د ښځې او خاوند تر منځ د خوشحالۍ راز

يو سړي خپلې ښځې ته وويل: ((رانجه دې ولي ندي کړي؟))  هغې ورته په ځواب کې  وويل: ((لدې کبله مې ونکړل چې د سترګو کومه برخه مې تا ته له کتلو بې برخې پاتې نشي)).

او يوې بلې ښځې خپل خاوند ته وويل چې: ((همېشه مې ستا څېره د سترګو په پردو کې نغښتې وي او ستا نوم مې د ژبې په سر وي))

او داسې ښځې هم شته چې د خپل خاوند د مخ رڼا ته په کتلو ورته شپه هم ورځ ښکاري او وايي چې:

صبحته عن المساء فقال لي – هذا مساء و ظن ذاک مزاحاً

فاجبته اشراق وجهک غرني – حتى تبينت المساء صباحاً

ما ورته له ماښام نه سهار جوړ کړ، نو هغه راته وويل چې تر اوسه لا شپه ده، ما ته د هغه دا خبره هسې ټوکه ښکاره شوه چې سهار ته څنګه شپه وايي. خو چې بيا مې فکر شو چې دا خو رښتيا هم شپه ده نو ورته مې وويل چې ستا دمخ په رڼا دومره دوکه شوم چې شپه هم راته ورځ ښکاره شوه

د نيکې او مسلمانې ښځې له غوره صفاتو څخه يو هم دادى چې د خپل خاوند ستاينه وکړي، ځکه چې دا عمل د ښځې او مېړه تر منځ پر ګډ ژوندانه ډېرې زياتې مثبتې اغېزې لري.

د مېړه ستاينه او تعريف د ښځې لخوا مېړه ته يوه معنوي صله ده، چې د مېړه د خوشحالۍ لامل ګرځي، هغه د خپلې ښځې سره اخلاص، مينې او محبت ته اړ باسي او ددواړو تر منځ د کورني ژوند د استحکام او ټينګښت سبب ګرځي.

د روان پوهنې ماهرين د ستاينې تعريف داسې کوي چې: ((هغه اغېزه چې يو انسان يې له بل انسان نه د يوې مثبتې رويې په نتيجه کې اخلي، او د هغه د تشويق او ليوالتيا لپاره يې د هغه په وړاندې يادونه کوي تر څو هغه بيا دا عمل تکرار کړي)) ستاينه انسان ته د ډېر مال او ډېرې شتمنۍ نه ډېر ارزښت لري، ځکه چې د هغه د رواني او نفسي راحت لامل ګرځي.

د مېړه د ستاينې په اړه د ښځو نيوکې:

يو څه وخت مې په تعليمي سيمينارونو کې د ځينو ښځو سره خبرې اترې شوې وې، د هغوى سره د مېړه د ستاينې او تعريف کولو په اړه ډېر زيات شکونه موجود وو:

د بېلګې په توګه له هغوى نه يوې راته وويل چې: زه د خپل مېړه ستاينه او صفت لدې کبله نکوم چې بيا په کې غرور او تکبر پيدا کېږي. او بلې راته وويل چې: زه خو يې ځکه نه ستايم چې ځان ورته زما نه غوره ښکاره نشي. ما دوى دواړو ته وويل چې تاسې بايد پدې باندې ځان پوه کړئ چې يو د مېړه د ذات ستاينه ده او بل د هغه د صفت او عمل ستاينه ده. دا سمه ده که شخصاً د هغه د شخصيت ستاينه وکړې نو شايد چې کبر او غرور به په کې پيدا شي، سره لدې چې دا هم عامه نده چې هر سړى دى د ستاينې په نتيجه کې تکبر او غرور پيدا کړي. خو په نورماله توګه د هغه د صفت او عمل ستاينه روا او مشروع کار دى، چې په کورني ژوند کې ډېرې مثبتې اغېزې لري.

د ستاينې شرعي دليل:

ځنې ښځې بيا په شرعي دلايلو باندې استدلال کوي يوې ښځې ما ته وويل چې مونږ ځکه د خپلو مېړونو ستاينه او صفت نه کوو چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  مونږ د خلکو له مدحې او ستاينې منعه کړي يو او په بل ځاى کې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  فرمايلي دي چې: ((لا تطروني کما اطرت النصارى المسيح ابن مريم))!!

يعنى: تاسې زما په  ستاينه کې داسې مبالغه مه کوئ لکه څرنګه به چې مسيحيانو د عيسى عليه السلام  په ستاينه کې کوله.

نو ما ورته وويل چې د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  ددې حديث هدف دادى چې په ستاينه کې افراط او مبالغه مه کوئ، تر څو يې د الوهيت درجې ته ورسوئ. ددې مطلب داندى چې زيات شکر مه ادا کوئ او د چا نه زياته مننه مکوئ. ځکه چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  فرمايي: ((لا يشکر الله من لا يشکر الناس)) (رواه البخاري و احمد و ابوداود).

هغه څوک به د الله شکر ادا نکړي چې د خلکو شکر نه ادا کوي.

او دا هم د منلو وړ نده چې مونږ دې هغه ستاينه چې مسيحيانو د عيسى عليه السلام  کوله (چې هغه يې د الوهيت درجې ته رسولى ؤ) د هغه ستاينې او تعريف سره برابره کړو چې ښځې يې د خپلو مېړونو د اخلاقو او اعمالو په اړه کوي. ځکه چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  خپله د خپلو ملګرو او خپلو ښځو ستاينه او صفت کړى دى. نه يواځې دا بلکه هر چا چې ورسره ښه رويه کړې ده او د ستاينې وړ دى؛ رسول الله  صلي الله عليه وسلم  يې ستاينه کړې ده. همدا لامل ؤ چې په خپلو ملګرو باندې به يې د مينې نومونه او لقبونه اېښودل، چې په هغې لقبونو او نومونو کې به يې د هغوى د ريښتينولۍ، عبادت او اطاعت څرګندونه کوله. لکه چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  د ابوبکر صديق  رضي الله عنه  په اړه فرمايي: ((لو وضع إيمان الأمة في كفة و إيمان أبي بكر في كفة لرجحت كفة أبي بكر)). که د ټول امت ايمان د تلې په يوه پله کې واچول شي او د ابوبکر ايمان د تلې په بله پله کې واچول شي، نو هغه تله به درنه وي چې د ابوبکر ايمان په کې پروت وي. او د عمر بن الخطاب  رضي الله عنه  په اړه فرمايي چې ((لو کان نبياً بعدي لکان عمر)). که زما نه وروسته پيغمبر راتللى نو عمر به وى. او د ابن مسعود  رضي الله عنه  په اړه فرمايي چې: ((من أراد أن يقرأ القرأن غضا كما انزل فليقرأه على قراءة ابن أم عبد)) يعنى که څوک غواړي چې قرآن هغسې ولولي په کومه طريقه چې نازل شوى دى نو د عبدالله بن مسعود په قرائت دې يې ولولي. پدې ځاى کې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  د عبدالله بن مسعود د ښه تلاوت او ښه آواز ستاينه کړې ده.. او د قرائت په علم د پوهې لپاره يې د أبي بن کعب  رضي الله عنه  ستاينه کړې ده چې فرمايي: ((أقرؤكم أبي)) يعنى په تاسې ټولو کې په قراءاتو باندې پوه ابى بن کعب دى. همدارنګه رسول الله  صلي الله عليه وسلم  به خالد بن وليد ته سيف الله المسلول (د الله لوڅه توره) او ابوعبيدة بن جراح  رضي الله عنه  ته به يې ددې امت د امين لقب ورکاوه.

نو کله چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  په خپله هم د خلکو ستاينې او صفتونه کړي دي، بيا به په کوم دليل دا شک پاتې کېږي چې د چا ستاينه او صفت کول ناروا دي او يا کوم خطر لري؟!!

د ستاينې اصول:

کله ناکله ګورو چې ستاينه او صفت کومه مثبته نتيجه نه ورکوي، بلکه منفي اغېزه لري، خو دا هغه مهال کېږي چې مونږ د ستاينې اصولو ته پاملرنه ونکړو:

١) په هر چا کې د شته صفت ستاينه کول: لکه چې د عمر بن الخطاب  رضي الله عنه  څخه روايت دى چې هغه به د زهير بن ابى سلمي ډېر زيات صفت کاوه، او زهير د جاهليت د زمانې يو لوى شاعر تېر شوى دى.

اوس هغه صفت چې په مېړه کې موجود نه وي کول يې ندي په کار، د بېلګې په توګه که مېړه علم او پوهه ونلري، نو دا مناسبه نده چې ښځه يې په ښه علميت او زياتې پوهې وستايي، ځکه چې مېړه ددې صفت نه منفي نتيجه اخلي او سوچ کوي چې ښځه يې پرې رشخند وهي، يا ورپورې ټوکې کوي. نو د ستاينې نتيجه هغه وخت مثبته راوځي چې کله ښځه د مېړه د هغه صفت يادونه وکړي چې په مېړه کې يې موجود وي، لکه د خاوند ريښتينولي، نرمي او مهرباني ستايل او داسې نور صفات چې مېړه ته يې په ځان کې رښتيا هم د موجوديت احساس کېږي…

٢) د خاوند او ښځې تر منځ د باور او اعتماد شتون: اوس که ښځه د مېړه ستاينه کوي يا سړى د خپلې ښځې صفت کوي خو دواړه خپل منځي باور او اعتماد ونلري، نو ددې صفت او ستاينې نتيجه به ټوکې، ريشخند يا مسخره وي. دا خو سمه ده چې په ښکاره به مثبت ښکاري، خو اغېزې يې منفي دي. نو ځکه دواړه بايد لومړى خپل منځي اعتماد او باور ته وده ورکړي.

٣) په ستاينه او تعريف کې ميانه روي کول: که په ستاينه او صفت کې ډېره زياته مبالغه وشي، نو هم د رښتياؤ له چوکاټ څخه وځي، او کله ناکله ترې مسخره هم جوړېږي، نو ځکه بيا ستاينه خپل اصلي هدف له لاسه ورکوي، او مثبتې اغېزې يې له منځه ځي.

٤) د هر چا په خپل ځاى ستاينه او صفت کول: د سړي کارونه زياتره د کاروبار، دندو او مسئوليتونو سره وي، ښځه يې بايد هغه صفات و ستايي چې په نارينه ؤ کې موجود وي لکه:  نرتوب، غيرت، ښه اخلاق، زغم، حوصله، په ځانته ځان د ټول کور اقتصادي، روزنيز او ټولنيز کارونه سنبالول، د کور ښه اداره کول، د کورنۍ او بچيانو آينده سنجول، ټول بارونه په يواځې ځان په اوږو اخستل او داسې نور..که ښځه يې پدې برخو کې ستاينه وکړي، نو د مېړه رواني اړتياوې مړېږي، په خپل نارينتوب کې د لا ودې کوښښ کوي او په خپله ښځه او کور يې د مهربانۍ وزرې نورې هم خپرېږي.

خو ښځه هم ځنې ځانګړتياوې لري چې همېشه يې د ستايلو تمه لري، لکه د ښځې لباس، خوشبويي، ښکلا، حياء، وفا، د مينې اخلاص، صفايي، پاکوالى، خوږې او نرمې خبرې، په زړه پورى آواز او ددې سربېره څه نور کارونه لکه پخلى، استعداد او داسې نور څه صفتونه شته چې ښځه يې له مېړه څخه د ستايلو غوښتنه لري، تر څو يې د خپلې کورنۍ  يا خپلو بچيانو يا نورو خپلوانو په وړاندې وستايي، ځکه چې ددې سره يو ډول آرامي احساسوي او فکر کوي چې زما عمل بې ګټې او بې نتيجې ندى. په پايله کې د ښځې رواني اړتياوې پوره کېږي، د ښځې روغتيا ته ګټه رسوي او دا څرګنده ده چې رواني روغتيا په کورني ژوندانه کې ډېرې مثبتې اغېزې لري.

د مېړه او ښځې تر منځ يو د بل ستاينه ازدواجي ژوندانه ته يو نوى خوند، نوې مزه، نوى رنګ، ښکلا او ځلا وربښي. هغه کورنۍ چې د مېړه او ښځې تر منځ د شکريې، مننې، ستاينې او لورينې له نعمت نه محرومې دي، له يويې لويې اخلاقي رويې محروم پاتي دي او ډېره زياته خوشحالي يې له لاسه ورکړې ده. مونږ کولاى شو د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  د ژوند په څېړلو وګورو چې هغه د خپلو او ښځو او بيبيانو په ستاينه او صفت کې څه ويلي دي:

د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  په حديثو کې د خپلو ښځو ستاينه:

١) د خديجې رضي الله عنها ستاينه: نبي کريم  صلي الله عليه وسلم  به د خديجې ډېره زياته يادونه کوله او د هغې صفت به يې کاوه، تر دې چې عائشه رضي الله عنها فرمايي: ((ما غرت للنبي  صلي الله عليه وسلم  على امرأة من نسائه ما غرت على خديجة, لكثرة ذكره إياها, و ماتت قبل أن يتزوجني لما كنت أسمعه يذكرها, و أمره الله أن يبشرها ببيت في الجنة من قصب, و إن كان ليذبح الشاة فيهدي في خلائلها منها ما يسعهن)) (البخاري).

يعنى: ما ته به د نبي عليه السلام  په يوه ښځه باندې هم د غيرت احساس نه کېدو، څومره غيرت به چې ما ته په خديجې راتللو، ځکه چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  به هغه ډېره زياته يادوله. هغه زما له واده کولو نه وړاندې مړه شوې وه، خو ما به له نبي عليه السلام  نه اورېدل چې د هغې يادونه به يې کوله. او الله تعالى رسول الله  صلي الله عليه وسلم  ته امر کړى ؤ چې هغې ته په جنت کې د کړکو (قصب) د کوټې زيرى ورکړي. او نبي عليه السلام  به يو پسه حلالولو او بيا به يې د هغې په دوستانو او خپلوانو کې وېشلو.

او امام بخاري په يو بل روايت کې د علي  رضي الله عنه  څخه روايت کړى دى چې هغه فرمايي ما د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  څخه اوريدلي دي چې ويل به يې: ((خير نسائها مريم، و خير نسائها خديجة)) (رواه البخاري)

يعنې: د خپل وخت په ښځو کې مريم غوره ښځه وه، او په ښځو کې غوره خديجه ده.

او نبي کريم  صلي الله عليه وسلم  د هغې په اړه دا هم فرمايي چې: ((رزقني الله منها الولد إذ لم يرزقني من غيرها)) يعنى: ما ته الله تعالى د هغې نه بچى راکړى ؤ، سره لدې چې له نورو يې ندى راکړى.

٢) د عائشې رضي الله عنها ستاينه:

د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  په ښځو کې عائشه رضي الله تعالى عنها ورته ډېره زياته ګرانه وه، او د امت په ټولو ښځو کې پوهه هم وه. له همدې پوهې او علم څخه يې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  هم يادونه کړې ده، نو ځکه به د وخت لويو صحابه کرامو ورڅخه فتوا اخستله.

رسول الله  صلي الله عليه وسلم  به ورته د ((يا عائش)!!)) په نامه آواز کاوه. هغې ته به يې د لوبو د کتلو او تفريح وخت هم ورکاوه، لکه چې په احاديثو کې د حبشو د لوبو کيسه رانقل شوې ده، او رسول الله  صلي الله عليه وسلم  يې په صفت کې فرمايي چې: ((فضل عائشة على سائر النساء کفضل الثريد على سائر الطعام)) يعنى: عائشه په نورو ښځو دومره پورته والى لري لکه چې ماته کړې ډوډۍ يې په نوره ډوډۍ لري.

بله دا چې نبي کريم  صلي الله عليه وسلم  له خپل وفات نه وړاندې غوښتنه کړې وه، تر څو د خپل ژوندانه وروستۍ شېبې د هغې په کور کې تېرې کړي. د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  د ژوندانه په وروستيو شېبو کې د دواړو لاړې (توکاڼې) هم سره يو ځاى شوې وې، بله دا چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  د همغې په کور کې دفن هم شو. بخاري د عائشې رضي الله تعالى عنها نه روايت کړى دى چې فرمايي: عبدالرحمن بن ابوبکر کور ته راننوت، ما رسول الله  صلي الله عليه وسلم  خپلې سينې ته تکيه کړى ؤ، او د عبدالرحمن سره د کجورو يو مسواک ؤ چې وهلو يې، رسول الله  صلي الله عليه وسلم   هغه ته کتل، نو ما مسواک راواخست ومې ژولو، پوست مې کړ، خوشبويه مې کړ او بيا مې نبي کريم  صلي الله عليه وسلم  ته ورکړ او هغه پرې مسواک وواهه)) (البخاري)

٣) د زينب بنت جحش رضي الله عنها ستاينه:

د عائشې  رضي الله عنه  څخه روايت دى چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  وفرمايل: ((أسرعكن لحاقاً بي اطولكن يداً، قالت عائشه: فکانت أطولنا يدا زينب، لأنها كانت تعمل بيدها و تتصدق)) (رواه مسلم)

يعنې: په تاسې که به زما پسې هغه څوک زر وفات کېږي چې په لاس کې پراخه وي، عائشه رضي الله تعالى عنها فرمايي چې په مونږ ټولو کې زينب ډېره لاس کې پراخه (سخۍ) وه، ځکه چې په خپل لاس به يې کار کاوه او له هغې نه به يې صدقه ورکوله.

٤) د صفيه رضي الله عنها ستاينه:

د انس  رضي الله عنه  څخه روايت دى چې صفيه رضي الله تعالى عنها لدې خبره شوې وه چې حفصې ورته د يهودي لور ويلي دي، نو هغه په ژړا شوه، رسول الله  صلي الله عليه وسلم  چې کور ته ورننوت نو ګوري چې صفيه ژاړي، رسول الله  صلي الله عليه وسلم  ترې وپوښتل چې په څه ژاړې؟ هغې ورته وويل چې: حفصې زما په باره کې ويلي دي چې دا د يهودي لور ده. نو نبي کريم  صلي الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: (( ته خو د نبي لور يې (اسماعيل عليه السلام ) ، ستا تره هم نبي دى (اسحاق عليه السلام )، او د نبي ښځه هم يې(رسول الله  صلي الله عليه وسلم )، نو هغه په تا باندې په څه وياړي؟!)) (رواه الترمذي)

٥) ميمونة بنت الحارث رضي الله عنها: رسول الله  صلي الله عليه وسلم  يې په ايمان باندې ګواهي ورکوي، لکه چې د ابن عباس  رضي الله عنه  څخه روايت دى چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  وفرمايل: ((ټولې خويندې مؤمنانې دي، ميمونة (د نبي کريم  صلي الله عليه وسلم  ښځه)، د هغې خور ام الفضل بنت الحارث، بله خور يې سلمى بنت الحارث (د حمزه  رضي الله عنه  ښځه) او بله خور يې أسماء بنت عميس چې د ميمونې د مور لخوا خور وه)).

د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  په اړه د هغه د ښځو ستاينه:

١_ د خديجې رضي الله عنهاپه خوله د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  ستاينه: کله چې په رسول الله  صلي الله عليه وسلم  باندې د لومړي ځل لپاره وحې نازله شوه او کور ته راغى نو خديجې رضي الله تعالى عنها ته يې د خپلې وېرې او هيبت کيسه وکړه، هغې ورته د اطمينان او ډاډګيرنې ورکولو لپاره د هغه ټول لوړ او اوچت صفتونه ورپه ياد کړل چې: ((زه زېرى درکوم! قسم په الله چې تا به هېڅکله هم الله رسوا نکړي، ته خو خپلوي پالې، رښتيا وايې، د خلکو بوجونه په خپلو اوږو اخلې، د مېلمه عزت کوې، او د حقو د مرستې لپاره مصيبتونه ګالې)).

د خديجې  رضي الله عنه  ددې خبرو څخه څرګندېږي چې د ښځې په ستاينه او صفت د خاوند ټول رعب، دهشت او هيبت له منځه ځي او زړه ته يې سکون او اطمينان حاصلېږي.

٢) د عائشې رضي الله عنها په خوله د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  ستاينه: ام المؤمنين عائشې رضي الله عنها هم د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  د صفاتو په اړه ډېر څه ويلي دي لکه چې فرمايي: ((د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  اخلاق قرآن ؤ، له قرآن څخه په سرکشۍ به غصه کېدو او د هغه په پيروۍ به خوشحاله کېده، د خپل ځان لپاره به يې له چا نه غچ نه اخسته، او نه به پرې غصه کېدو، مګر هغه وخت به غصه کېده چې د الله د حُرماتو بې عزتي به وشوه، او د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  اخلاق قرآن ؤ)).

او فرمايي چې: ((رسول الله هېڅکله خپل خادم ندى وهلى، نه يې ښځه وهلې ده، او نه يې کله په خپل لاس څوک وهلى دى، بې لدې چې د الله په لار کې يې جهاد کړى وي)).

٣_ صفيه رضي الله عنها د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  په اړه فرمايي: ((ما له رسول الله  صلي الله عليه وسلم  څخه د غوره اخلاقو څښتن تر اوسه ندى ليدلى)).

٤) سوده بن زمعة رضي الله عنها: د هغې د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  سره مينه ډېره زياته وه، ځکه خو تر وروستيو شېبو پورې د رسول الله  صلي الله عليه وسلم  په نکاح کې پاتې شوه، لکه چې ابن سعد وايي چې سودې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  ته وويل: ((زه تا ته په الله قسم درکوم چې ما ته رجوع وکړه، زه خو اوس زړه شوې يم، سړيو ته کومه اړتيا هم نلرم، خو زه يواځې دومره غواړم چې د قيامت په ورځ ستا د ښځو په ډله کې راپورته شم، هماغه ؤ چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  ورته بيا رجوع وکړه)).

لدې کبله چې عائشه رضي الله عنها رسول الله  صلي الله عليه وسلم  ته ډېره ګرانه وه، نو سودې خپله وار او نمبر عائشې رضى الله تعالى عنها ته وروباښه، تر څو پرې رسول الله  صلي الله عليه وسلم  خوشحاله کړي. لکه چې بخاري د عائشې رضي الله عنها نه روايت کړى دى چې سودې ورته خپل نمبر وربښلى ؤ، او رسول الله  صلي الله عليه وسلم  به عايشې ته د خپل نمبر او د سودې د نمبر برخه پوره ورکوله.

ليکوال: دکتور سمير يونس

ژباړن: زين الله وحدان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب