حجاب څه ته وايي؟ حجاب او اسلام

حجاب او اسلام:

کفار او د نړۍ ستر طاغتوي قوتونه همدا هڅه کوي چې پر اسلامي حجاب بندیز ولګوي، ځینې کفري او د بشر ضد هیوادونه لکه فرانسه او بلجیم …په دې بریالي هم شول چې حجاب منع اعلان کړي. ورسره یې اعلان وکړ چې که چا حجاب وکارولو نو پر هغوی به له ۱۵ څخه ۲۵ یورو جرمانه راځي او حتی د زندان ګواښ یې هم ورته وکړ. دا خبره لا خپل ځای ته نه وه رسېدلې چې د هالنډ کفري هیواد یوه ښوونځي (کاټولیک فرقې پورې اړوند) اعلان وکړ چې حجاب باید ونه کارول شي.

زه خو حیران په دې یم چې دا خلک د بشر حقوق د بشر حقوق او ډول ډول چیغې وهي او نوره نړۍ په دغو خبرو غولوي چې تاسو د بشر د حقوقو خیال نه ساتئ خو خپله یې داسې کارونو ته ملاتړلې چې ټول د بشر د حقوقو خلاف او ټوله کړنه یې د بشر پر ضد ده. د نړۍ تر ټول ستر ظلمونه همدوی کوی، په سوریه، افغانستان، عراق، لیبیا او نورو ځایو کې تر ټولو ډیر دوی بیګناه خلک ووژل او داسې سیمې او ځایونه یې بمبار کړل چې هلته ټول ملکي وګړي اوسیدل او حتی ډیرۍ یې ماشومان او ښځې په کې ووژل. دا نو د بشر کوم حقوق شول او کوم عدل او انصاف!!

اوس راځو دېته چې حجاب څه ته وایي؟

حجاب یو عربي لفظ ده چې د پردې یا پوښ په معنی راځي او حجاب کارول د یوې مسلمانې ښځې لپاره خوښ کړل شې فریضه ده. د حجاب کارول ډیرې ګټې لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

حجاب له زنا څخه مانع ګرځي. حجاب له فواحشو څخه خلک ساتي. حجاب کارول په ټولنه کې اخلاقي فساد لمنځه وړي، حجاب کارول یوه مسلمانه خور له هر ډول خطرونو او د پردیو له بد نظر څخه ژغوري، حجاب کارول انسان له فضول لګښتونو او حتی هغه نارینه چې د پردیو ښځو سره د ناروا خیالونو او فکرو په سمندر ډوب وي له هغوی ممانعت کوي او ددې کارول له ډیرو ناروا لګښتونو څخه مخه نیسي، همداسې د حجاب په لسګونې نورې ګټې هم شته لکه همدغې فرانسه کې یو وخت داسې خبر هم ورکړل شوی وو او ډیرو طبي پوهانو دا خبره په ثبوت رسولې ده چې د حجاب کارول ښځې له جلدي یا د پوستکي له ناروغیو ځنې ژغوري. الحمد لله….

د حجاب یو ستر حکمت دادی چې حجاب لکه مثال د پوښ داسې دی که هغه د میوې پوښ وي، یا د بل شي، دا نه پرېږدي چې د ننه شی ځنې خراب شي او یا هغه شي ته ضرر ورسي همداسې د حجاب مثال هم ده چې ښځې ډول ډول خطرونو څخه ساتي.

ډاکټر ذاکر نایک په دې هکله داسې وایي:

په اسلام کې د ښځې موقف او مقام اکثره وخت د بى دينه (Secular) خبري رسنيو لخوا ترحملې لاندې راغلى دى. حجاب يا د ښځې لپاره اسلامي لباس د خلکو لخوا د اسلامي قانون په واسطه د ښځو د محکوميت د يوې بيلګې په ډول وړاندې کيږي.

مخکې تردې چې ديني پردې په اړه دلايل وړاندى کړم اجازه راکړئ چې لومړى د اسلام له راتګ څخه مخکنيو ټولنو او تمدنونو کې د ښځې په موقف او مقام باندې رڼا واچوم .

١- له اسلام څخه وړاندې ښځې ډېرى ذلېلې او د ټېټې مرتبې خاوندانې وې.

لانديني تاريخي مثالونه په پراخ ډول دا واقعيت روښانه کوي چې د ښځې موقف له اسلام څخه ترمخه په مختلفو مدنيتونو کې تر دومره حده ښکته وه چې آن د ښځو له انسانې کرامت څخه هم خلک منکر وو.
الف :- د بابليانو مدنيت: د بابليانو د قانون له مخې ښځې د ډيرې ټېټې مرتبې لرونکې وې او نږدې له خپلو ټولو حقوقو څخه محرومې وې. د نوموړي قانون له مخې که چيرته به يو سړي کومه
ښځه ووژله نو ددې پر ځاى چې پخپله سړى جزا وویني د هغه ښځه به په مرګ محکومېده.

ب :- يوناني مدنيت: که څه هم يوناني تمدن ته د پخوانيو تمدنونو ترمنځ د يوه باعزته او شريف مدنيت په سترګه کتل کيږي خو بياهم په يوناني مدنيت کې ښځې له خپلو ټولو حقوقو څخه بې برخې وې ورته په ټېټه سترګه کتل کېدل .

په يوناني کیسو او افسانو کې د ټول انسانيت د بدبختيو ريښه د Pandora په نامه يوه خيالي او افسانوي ښځه ګڼل کيږي. يونانيانو ښځې نه يوازې دا چې له نرانو ښکته او ټېټې ګڼلي بلکې کله خو يې حتى انسانان هم نه دي ګڼلې. که څه هم په لومړيو کې د يونانيانو ترمنځ د ښځو عفت او پاکي ډير ارزښت درلوده او ښځو ته په لوړه سترګه کتل کيده خو په وروستيو کې يونانيان د ځاني غوښتنو او جنسي بېلارۍ په څپو کې داسې ډوب شول چې زنا او فحشا د يوناني ټولنې په ټولو طبقو کې يو عادي عمل وګرځيده .

ج : – رومي مدنيت: په هغه وخت کې چې رومي تمدن او مدنيت د خپل شان او شوکت په اوج کې وو يوه سړي حق درلود چې خپله ښځه ووژني. زنا، فحشا او لوڅ لپړ توب د روميانو ترمنځ يو عادي کار وو. .
د:- مصرى مدنيت: مصريانو ښځه د يوه ناوړه، خراب او بد څيز او د شيطان د يوې نښې په حيث پيژندله.
هـ :- له اسلام څخه ترمخه عربي ټولنه:  په عربو کې د اسلام له خپرېدو څخه تر مخه عربانو ښځو ته په ډيره ټېټه سترګه کتل آن تردې چې کله به يې په کور کې کومه ښځینه ماشومه پيدا شوه نو هغه به يې ژوندۍ ښخوله.

٢- اسلام د ښځو موقف او مقام لوړ کړ، هغوی ته يې مساوات ور وباښه او له ښځو څخه د خپل دغه باعزته موقف د ساتنې اميد لري: ١٤٠٠ کاله وړاندې د اسلام مقدس دين په ټولنه کې د ښځو مقام لوړ کړ او د هغوى قانوني او حقه حقوق يې تضمين کړل. اسلام له ښځو څخه د خپل دغه ورکړل شوي باوقاره موقف او حيثيت د ساتنې غوښتنه کوي.

د سړيو لپاره حجاب او پرده :- معمولاً خلک د حجاب کلمه د ښځو په اړه څيړي او فکر کوي چې يوازې ښځې په حجاب کولو مجبورې دي خو الله ج د نارينه و لپاره حجاب له ښځو څخه ترمخه ذکر کړى دى لکه چې الله ج د قرآن عظيم الشان په النور سورت کې فرمايي:  قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِم …

((اى پيغمبره ص مومنانو ته ووايه چې خپلې سترګې ټېټې او د شرم ځايونه پټ وساتۍ، دا ددى لپاره پاکه کړنلاره ده، الله ج يې له ټولو کړنو ښه خبر دى)) النور سورة –٣٠آيت شريف.

له آيت شريف څخه په ډاګه معلوميږي چې کله د يو سړي نظر په يوې ښځې ولږيږي او هر ډول سپين سترګى، بې باکه، او بې شرمه فکر يې ذهن ته راشې نو بايد چې سمدلاسهښکته وګوري .

د ښځو لپاره حجاب او پرده:- د سورة نور په ورپسې آيت شريف کې الله ج فرمايې: وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا….

ژباړه: ایمان لرونکو ښځو ته ووایه: د پردیو خلکو له کتلو څخه سترګې ښکته واچوۍ، خپل عورتونه وساتي، او خپل ښایست دې نه ښکاره کوي مګر هغه چې د دغه څخه (د کار یا کسب په وخت کې) ښکاره کیږي.

له ښکته کتلو څخه مطلب دا دی چې د پردیو ښځو مخونو ته دې نه ګوري ځکه مخونه د حسن، ښایست او تازه ګي مجموعه او نوملړ دی. نو ځکه د کتلو له امله يې هغو (ښځو) ته شوق پیدا کیږي چې بیا لویه فتنه ترې جوړیږي.

د یادونې وړ ده چې د حجاب فرضیت د هجرت په پنځم (۵) کال شوی دی او د لمانځه فرضیت له هجرت څخه اتلس (۱۸) میاشتې مخکې شوی دی چې د حجاب د فرضیت او لمانځه شپږ نیم کاله واټن ښيي. له کتابو څخه داسې معلومیږي چي که د مخ لڅول یوازې په لمانځه پورې ځانګړي نشي نو د حجاب آیتونه د څه لپاره نازل شوي دي؟

د إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا په اړه لږ وضاحت:

تفسیر البیضاوي داسې لیکي:

والأظهر أن هذا في الصلاة لا في النظر فإن كل بدن الحرة عورة لا يحل لغير الزوج والمحرم النظر إلى شيء منها إلا لضرورة كالمعالجة وتحمل الشهادة. ( تفسیر بیضاوي مکمل، مصري چاپ جلد ۴، مخ ۷۸)

ژباړه: د مخ ښکاره کول په کتلو کې نه بلکه په لمانځه کې هم پروا نه کوي ځکه د آزادې ښځې (حورې) ټول بدن عورت دی، یوازې د درملنې او شهادت پر مهال کتل ورته روا دي.

تفسیر جلالین لیکي:

“يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبهنَّ” جَمْع جِلْبَاب وَهِيَ الْمُلَاءَة الَّتِي تَشْتَمِل بِهَا الْمَرْأَة أَيْ يُرْخِينَ بَعْضهَا عَلَى الْوُجُوه إذَا خَرَجْنَ لِحَاجَتِهِنَّ إلَّا عَيْنًا وَاحِدَة. ( تفسیر جلالین، ۵۹ آیه سورة الاحزاب)

ژباړه: جلابیب ( لوی چادر) چي په عربي ‌ژبه ملاءة هم ورته ویل کیږي هغه لوی څادر دی کومې ښځې چې د کوم ضرورت لپاره بهر ته وځي نو ټول بدن د مخ په شمول په کې پټوي یوازې یوه سترګه لوڅه پریږدي.

کابلی تفسیر (تفسیر عثماني) بیا داسې لیکي:

په شهوت کتل د زنا لومړۍ پایه ده ځکه له کتلو څخه د بدو کارو دروازه پرانیستل کیږي د بدو کارونو او بې شرمیو د مخنیولو لپاره قرآن شریف لومړۍ دا دروازه  بنده کړې ده، مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې ته يې حکم کړی دی چې له شهوتي کتلو څخه ځانونه وساتي او خپل شهوتونه دې کنټرول کړي، که یو ځل سړي یا ښځې بي اختیاره یوه او بل ته وکتل دوهم ځل باید قصداً و نه ګوري. (تفسیر کابلی (تفسیر عثماني) سورة النور ۳۰ آيه)

که څوک دا فاسد فکر کوي چي زه په شهوت چاته نه ګورم نو دی دې پوه شي چې موږ د دده په پټ زړه نه یو خبر خو دا منل شوې خبره ده چې لومړۍ زړه غوښتنه کوي بیا سترګې ننداره کوي. د سپیڅلو زړونو څښتنان د پردیو ښځو کتلو ته محتاج نه دي.

که یو کس ستا میرمنې ته وګوري او ووايي: زه په شهوت نه ورته ګورم ته په خپله قضاوت وکړه څومره به دې قناعت حاصل شي؟

تفسیر ابن کثیر داسې لیکلي:

اذا خرجن من بیوتهن في حاجة ان یغطین وجوههن من فوق رؤسهن بالجلابیب ویبدین عیناً واحدةً. (تفسیر ابن کثیر جلد ۳ مخ ۵۱۸)

ژباړه: کله چې میرمنې د یو ضرورت لپاره بهر وځي له یوې سترګې پرته دې خپل سرونه او مخونه په چادري سره پټوي.

داسې نور ډیر تفاسیر او د علماوو ویناوې او لیکنې دي چې مطلق همدا خبره کوي چې د ښځې مخ لاسونه او ټول بدن پرده ده او حجاب باید وکاروي….

٣- د حجاب لپاره شپږ معيارونه:- قرآن او سنتو له مخې د حجاب او پردې لپاره شپږ اساسي معيارات وجود لري چې عبارت دې له:

الف:- د حجاب اندازه او حد: لومړنۍ معيار د حجاب اندازه او حدود دي.

دا اندازې د نر او ښځې لپاره جلا جلا دي په نارينه وو باندې کم ترکمه نامه څخه تر زنګانه پورې وجود پټول فرض او لازمي دي. د ښځو لپاره د ټول وجود پټول فرض او لازمي دي.

ب :- هغه کالي چې نارينه او ښځې اغوندي بايد سست او آزاد وي تر دومره اندازې چې د وجود غړي يې په کې بېل بېل ښکاره نه شي .

ج :- د اغوستلو کالي او جامې بايد دومره نازکه نه وي چه وجود يې ترې ښکاره شي .

د:- د اغوستلو کالي او جامې بايد دومره زړه راښکونکې نه وي چې د مقابل جنس توجه راجلب کړي .

هـ  :- د يوه جنس کالي او جامې بايد د بې دينه خلکو په شان نه وي او نه ورسره ورته والى ولري يعنې مؤمنان بايد داسې لباس ونه کاروي چې د اسلام څخه پرته د نورو اديانو او ډلو ټپلو لپاره ځانګړى وي او د هغوى نښې ګڼل کېږي .

٤:- حجاب يوازې د يوه ځانګړي لباس په معنی نه دى بلکه دا کلمه نور ګڼ مفاهيم هم رانغاړي لکه چلن، خوى، اخلاق، او روش:

٥:- حجاب او پرده د ښځود ځوراو آزار څخه مخه نيسي:

د اچې د ښځو لپاره په اسلام کې ولې د حجاب سپارښتنه شوې ده، دليل يې الله ج په سورة الاحزاب کې وړاندې کوي: اى پيغمبره ص! خپلو ښځو، لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووايه چې د خپلو پوړنو يوه څنډه په ځانونو راخوره کړئ، د اډير غوره اسلوب دى چې وپيژندل شي نو نه به ربړول کيږي او الله ښه بښونکى مهربان دى په دغه آيت شريف کې قرآن وايي چې – د الاحزاب سورة – ٥٩ آيت.

تفسیر روح المعاني د دغه آیت لاندې لیکي:

والظاهر ان المراد بعلیهن علی جمیع اجسادهن. (تفسیر روح المعاني سورت احزاب تفسیر ایت ۵۹)

ژباړه: د (علیهن من جلابیهن) څخه د ټول بدن پټول مراد دي.

د دغه لوی مفسر له تفسیر څخه معلوميږي چي د ښځې بدن د مخ په شمول هرو مرو باید پټ شي، دا خبره په نورو تفاسیرو کي هم موجوده ده.

تفسیر القرآن باالقرآن لیکي:

وان یرسلنها حتی تکسو اجسامهن الی موقع اقدامههن. (تفسیر قرآن باالقرآن تفسیر سورت احزاب ایت ۵۹).

ژباړه: مسلمانې مېرمنې دې پر خپلو بدنو داسې واچوي تر څو پښو ته ورسیږي.

د موضوع د ښه روښانتيا په موخه وړاندې کول غواړم: فکر وکړئ چې دوه غبرګونې خويندې چه يو شانته ښکلې دي او دواړه په سرک  روانې دي داسې چې يوه يې د اسلامي حجاب په ښکلي لباس سينګار ده. او بلې خور يې غربي لباس، يو لنډ کميس او نيکر او يا يو تنګ پتلون اغوستى دى، په لاره کې يو بد معاش، لوچک او لوفر د يوه ښکار په طمعه او انتظار ولاړ دى چې يوه انجلۍ وځوروي. تاسې ووايئ چې نوموړى لوچک به کومه انجلۍ وځوروي؟ هغه انجلۍ چې اسلامي حجاب يې اغوستى دى او که هغه چې غربي لباس، لنډ کميس نيکراو يا تنګ پتلون يې اغوستى؟  واضح ده چې نوموړى به هغې انجلۍ ته د ځور او ربړولو تکل وکړي چې غربي لباس يې اغوستى دى او دا ځکه چې د داسې لباس اغوستل په خپله په غير مستقيم ډول مقابل جنس ته د خپل ځور او ربړ بلنه  او دعوت دى. په رښتيا چې قرآن کريم ښځو ته په حجاب د امر کولو له لارې هغوى د ځور لارې څخه په امان کې ساتلي دي .

٦:- په اسلام کې د زنا  کارانو لپاره ستره او لويه سزا:

د اسلامي قانون له مخې که چيرته يو سړى له يوې ښځې سره په زنا کولو سره تورن شو نو ستره سزا ورکول کيږي.

ډيرۍ خلک د دې خبرې په اوريدلو سره حيرانيږي او ځینې خو آن وايي چې اسلام يو وحشي، ظالم او سخت زړى دين دى (ځکه چې زناکارانو ته يا خو سل درې او يا هم د رجم ((کاڼو ويشتلو)) سزا ورکوي). ما له سلګونو غير مسلمو څخه يوه ډيره ساده پوښتنه کړې ده او هغه  دا چې که الله مکړه فرضاً يو څوک ستا له ښځې، ستا له مور او يا ستا له لور سره زنا وکړي، ته قاضي شې او مجرم ستا په وړاندې راوړل شي نو ته به هغه ته څه سزاورکړې؟ ټولو په يوه خوله وويل چې زه به يې په مرګ محکوم کړم او زه به يې ووژنم او ځینو خو داسې وويل چې د شکنجې، ربړ او عذاب په واسطه به يې ووژنم. بيا مې له دوى څخه وپوښتل چې که يو څوک ستاسې ښځې، ميندې او لوڼې بي پته کړي نو تاسې يې وژل غواړئ خو که د بل چا له ښځو، ميندو او لوڼو سره داسې عمل ترسره شي نو هغوی ته د اسلام ستره جزا ورکول بيا سخت زړې، وحشيانه او ظالمانه سزا ګڼئ؟ د اڅنګه کيداى شي چې عين حالت او دوه بېلې بېلې پرېکړې وشي ؟

٧:- غربي ټولنې د ښځو د مقام د لوړولو او هغوى ته د حقوقو د ورکړې دروغژنې دعوې کوي:

د ښځو د آزادۍ په اړه دغربيانو خبرې د ښځو د وجود او ځان څخه د غلطې ګټې اخيستنې د هغوى د روح د سپکاوي او د هغوى د شرافت څخه د محرومولو د يوې اړول شوې بڼې څخه پرته نورڅه نه دي.

غربي ټولنې نه يوازې دا چې د ښځې موقف او مقام لوړ کړى نه دى بلکه باالعکس يې د ښځې موقف او حيثيت دومره را ټيټ کړى دى چې اوس هلته ښځې د فاحشو او بدکارو او معشوقو په ډول د بدکارانو د خوښۍ او د زنا د کار او بار د خاوندانو د لاس  د آلو په حيث د فرهنګ، او هنر د رنګينو ښېښو تر شا ساتل کيږي. د غربي ټولنو په استازيتوب د امريکا د متحده ايالاتو مثال وړاندې کوم. چې په نړۍ کې د زنا تر ټولو لويو کچو لرونکو هيوادونو څخه يو دى: امريکا چې د نړۍ د پرمخ تللو هېوادونو په ډله کې يو له تر ټولو پرمختللى هېواد دى، تر څنګه يې د نړۍ په مخ هغه هېواد هم دى چې د زنا او بد کارۍ تر ټولو لوړه کچه لري. FBI د امريکا د دولتي استخباراتو ادارې د يوه رپورټ له مخې په ١٩٩٥ کال کې هره ورځ په امريکا کې په منځنۍ کچه ١٧٥٦ پيښې ترسره شوې وې. وروسته په يوه بل رپورټ کې چې کال يې نه وه ذکر شوى خو يا ١٩٩٢ يا ١٩٩٣م کال وه) نوموړې اندازه په منځنۍ کچه د ورځې ١٩٠٠ پيښې ښودل شوي دي. او دا ځکه چې امريکايان کال په کال په خپل دې عمل کې زړه ورکيږي او جرئت پيدا کوي .

اوس د يوې سيناريو يا کیسې په هکله فکر وکړئ  چې که په امريکا کې د حجاب اسلامي حکم پلي کړاى شي، کله چې يو سړى کومې ښځې ته وګوري او په زړه کې يا فکر کې يې هرډول بې باکه او بې شرمه فکر راشي نو سمدلاسه ښکته وګوري، ښځې اسلامي حجاب پر ځان کړي او له مخونو او تر مړوندونو پورې له لاسونو څخه پرته نور ټول وجود پټ کړي او د دې تدابيرو باوجود که بيا هم څوک د زنا د ګناه مرتکب شي، درنه او سنګینه سزا ورکړل شي، نو زه له تاسې څخه پوښتنه کوم چې د زنا د پيښو دغه اندازه به په امريکا کې ‌ډیره شي، په همدې حال به پاتې شي او که به کمه شي؟ ښکاره ده چې دا اندازه به کمه شي، په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې هر څومره ژر چې اسلامي شريعت او اسلامي قانون پلي کړاى شي، مثبتې پايلې به ولري. که اسلامي شريعت د نړۍ په هر ګوټ کى څه که اروپا ده او يا امريکا، پلي شي نو ټولنه به د آرام او سوکالي ساه واخلي. د دې بحث په آخر کې يو ځل بيا غواړم چې حجاب او پردې د ښځې موقف او مقام ټېټ کړى نه دى بلکه لوړ کړى يې دى او په دې ډول يې د ښځو عفت، عزت، او شرف ساتلى دى.

د دغه بحث په آخر کې دا خبره کول غواړم چې یو هغه حقوق دي چې اسلام ښځو ته ورکړي او بل هغه حقوق دي چې کفري ټولنو او مذاهبو ورکړي، په اسلامي قانون او ټولنو کې د ښځو ډیر لوړ مقام دی، هلته ښځې ته هر ډول شرعي حقوق ورکړل شوي، ښځه په اسلامي ټولنو کې که هغه: خور، لور، مور، ترور، نیا، د تره ښځه، توړۍ، د تره لور، وریره، د ترور لور، خورزه، د ورور ښځه، ښینه، د او ښي ښځه، د ماما ښځه، او داسې نور.. دغو ټولو ته په ډول ډول حقوقو قایل دی خو بلخوا په کفري ټولنو او هیوادونو کې چې شپه او ورځ د بشر د حقوقو چیغې وهي لکه امریکا، اروپا، اسټرالیا، چین، روس، جاپان، کوریا، سنګاپور او نور کفري هیوادونه… هلته په لکونو داسې ښځې شته چې نه یې مور ګانې معلومې دي، نه یې خور معلومه ده، نه یې ورور، نه یې پلار، نه یې تره او حتی په دې نه پوهیږي چې دا څوک او د کومې کورنۍ ده، هغه د ناروا اړیکو د لاسه چې د هغوی میندو ترسره کړي نو هغه دی نسب او پیژندګلوي یې ورکه ده، هلته ښځو ته د عامه شتمني په سترګو کتل کیږي، کله چې خلک ور څخه ناجایزه او ناروا ګټه پورته کړي له دې وروسته بیا هغه ښځه هیڅ ده، د ډیرو لږو مادي ګټو پخاطر ښځې خطا ایستل کیږي، همدا وجه ده چې د نړۍ په سطحه تر ټولو ډیرې رواني ناروغۍ په کفري هیوادونو کې شتون لري او ښځې بیا په کې ډیرې متاثره دي. نو په اسلام کې د ښځو پوره حقوق خوندي دي، هیڅ داسې مثبت او جایز حق به نه وي چې اسلام ښځو ته نه وي ورکړی که د ښوونې او روزنې حقوق دي، که هغه د کار او اقتصاد په ډګر کې دي، که هغه د کورني ژوند په اړه دي او داسې نور…

د کفر سالارۍ په نړۍ کې ښځو ته هیڅ ډول حقوق نه دي ورکړل شوي او کفر ور څخه ټول حقوق سلب کړي دي، یوازې د جنسي غریزې (د اشباع) په موخه د یوه توکي په ډول یې پردیو نظرونو ته وړاندې کړې ده.

نور بیا

اخځلیکونه:

د ښځو د حقوقو په اړه د حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله کتاب

د ډاکټر ذاکر نایک بیان او ژباړل شوی یاداښت (ژباړه: ډاکټر پامير احسان).

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب