ۸۰۰ میلیونه تښتول شوو کسانو ۸۰٪ یې ښځې دي؛ چې ځانګړو ساتنو او له تشدد نه د خلاصون ځانګړو حقوقو ته اړتیا لري، او باید د قوانینو له خوا یې ملاتړ وشي . دا د بشریت لپاره د شرم خبره ده چې په تیرو ۳۰ کلونو کې ۳۰ میلیونه میرمنې او نجونې د جنسي تشدد قرباني شوې دي . زموږ په هیواد کې ددغسې تشدد ځينې ډېرې بدې بېلګې ليدل شوې دي؛ خو په مجموع کې دغه ډول پېښې کمې دي؛ خو کورنی تاو تریخوالی یوه لویه ستونره ده چې حلول غواړي
ښځې د امیندوارۍ د روغتیا ځانګړي حقونه لري، چې باید په جدي ډول په پام کې ونیول شي ، ځکه په نړۍ کې هره دقیقه یوه، هره ورځ ۱۵۰۰۰ او هر کال ۵۲۹۰۰۰ میرمنې د اولاد زیږولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ددې مړینو زیاتره یې د مخنیوي وړ دي . په افغاني فرهنګ کې د ښځو لپاره ډیر داسې حقونه او درناوي شته چې دوی ته ځانګړي دي، او باید نور هم پیاوړي شي .

معمولا په زیاتره ټولنو کې د ښځو کار ته په کم نظر کتل کیږي، که نه نو د اولاد روزل، د کور کار، او د کورنیو حیواناتو روزنه او پالنه هم د هر نارینه تر کار نه کم نه دي. پر دې سربیره ښځې د بهر کار هم کوي،د ښځو کار د ټولنې د ټولې GDP دریمه برخه جوړوي.
د افغانستان په کلیو او بانډو کې ټولې ښځې کار کوي، او د کورنۍ د اقتصاد تر نیمایي بار یې پر اوږو دی . تاسو د کنړ اونورستان په شان ولایتونو ته لاړ شۍ او وګورﺉ چې ښځې څومره درانه کارونه کوي، او داچې نارینه هم په نورو کاورنو کې مصروف دي، نو آیا دا ممکنه ده چې د ښځو له برخې اخستنې پرته به نارینه په دې وتوانیږي، چې دغه ټول بار یوازې یوسي؟ نه هیڅکله یې نه شي کولای .

د ښځو تقویه او تعلیم د ثبات او پرمختګ نه علاوه د ښو اولادونو د روزلو او د مور او ماشوم د ښې روغتیا او د مړینو د کمښت سبب هم کیږي. په بنګله دیش کې یې دوه سیمې تر نظر لاندې ونیولې : په یوه سیمه کې یې د میندو لپاره د زیږون پر مهال د بیړنیو ولادي څارنو مجهز مرکزونه جوړ کړل، او د بلې سیمې ښځې یې تعلیمیافته کړې، تر څه مودې وروسته څیړنې ثابته کړه چې د هغې سیمې د میندو د مړینې کچه چې ښځو ته یې تعلیم ورکړل شوی و، تر هغې بلې سيمې ډیره کمه شوې وه .
د ښځو د حقوقو مسله کله کله د سیاسي شعارونو په خاطر استعمالیږي او په عمل کې ترې ناوړه ګټه اخستل کیږي . غربیان دا مسله خپل یو داسې ارزښت ګڼي، چې له نورو نه پکې مخکې دي . سره له دې چې په غرب کې میرمنې خپل وروستي پوټنشیل ته د رسیدو چانس پیدا کولای شي، خو کله کله ښځه دنمایش او ډیکوریشن دیوې پرزې په توګه کارول کیږي او دښځې هغه لوړ انساني مقام راټيټوي .
دا د دې مانا نه لري چې موږ د هغو حقوقو نه انکار وکړو چې ښځې یې لري . موږ باید په هر صورت خپل مسولیتونه ادا کړو او ښځو سره د خپلوهغو حقوقو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړو چې اسلام ورکړي دي .
په اسلامی او نا اسلامي هیوادونو دواړو کې د ښځو د حقوقو د تامین په برخه کې ځینې مثبت بدلونونه را منځ ته شوي دي، چې باید نور هم پیاوړي شي . په امریکا کې نن سبا ۲۰۵۰۰ ښځې د ډکتورا او ۲۸۳۰۰۰ د ماسټري درجه لري؛ چې په ترتیب سره دټولو درجه لرونکو خلکو (۴۶٪)او(۵۹٪) جوړوي . سعودي پاچا ملک عبدالله یو داسې پوهنتون جوړوي، چې په ټوله نړۍ کې به د ښځو تر ټولو لوی پوهنتون وي . دا به د مسلمانانو د هغې کمزورۍ په رفع کولو کې لومړی ګام وي، چې د نړۍ په ۵۰۰ بهترینو پوهنتونونو کې یو هم په اسلامي هیوادونو کې نه دی واقع .

د توپیر او تشدد کمولو لپاره پکار ده چې: د ښځو د حقونو او مقام په باب معلومات زیات شي، ناسم رواجونه اصلاح شي، د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ او انساني حقوقو لپاره قانوني ملاتړ رامنځ ته شي او د تعلیم په وړاندې یې لاسرسی زیات او د ښځینه ښوونځیو او ښوونکو د کمښت غم یې وخوړل شي . پکار ده چې د ښځو او نجونو لپاره د معلوماتو یو ملي مرکز جوړ؛ او د ښوونځیو ساتنه ټینګه شي، چې په ښوونځیو کې یې داخله زیاته او د تعلیم زمینې ورته اسانې شي .
د نړۍ په کچه دا وړاندیز موجود دی چې؛ د اقتصادي پرمختګ لپاره باید د ښځې او نر د کار اجوره یو شان شي، چې په دې صورت کې به د کورنیو عاید ۱۷٪ زیات شي د افغان ښځو او نجونو د تعلیمي او ټولنیزو ستونزو او د دوی د هر اړخیز پرمختګ پر مخ د منفي رواجونو د تشریح، د هغوی د سببونو د پیژندنې اوورته د هواري لارو په باب په کابل کې د جوړ شوي (پښټو نړیوال کنفرانس) ګډون کوونکو ډیر واضح وړاندیزونه کړي دي، چې د هغوی په دقت لوستل او په خپله برخه کې یې پلي کول هر افغان ته سپارښت کیږي .

دیني علما تر ټولو لوی مسولیت لري، تر څو په دولت او پارلمان کې د ګډون په شان د ښځو د حقونو په هغو موضوعاتو پوره رڼا واچوي او ولس ته یې روښانه کړي ، چې لا هم اختلافي ښکاري ؛ او له بلې خوا د افغان ښځو او نجونو پر مخ د هغو پرتو منفي رواجونو په ختمولو کې برخه واخلي، چې د اسلام د اصلي روح سره په تضاد کې دي . اسلام د بشریت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د آزادۍ او کرامت بیرغ اوچت کړی او مسلمانان باید دغه مخکښ رول اوس هم له لاسه ور نه کړي .

ډاکتر محمد ابراهيم شينواری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب