د ښځو حقوق

 

لیوانو د پسو په حق کی جلوس راویستی وو دا نعری یی وهلی : پسو ته ازادی ورکړئ د پسو حق ورکړی په کورو کی مو بندې کړی دې ! کله چی دا اواز یو پسه په کور کی واوریده نو یی نورو ته وویل : چی راځۍ زموژ په حق کی جلوس راوتلی ده موژ به هم د خپل حق غوښتنه وکړو !

یوی زړی بوزی ورته وویل : لوری لژ فکر وکړه ! لیوان زموژ دښمنان دی د هغو په خبرو کی مه راځی ، مګر ځوانانو پسو د هغی خبره نه ومنله ورته ویل یی چی ستا وخت جدا ؤ دا نوۍ وخت ده اوس هیڅوک د چا حق نسی خوړلئ دا زموژ دښمن نه دی زموژ ده حق خبره که وې ، زړی بوزی ورته وویل : چی دا مو برباده وې اوس په کور کي ناستي په حفاظت یاست که تاسو د دوی خبرو کی راغلي تاسو به ټولی وخوری ، د زړی بوزی دا خبری چی ځوانانو پسو واوریدی نو په قهر شولی ورته وویل: موری ته خو زړه سوی اوس مو خپل ژوند ته پریژده تاته څه پته ده چی ازادی څه شی ده.

دباندی ښایسته فصلونه ښایسته باغونه هری خواته شه فضا او خوشحالی ده ته خپل نصیحت خپل زان سره کیده موژ نور قید نه سو زغملی داچي وویل : نو ده ازادی ازادی نعری یی شروع کړی خوراک او څښاک یې بند کړ او د ازادي نعری یې وهلی ، مالک چی دا حال ولید نو مجبوره شه پسونه یی ازاد کړل پسو له ډیری خوشحالی فورته فورته غورځیدلي منډی یې وهلی بهر ووتلي .

آخر هغه لیوانو چی د ازادي نعري یې وهلي پدغه نازکو پسو باندی حمله وکړه سره دوه زایه یی کړی وه یی خوړلی .

your ads

یادونه : د نن صبا د ښځو د حقوق خبری کیژی په حقیقت کی ښځو ته ازادی غواړی زانونه ور نږدی که یی ، او د دغو معصومو ښځو د وینو تژی دی دوی ته د ښځو د حقوق پروا نسته صرف خپله غلیظه تنده پر ماتوی او د جهنم اور ورته غواړي .

کاش چی څوک په دی پوه شي.

زیاتونه : قاري حکيم اللّه صابري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب