د ښځو حقوق څوک تر پښو لاندې کوي، او پړ پرې څوک ګڼل کېږي؟

 

پوره څرګنده ده چې د تاریخ په اوږدو کې، د اسلام د راتګ څخه مخکې، ټول بشريت د جهالت په تياره کې ايسار وه، تل پر ښځو ظلم او زیاتی شوی، حقوق يې ترپښو لاندې شوي، د بشري نړۍ هيڅ يو سياسي او اجتماعي نظام د ښځو حقوق نه وه ورکړي او نه ښځو ته، پر حقوقو قائل وه. حیواني چلند به یې ورسره کاوه، او یا به یې یوازې د جنسي غریزې د اشباع وسیله ګڼله او بس.  آن تر دې چې نړيوالو نورو امتونو دا تصور هم نه کاوه، چې ښځه هم حقوق لري.

دا یو څرګند حقیقت دی چې په ټولو ادیانو کې یوازې د اسلام سپېڅلي دین ښځو ته ټول حقوق ورکړي دی. په داسې حال کې چې داسلام دراتګ نه مخکې د جاهليت په زمانه کې ښځو ته د ژوندانه حق هم نه ورکول کېده، تردې چې خلکو به د پيغور له ويرې ژوندۍ ښخولی، او که کومه به ترې ژوندۍ پاتې شوه نو سره له دې چې سپکه او حقیره به ګڼل کېدله، یو حق به هم نه ورکول کېډه، لکه د ميراث حق، د ملکيت حق، د احترام او د عزت حق اوداسې نور.

د جاهلیت په زمانه کې به له یوې ښځې سره، په یو وخت کې ګڼو نارینه وو نا مشروع جنسي اړیکې نيولې او چې کله به یې ماشوم پیدا شو بیا به یې څېره پېژندونکی راوست او ماشوم به يې د دغو کسانو له ډلې څخه یوه ته منسوب کړ.

همدارنګه په اوسنۍ زمانه کې ، کفري نړۍ هم ښځو سره هماغه پخوانۍ وحشيانه کړنلاره او د حقوقو تر پښو لاندې کول په نوي شکل او بدله څېره ترسره کوي، نو دا یو روښانه حقیقت دی، چې غربي نړۍ ښځه له خپلو فطري او انساني حقوقو څخه بې برخې ګرځولې ده، یوازې د تجارتي اعلانونو او د مالونو د خرڅلاو لپاره ترې کار اخستل کېږي، ترهغه چې ښځه ځواني او ښکلا ولري، په تجارتي اعلانونو سره پرې د مالونو د څرڅولو بازارونه او مارکيټونه چلوي، کوم شیان چې نه خرڅېږي هغه د ښځو په انځورونو خرڅروي. جنسي استفاده ترې کوي؛ خو کله يې چې عمر د مالوم حد څخه واوړي او پخوانۍ ښکلا او ځواني یې پاتې نه شي، بیانو د ټولنې د اوږو بار وي ځکه هاغه څه چې د ښځو په اړه یې دوی ته اهمیت درلود هغه اوس نه شي ترلاسه کولی، نو له همدې امله پوره له پامه وغورځولی شي.

نو ځکه اوس په غرب کې د باکرو انجنو شمېره بې اندازې کمه ده، او نشت سره برابره ده. علت یې دا دی چې د دوی د ديموکراسۍ د قانون پر اساس که چېرې د زنا دواړه خواوې سره موافقې وي، په زوره نه وي ترسره شوي نو هیڅ جرم یې نه ګڼي، نو همدا د زنا د جرم د مخنيوي قانون د نه شتون وجه ده، چې د ایډز وژونکې ناروغۍ په غرب کې د حده زیاته شوې ده نو ځکه دواړه لوري دغه ناکاره عمل بې له کومې وېرې ترسره کوي.

له هاغه مهاله راهيسې چې د اسلام مبارک دین سپېڅلې وړانګې په نړۍ کې وپړقېدلې، بشريت ته یې د جهالت د تورو تيارو څخه د وتلو لار وروښودله، ښځې ته يې هم لوړ مقام او هاغه ټول حقوق ورکړل چې ښځې ورته په خپل انسانى ژوند کې اړتيا درلوده . اسلام ښځى ته په لومړي ځل د ژوند کولو حق ورکړی چې په ژوندون د خاورو لاندې کولو او وژلو څخه یې وژغورلې، اسلام نارينه ته امر کړی چې ښځى سره ښه چلند وکړى (وعاشروهن بالمعروف). اسلام ښځه دټولنى جوړونکى وبلله او هغه يې د کور نيکمرغي، د نارينه جامه، د نارينه او دوزخ ترمنځ پرده وګڼله، او د نارينه لپاره يې د مور، خور، مېرمنې او لور ارزښتناک حیثيت د مرګ تر مهاله ورپه برخه کړ.

رسو الله صلی علیه وسلم په یوه حديث کې هغه څوک د کامل ایمان درلودونکی او بهتر ګڼلی دی چې له ښځو سره ښه چلند کوي: «أكمل المؤمنين إيماناً أحسنهم خلقاً، وخياركم خياركم لنسائهم» یانې کامل مؤمن هاغه څوک دی چې د ښه اخلاقو درلودونکی وی، او هغه څوک ستاسې له جملې ښه دی چې د خپلې کورنۍ لپاره ښه وي.

د اسلام په سپېڅلي کتاب قرآن کريم کې یو سورة د ښځو په نوم (سورة النساء) نومولی شوی دی، چې پکې د ښځو حقوق لکه د ميراث احکام او له هغوی سره د انصاف کولو په اړه لازمې لارښوونې بيان شوې دي. همدارنګه يو بل سورة د مريم رضي الله عنها په نوم نومولی شوی دی. همداسې د قرآڼ کريم په مختلفو ځايونو کې ښځو سره د ښه چلند، او د هغوی د مشکلاتو د حل لارې چارې په ګوته شوي دی.

لنډه دا چې په اسلامي ټولنه کې -د غربي ټولنې په خلاف- ښځه ډېر دروند او عزتمند ژوند لري، کله چې تولد شي مسلمانان پرې خوښي کوي، د مور او پلار ستره ارزو دا وي چې د خپلې ماشومې ښه پالنه او روزنه ترسره کړي، بیا چې کله پېغله شي، نو دواړه (پلار او مور) ځانونه په دې مکلف بولي چې یو صالح او دينداره ځوان ته یې په نکاح ورکړي. بيا له واده وروسته پر خاوند هم زیات حقوق لري. او چې کله مور شي نو بيا جنت اسلام د ښځې (مور) تر پښو لاندې ګڼي. آن تردې چې زاړه هم شي نو لمسیان، کړوسیان ټول ورته په ډېر درنښت او احترام ګوري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم- په خپلو مبارکو احادیثو کې ښځه (مور) له نارينه (پلار) څخه درى ځلى په حق کې زياته ګڼلې ده.

رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانان هڅولي دي چې يو بل ته پرښځو باندې درحم او هغوې سره د ښه چلند په اړه وصيت وکړئ فرمايلي يې دي: «استوصوا بالنساء خيرا» راوه البخاري ومسلم. ژباړه: يو بل ته دښځو په هکله ښه وصيت او سپارښتنه وکړئ .

که څه هم په اوسنۍ زمانه کې لکه څنګه چې په اروپا ، امريکا او کفري نړۍ کې د اسلام په ضد ډېر زیات منفي تبليغات ترسره کېږي چې وایي اسلام ښځو ته پوره حقوق نه دي ورکړي، یا د ښځو سره ښه سلوک نه کوي، خو پخپله په همدوی کې ښځې تر نارینه وو ډېرې مسلمانیږي. په امریکا کی د هرو څلورو کسانو څخه چی اسلام قبلوي، درې یې ښځې وي. او د برتانیې د یو نیم ملیون مسلمانانو په منځ کی پنځه ویشت زره یې سپین پوستي انګریزان دي چې تازه مسلمانان شوي دي او جالبه یې لا دا چی په دغو کی د ښځو شمېره تر سړيو زياته ده.

د ښځو د دې زیاتو مسلمانېدلو وجه دا ده چې خلک کله منفي تبليغات واوري، نو دې ته اړ شي چې د اسلام پوره مطالعه او څېړنه وکړي، بالاخره ورته ثابته شي چې اسلام هاغسې دين نه دی لکه چې غرب یې انځوروي، بلکې یو سپېڅلی دين دی، چې د هیچا حقوق نه تلف کوي.

اوس غواړم چې ښځو ته د اسلام له خوا ځينې نورمهم ورکړل شوي حقوق هم په لنډه توګه، په لاندې ډول وړاندې کړم:

۱ـ اسلام ښځې ته د ميړه ټاکلوحق ورکړی، هیڅوک نه شي کولی، د انجلۍ د خوښې خلاف يې چاته په زور نکاح کړي.

۲ـ ښځې سره د نکاح پرمهال د هغې لپاره اسلام مهر ټاکلی، الله تعالی فرمائی «وآتوا النساء صدقاتهن نحلة»[النساء: ١٩]. يانې تا سو ښځو ته مهرونه په خوښۍ سره ورکړئ.

همدارنګه په بل ایت شريف کې فرمايي: «فما استمعتم به منهن فاتوهن اجورهن فريضة» [النساء: ٩]. يانې پس هغه ښځې چې تاسې ورڅخه ګټه اخلئ (کوروالى ورسره وکړئ) نو هغوی ته خپل ټاکلی مهر ورکړئ .

دواده پر مهال د مهر ټولې پيسې د ښځې حق دی نه د پلار یا مور او بل چا، خو متاسفانه چې زمونږ په افغاني ټولنه کې له ډېر پخوا څخه د ولور په نوم د ښځې دغه حق (مهر) خوړل کېږي، که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې یو څه مخه نيول شوې وه، خو اوسمهال دغه حق ښه په زور سره تلف کیږي.

۳ـ د واده څخه وروسته د ښځې ټوله نفقه او پوښاک (جامه) هم اسلام د نارينه (مېړه) په غاړه اچولې ده، او ښځه يې د نفقي د درانه مسئولیت څخه معاف کړی ده. الله تعالی فرمايي : «وعلی المولود له رزقهن وکسوتهن بالمعروف» [البقرة: ٢٣٣]. يانې او د ماشوم پر پلار باندې د هغه د شېدې ورکوونکې مور نفقة او جامې لازمې دی په نيکې طريقې سره .

همدارنګه په بل ایت کې الله تعالی فرمايي: «الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ» [النساء ۳۴]. يانې نارينه پر ښځو مسلط او اداره چيان دي له دې امله چې الله تعالی د هغوی ځينو ته پر ځينو نورو فضيلت ورکړی او له دې کبله چې نارينه خپل مالونه لګوي .

جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته په خطبه کې داسې وفرمایل: «’اتّقوا الله في النساء، فإنّهنّ عَوَانٌ عندكم أخذتموهنّ بأمانة الله واستحللتُم فروجهنّ بكلمة الله ولهنّ عليكم رزقهنّ وكسوتهنّ بالمعروف» رواه مسلم. یانې د ښځو په هکله د الله تعالی څخه وډار شئ! داځكه چې تاسې دوی د الله تعالی د امانت په توګه اخيستي او د هغوی د شرم ځايونه مو د ځان لپاره حلال كړي دي نو په تاسې باندې د دوی خوراك او پوښاك لازم دی.

او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «وحقهن عليکم ان تحسنوا اليهن فی کسوتهن وطعامهن» رواه الترمذی. يانې ستاسو د ښځو حق پرتاسې دا دی چې هغوې ته ښه جامه او ښه خوراک برابر کړئ.

د پورتنيو ایاتونو او احاديثو څخه څرګندېږی چې  په اسلام کې نارينه د کور د اهل عيال په نفقه مکلف دی، او د ښځو اوږې یې د دغه دروند مسؤلیت څخه سپکې کړي، نو هیڅوک نه شي کولی چې ښځه له کوره بېرون کار کولو او نفقه پیدا کولو ته اړ کړي، او نه هم د ښځې لپاره د کور څخه بېرون کار کول اړين برېښي .

۴ـ ښځه په خپل خاوند باندې د عفت ساتلو حق لري چې د هغې د عفت څخه دفاع وکړي ځکه چې د هغې دعفت څخه دفاع فرض ده او کوم سړی چې د خپلې ښځې دعفت څخه دفاع نه کوي او د خپلې ښځې د شرف ساتنه نه کوي هغه دووس دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «ثلاثة قد حرم الله عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر فی اهله الخبث»  رواه احمد والنسائی. يانې پر دريو کسانو باندې الله تعالی جنت حرام کړ ی دی د شرابو  معتاد، د مور او پلار خفه کوونکی او دووس سړي، چې د خپلې ښځې د عفت پاملرنه نه کوي او پردي سړو ته اجازه ورکوی چې دهغه دښځې سره ناسته پاسته او راشه درشه وکړی.

بلکې داسلام مقدس دين امر کړی دی چې نارينه دې د خپل عفت او ناموس څخه دفاع وکړي او که په دغه لار کې څوک ووژلی شی نوهغه شهيد دی .رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «من قتل دون اهله فهو شهيد» روه الترمذي وابو داؤد والنسائي. يانې څوک چې د خپلې ښځې د عفت څخه په دفاع کې ووژلی شى نو هغه شهيد دی .

۵ـ همدارنګه اسلام ښځې ته د ميراث حقوق هم ورپه برخه کړي، چې له اسلام څخه مخکې د جاهلیت په زمانه کې یې دغه حقوق نه درلودل.

۶ـ لكه څنګه چې په اسلام كې ميړه، ښځې ته د طلاق وركولو حق لري. همدارنګه که چېرې مېړه د ښځې له حقونو څخه سر غړونه وکړي نو بيا ښځه هم کولی شي چې د خلغې څخه کار واخلي.

عبدالله بن عباس وايې: چې يوه ورځ د ثابت بن قيس ښځه رسول الله –صلی الله علیه وسلم-  ته ورغله او ورته يې وويل چې: د ثابت بن قيس په ديندارئ كې هيڅ عيب نه وينم، خو له كفر څخه يې ويريږم، داځكه چې هغه تور دی او هسې نه چې په سپكولو سره يې د الله تعالی د حكمونو په ماتولو سره كافر نه شي. رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ورته وويل: هغه د خرما بڼ يې چې تاته په مهر كې در كړی دی بيرته يې وركوې؟ ښځې ورته وويل چې هو.  نو رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ثابت بن قيس رضی الله عنه ته مخ ورواړوه او ورته يې وويل چې د خرما، بڼ دې بيرته واخله او ښځه طلاقه كړه.

۷ـ یو بل مهم حق چې اسلام ښځه ترې برخمنه کړې ده هغه د احترام او کرامت حق  دی، سړی بايد خپلې ښځې ته د احترام په سترګه وګوري او هاغه وينا او عمل ترسره نه کړي چې د هغې د خپګان او خواشينۍ سبب ګرځي، او دا ځکه چې ښځه يوه باعزته انسان ده او بايد دهغې سره د يوې مزدورې په څير چلند ونه کړی شي ، ښځو ته په سپک نظر کتل دا د کم اصلو او کم عقلو نارينه و کار دی. په يو حديث کې داسې راغلي دي: «ما اکرمهن الا کريم ولا اهانهن الا لئيم» رواه ابن ماجه. يانې عزتمند سړی د ښځو عزت کوي او سپک او رذيل سړي د ښځو سپکاوی کوی. مطلب دا چې د ښځو عزت کول د ځان عزت کول دی او دښځو سپکاوی د ځان سپکاوی دی.

۸ـ د ښځو تعليم د ښځو حق نه، بلکې یوه فريضه ده، چې علم په هر مسلمان (نارينه او ښځینه) باندې فرض دی. خو دا فرضيت به په هاغو شرایطو برابر وي، چې اسلام ښځو ته ټاکلي، او د ښځې عزت، ابرو او حيا نارينه و سره په مخلوطيت کې پایمال نه شي.

دعائشی رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «من ابتلی من هذه البنات بشئ فاحسن اليهن کن له سترا من النار» رواه البخاري ومسلم. ژباړه : چاته چې لورګانې ورکړی شوی وي او دې ورسره احسان وکړي (د هغوی ښه خدمت، پالنه او تربيه وکړي) نو دغه لورګانې به دده او ددوزخ داور ترمنځه به د يوې پردی په شان وي يانې دغه لورګانې به د دوزخ د اور څخه د ده د ژغورنې سبب شی.

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به، په ټاکلي ځای او ټاکلي وخت کې ښځې د زده کړې لپاره راټولېدلې، چې دا دې څرګندونه کوي چې هغه عمل، زده کړه وي او که بل څه، چې له سړيو سره د ناستې پاستې او ګډ اوسېدلو، اختلاط او ګپ شپ سبب ګرځي، نو هغه په اسلام کې جواز نه لري. بلکې د ښځینه وو زده کړه به د اسلام په چوکاټ کې د سړيو څخه جدا وي.

اوس چې ځینې اسلام ضد نشراتي ارګانونه، طالبان په دې تورنوي چې ښځو ته د تعليم او زده کړې حق نه ورکوي، دا ډېره بې ځايه او بې اساسه خبره ده، ځکه طالبانو د اسلامي امارت په تېر دور کې هم څو ځله په ډاګه کړې وه چې امارت د ښځو د ښوونې او روزنې سره مخالفت نه لري، خو امنيتي او مالي شرايطو ورته دا نه ایجابوله چې د اسلام د اساساتو مطابق، په پوره ډاډمنه فضاء کې د ښځو ښوونځي او مدرسې جوړې کړی شي.

همدارنګه د همدې کال (۲۸/۹/۱۴۳۳هـ ق= ۲۶/۵/۱۳۹۱هـ ش= ۱۶/۸/۲۰۱۲م) د کوچني اختر په مناسبت امیر المؤمین په خپل پیغام کې د زده کړې او د ښځو حقوقو په اړه داسې ويلي وه:

((اسلامي امارت زده کړه او تعلیم دخپل ګران ولس ددنیا دپرمختګ او دآخرت دسعادت ستر لامل ګڼي، تاسو ته به معلومه وي چې امارت تېر ځل دخپلې بودیجې تر ټولو زیاته برخه دتعلیم او زده کړې لپاره ځانګړې کړې وه، او فعلا هم په خپلو تشکیلاتو کې دتعلیم او تربیې لپاره ځانګړی کمیسیون لري، تر څو دخپل ولس لپاره تعلیمي آسانتیاوې برابرې کړي مونږ ټول وینو چې وخت پر وخت یا ځینې ښوونځي سوځول کېږي، یا زده کوونکي مسمومېږي، او بیا یې پړه پر مجاهدینو ور اچول کېږي، دغه کار په حقیقت کې دماتې خوړلي دښمن د پټو دسیسو یوه لړۍ ده چې دمجاهدینو دبدنامولو لپاره یې تر سره کوي.

مونږ دښځو په اړه داسلامي اصولو، ملي ګټو او خپل روا کلتور په رڼا کې دهغوی ټولو حقوقو ته متعاهد یو. په ډېر تاسف سره باید ووایم چې دنیواکګرو له راتګ سره زمونږ عام ولس په ځانګړي ډول مېرمنې له ګڼو ناخوالو سره لاس او ګرېوان شوې دي، تر دې چې ډېرو یې یا ځانونه سوځولي ، یا په خورا مظلومیت سره شهېدانې شوې دي، او یا یې کرامت تر پښو لاندې شوی، او دا ظالمانه لړۍ اوس هم روانه ده، دا په داسې حال کې چې دامارت په تېر دور کې ښځې له یوې مخې له دا رنګه ناخوالو نه پوره په امن وي)).

اوس به راشو دې ته چې د ښځو د حق ورکولو په اړه، په اوسني عصر کې، څوک رښتيني دی، د ديموکراسۍ پلويان (غربيان او نور) او که د اسلام رښتينې پلويان (طالبان)؟

د پورتنیو څېړنې په اساس ویلی شو، چې اوسمهال د غربي ټولنې له خوا چې د مظومی ښځې د حقوقو، آزادۍ او مساواتو کومې چيغې وهل کیږي، پکې رښتينې نه دي. ایا ازادي او مساوات همدا دی چې نن په کفري نړۍ کې مسلمانه ښځه، اسلامې حجاب ته نه پرېوښودل کېږي؟ ښځه د تجارتي اعلانونو جنسي غریزې په موخو کاروي اوبس. ایا د ښځې حقوق داسې وي؟

د صلیبی یرغلګرو په نظامی اډو کې ښځې په ډېره وحشتناکه فضاء ساتل کېږي، تردې چې زیاتره وخت پرې جنسې تېرې هم ترسره کېږي آيا دا د نر او ښځی مساوات دي؟

که د عافيه صديقي او ايوان ريډلي برخلیکونو ته ځیر شو، چې دواړه ښځې دي، نو پوره روښانه حقیقت دی چې د لوېديځ والو د ښځو د ازادۍ او ښځو ته د حقونو ورکولو دعوه هیڅ اساس نه لري، ځکه دواړه ښځې دي، خو برخليکونه يې سره توپير لري.

يوه ښځه (عافيه صديقي) له کلونو راهيسې د ديموکراسۍ د پلویانو او د ښځو د حقوقو او ازادۍ مدعيانو له خوا په ډېرو سختو شرایطو کې د زندان په تورو تیارو کې شپې ورځې تېروي، د نيويارک وحشي محکمې قاضيانو ورباندې د ۸۶ کاله بند حکم وکړ، هغې سره دغه وحشيانه او غیر انساني چلند، د ښځې په وړاندې د غربي ټولنې اصلي طبيعت او حقیقت څرګندوي، چې لوېديځوال له ښځو سره دا ډول بد چلند کوي.

بله ښځه (ايوان ريډلی) ده، چې د ٢٠٠١ کال په سپتمبر کې د برتانوۍ Sunday Express ورځپاڼې سره يې کار کاوه او غوښتل يې افغانستان ته راشي. له څو ځل هڅو وروسته چې يې وېزه ترلاسه نه شوه کړاى، افغانستان ته په برقع کې په پټه راننوته، خو ننګرهار ته له رارسېدو سره د طالبانو په اسارت کې پرېوته.

نو څرنګه چې د اسلام مبارک دين خپل پیروان د ښځې په ځانګړي درناوي مکلف کړي دي، مسلمانانو ته په هاغې ښځه باندې د وسلې د پورته کولو اجازه هم نه ورکوي، کومه چې د دښمن په لښکر کې د مسلمانانو د مقابلې لپاره له وسلې سره راغلي وی، نو ځکه طالبانو هم د اسلامي اخلاقو په رڼا کې نوموړې ښځينه اسيرې سره داسې انساني او اخلاقي چلند وکړ، چې هغې په خپله غربي ټولنه کې نه وه لیدلی.

طالبانو ورڅخه د خوشې کولو وړاندې وغوښتل چې مسلمانه شي،. که څه هم هغې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د ښځو د حقوقو په اړه د لويديځوالو بې اساسه تبليغات اوريدلی وه، کله يې چې د دغه لس ورځني بند په دوران کې هرڅه په سترګو وليدل، پوره حقيقت ورته څرګند شو،  خو هماغه وخت يې د طالبانو یاده غوښتنه سمدستي ونه منله، مګر ژمنه يې ورسره وکړه چې کله ازاده شي قرآن به لولي او که يې اسلام ښه دين وموند نو خامخا به مسلمانېږي، هماغه وه چې ريډلي خوشې کړل شوه، لاړه خپل ټاټوبي ته، هلته يې له خپلې ژمنې سره سم د قرآن کريم پراخه مطالعه وکړه، بالاخره په ٢٠٠٣ م کال يې د خپل اسلام قبلول نړيوالو ته اعلان کړل. او په ډاګه يې ګړه چې په قرآن کريم کې يې يو ټکى هم داسې پيدا نه کړ چې له ښځو سره ناوړه تبعيض په ګوته کړي. او د طالبانو له ښه چلند څخه هم  ډېره زياته متاثره شوې ده. دا يې هم وویل چې له ښځې سره د مسلمانانو چلند د ټولو غربي تبليغاتو او ذهنيت برعکس ډېر ښه وه.

ايوان ريډلي له بند څخه له خوشې کېدلو وروسته رسنيو ته ويلي وه چې امريکايي استخبارات CIA يې د وژلو هڅه وکړه ځکه دې د طالبانو صفت کاوه او هغوى يې ښه خلک ګڼل او پر افغانستان باندې يې د صلیبي یرغل غندنه کوله.

د ښځو حقوقو په اړه به د ايوان ريډلي یو څو خبرې ستاسو مخې ته کېږدم، کومې خبرې چې د طالبانو له برکته د الله په فضل له اسلامه زده کړي دی. هغه وايي:

«اسلام ماته هدفمند ژوند راوباښه».

«کله چې زه د طالبانو لخوا ونيول شوم، لس ورځې نيول شوې وم. زما چلند له خپلو نيوونکو سره سخت ګستاخانه وو. زما توقع دا وه چې دوی به ما وووهي، شکنجه به مي کړې، تېرې به راباندې وکړي او وبه مې وژني. ما ګمان کاوه چې هغه څه چې موږ وروسته په ګونتنامو او ابو غريب کې وليدل طالبان به له ماسره همداسې يو ډول بد چلند وکړي.‌ خو دوی هېڅکله ماته لاس هم را نه ووړ، هېڅکله يې زما بې احترامي هم ونه کړه.‌څومره چې به دوی نرمي کوله، ما به تشدد کاوه. زه سخته په غوسه وم. سخته کرکه مې درلوده. ډېره خپه وم. شيان به مې غورځول، د لوږې په اعتصاب مې لاس پورې کړ.  ‌په اخر کې دوی راته وويل چې تاته څه درشوي چې داسې خواشينې او نارامه يې؟ څومره چې به ما تشدد کاوه دوی به زيات مهربانېدل.‌ دوی به راته ويل چې ته زموږ خور يې او زموږ مېلمنه يې. خو دا حالت ماته له هغه څه څخه پيدا وو چې ما د اسلام او مسلمانانو او افغانانو په اړه مخکې لوستي وو. دا زما له مخکې جوړ شوی ذهني تصور وو چې اصلا يې زه ځورولوم. کنه، په واقعيت کې دوی خورا مهربانه او محترم خلک وو. او وروسته چې زه ازاده شوم، ما له ځان سره بېطرفانه فکر وکړ او همدغه زما له مخکيني تصور څخه بدل واقعيت وو چې زه يې د اسلام خوا ته را کاږلم».
ايوان ريډلي وايي: «‌زما په ياد دي کله چې زه ازاده شوم، د ټولو رسنيو توقع دا وه چې زه به ورته د طالبانو د شکنجو، بدچلند او تېريو کيسې وکړم. خو کله چې ما د هغوی د ښه چلند او مهربانۍ خبرې پيل کړې، ټولو رسنيو را څخه پام واړاوه او سخت راته په غوسه شول. ځکه بيا خو يې پر ښو خلکو د بمونو اچولو توجيه نه شواى کولاى. دوى غوښتل چې د افغانستان او طالبانو په اړه يوازې د هغوى د ناوړتوب کيسې واوري.  آن دوی زما په اړه غلط معلومات خپاره کړل او زما د نيونې د کيسې او څه چې راباندې تېر شوي وو هغه يې په درواغو خپاره کړل. او د افغان ښځې د ژوند منفي منعکسولو ته يې دوام ورکړ».‌

کله چې له ريډلي څخه پوښتنه وشوه چې د افغان ښځو په اړه ستاسې څه نظر دی؟ هغې ورته په ځواب کې وویل: «ما د مسلمانې ښځې په اړه لومړی خپل تصور هله بدل شو چې افغانستان ته راغلم. د افغان ښځو په اړه هم زما فکر دادی چې هغوی کمزورې نه دي، مظلومې هم نه دي. دوی پياوړي ښځې دي، پر معنوياتو او روحيې سمبالې دي. دوی د کور مشرانې او د کورنۍ جوړوونکې دي».

ایوان ريډلی ښځینه اسیرې سره د طالبانو ښه چلند دومره وزن پيدا کړ، چې نه یوازې په اسلام مشرفه شوه بلکې د اسلام یوه ستره دعوتګره وګرځېده، وجه یې دا ده چې طالبان چې څه وايي هسې د خولې خبرې نه کوي، بلکې د اسلام د پوره تطبيق په نظر کې نيولو سره، خپلو کارونو ته د عمل جامه وراغوندي. خو که بالمقابل د ديموکراسۍ لارويانو، غربيانو امريکایانو او د هغوی انډیوالانو ته وګورو نو د طالبانو (مسلمانانو) برعکس يې د يوې بندي مېرمنې (عافيه صديقي) سره بل ډول وحشيانه کړنلاره غوره کړې ده. چې همدا دواړه بېلګې پوره روښانه کوي چې ښځو ته څوک په درنه سترګه ګوي، غربيان او امریکایان او که مسلمانان یا طالبان.

نو لکه څنګه چې دا یو روښانه حقیقت دی چې په ټولو ادیانو کې یوازې د اسلام سپېڅلي دین ښځو ته ټول حقوق ورکړي دی. همدارنګه د دې څخه هم سترګې نه شو پټولی چې د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې یوازې اسلامي امارت دی چې ښځو ته یې د اسلام ټول حقوق پوره ورکړي. د اسلامي امارت له پیله مسلمانو ښځو ته د هغوی هغه مقام وروپېژاند چې اسلام ورته ټاکلی دی او بشري جاهلي او طاغوتي قوانينو ورڅخه اخستی او تحريف کړي وه. اسلامي امارت د افغانستان هغو ښځو ته د حياء پړونی ورپر سر کړ او اسلامي ساتر لباس يې ورواغوست چې د لويديځ وحشي تهذيب سرتورې کړې او نيمه بربنډې کړې وې، او د ښځو د حقوقو او ازادۍ په غولوونکو شعارونو يې د هغوی د انوثيت د ځينو ځانګړتياؤ او مواصفاتو د ختمولو هڅه يې کړی وه، د همدې امله ډېرو افغاني مېرمنو د اسلامي امارت مننه وکړه او له بې لارتيا څخه يې توبه وکړه، خپلو کورونو ته ستنې شوې او خپله هغه دنده يې بېرته پیل کړه چې اسلامي شريعت پرې ګومارلې ده، او بېرته يې د حياء، شرافت او عزت ژوند کول خپل کړ، او هغه یو شمېر ښځې چې ځان پلورلې او کورنۍ تربيه يې سمه نه وه شوې، د هوا او هوس په مردار ډنډ کې ډوبې شوې وې او ځانونو ته په ښځه ويلو شرمېدې، هدايت یې په نصيب نه وه له افغانستان څخه اروپا او امريکا ته وتښتېدې.

همدارنګه اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په دور کې د ښځو په هکله په هاغو ناروا دودونو بندیزونه هم لګولي وه، په کومو سره چې په افغاني ټولنه کې د ډیر وخته د ښځو حقوق تر پښو لاندې کېدل. لاندې څو بیلګې یې د یادونې وړ دی:
د خويندو لوڼو په پلورلو په اړه د اسلامي امارت بنديز

په بدو کې د ښځو په ورکولو بنديز

کونډه ښځه په زوره واده کولو بنديز

همدارنګه د اسلامي امارت محکمې ښځو ته د ګڼو حقوقو د ورکولو په ترڅ کې د میراث حق هم راژوندی کړی وه چې د امارت د راتګ څخه وړاندې په افغانستان کې هیچا ښځې ته حق نه ورکاوه.

اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ پرمهال ډیرو سړیو ته د خپلو ښځو سره د بد چلند له امله سزا ورکړې وه او محکمې ته یې حاضر کړي وه.

نو پورته حقایقو ته په کتلو سره څرګندېږي چې غربي رسنۍ په ډېره سپين سترګۍ سره د ښځو حقوق پایمالولو او ښځو ته د ښوونې او روزنې اجازه نه ورکولو پړه په طالبانو وراچوي. لنډه دا چې صلیبي یرغلګر او استخباراتي کړۍ چې کوم وحشيانه اعمال د مجاهدينو د بدنامولو په موخه ترسره کوي د هغوی ټولو پړه پر طالبانو اچول کيږی (لکه: د ښونځیو سوځول، د نجونو مسومول). د دې په ځواب کې چې د اسلامی امارت د وخت مرستيال مولوي عبد الغني برادر ـ فک الله اسره ـ الاماره ويب پانې سره په مرکه کې کومه خبره کړې وه، ډېره پرځای وه، هغه دا چې که مونږ مکاتب سوزولای یامو بندولای اوس به په افغانستان کې هیڅ مکتب پاتې نه وای، او که پاتې وی هم نو یوازې لس فیصده مکاتبو به شتون درلود.

په پای کې وايم چې د ښځو مدافعین داسې وي لکه د اوسنۍ دیموکراسۍ لارویان چې ادعا یې کوي؟ دوی ښځو ته څه حقوق ورکړي؟ د دیموکراسۍ مدعیانو نه یواځې ښځو ته خپل حقوق نه دی ورکړي بلکې هغه حقوق یې ترې اخستې دي کوم چې د اسلام مبارک دین ورکړي دي، چې پورته مو ذکر کړي دي.

لیکوال: عبد الصمد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب