د ښځو لباس او سینګار احکام

څرګنده دي وي چي د ښځو له ډېرو ښو او ښکلو ځانګړنو څخه خپل ظاهر او سينګار او آرايش ته د هغو پاملرنه ده، چي دا ځانګړني د کوچنيوالي له مهاله په هغو کي څرګنديږي.

لوى څښتن فرمايي:

﴿أَوَ مَن يُنَشَّؤُاْ فِي ٱلۡحِلۡيَةِ وَهُوَ فِي ٱلۡخِصَامِ غَيۡرُ مُبِينٖ ١٨﴾ [الزخرف: ۱۸].

«آيا هغه څوک چي په ګېڼو كي يې پالنه كېږي او په خبرو او استدلال او بحث او مجادله كي (د حيا او شرم او نازکي عاطفې له امله) نه سي کولاى چي خپله موخه په پوره ډول ښكاره او بيان کړي (د لوى څښتن اولاد بولئ؟)».

او کله چي د خپل ځان سينګار ته د ښځي پاملرنه د خپل مېړه د خوشالولو لپاره وي نو دا کار يې لوى څښتنأ ته د نژدې کېدو لامل کيږي، لکه چي د ابوهریرهس په حديث کي راغلي دي:

your ads

سُئِلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّ النِّسَاءِ خَيْرٌ؟ قَالَ: «الَّتِي تَسُرُّهُ إِذَا نَظَرَ إِلَيْهَا وَتُطِيعُهُ إِذَا أَمَرَ وَلَا تُخَالِفُهُ فِيمَا يَكْرَهُ فِي نَفْسِهَا وَلَا فِي مَالِهِ».

له رسول الله ج څخه پوښتنه وسوه: کومه ښځه ډېره ښه ده؟ ويې فرمايل: «هغه ښځه چي مېړه يې ورته وګوري، خوشاله يې کړي او کله چي مېړه د يوه کار د کولو امر ورته وکړي، ويې مني او تر سره يې کړي او په هغو مواردو کي چي مېړه يې غواړي د دې او د هغه د شتو په هکله ترسره سي، ښځه د هغو په هکله مخالفت ونه ښيي،که څه هم د دې پر طبع برابر نه وي او نه يې خوښيږي».

مسلماني ښځي او نجوني د مخه تر دې چي د سينګار او کالو په هکله تصميم ونيسي بايد په دې چارو پوري اړوند احکام و څېړي او غور پر وکړي. په تېره په دې زمانه کي چي ناوړه اعمال زيات سوي او بې ديني ډېره دود سوې ده او د ښځو د کالو اغوستلو، د وېښتانو د آرايش موډونه او د سينګار لوازم زښت زيات خپاره سوي دي.

البته دې موضوع ته ځکه ارزښت ورکول سوى دى چي لوى څښتن په دې اړه زموږ څخه پوښتنه کوي او په دې دنيا کي زموږ د ټولو کارونو په اړه سوال راڅخه کوي، رسول الله ص ‌فرمایي:

«لَا تَزُولُ قَدَمُ ابْنِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ عِنْدِ رَبِّهِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ خَمْسٍ عَنْ عُمُرِهِ فِيمَ أَفْنَاهُ وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَ أَبْلَاهُ وَمَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ وَمَاذَا عَمِلَ فِيمَا عَلِمَ»

«انسان د قيامت په ورځ د پروردګار په وړاندي تر هغو ثابت پاته کيږي، تر څو د پنځو شيانو په هکله پوښتنه ورڅخه کيږي: د عمر په هکله پوښتنه ځني کيږي چي په کومه لار کي دي تېر کړ؟ د ځوانۍ په هکله يې پوښتنه ځني کيږي چي څنګه دي تېره کړه؟ د مال په هکله يې پوښتنه ځني کيږي چي له کومي لاري دي په لاس راوړى وو او په کومه لار کي دي ولګاوه؟ او پوښتنه ځني کيږي چي په خپلو زده کړو دي څونه عمل کړى دى؟».

‌‌بلکي د ډېرو کوچنيو او ساده مسايلو په هکله به زموږ څخه پوښتنه وکړي، لکه چي قرآن کريم اشاره ورته کوي:

﴿وَلَتُسۡ‍َٔلُنَّ عَمَّا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ ٩٣﴾ [النحل: ۹۳].

«او هرو مرو به ستاسي څخه ستاسي دكړنو په هکله پوښتنه وسي».

یعني لوى څښتن د قیامت په ورځ ستاسي څخه ستاسي د ټولو کارونو په هکله پوښتنه کوي او د هغه سره سم بدله درکوي. ان د ډېرو کوچنيو اعمالو په هکله هم پوښتنه کيږي. نو چي د ډېرو کوچنيو چارو په هکله پوښتنه کيږي، نو د ډېرو غټو مسايلو په اړه به څنګه کړنه کيږي؟

ګراني خوري! دا ليکنه د شرعي کالو او سينګار د احکامو په هکله ده چي بايد هغه پر خپلو ځانونو باندي پلي کړو، څو له اوسنيو ډېرو ناخوالو څخه چي ډېري ښځي او خوندي يې بې ارزښته ګڼي، خوندي پاته سو.

له لوى څښتنأ څخه هيله کوم چي موږ ته د تقوا او پرهېزګارۍ کالي راواغوندي او په ايمان سره مو ښکلي کړي.

همداراز هيله من يو چي زموږ د اعمالو تله زموږ په ښو کړنو را درنه کړي او تېروتني، ښويېدني او نيمګړتياوي مو راوبخښي

‌په پيل کي بايد هغه ډېر مهم اصلي قوانين په ګوته کړو چي په عامه توګه په ژوندانه کي، په تېره د کالو او سينګار په برخه کي د هغو پابند اوسو. دغه قوانين عبارت دي له:

  • د حرامو شتو له په لاس راوړلو څخه ډډه کول.
  • له اسراف څخه پرهېز کول.
  • د نورو له پيروۍ څخه ځان ساتل.
  • له محرماتو څخه پرهېز.

لومړى: د حرامو شتو له په لاس راوړلو څخه ډډه کول

يوه مسأله چي په ژوند کي بايد ډېر ټينګار پر وکړو د حرامو شتو له په لاس راوړلو څخه ډډه کول او ليري ځني اوسېدل دي. لکه چي لوى څښتن فرمايي:

﴿وَيُحِلُّ لَهُمُ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيۡهِمُ ٱلۡخَبَٰٓئِثَ﴾ [الأعراف: ۱۵۷].

«هغه (محمد) ددوى لپاره پاک شيان (او هغه چي سليمه طبعه يې خوښوي) حلالوي او ناپاک شيان (چي د انسان کرکه ځني کيږي) حراموي».

بلکي د حرامو د په لاس راوړلو پاى داوي چي د سړي دعا نه قبليږي. رسول الله ج ‌فرمایي:

«أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ اللَّهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا وَإِنَّ اللَّهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ».

«اى خلكو! لوى څښتن پاك دى بېله پاكۍ (حلالو) بل څه نه قبلوي. او لوى څښتن مومنانو ته په هغو امر كړى دى چي پېغمبرانو ته يې كړى دى».

لوى څښتن فرمايي:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلرُّسُلُ كُلُواْ مِنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَٱعۡمَلُواْ صَٰلِحًاۖ إِنِّي بِمَا تَعۡمَلُونَ عَلِيمٞ ٥١﴾ [المؤمنون:۵۱].

«اى پېغمبرانو! پاك (حلال) شيان وخورئ او نېك عمل ترسره كړئ. تاسي چي هر څه كوئ زه ښه په پوهېږم».

بيايې دغه آيت و وايه:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُلُواْ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقۡنَٰكُمۡ﴾ [البقرة: ۱۷۲].

«اى مومنانو! له هغو پاکو شيانو (له هغو خوندورو او حلالو خوړو) څخه چي موږ ستاسي روزي کړي دي، (څنګه چي مو خوښه وي) خورئ (او څښي) يې (او د هغو کفارو غوندي مه کېږئ چي حلال حراموي او حرام حلالوي)».

بيا رسول ج هغه څوك ياد كړ چي ډېر اوږد مزل يې كړى وي او د سفر د كړاوونو له امله يې سر ببر او په دوړو ككړ وي او د دعا لاسونه د آسمان پر لوري پورته كړي او لويه خدايه! لويه خدايه! وايي. په داسي حال كي چي خورا ك او څښاك يې حرام، كالي يې حرام او پوست او وينه يې له حرامو څخه وي، نو د داسي چا دعا به څنګه قبوله سي؟».

نن مهال د حرامو شتو د لاس ته راوړلو لپاره بېلي بېلي لاري سته چي دلته پر هغو ټولو باندي خبري نه سي کېدلاى، موږ به يوازي د يوه مورد په يادولو سره بسنه وکړو. چي د نورو په پرتله يې ډېر رواج موندلى دى او هغه سود دى. سود يوه ډېره لويه ګناه او د هلاکوونکو معصيتونو څخه شمېرل کيږي. لکه چي د حضرت پيغمبر ج په حدیث راغلي دي:

«اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ». وذکر منها: «وَأَكْلُ الرِّبَا»

له اوو هلاکوونکو ګنهونو څخه ډډه وکړئ». چي له هغې جملې څخه يې «سود خوړل» ياد کړي دي.

د ډېر ساده سود ګناه د ډېر کرکي پاروونکي معصيت سره برابره ده. رسول الله ج فرمایي:

«الربا اثنان وسبعون بابا، أدناها مثل إتيان الرجل أمه، وأربى الربا استطالة الرجل في عرض أخيه»[۱].

«سود دواويا درجې لري، هغه ډېره کښته درجه يې داسي ده لکه زوى چي د مور سره زنا کوي، او ډېره لوړه درجه يې داسي ده لکه څوک چي د خپل ورور پر ناموس تېرى وکړي».

[۱]– الحاکم او البانی هغه صحیح ګڼلى دى.(اما د دغه حديث په هکله نورو علماى کرامو څرګندوني کړي دي او هغه يې جداً ضعيف بللى دى، همت).

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب