د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کورنۍ اوټولنه ورانوي

دغه ټکی لغمان والي عبدالجبارنعیمي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې څرګند کړ،غونډه د ښځو چارو ریاست د غونډوپه تالار کې جوړه شوې وه،د لغمان والي ترڅنګ په کې د ملکي،امنیتي،عدلي او قضايي ادارو مسوولینو،دبیلابیلو بنسټونو غړو،په ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون استازي او ګڼ شمیر ښځو برخه اخیستې وه.

د ښځو چارو ریاست سرپرستې نسرین ثناء حسین خیل د غونډې برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نومبر د میاشتې د ۲۵ نیټې په اړه چې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده خبرې وکړې،دغه ورځ یې ولسونو ته د تاوتریخوالي د مخنیوي د پیغام رسولو ورځ وبلله، نوموړي وویل په لغمان کې محلي ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپار جدي هڅې پیل کړې دي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي اغیزمن پروګرامونه ترسره شوې هم دي، سرپرستې رئیسې زیاته کړه چې په تیر کال کې د تاوتریخوالي ۳۵بیلابیلې قضیې ثبت شوې چې ۱۵ته یې رسیدګې شوې ده،له خلکو یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې په اسلامي مسوولیت سره کار وکړي.

لغمان والي عبدالجبارنعیمي ښځې د کورنۍ او ټولنې د جوړښت او پرمختګ اصلي ځواک یاد کړ او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یې د کورنۍ او ټولنې د ورانیدو لامل وبللو،نوموړي د محلي حکومت او ولسونو په استازیتوب د ټولو هغه اعمالو ارتکاب په ټینګه وغندلو چې د ښځو جسم،روان،شخصیت،عزت،مقام او مال ته زیان رسوي. نوموړي ټولې صحرايي فیصلې او محکمې د اسلامي او بشري قوانینو خلاف یادې کړې او صحرایي محکمې یې وحشي عمل یاد کړ.
لغمان والي زیاته کړه چې دولت د اساسي قانون پر بنسټ د ښخو حقوقو ته درناوی لري پر همدې اساس د دولت په ګڼ شمیر پوستونو کې ښځو ته دندې ورکړل شوې دي.

نعیمي وویل لوستې ښځې کولی شي د لغمان ولایت په هره اداره کې خلکو ته خدمت وکړي ترڅو په ټولنه کې د مثبت بدلون او پرمختګ لپاره اساسي کړنې ترسره کړي.په همدې غونډه کې لغمان والي له مرستندویه ټولنو وغوښتل چې د ښځو د ژوند،روغتیا او زده کړو په برخو کې خپلې مرستې شفافې کړي.
په همدې غونډه کې د محلي حکومت امنیتي،عدلي او قضايي ارګانونو ته دنده وسپارل شوه چې د ښځو چارو د ریاست د پخوانیو مسوولینو د ترور قضیې تعقیب او عاملین یې ګرفتار کړي،معارف،صحت عامې،اطلاعاتو اوفرهنګ،ارشاد حج او اوقافو،امنیه قوماندانۍ ته یې دنده وسپارله چې د تاوتریخوالي د مخینوي په خاطر د عامه پوهاوي پروګرامونه سرته ورسوي.
وروسته په خپل وار سره د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فیضان الله پټان،د ارشاد حج او اوقافو رئیس سید نجیب الله هاشمي،د لومړۍ پلې لوا رئیس ارکان ډګروال محمد حسن کړوخیل په خپل وارسره د ښخو د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه هراړخیزه خبرې وکړې،له خلکو یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې همکار شي،دوی د ښځو مقام ډلو لوړ یاد کړ او دښځو ونډه یې د هېواد په جوړښت او پرمختګ کې مهمه وبلله.

په ختیځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون استازي حکمت الله امین هم خبرې وکړې د لغمان ولایتي ادارې د دې کار ستاینه یې وکړه چې د تاوتریخوالي پښې څیړي اود ښځو چارو ریاست سره په دې برخه کې همکاري کوي.
په دغه غونډه کې د یو شمیر ښوونځیو د زده کوونکو لخوا ترانې هم ولوستل شوې،په پای کې پر هغه ښځو باندې ستاین لیکونه وویشل شول چې په ټولنه کې د ښه خدمت مصدر ګرځیدلې دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب