د ښځو په اړه لس حقايق

وروسته له دې چې د ماشومانو او د سړیو د اروا پېژندنې ( Psychology ) په اړه زما مقالې نشر ته وسپارل شوې، د ټولنیزو شبکو له لارې راستول شو پیغامونو راڅخه د همدې غوښتنه کوله تر څو د مېرمنې د ارواپوهنې( روانشناسۍ) د سمې پېژندنې په موخه هم لوستونکو ته یو څو کرښې ولیکم.

د همدې ټولو سپارښتنو وروسته مې قلم را پورته کړ او د دې مقالې په لیلکو مې پیل وکړ چې په مناسب لنډیز سره به ستاسې مخې ته د ښځو د اروا پېژندنې په اړه د لسو مهمو خصلتونو یادونه وکړو.

البته هغو څو مواصفاتو او ځانګړنو ته چې مونږ ورته په دې څو کرښو کې اشاره کوو د ټولو مېرمنو په اړه ریښتنې نشي ثابتېدلی ، بلکه دا ویناوی کېدلی شي چې د زیاتو په حق کې صدق وکړي.

لیکنه: د. جاسم المُطوع
ژباړه: م. خ. ملکزی

لومړۍ خبره:

ښځه د نړۍ یو داسې مخلوق دی چې په یو وخت کې کولی شي څو متناقضات (مخالف صفتونه) سره را جمع کړی شي، د بېلګې په ډول: د ولادت پر مهال د ماشوم مرګوني دردونه او بل لوري ته د نوي مسافر (ماشوم) په اړه د نیکمرغۍ احساس او له مینې پسخېدل ــ د اولاد د بې لارتیا څخه کرکه او له بل پلوه د مورنۍ پېرزوینې له کبله د هغوي د راتلونکي ژوند په اړه ژوره اندېښنه ــ د هغوي سره بې کچې مورنۍ مینه او د هغوي د ناز پالنه او له بل پلوه د هغوي د نامعلومه برخلیک (سعادت یا شقاوت ) په اړه د زړه ترکیدل.

د خپل خاوند سره د ورځنیو ناندریو، کشالو او زیاتو نیوکو له کبله د ګډ ژوند د نه کولو هیله، خو بل پلو ته د هغه پرېښودلو او د بیلتون څخه بیزاري او پر خپل خاوند باندی د غیرت تلوسه.

د پلار د سختو دریزونو او شدت څخه زورېدنه خو بیا هم د خپل پلار د اوږده عمر او هغه ته د شفاعت لپاره په بې ساري اخلاص او بشپړې خواخوږۍ سره د دعاء لپاره د خپلو لاسونو اوږدول او د هغه د هوساینې په اړه د خورا لیوالتیا ښودنه.

جالبه خبره خو داده چې همدا مېرمن د پورته ذکر شوو خصلتونو تر څنګ یوه بله ځانګړتیا هم لري چې هغه هم په ځینو شېبو کې د ژړا سره خندا هم یو ځای کول دي.

دوېمه خبره:

په عمومي توګه سره د سړیو په پرتله مېرمنې په ژوندنیزو چارو کې د مسائلو په اړه تفصیلي معلوماتو او غزېدلو ویناو سره خورا لیوالتیا لري، لکه په خبرو کې یا د یو څه د ستایلو پر مهال د یو څیز د جزېیاتو په اړه بشپړ معلومات در سره شریکوي، بیا حتی د خپلو ټولنیزو اړیکو، لباس او پوښاک په اړه له جزيي معلوماتو دی هم خبروي ، خو نارینه ته د دې ټولو بر عکس هغه څه چې ورته خورا ارزښت لري دا دي چې یواځې د یو څه په اړه ځغلنده کتنه کول ورته مهم وي او په ویناو کې له لنډې وینا سره ليوالتیا لري او د یو څه په اړه عامه پرېکړه کول ېې (routine) کار ( یا ورځینی عادت) وي.

درېیمه خبره:

د مېرمنو د مهمو ځانګړنو او مشخصاتو څخه یوه ځانګړنه دا هم ده چې د زیاتو خبرو سره مینه لري او د نورو څخه ېې یواځینۍ هیله همدا وي چې ورته غوږ شي، د چوپتیا په اړه د دوي انګېرنه دا وي چې دا کار د ځان په زیان بولي او له همدې کبله دوي له دې سره مینه لري چې یوه موضوع تحلیل او په اړه ېې غزېدلی خبری وکړي او د سړيو په پرتله زیاتې خبرې وکړي او په یو څو لنډو ویناو سره د دوی تنده نشی ماتېدلی؛ نو له همدې کبله زیاتره مېرمنې د هغه سړي سره چې له دوی سره لږې خبری کوي او په ځانګړی توګه د نارینه ناڅاپه چوپتیا داسې انګیري چې هغه اصلا مینه پال انسان نه دی او دا ځکه چې چوپتیا د مېرمنو له لیدلوري د مخالف جنس په اړه د ناارامتیا د احساس ښودنه کوي ــ خو د نارینه له لیدلوري څخه چوپتیا یو طبیعی کار برېښي او دا هیڅکله هم د هغوي پر وړاندی د کرکې او د نفرت معنا نه افاده کوي.

څلورمه وینا:

د نارینه یا د نورو په ژوند کې یوه مېرمن دا خوښه ګڼي چې خپل لومړی مقام تر لاسه کړي او له همدې کبله پر له پسې هلې ځلی کوي او په دې فکر کې وي چې بالآخره څنګه د یونارینه او په ځانګړی توګه د خپل خاوند د مینې او ولولي په آزموینه کې لومړۍ مقام تر لاسه کړي.
د یوې مېرمنې د غیرت احساس هغه مهال راپاریږي چې کله نوری ښځې د ده د خاوند زړه ته د لار ویستلو هلی ځلی وکړي حتی تر دې کچې پورې چې که دا کس د خاوند مور یا خور هم وي ــ او له همدې کبله ویلی شو چې ځیرکه ، عقلمند او هوډمن خاوند هغه څوک دی چې تل خپلې مېرمنې ته دا ډاډینه او قلبي اطمئنان ورکړي چې مېرمن ېې د هغه د ژوند وروستۍ هیله ده او د هغه امیدونو یو داسې ځلانده لمر دی چې د ده ژوند ېې پخپلو پلوشو سره وړانګین کړیدی، که څه هم چې دا خبره په حقیقت کې داسې نه وي.

پنځمه وینا:

مال د مېرمنې په ژوند کې د آرامتیا، هوساینې او سوکالۍ سمبول ګڼل کیږي چې هر راز خوندونه پرې تر لاسه کولی شي، خو ستونزه دا ده چې مېرمن خلاص لاس لري اود خاوند په خوارۍ سره راټول شوی مال بېدریغه مصرفوي، دا په داسې حال کې چې خاوند یو جلا تصور لري او داسې انګېري چې مال د یو انسان په ژوند کې دومره ارزښت لري لکه څومره چې انسان اعصابو ته اړتیا لري او داسې فکر کوي چې مال د هغه د راتلونکي ژوند د سولی یو داسې پیغام دی چې سوکالي زیږوي او د مال شتون یو انسان ته د یو ځلانده راتلونکي په اړه د امیدونو دروازې پرانیزي.

شپږمه وینا:

د مېرمنې د خصلتونو او ځانګړنو د یادولو په لړ کې د دې خبری یادول هم اړین دي چې په عمومي توګه د ورځنیو ستونزو پر وړاندی ژر د یو غبرګون په فکرکې لویږي او خپله حوصله له لاسه ورکوي، خو جالبه دا ده چې د هغې مرور زړه بېرته ژر راضي کیدلی هم شي او د یو نارینه سره ېې توپیر دادی چې په عمومي توګه سره داسې نارینه به ډېر کم وموندل شي چې ژر غصه وکړي او بېرته ژر هر څه له هېره وباسي، خو ستونزه دا ده چې اکثره نارینه داسی نه دي ، ځکه د دوي د مرورو زړونو پخلاینه مودو ته اړتیا لري.

اوومه وینا:

د ژوندنیزو ستونزو پر وړاندی یوه مېرمن د یو هوډمن انسان په توګه سره ژر هوډ نشي نیولی او پر دې ېې هم سر نه وي خلاص چې څه ډول ژر سالمه پرېکړه وکړي. خو په نارینه و کې به ډېر کم داسې ومیندل شي چې د یوې سالمې او ښې پریکړی ځواک دی ونلري، او یا هم مشکوک او مترد ژوند دی ولري. له همدې کبله نارینه غالبا ډېر ژر په پېښو او حادثاتو کې د یو هوډمن انسان په توګه خپله پرېکړه او وروستۍ موقف څرګندوي .

په عامه کچه یوه مېرمن هغه مهال د ډېرې خوشحالتیا احساس کوي چې کله یو نارینه په بغرنجي حالاتو کې د هغې قیادت او سیادت وکړي او د ستونزو پر وړاندی د یو مناسب دریز په غوره کولو کې د هغې سره ملاتړ شي.

اتمه وینا:

که د مکر او چلونو ډګر ته راشو؛ نو باید په ډاګیزه توګه سره ووایو چې په دې برخه کې مېرمنې پر سړيو تفوّق او بر لاسي لري ــ دا په دې معنا چې یوه مېرمن کولی شي د یو نارینه څخه د هغه په ګوګل کې پټ زړه را پټ کړي او دا ځواک لري چې څه ډول د یو نارینه د زړه ستنې د ځان په لوري راکږي کړي.

یوه مېرمن په خپل ذکاوت، مکر، ناز، سینګار او د خپل انوثیت ( ښځې توب ) په راڅرګندولو سره کولی شي چې د مخالف جنس پام د خپل ځان په لوري راواړوي، دا برابره خبره ده که دا د یوې انجلۍ پلار، ورور، خاوند، زوي وي او یا د هغې په ژوند کې کوم بل تن او د أمیدونو لمر وي. البته پام مو وې چې ښځې د یو نارینه د قهر پر مهال بیا د همدې فنونو او مهارتونو څخه زیاته استفاده کوي.

خو که کله دوي د دې چلونو په استخدامولو کې له ناکامۍ سره مخامخ شي، او کومه فایده ورته ونه رسوي؛ نو بیا یو لړ نور وسائل په کار اچوي، لکه ځان د ناروغانو په ټیل کې وهي او هڅه کوي چې د درد او د شکایت څخه هغه ته فریاد وکړي او په خپل خواشیني غږ د یوې ډارمه ېې صحنې د کردار داسې څرګندونه وکړي چې ژړا او انګولا پکې انځور کړي وي او دا کار ېې پر مقابل لوري ژورې اغېزي شیندلی شي.

له همدې کبله ویلی شو چې د نارینه په پرتله مېرمن په ټولنیزو او انساني چلونو او فریبونو کې مخکښه وي ، خو پام مو وي چې نارینه هم بیا ځینې داسې مهارتونه لري چې مېرمنې ترې محرومي دي ، لکه : کور د ښې ادراې او د مالي مصارفو د ښه کنترول په ډګر کې او داسې نور چې دوي له مېرمنو څخه پرې ښه پوهیږي.

نهمه وینا:

مېرمن کله کله د یو څه په اړه په غوڅه توګه سره داسې وايي : زه ېې غوښتونکی نه یم، یا نه مې خوښیږي، خو حقیقت بیا بل څه وي او هغه دا چې نوموړي ېې غوښتونکی وي، او د یو څه په اړه به تا ته وايي چې: زما اصلا خوښیږي نه ، حال دا چې هغه به زړه کې خورا مینه ورسره لري او زړه به ېې د هغه لاس ته راوړلو ته پسخیږي.

له همدې کلبله زمونږ ټولو وروڼو ته همدا توصیه او سپارښتنه ده چې د خپلې مېرمن په هره خبره داسې باور ونکړي چې دا پر حقائقو ولاړه او کره خبره ده او داسې ېې ونه ګڼي چې دا به د هغې وروستی دریز او موقف وي، بلکه ډېر وخت د هغې په خوله یو څه او په زړه ېې بل څه وي.
په پای کې د دې خبری یادونه اړینه بولم چې مېرمن د مینې او الفت فابریکه ده او د خواخوږۍ، أنس او د هوساینې ټاټوبی ګڼل کیږي او د یو نارینه په ژوند کې رغنده نخچ لری چې له هغې پرته یو نارینه په ټولنه کې سودمند نشي واقع کېدلی او د هغې په فُقدان سره یو نارینه په ژوند کې د ډېرو الهي پېرزوینو څخه بې برخې پاتی کیږي.

همداراز دا هم د ویلو ده چې غوره او نېکه مېرمن یوه ستره الهي پېرزوینه او د هغه ( جل جلاله ) د بې سیاله قدرت د نښو څخه یوه مهمه نښه ده او له همدې کبله په قرآن کریم کې الله تعالی فرمايي : ( وَ مِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً ) (الروم:21).

ترجمه: او د لوی څښتن تعالی د ( قدرت ) له نښو څخه دا دي چې تاسې ته ېې ستاسې له ځانونو څخه مېرمنې پیدا کړي دي.

نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) کله چې دعوتي ژوند پیل کړ؛ نو د دعوت لومړنی مخاطب انسان ېې خپله مبارکه بی بي وه او کله ېې چې نور ژوند پای ته رسېده ؛ نو د یوې مېرمنې په غیږ کې ېې خپل روح مقتدر خدای تعالی ته وسپاره.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ویب سایټ السعودیة (http://www.alarabiya.net/ )
د مقالی اصلي نوم : 10 معلومات لفهم المرأة.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب