د ښځو حقونه

مونږ پښتانه د خداي په فضل سل په سله مسلمانان یو -زوړ او د نړۍ د هرقامه ښکلی کلتور لرو-حیا او غیرت مو په خټه کې اښکلی شوي دي-او د خپل خوږ مذهب اسلام د پاره په هره زمانه او حالاتو کې د سر په صف کې ولاړ یو-خو څو خبرې چې مونږ پکې تل د شومتوب او پې پروايئ نه کار اخستی دی دغو خبرو کې د مذهب د تعلیماتو سره سره د نړیوال بشریت د حقونو نه سرغړونه کوو-چې يوه پکې د تورسرو د حق خبره هم ده-چې دروغ نه وایو نو زمونږ د بزرګانو او عامو پښتنو په دې هکله بیخي یو حال دی-د پیړیو نه مونږ د ښځو حقونه خورو-په جایداد کې برخه نه ورکوو-

او په قران کې په دې هکله ښکاره ایتونه او حکمونه شته-او مونږ د ښځې حق هم دغه ګڼو چې واده کې ورته سامانونه جوړ کړو-او بیا چرته په کال کې یو ځل د پلار کورته راشي او غونزاخي یا کپړې ورته واخلو-د تعلیم د حقه مو محرومه ساتلې ده-او تردې حده بیوسه ده چې د کور خوراکي توکي هم مونږ پخپله خوښه کورته راوړو-د لور پیدایش زمونږ په کورونو کې د ستر غمه کم نه وي -او د ځوي په زیږون ډزې کوو او مبارکیانې اخلو-

اسلام ښځې ته پوره پوره حقونه ورکړي تر دې چې د رشتې کولو په وخت هم ښځه دا حق لري چې سړی خوښ کړي او رضا او خوښي يې مهمه وي خو دغه کار مونږ بیخي رسمي کوو او ملاصیب چې کله ورله نکاح تړي نو د شونډو په سر ترې پوښتنه وکړو -چې تاته قبول دی؟او بیا د ښځې د شرم او حیا له کبله که غږ هم ونکړي نو خاموشي يې هم په(هو)قبوله ده-بیا دا ستونزه هم لرو چې که کوم سړی یا ښځه د ښځو د حقونو په هکله چرته زمونږ د مخې یا په میډیا خبره وکړي نو مونږ ورته په ډیر سپک نظر ګورو-د یو مسلمان په هیڅ خداي پاک مونږ ته د عباداتو نیمګړتیاوې خو بخښي خو د حقونو په هکله خداي پاک بیا بیا په قران کې فرمایلي چې د چا ښځې یا سړي حق راته نه بخښي-نو خپل کلي ښار او چاپیریال کې وګورئ چې مونږ په سلو کې څو پښتنو ښځو خویندو او لوڼو ته خپل جایز حقونه ورکړیدي؟؟یقین مې دی چې په سلو کې یو کس هم دا حقونه نه ورکوي نو بیا انجام به يې څه وي؟په دنیا کې خو يې سزا دا شوه چې مونږ بې تعلیمه میندې ټولنې ته سپارو-چې د اولادونو د تربيې او ښه راتلونکي نه هډو خبر هم نه وي او اخرت کې يې زیان دادی چې د انسان د حقونو خوړونکي یا د حرامو کونکي یو عبادت هم رب ته منظور نه دی-نو مونږ په دنیا او اخرت کې د ستر زیان سره مخ یو-او خداي پاک به مو چرته هم معاف نکړي–
(د حوا لور دومره بیوسه ده چې اوف نه کوي—څوک ترې څادر کوزوي څوک ورله څادر ورکوي)
په درنښت
عندلیب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب