د ښځو حق په قرآن پاک او اسلام کښې

 په دنيا کې بيلا بيل نظريه لرونکي خلک شته دي. چې د ښځې په حقله د هغوي نظريې يو شان نه دي. ځنې خلکو ښځو ته ډيره ازادي ورکړې ده او د خپل حقيقي مقام په ځاي يې د هغوي نه د نمايش او سيګار يو شې جوړ کړې دی او د هغوي په اپوټه داسې خلک هم شته چې وايي ښځه دې په خپل کور کې ناسته وي او د زده کړې حق هم نه لري ځکه چې دې سره د هغوي عفت او پاکي خرابيږي. او ځينې خو تر دې حده ښځه سپکه او بې ارزښته ګڼي چې خپل د وراثت او داسې نور حقونه هم ورله نه ورکوي. په دې مقاله کې دا کوښښ شوې دی چې د ښځو د اصلي او حقيقي حقونه او د هغوي حد د اسلام له نظره سرګند کړي. اميد دی چې لوستونکي به دا مقاله خوښه کړي.مسلمانان دا عقيده لري چې د ټول جهان پيدا کوونکې رب العزت الله جل جلاله دی. هغه ذات چې باقدرت او د انسانانو د تفكر څخه ليرې دی هم دا خداى (ج) دی چې د خرافاتو، پوچو او بيځايه اعتقاداتو د محوه كولو په غرض يې د هم دې خپلو بندګانو(انسانانو) له جملې څخه غوره بندګان ( صالح او خير خواه ) د خپل استاذي په ډول د رسالت په معنې نه د وكالت په معنې مقرر كړيدي چې مونږ هغو ته پيغمبر يا نبي وايو او هر يوه د الهي استاذي په شكل الهي كتاب څخه ګټه اخيستله. لكه تورات ، زبور ،انجيل او قراّن. دې پيغمبرانو او انبياوو د الهي كتابونو څخه د خپل امت د پاره لارې او قوانين درلودل . مونږ د قراّن عظيم الشان د مقدس كتاب په درلودلو سره د ټولو هغه اّسماني كتابونو او صحيفو قبلونه كوو چې په هغه وخت کښې ( تر حضرت محمد (ص) نه مخكي ) موجود وه خو د شريعت غُرا ْ محمدي په راتللو سره د هغه كتابونو او قوانينو پابند نه يو، ځكه مونږ ته پروردګار عالم جامع او كامل كتاب ( قراّن ) په تحفه كښې راكړي دی او د پخوانيو پيغمبرانو حالت او احوال يې په منظمه او كامله توګه تشريح كړي دی او نور دينونه يې د فعلاً د پاره بې اعتباره ګرځولي دي. ځكه خو مونږ دلته د قراّن عظيم الشان ارشادات څيړو څو وكولاى شو هرهغه څيز تفاهمات چې د خلکو په ذهنونو کښې ثبت دي ليري كړاى شو. اودا ثابته كو چې ګناه او د هغې مرتكب انسان دی نه الاهي قانون. دلته مونږ د ښځې حقوق داسلام د مقدس دين له نظره څيړو او دا ثابته كولاى شو چې فقط په نړۍ کښې د انسانانو د قانون او برابرئ محافظ همدا د اسلام مبارك دين او موجوده د پرور دګارعالم كلام يعنې قراّن عظيم الشان دی دا ځكه چې پرور دګارعالم دې دين ته كامل ويلى دي لكه چې فرمايي : الْيَوْمَ اَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَاَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمْ الْاِسْلَامَ دِينًا ( المائده اّيت 3 ) ترجمه: مونږ نن ورځ ستاسې لپاره مكمل وګرځاوه دين ستاسو اوتمام مې كړل نعمتونه خپل پرتاسو باندي اوغوره مې وګر ځا وه ستاسو لپاره دين داسلام .دامبارك اّيت هغه اّخرنۍ لارښوونه ده چې د ډيرو علماوو بلكه اكثريت عقيده پردې ده چې دا اّخرنى اّيت دی چې پر رسول كريم (ص) باندي نازل شويدی . او پس له دې څخه بيابل اّيت نه دی نازل شوی . مخكي له دې چې د دې مبارك اّيت په تحليل او څيړنه پيل وكړو بايد ووايو اصلي هدف چې د اسلام څخه دی وڅيړو دا څنګه كلمه ده ؟چاوويل ؟څنګه منځ ته راغله ؟اوڅه معنې لري ؟ اسلام: داهغه كلمه ده چې زمونږ نيكه حضرت ابراهيم عليه السلام دخپل شوق اومحبت په توګه ويلې او پيروانان يې د اسلام يا مسلمانانو په نوم معرفي كړيدي . لكه چې قراّن عظيم الشان په دې باره کښې فرمايي.وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِلَّةَ اَبِيكُمْ اِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمْ الْمُسْلِمينَ مِنْ قَبْل ُ ( الحج ايت 78 )ترجمه : نه يې دی ګرځولى پرتاسو باندې كم زوراومشقت په دين كښي . تاسو مطابعت وكړئ د پلارخپل ابراهيم عليه السلام او نوم د اسلام هم ده ايښي دی مخكي .داسلام معنی: داكلمه هرڅوك پخپل ذهن سره معنی كولاى شي په داسې شرط چې دسلامتۍ، سالم والي اوتسليميدلو معنی ولري. ځكه دا لفظ هغه وخت رايج شوچي د ابراهيم عليه السلام د خولي څخه راو وتۍ . په تا ئيد د دې خبري ټول اديان چې د حضرت ابراهيم عليه السلام د زماني څخه د حضرت رسول اكرم (ص) ترمبعوث كيدو پوري منځ ته راغلي دي په هغه شرط چې د پروردګارعالم ارشاداتو انبيا ْ عليهم السلام او پيغامبرانو ته يې د تسليم غاړه ايښې وي هم ويل كيږي ، خو د حضرت محمد (ص) ترمبعوث كيدو وروسته هغه  ټول پخواني اديان محوه شوه اوصرف د حضرت محمد (ص) دين د اسلام په نوم و پيژندل شو .دلته پرهمدې خبري باندي كفايت كوو ځكه د خپل اصلي هدف څخه وزو (دښځى قوانين په قراّن کښې ) څومره حقوق لري او په كومه اندازه كولاى شي په جامعه کښې خپل رول په مثبته او سالمه توګه ولوبوي. د كار د كولو او د علم د حاصلولو په غرض تركومو شرائيطو لا ندې كولاي شي فاعل شي دا ځكه  مونږ د حد او حدود نوم ذكركړ ځكه چې اسلامي جامعه اوغيراسلامى جامعه يود بله متضاد قوانين لري اوهيڅكله يوه مسلمانه ښځه د غيراسلامي جامعې د ښځونمايندګي نشي كولاى دلته يوه لا ز مي خبره لرو هغه ؛دا چي پوه شو ښځه څنګه پيداشوه ؟ولي پيداشوه ؟اوڅومره حقوق لري ؟ دامبارك اّيت را اخلو . هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدی وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ اِلَيْهَا(د الاعراف سورت 189ايت ) ترجمه : همدغه رب العزت دی چې تاسو يې خلق كړي ياست د يوه انسان څخه اوګرځولې يې ده( پيدايې كړه ) د دغه انسان څخه ښځه په خاطرد دې چې د ده زړه اّرام او تسكين شي .انشاّ ْ الله د پورته سوالونو ځواب په مكمله توګه سره پيداشو.تفسير: كه په غورسره دامبارك اّيت ترخپلې څيړنې لا ندې ونيسو دا به راته معلومه شي چې د بي بي حوا پيدايښت په هرقسم چې وو د حضرت بابا اّدم عليه السلام په خواهش او د ده د اّراموالي د پاره وشو. ځكه د حضرت اّدم عليه السلام اوسيدل په يوازي توګه د ده خپل د پاره د قبول وړ نه وه ،انسان اجتماعي خصلت لري او يوازي والى يوازي دالله (ج) د پاره بس دی . بل داچي پروردګارعالم اكثره مخلوقات جوړه جوړه پيداكړيدي چې اّينده په پرې بحث وكړو ځكه حضرت اّدم عليه السلام هم د خپلى جوړې د پاره غوښتنه او دوعاګاني كولى . كه څه هم اّدم عليه السلام ښځه نه وه ليدلې او تصور يې د ښځې هم نه درلود خو پروردګار پخپل كامل علم سره پوهيده چې د ښځى ضرورت لا زمي دی . ځكه د ژوندانه رونق هم بيله ښځې څخه سمون نه خوري او په اصل کښې د كورونو د ترتيب او هم روښانه ساتلو د پاره يونه هيريدونكۍ جزدی ، نوځكه يې  دا نفيس او باقدرته انسان غوره كړ چې په هره زمانه اوهروقت كښې ورته بې حده ضرورت ليدل كيږى. اوكه مبالغه ونكړو  بايد وويل شي چې ژوند بيله ښځې څخه كامل نه بلكه نيمګړی دی او هغه هم په تياروكې . دا برتري د لمړي ځل د پاره پروردګارعالم و بي بي حوا ته وركړه. اوس به څنګه سترګى پټي كړو او ياهم و وايو چې ښځه بې اهميته ده او ياهم په كورونوكي د زينت وسيله ده . هغه وخت چې زمونږ پلار اّدم عليه السلام نا اّرام او بې كراره وو دامعني نه وه چې ګواكي هغه وږي او تږي وو او ياهم دكور د جنجال ( صفايي ) او ديګ پخولوله امله په تنګ راغلۍ وو او يايې هم ټوله ورځ جاروب كاوه ، بلكه هدف دلته وو چې د خپل همجنس په نه درلودلو سره يې دكمبود احساس كاوه خبروكولو او ځواب اخيستلو د پاره يې هم جنس نه درلودئ ځكه نو نا اّرام ښكاره كيده په دې خاطر چې په اّينده کښې خوشحال اّرام اود ژوند په تيرولو کښې سعادت ور په برخه وي اود نورو موجوداتو په څير دى هم جوړه ولري و پروردګارعالم ته په زاري وو. پروردګارهم د ده د خپل وجود څخه د حضرت بي بي حوا رض عنها ) پيدايښت وكړ دا په دې خاطر :هرهغه څه چې په مشكل او زحمت سره لاس ته راځي هغه ډير ګران او با ارزښته وي او هيڅوقت د هغه د ضائيع كيدو طرز نه منل كيږي خو بل عكس كه په ډيره ارزانه او ياهم مفته توګه كم سوغات او ياهم د ژوند د ضرورياتو اسباب د بنده ولاس ته ور سيږي د هغه قيمت او قدرلږ وي . په همدې وجه پرور دګار عالم دده د خپل وجود څخه د ده هم جنس په داسې وخت کښې پيدا كړه چې هم د ده انتهايي ضرورت وو اوهم د ده د بدن يوه ټوټه وه چې ضرور د ده د محبت سبب شوه او داسې يوه تحفه وه چې هم د نسل د ډيروالي، هم د خون شريكۍ او هم د ضرورت جز لاينفك وو. د پروردګارعالم مقبول ترين بنده سردار دو عالم حضرت محمد (ص) څخه د لورد پيدايښت په باره کښې داسې ارشاد دی . (( په هغه كوركي څلويښت ورځي نوراوري چې هلته لور پيداشې )) .هغه وخت چې رسول اكرم ( ص ) دحرادغره په يوه غاركې په عبادت باندې اخته وو د الله پاك ( ج ) له خوا وبندګانو ته په خدمت كولو باندې مامور شو اودايې ورته وښودل: اقْرَا بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ(1)خَلَقَ الْاِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ(2)اقْرَا وَرَبُّكَ الْاكْرَمُ(3)الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ(4)عَلَّمَ الْاِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ(5)( العلق) ترجمه:شروع وكړه په نامه د پروردګارخپل هغه ذات چې كائنات يې خلق كړيدي . اوخلق كړي يې دى انسان د دتړلي سوي ويني څخه .و وايه دا چې رب ستا لوى كريم دى هغه ذات دى چې ښوونه يې كړيده په قلم سره اوښوونه يې كړيده وانسان ته د هغه څه چې مخ کښې نه پوهيدی . كله چې كورته راغۍ اوخپله قصه يي وبي بي خديجي ته وكړه د پروردګارعالم د مهربانۍ او رحمت له امله په هغه ساعت بي بي په محمد(ص) باندي ايمان راو ړى اود مسلمانې ښځې په نوم مشهوره شوه .دا اولنۍ انسان او ښځه وه چې په پيغمبر(ص) باندې ايمان راوړ اوهغه يې تصديق كړ اوقبوله يې كړه چې محمد(ص) پيغمبرد اّخر زمان دی . ترخپل هرڅه تيره شوه .خپل مور، خور،پلار، قوم ،قريه او ټول دوستان يې ترشاه كړل خود حق ويلو څخه يې انكار ونه كړ. كه څه هم دا پخوا تجار پيشه ښځه وه د مالدارې كورنۍ څخه وه د ژوندانه په هرڅه باندي پوهيدل ، د هغه وخت د سياست ، ګټي او تاوان سره ښه بلده وه بيايې هم دا ټوله د ترازو په يوه تله كښي وا چول اود رب العزت په هدايت سره يې د نبي اّخرالزمان حضرت محمد (ص) محبت اوصداقت په بله پله د ترازو کښې واچاوه مشاهده يې كړل په زرګونو جايداد، خپلولي او تجاري سامان په تله د ترازو کښې واچوم بيا هم سپك دي . ځكه يې د خوب تعبيرمعنی شو .  كلك عزم اوپخه اراده د دي باعث شوه چې ځان داسلام په لومړني ليكو کښې حساب كړي خپل نوم په لومړي قطاركي ثبت او جها نيانوته دا وښيي چې ښځه هم د پوره واك ، اختياراو عقل درلو دونكي ده . د نراو ښځې ترمنځ د عقل اوايماندارى په منځ کښې هم توپير نسته خو په بيولوژيكي ساختمان کښې چې كومي نيمګړتياوي ليدلي كيږي هغه د خداى (ج) كاردى نه د عقل كموالې . په همدې منظور كه چيري بي بي خديجې ( س) د رسول كريم (ص) پيغمبري نه واى منلي اّيا دا كور اوكهول د پيغمبربه څه رنګه وو؟ په داسې حال کښې چې حضرت محمد (ص) د پاره د كورنه د باندي هم ځاى كافرانو نه وو پرې ايښي اوخداى نا خوا سته په كوركي هم بي بي ورسره شخړي كولاى دا ژوند به څنګه  تيريدلاى ؟ . مونږ په دې باره کښې ډير ښه ضرب المثل لرو .(( د بهر غم به په كوركې حل كړو خو دكورغم به چيرته يوسو )) كه دې خبري ته په كلكه مونږ متوجه شوحتماً نتيجه اخلو ښځه هم ذهن لري اوكه د تعليم او تربيي څخه ليري و ساتل شي دكورڅه چې د جامعي خرابي هم منځ ته راتللاى شي . د بي بي خديجې (س) حال اواحوال كه په دقيقه توګه ترمطالعه لا ندې و نيول شي حتماً دا ثابته كيږي چې ښځې ته بايد په سپكه سترګه ونه كتل شي اونه هم بايد په څلورو ديوالونو کښې محدوده شي. د ښځې حقوق د تعليم او تربيې په لاره کښې د نارينه سره بل الكل مساوي دى . نن ورځ چې د جهان علمي نظريات ورځ په ورځ مخ په لوړه ځي د ښځې د پوهي ضرورت هم لازمي عنصر ګڼل كيږي دا چې څه رنګه ؟ په كوم حالت ؟ اوچيري بايد د ښځو د پاره مدرسې جوړي شي ؟ څنګه بايد درس ووايي ؟ كوم شرائط بايد ورته مساعد شي دا هغه خبرې دي چې د وخت حاكمان بايد پرې خبرې وكړي اوغوروكړي . ځكه د تعليم او تربيې د پاره سهوليات د حكومت او واكمن له خوا بايد سرته و رسيږي نه د يوه محكوم او بې تد بيره اشخاصو له خوا . ځكه د علم اومعرفت چشمې كيداى شي په خاورو او خټو کښې لاهو شي. مونږ د دې بحث لمړنۍ برخه په همدې څو كلمو كښي لنډولاى سود ډيرې سرګردانۍ اوياهم دخبرو اوريدلو څخه په لنډو الفاظو کښې مهم ټكي تشريح كوو . لنډيزاول : د بي بي حوا ( رض عنها) موجوديت اوپيداكيده د رب العزت په واسطه د حضرت اّدم عليه السلام په درخواست سره دا معنی لري: چې بې له ښځې د انسان ژوند مكمل نه دى اول خو بي له ښځې څخه د بشرد نسل ډيريدل امكان نلري ( كه چيري پروردګارعالم و نه غواړي ).دوهم: دا چې د افهام او تفهيم لاره بل كل بنديږي .انسان خپل ژوند په خوشحالۍ سره نشي انجام ته رسولاى.اواّخره جمله خولا داده چې انكارنشو ترې كولاى ، هغه مخلوق چې رب العزت پخپله خدايي سره خلق كړي او هغه د نارينه د پاره بهتروګرځوي اّيا دا د كفراو ناشكرۍ ځاى نه دئ چې انسان هغه د نظره څخه ليري وګرځوي او ياهم هغې ته په سپكه سترګه وګوري ؟ دريم:د حضرت موسی عليه السلام د پيدايښت او د هغه دژوندي ساتلو باعث اوكارمند د مځكي پرمخ د ده مور نه وه ؟ كه چيري د رب العزت نظرد ښځې څخه ليري واى اول به يې نه پيداكول او دوهم به يې هغي ته تدبيرونه نه ښوول اود ځمكې پرمخ به يې ديوه باقدرته انسان په حيث نه معرفي كول . په همدې تائيد بايد و وايوهمدا ښځه وه چې په تدبير الاهي سره يې موسی عليه السلام ته نجات وركړ اوبيايې دخپل دښمن په كور كښي د دښمن ښځې پخپل تدبير او اسرارسره وروزۍ . اوس نو مونږ دلته د دې دوو ښځو اهميت او موجوديت څنګه د نظره وباسو اوكه يې په ساده نظر سره وګورو اّيا د پرور د ګار عالم د بندګانو سپكاوى نه دئ ؟ څلورم : د حضرت عيسی عليه السلام د مور بي بي مريم پيدايښت د هغي روزنه او بيا هغي ته دومره لوى مقام وركول چې پروردګارعالم په قراّن عظيم الشان کښې د هغې صفت تشريح كړى د نظره څخه ايستلاي شو ؟ بيا هم كه پرور دګار عالم خپله مهربانى د بي بي مريمي څخه كمه كړې واى نو حضرت عيسی عليه السلام به څنګه پيداكيدي . كه څه هم د هركُن فَيَكُنٌ سره هرهغه څه چې د پروردګار اراده وي سرته رسيږي خو تدبير يې د پروردګار سره مخ کښې شوى وي مونږ دلته د مځكې پرمخ د يوه انسان د موجوديت او دهغه د احترام په باره کښې بحث كوونه د خالق لعالمين په خدايي کښې د بي بي مريم نقش او د هغي احترام په وړكتوب کښې حضرت عيسی عليه السلام پخپله ژبه بيان كاوه. اّيا مونږ ته پكارده چې د خالق العلمين په مخلو قاتو باندي د پرمختګ ، ترقۍ او تعليمي زده كړو د ليارو چارو په برابرولوكښي سترګي پټى كړو ؟پنځم : د حضرت سليمان عليه السلام د پاخه تدبير په مقابل کښې د بي بي بلقيسي ځواب ستاسو په نظر يوساده كارښكاري ؟ داسې نه ده مونږ و ويل ټولو تكړه پهلوانانو او وزيرانو ورته و ويل چې مونږ ځو د هغه سره جنګ كوو ولي د دې د عقل فراست باعث شو چې خپل ملك اوقوم د بدبختۍ څخه وساتي ځكه جنګ هيڅكله اّبادي منځ ته نه راوړي اونه هم په جنګ کښې حلوا تقسيميږي . نه دا چې خپل ملك يي وساته بلكه د خپل ملك په وسعت کښې يې هم ځلانده رول ولوباوه . په هغه جنګ کښې چې باخت حتمي وي د برئ د پاره لاره د هرانسان په ذهن کښې نقش نسي لوبولاي .شپږم : د حضرت محمد (ص) تربعثت مخكي تجارت ، صنعت او سياسي مسائيل په ډيره چټكۍ سره مخ ته تلل اوخلګ په پوره پوهۍ او دا نايي سمبال وه . حضرت بي بي خديجه چې د يوه شته من اوبډايې كورنۍ څخه پخپل عقل اوكمال رسيدلي ښځه وه دخپل عقل اومنطق په درلودلو سره يې حضرت محمد د خپل تجارت نماينده وټاكه كه څه هم دى په دې وخت کښې په پيغمبرۍ نه وومبعوث سوى ولي د امين په نوم سره مشهور وو او بيا يې د زمان په تيريدلو سره د خپل محرم په حيث انتخاب كړ او وروسته يې بيا د اّخر زمان پيغمبر په حيث قبول كړ . كه چيري په هغې کښې عقل ، بينايي او فراست نه واى داّينده د پاره خپله دنيا او دولت غورځول بيا ميړه كول او بيا دهغه سره ټول زحمتونه ګالل او پرهغه ايمان راوړل د يوه عادي انسان په حقله مثبت ثابت كيداى سي ؟ واضح خبره ده چې نه . دا ډول تدبيرونه د يوه سالم او هوښيار انسان په واسطه طرح كيداى سي ، هر څوك په هر زمان كښي د داسې تدبيرونو پوره لياقت نلري ځكه مونږ پروفيسوران ، عالمان او ډيردانشمندان ليدلي دي او وينو يې چې د عقل دكموالي له امله درست او ثابت پلانونه نلري بلكه د يوه ماشوم په ډول عمل اجرا ْ كوي.په هرصورت د حضرت بي بي خديجې ( س ) علميت او باتدبيره حركات ددې خبري تائيد دي چې ښځه او نر دمكمل عقل خاوندان دي كه چيري د خپل عقل څخه كار واخلي دنيا ګل اوګلزاركيداى سي بيله دې څگخه د ژوند هره لحظه لكه په جهنم کښې تيريداى سي او په ورځ د اّخرت کښې به شرمساره اوسي مونږ ته دا پكارده چې اول خپل ځان و پيژنو څود پروردګار عالم مخلوقاتو ته په سپكه سترګه و نه ګورو بلكه د هربنده حق اوحقوق د قراّن عظيم الشان د ارشاداتو سره هرچاته و بخښل سي خصوصاً زمونږ عالمه طبقه بايد د قراّن د احكامو په اورولو سره خپله دنده ترسره كړي نه دا چې د خپل نفسي خواهشاتو په پوره او سرته رسولو كښي هاند وكړي . د رب العزت خوشحالي او رضايت دهغه دمخلوقاتو دپاره خدمت كول دي نه داچي په اين واّن سره د هغو په سپكاوي کښې خپله مفكوره په نورو باندي ترزيق كړو ، په هرهغه څه چې نه پوهيږو بايد چپ اوشو اوكه چيري پوهيږو بايد په مكمله توګه دحق دويلو څخه انكارونه كړو دا به زمونږ د دنيااو اّخرت په ګټه وي.همداراز د بي بي فاطمې(س) ټول ژوند او د هغې بي بي په هکله د پيغمبر(ص) حديثونو نه مونږ ته د ښځې د عزت احترام او اړتيا څرګنديګي، چې دا ځانله د يو کتاب ليکلو ته اړتيا لري. مونږ به انشاء الله بيا ذکر وکړو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب