د ښځو روغتيايي ستونځې او ولادت 

افغانی ټولنه په نړيواله کچه د ژوندانه د نورو ډگرونو په څير د رنځ پوهنی او درملنی په ډگر کی هم په نا اټکله واټن وروسته پاتی ده.
د ساينس او ټکنالوجی په دی پر مخ تللی عصر کی د افغانستان په زياترو ولاياتو کی تر اوسه هم داسی ولسوالی شته چی د مسلکی ډاکتر څيره نه پيږنی. ان د يوه نرس د موندلو په نيت تر څو ورځينی منځل وروسته ډيری ستونځمنی لاری تر شا پريږدی. د دی ټولو روغتيايی ستونځو اخيز په ښځو پريوځی.

په دی اړه يوه ښځه چی خواښی هم ده، دخپلی حاملې نگور د ډاکتر ته د تگ په اړه داسی وايی:
«اوسنی ښځی ډيری نازولی دی، زموږ په وخت کې د ښځی تگ ډاکتر ته ښه کار نه گنل کيده. زه خپله د زيږولو په ټولو چارو پوهيږم. ما ډيرو ښځو ته ولادت ورکړی او زما لاس ډير بختور لاس دی«.

د ټولو هغو ښځو چی ما ورته ولادت ورکړی و، د ټولو يی هلکان وو. زه چی نورو ښځو ته ولادت ورکوم، نو ولی به زما نگور ډاکتر ته ځی؟بله دا چی زما زوی هم نغواړی چی ښځه يی له کوره ووځی او ډاکتر ته ولاړه شی او هغه هم بيا نارينه ډاکتر د ښځی د روغتيايی ستونځو په اړه د نسايی او ولادی ډاکتره ليلما جانه بيا داسی وايی:
«.زياتره ښځی د خطر څخه ډک حمل لری، بايد هغوی تل د ډاکتر د جدی څارنی لاندی وی. او بايد د حمل په وخت کی حتماً ځان روغتون ته ورسوی « …

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب