د ښځو برخلیک په جنت کې، د ښځو او جنت حالات

د جنت او د هغي د نعمتونو په اړوند كه بحث پيل كړو نو ډير زيات به اوږد شي خو ددغه بحث فقط په يوطرف په دي وركوټي ليكنه كې رڼا اچوم او هغه د ښځو احوال په جنت كې او يا د ښځو برښليك به په جنت كې څه وي؟
ذكر شوي موضوع نوي ده او سلفو علماء ډير څه پكي نه دي ويلي، همدارنګه ډير داسي پوښتني شته چه په اوس دور كې رابرسيره شوي نو د ډيرو پوښتنو لپاره مونږ جواب نه لرو او د هغه پوښتنو ته چه جواب لرو د قرآن او سنت په رڼا كې به يي ستاسي مخي ته وړاندي كړم،

او اوس د ښځو احوال په جنت كې به ددي څلورو پوښتنو په جواب كې راونغاړم :

 Ø ايا د جنت نعمتونه يواځي د سړيو لپاره دي؟
Ø ښځه به په جنت كې د خپل ميړه سره وي او كنه؟
Ø څه وجه كيدي شي چه الله پاك د سړيو د تشويق لپاره د جنت د حورو صفت كړي خو د ښځو لپاره يي څه نه دي ذكر كړي؟
Ø په جهنم كې د ښځو زياتوالي خبره په څه معنى ده؟
Ø ايا د جنت نعمتونه يواځي د سړيو لپاره دي؟

 دي پوښتني جواب په لاندينو نقطو سره كوو.

1. نر او ښځه دواړو جنت ته د داخليدو حق لري دليل پري دا قول د الله پاك دي:
وَمَنْ يَعْمَلْ مِنْ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا (النساء124)
ژباړه:
هر څوك چه عمل وكړي له (ځينو) نيكو [[كارونو]] له نارينه ؤ او له ښځو حال دا چه دي مؤمن وي نو دغه (نيكو كاران) داخل به شي په جنت كښي او ظلم به ونشي په دوي (په اندازه) د نقير (هم يعني پر دوي په هيخ شي كښي هيڅ ظلم نه كيږي)
بل ځاي كي الله پاك فرمايي:
ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنْتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ (الزخرف70)
ژباړه:
ننوځئ (اي زما مؤمنانو بندګانو) جنت ته تاسي او ښځي ستاسي چې خوشاله به كړل شئ.
 2. په جنت كې موجوده نعمتونه د ټولو جنتيانو لپاره دي كه هغه نر دي او كه ښځي . ځكه جنت د متقيانو لپاره تيار كړي شوي الله پاك فرمايي : == وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (آل عمران133)== او متقيانو هغه انسانان دي چه دغه كارونه كوي == الله پاك فرمايي: الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (البقرة3) وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (البقرة4)== په دي كې نر او ښځي يو برابر دي او د دي دواړو لپاره به هغه څه وي چه ددوي د نفس اشتها ورته وي الله پاك فرمايي:وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنْتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (الزخرف71)
ژباړه:
او (وي به دوي ته) په دغه (جنت) كښي هغه څيزونه چې خواهيس كوي د هغو نفسونه (د دوي )او چې خوند اخلي سترګي (د دوي تري) او تاسي په دغه جنت كښي هميشه اوسيدونكي يئ.

Ø ښځه به په جنت كې د خپل ميړه سره وي او كنه؟

 ښځه د وفات كيدو په وخت كې به په يو ددي حالاتو كې وي:
– د واده څخه دمخه به وفات شوي وي.
– يابه د واده څخه ورسته وفات شوي وي.
– يا به د كونډي دو څخه ورسته وفات شوي وي.
– يا به يي ميړه جنت ته ورسره نه وي تللي.
– يا به مطلقه وفات شوي وي.
– يا به د يوه څخه طلاق اخيستي وي او د بل سره د واده كولو څخه ورسته وفات شوي وي.
نو د پورتنيو هر يو قسم ښځو برښليك به په جنت كې په دي ډول وي.
Ø شيخ ابن عثيمين وايي هغه ښځه چه د واده څخه د مخه مړه شوي وي او يايي ميړه ورسره جنت ته نه وي تللي نو دوي به د هغو جنتيانو سره ودونه كيږي چه د دنيا څخه بغير د واده كولو تللي وي ځكه په جنت كې به بغير د واده سړي نه وي رسول عليه السلام په يو حديث كې داسي فرمايي:
صحيح مسلم ج: 4 ص: 2178
2834 حدثني عمرو الناقد ويعقوب بن إبراهيم الدورقي جميعا عن بن علية واللفظ ليعقوب قالا حدثنا إسماعيل بن علية أخبرنا أيوب عن محمد قال إما تفاخروا وإما تذاكروا الرجال في الجنة أكثر أم النساء فقال أبو هريرة أولم يقل أبو القاسم صلى الله عليه وسلم ثم إن أول زمرة تدخل الجنة على صورة القمر ليلة البدر ملكا تليها على أضوإ كوكب دري في السماء لكل امرئ منهم زوجتان اثنتان يرى مخ سوقهما من وراء اللحم وما في الجنة أعزب
شيخ ابن عثيمين په يو بل ځاي كې ويلي چه د جنت نعمتونه د نر او ښځي دواړو لپاره دي او واده هم له نعمتونو څخه دي نو هغه جنتي ښځي چه د دنياڅخه بغير د واده تللي وي او يا ميړونه يي ورسره جنت ته نه وي تللي نو د هغه جنتي سړيو سره به يي واده كيږي چه د دنيا څخه بغير د واده كولو څخه تللي. او يا يي ښځي دوذخ او دوي جنت ته تللي وي.
  د هغه طلاق كړي شو ښځو چه تر مرګ پوري يي بيا د بل چا سره واده نه وي كړي د پورتنيو د وه قسمونو ښځو په څير برښليك به يي وي.
هغه ښځي چي د واده څخه ورسته او د خپل ميړه څڅه مخكې مړي شوي وي هغوي به په جنت كې د خپلو ميړونو سره وي.

  كونډي او يا هغه ښځي چه د خپل ميړه څخه ورسته وفات شوي وي او د بل چا سره يي واده نه وي كړي نو دوي به هم د جنت ته د تګ څخه ورسته د خپلو ميړونو سره وي.
او هغه ښځه چه د ميړه د مرګ څخه ورسته يي د بل چا سره واده كړي وي او بيا مړه شوي وي نو په جنت كې به د دوهم او يا ورستي ميړه سره وي رسول عليه السلام فرمايي: ( المرأة لآخر أزواجها ) – سلسلة الأحاديث الصحيحة للألباني .
حذيفه رضي الله عنه خپلي ښځي داسي ويل (إن شئت أن تكوني زوجتي في الجنة فلا تزوجي بعدي فإن المرأة في الجنة لآخر أزواجها في الدنيا فلذلك حرم الله على أزواج النبي أن ينكحن بعده لأنهن أزواجه في الجنة ) يعني كه ته غواړي چه زما ښځه دي وي په جنت كې هم نو زما څخه ورسته بل واده مه كوه ځكه ښځه په جنت كې د ورستي ميړه سره وي. او له همدي وجه الله پاك د نبي عليه السلام د ښځو لپاره ورسته د نبي عليه السلام څخه د بل چا سره نكاح حرام كړي ده ځكه همدو به يي ښځي وي په جنت كي.

  څه وجه كيدي شي چه الله پاك د سړيو د تشويق لپاره د جنت د حورو صفت كړي خو د ښځو لپاره يي څه نه دي ذكر كړي؟
دا پوښتنه دوه طرفه لري يو دا چه په جنت كې به د سړيو لپاره اويا حوري وي نو د ښځو لپاره به څه وي؟ دوهم طرف يي دا دي چه څه وجه كيدي شي چه په قرآن كريم كې جنت ته د سړيو د تشويق كولو لپاره د حورو صفت راغلي خو د ښځو د تشويق لپاره دا طريق نه ده اختيار كړي شوي ولي؟
لومړي پوښتنه د هغه نوو پوښتنو له جملي څخه ده چه تر اوسه پري د مسلمانانو علماء ډير څه نه دي ويلي او ما د څو علماء څخه په دي اړه معلومات وغوښتل خو د اكثرو جواب دا وه چه په جنت كې د نر او ښځي لپاره به هر هغه څه وي چه د دوي نفس ورته اشتها كيږي ځكه الله پاك فرمايي: وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنْتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (الزخرف71 )
ژباړه:
او (وي به دوي ته) په دغه (جنت) كښي هغه څيزونه چې خواهيس كوي د هغو نفسونه (د دوي )او چې خوند اخلي سترګي (د دوي تري) او تاسي په دغه جنت كښي هميشه اوسيدونكي يئ.
الله پاك د هغه څه تفصيل نه دي ذكر كړي چه د ښځو لپاره به په جنت كي وي خو د سړيو لپاره يي د هغه ښځو په اړوند تفصيل كړي چه ددوي لپاره به وي ځكه د سړيو د تشويق لپاره همدا موثره طريقه او لاره ده.
بعض علماء راته د دوهمي پوښتني او يا ((په قرآن كريم كې جنت ته د سړيو د تشويق كولو لپاره د حورو صفت راغلي خو د ښځو د تشويق لپاره دا طريق نه ده اختيار كړي شوي ولي؟ )) داسي وويل:
قرآن كريم د الله پاك كتاب دي او الله پاك د نر او ښځي پيداكونكې دي او هغه په دي ښه پوهيږي چه د نر جنت ته تشويق لپاره څه او په كومه طريقه خطاب موثر دي او د ښځي د تشويق لپاره څه په كومه طريقه خطاب موثر دي ، او دا معلومه خبره ده چه هر يو د دواړو جنسونو ته د خطاب طريقه مختلفه ده د بيلګي په توګه پلار او مور ځوي ته وايي چه ځوان شوي نو د داسي ښايسته ښځه به درته وكړم خو هيڅكله هم خپلي لور ته نه وايي چه پيغله شوي نو داسي د ښو اخلاقو ميړه په درته وكړم. ځكه ښځه په طبيعي شكل په نسبت سره سړي ته ډيره حياناكه ده نو الله پاك جنت ته ددوي د تشويق كولو لپاره هغه څه نه كړه ذكر چه دوي ترينه حيا كوي.
او د سړي شوق د ښځي ظاهري جمال په بيانولو زياتيږي خو د ښځي شوق د سړي د اخلاقو او مشاعرو په بيانولو زياتيږي. زما ددي خبري څخه مقصد دادي چه موثره طريقه د خطاب د نر او ښځي لپاره جداوي نه يوه.
بله وجه دا هم كيدي شي چه سړي طالب وي او ښځه مطلوبه وي يعني په دونيوي معشره كې كه مونږ فكر وكړو نر د ښځي تر لاسه كولو لپاره منډي او خواري كوي خو ښځي د نر تر لاسه كولو په فكر كي هم نه وي يا په بل عبارت نر ښځي پسي ګرځي چه تر څو واده ورسره وكړي خو ښځه په سړي پسي نه ګرځي چه تر څو واده ورسره وكړي نو مطلوبه ښځه ده او د همدي وجه الله پاك په جنت كې د سړيو لپاره د ښځو صفت كړي ځكه د سړي شوق د ښځي په ظاهري جمال بيانولو سره زياتيږي لكه څنګه مي چي مخكي وويل او همدغه ډيره موثره طريقه ده ددوي د تشويق لپاره.خو په جنت كې د سړيو لپاره د ښځو صفت دا معنا هيڅكله هم نلري چه د ښځو لپاره به په جنت كې ميړونه د بني ادم څخه نه وي.

 په جهنم كې د ښځو زياتوالي خبره په څه معنى ده؟

 دا هم يوه اختلافي مسئله ده ځكه په يو حديث شريف كي راغلي چه ښځي به د جنت كمي اوسيدونكې وي، او يو بل ځاي كي رسول عليه السلام فرمايلي چه زياتي ددوي = د ښځو = مي دوذخيان ليدلي. خو په يو بل حديث شريف كې راغلي چه مخكي هم ماذكر كړي چه د هر جنتي لپاره به دوه ښځي د بني ادم څخه وي.
دوهم حديث په دي دلالت كوي چه په جنت كې به ښځي د نرو دوچنده وي. نو په جنت كې به يي د سړيو څخه تعداد زيات وي. خو لومړي حديث بيا دا بيانوي چه په جهنم كي به د ښځو اكثريت وي او په جنت كې به كمي وي.
د دواړو احاديثو د توافق لپاره علماء مختلف اقوال بيان كړي چه زه به ئي دلته څو ذكر كړم:
Ø قاضي عياض وايي چه ښځي د ادم عليه السلام د اولادي اكثريت تشكيلوي يعني د تعداد د ښځو د سړيو څخه زيات دي او په دي باندي يو بل شي هم دليل نولي شو هغه دا چه اسلام د يو سړي لپاره د څلور ښځو سره واده كولو اجازي څخه د ښځو د زياتوالي خبره هم فهميدي شي. خو به هر حال بعض علماء د پورتنيو احاديثو د توافق لپاره وايي چه ښځي په نسبت سره سړيو ته به په جنت او دوذخ دواړو كي زياتي وي خو د جنت ښځي په نسبت سره د دوذخ ښځو ته به كمي وي خو بيا به هم جنتي ښځي د جنتي سړيو دوچنده وي.
Ø د تفسير قرطبي ملا صيب د رسول عليه السلام د دي قول (( رأيتكن أكثر أهل النار)) په اړه وايي چه ښځي به په دوذخ كي په لومړي مرحله كې ډير وي او د شفاعت او ورسته د الله پاك د هغه رحمت څخه چه په نوم كلمه ويونكي به د دوذخ څخه جنت ته بوزي بيابه ددوي اكثريت به په جنت كي وي. يعني په لومړي سر كي به ښځي د جنت كم ترين اوسيدونكي وي خو كله چه د دوذخ څخه هغه ټول كلمه ويونكي ګنهګار جنت ته بوتلل شي بيا به د دوي د جنت اكثره اوسيدونكي وي.
 ورستي ټكي:
ګرانو خويندو جنت لكه څنګه چه د سړيو لپاره ښايسته كړي شوي او مختلف نعمتونه ورته پكي تيار كړي شوي همداسي د ښځو لپاره هم ، د دنيا عمر ډير كم دي او په هرقسم حالت تيريږي ددي مثال د يخ په شان دي كه په اوبو كي يي واچوي فايده ترينه اوچته كړي هم ختميږي او كه څه فايده ترينه اوچته نه كړي هم ختميږي او بيا بل ژوند د اخرت دي چه هغه نه ختميدونكي ژوند دي كه په جنت كي وي او كه په دوذخ كي، الله پاك دي مونږ او تاسي ټول ته جنت نسيب كړي او په دنيا كي د هغه اعمالو د كولو توفيق راكړي چه انسان جنت ته د داخليدوالا جوړوي. ګرانو خويندو په يو حديث شريف كي راځي چه كومه ښځه پنځه وخته لمونځ ادا كړي او روژه وه نيسي ، خپل فرج وه ساتي، او د ميړه اطاعت كوي نو ورته به وويل شي چه داخله شه جنت ته د هغي دروازي څخه چه ستا خوښه وي.
أسأل الله أن يوفق نساء المسلمين للفوز بجنة النعيم و أن يجعلهن هادايات مهديات و أن يصرف عنهن شياطين الانس من دعاة و داعيات (تدمير) المرأة و إفسادها و صلي الله على نبينا محمد و آله و صحبه وسلم
يوسف څاروان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب