د ښځې د ازادۍ اصلي معنى

انسان د هغه نعمت شکر نه شي ادا کولی چې الله تعالی ښځې ته ورکړی ځکه که چیرې د انساني ټولنې تاریخ ته وکتل شي نو لیدل کیږي چې ښځې ته په دغه نړۍ  کې د بدبختۍ د لامل په توگه کتل شوي.

د مثال په ډول د ښځېنه اولاد زیږول د پلار د شرم سبب گرځیده، د ښځې خپلوانو ته په بد نظر کتل کیدل همدارنگه په اردو ژبه کې د ښځې او ناوې کلمه د ښکنځلو او ځورولو لپاره تراوسه استعمالیږي. په زیاتره ناپوه قومونو کې د نجونو ژوندي خښول د ویاړ خبره وه. په قران عظیم الشان کې د دغه ناپوهه قوم په باره کې داسې راغلي دي.

(‏وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدّاً وَهُوَ كَظِيمٌ ‏ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ)نحل/58-59

(لورانی به یې د کم بختۍ باعث بللې) او کله به چې د لور د زیږدلو زیری پرې وشو له ډیرې غصې اوناراحتۍ نه بی د مخ رنگ تغیرشو د مخ رنگ به يې توروواښت. غم، غصه او قهر به له ورایه ترینه څرگندیده، د خپل قوم،قبیلی او خپلوانو ځنې به یې ځان پټ ساتلو او د پریشانۍ په حالت کې به یې له ځان سره ویل: ایا دا شرم ومنم او لور وساتم او یا یې تر خاورو لاندی کړم.

عالمانو او دینی مشرانو به په دې سره بحث کاوه چې ایا ښځه انسان ده كه نه. نو د عالمانو او د علم د خاوندانو چې  داسې حالت وه نو ناپوهانو او نا اهلو کسان به د ښځو په هکله څه رویه درلوده؟

دوی به په دې سره بحث کولو چې ایا الله تعالی ښځې ته روح ورکړی؟ د هندوانو په مذهب کې پر ښځه باندې د کتاب ویل حرام وه. او د بودا په مذهب کې  داسې هم وه چې ویل به یې که یو نارینه د ښځې سره اړیکی ولري نو هغه بیا نجات نه شي موندلای.

یهودیانو او مسیحیانو به ښځه د ټولوناوړه کارونو سرچینه بلله او یونانیانو به ویل چې ښځه نه پوهه لري او نه انساني حقوق، همدا وضعه په روم، مصر، ایران، چین او نورو ځایونو کې حاکمه وه.غلامي، په بند کې ساتل، رټل… ټول هغه څه وه چې د ښځې په برخه وه او له بله طرفه نارینه د غلامۍ حس په ښځه باندې تحمیل کړی وه او ښځه به یې دې ته هڅوله چې ویاړ وکړی چې د میړه وینځه ده او په دې باندې عقیده ولري چې میړه یې خدای دی.

په هغه وخت کې یوازی د اسلام مبارک دین وه چې دغه ناروا او د شرم څخه ډکو کارونو ته یې د پای ټکی کیښود. هو، دا اسلام وه چې د ښځې او نارینه ترمنځ یې یووالی رامنځته کړ او انسانانو ته یې د ښځې د عزت، احترام، او حقوقو ښوونه وکړه.

نن ورځ ډیر  داسې شعارونه لکه: د ښځو حقونه، د ښځولپاره پوهه، او د ښځو د حقونو د دفاع ټولنه…. اوریدل کیږي، دا د هغه څه دوام دى چې رسول اکرم   صلى الله عليه وسلم  یې بنسټ ایښی وه او د انسانانو فکرونو ته یې د قیامت تر ورځی پورې بدلون ورکړ. دا رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم وو چې ټولې نړۍ ته یې اعلان کړه چې ښځه هم لکه نارینه غوندې انسان ده.

(يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاء) نساء/1

(اى مومنانو له خپل هغه رب څخه وويريږئ چې تاسې ټول يې له يوه نفس څخه پيدا كړى او له همغه نفس څخه يې د هغه ښځه پيدا كړه او له دغه جوړې نه یې په زیات تعداد سره نارینه او ښځېنه پیداکړل)

او همدارنگه یې اعلان کړه چې ښځه او نارینه د الله جل جلاله په وړاندی هیڅ توپیرنه لري.

(لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ)نساء/32

د نارینه په برخه هغه څه دي چې هغوی یې ترسره کوی، او د ښځو په برخه هم هغه څه دي چې دوی ترسره کوي.

هغه مرتبې او درجې چې نارینه وو ته د ایمان او نیکو عملونو په نتیجه  کې رسیږي، ښځو ته هم دا امکان وجود لري ترهغی چې نارینه کولای شي د نیکو او ښکلیو عملونو په ترسره کولوسره د ابراهیم ادهم مقام ته ورسیږی ښځې هم کولای شي چې د نیکو او ښو عملونو په سرته رسولوسره د رابعې بصری تر مقام او مرتبی پورې ورسیږی.

(فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى…)آل عمران/195

الله تعالی د هغوی دعا قبوله کړه او ځواب  یې  ورکړ چې ستاسو هیڅ عمل به ضایع نه کړم که هغه نارینه وي یا ښځېنه.

(وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيراً)نساء/124

هرهغه کس چې نیک عملونه سرته رسوی او مومن وي هغه که نارینه وي یا ښځېنه داسې کسان به جنت ته داخل شي او كم ترین ظلم به پری ونه شي.

نو رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم نارینه او ښځې ته په خطاب  کې وویل چې هغه حقونه چې نارینه په ښځه لري همغه حقونه ښځه په نارینه باندې لری.

(وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ)بقره/228

همغه حقوق چې د نارینه لپاره دي، همغه حقوق د ښځو لپاره هم دي.

نبی کریم  صلى الله عليه وسلم ښځې ته د بدبختیو څخه نجات ورکړ او هغی ته یې لوړ او د احترام ځای ور په برخه کړلو او همدارنگه رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم پلار ته ښونه وکړه چې د لور درلودل نه دا چی شرم دې بلکی که یو پلارد لور ښه روزنه او پالنه وکړي او د هغې حقوق ورته ورکړي نو همدغه لور به یې جنت ته د تللوسبب شي.

همدارنگه رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: هرهغه څوک چې د خپلو دوه لوڼو ښه پالنه وکړي او د   بلوغ تر وخته پورې یې هر راز روا غوښتنی پر ځای کړي نو هغه به د قیامت په ورځ داسې وي لکه (بیا یې خپلو دواړو گوتو ته اشاره وکړه چې یو ځای یې نیولی وې. او هرهغه څوک چې د خپلو لوڼو له امله له کومې ستونزې سره مخ شي او سره له هغې بیا هم د هغوی ښه پالنه وکړي نو د قیامت په ورځ به د نوموړی کس او د دوزخ د اور ترمنځ یو دیوال د پردی په شان واقع شي او د هغه نه به حفاظت کوي.

همدارنگه رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم د نارینه وو په باره کې داسې فرمایلي دي: بهترین شى چې په دې دنیا  کې الله تعالی نارینه وه ته ورکړي دي هغه نیک عمله او صالحه ښځه ده.

هو، همدا ښځه ده چې د خپلو اولادونو په ښه توگه روزنه کوي او وروسته له الله جل جلاله او د هغی له رسول  صلى الله عليه وسلم څخه په اوله درجه  کې د احترام او اکرام وړ ده. یو نفر له رسول  صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل چې د خدمت لپاره تر ټولو وړ کس څوک دى؟ رسول  صلى الله عليه وسلم ورته وفرمایل: مور.  بیا هغه کس وویل: بیا څوک دي؟  ورته وویل شول: مور.  بیا هغه کس وویل: بیا څوک دې؟ ورته وویل شول: مور. په څلورم ځل ورته وویل شول چې پلار.

همدارنگه الله جل جلاله د مور نافرماني پر اولاد باندې حرامه کړی ده.

رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم انسانانو ته وښودله چې ښځې د هغوی د فطری احساساتو اوعواطفو پر اصل الله تعالی پیداکړې دي چې دا صفت د ښځو لپاره شرم نه دى بلکه د هغی د ښیگڼو او ښکلاوو له جملې ځنې دى او که وغواړي له ښځې نه استفاده وکړي نو د هغوی د فطری طبعې مطابق عمل وکړي او که غواړي چې هغه لکه نارینه غوندی جوړه کړې نو ماته به شي. رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: ښځه د کوږوالي خاصیت لري، که غواړې چې سمه یې کړې، نو ماتیږي نو د کږوالی په حالت کې ورځنې گټه واخلئ.

همدارنگه رسول اکرم صلى الله عليه وسلم لومړنی او اخرنی لارښود دې چې د نارینه وو سوچ او فکر یې د ښځو په اړه بدل کړ او د ښځې سره د ناروا کړنو پر ځای یې ورته د عدل او اصلاح لارغوره کړه.

رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم یواځې په اصلاح او ښه رویه بسنه ونه کړه بلکی د ښځو د حقوقو د دفاع په خاطر یې زیا ت څه وکړل او د نارینه وو له تیري ځینې یې وساتله او هغی ته یې داسې حس ورکړ چې د خپلو حقوقو غوښتونکې شي. په هغه وخت کې به ښځو ته رسول اکرم صلى الله عليه وسلم د ښه او زړه سواندي ملگري په حیث ښکاریده، کله به چې په هغوی باندې د میړونو له خوا اندک ظلم هم کیده نو دوی به رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ته شکایت کولو تر دی چې میړونو به زیات کوښښ کولو چې د دوی نه داسې عمل تر سره نه شي چې زمونږ شکایت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ته ورسیږی.

د ابن عمر نه روایت دى چې د رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم په ژوند كې به مونږ د خپلو بیبیانو سره زیات احتیاط کولو او ویريدلو به چې زمونږ  په باره  کې څه نازل شي خو کله چې رسول اکرم صلى الله عليه وسلم وفات شو نو بیا به مونږ په اسانۍ د خپلو میرمنو سره ساتیري کوله.

د یوې مسلمانې ښځې لپاره دا اسانتیاوې شته چې د مادي اوعقلي پلوه لوړو پړاونو ته ورسیږي او همدارنگه د روحي او معنوي اړخه د عزت او کرامت لوړو پړاونو ته ورسیږي لکه چې نارینه د دیني اړخه هغه ته رسیږي او ښځتوب د هغی د پرمختگ او ترقۍ خنډ نه گرځي او اسلام دى چې د شلمې پیړۍ د پرمختگونو څخه وړاندې دى او د هغې نه یې مخکی توب ښودلی دى، هغه پرمختگ او ترقي چې اسلام لري لا تراوسه پورې ورته د انسان سوچ هم نه دى رسیدلی. ټول هغه څیزونه چې نن لويدیځ ښځې ته ورکړي هغه د دی پخاطر نه دي چې دا یوه ښځه ده بلکه دا له دې امله دي چې د ښځې  نه د یوې انساني قوی په توگه کار واخلي. اول یې ښځه د هغې د ښځيتوب له نعمت نه وویستله او د نارینه په شان یې کړه نو وروسته یې بیا دا څیزونه ورکړل. هغې ښځې ته لا تر اوسه د بدبختې په سترگه کتل کیږي چې د کور ساتونکي وي او د واقعي مور په شان خپل مسئولیتونه په ښه شان سره ترسره کوي، لاهم دوی ته ارزښت نه لري.

د لويدیځوالو له نظره هغو ښځو ته باید حقوق ورکړل شي چې د نارینه غوندې وي، هغه ښځه چې د بدنی او جسمانی لحاظه  ښځه اما د فکری اوعقل له نظره نارینه وي او د نارینه وو کارونه سرته رسوی د ښځې دا احترام د هغې د ښځيتوب په خاطر نه دى بلکې د دې پخاطر دی چې ښځې ځان د نارینه غوندی ښيي.

یو له هغې دلايلو ځنی چې ښځې ځان وروسته پاتی احساسوي دا دی چې هغوی د ویاړ او فخر په توگه د نارینه جامی اغوندی دا په داسې حال کې ده چې هیڅ یونارینه به ونه لیدل شي چې ښځېنه جامې یې په تن وي.

بل دا چې زیات شمير ښځې د میړه په درلودلو سره د شرم احساس کوي اما نارینه د ښځې په ځورولو باندې ویاړي همدارنگه ښځو ته دا ښه ښکاري چې د نارینه کارونه سرته ورسوي اما هیڅ یو نارینه به ونه لیدل شي چې د کورنۍ کارونه لکه پخلى او د ماشومانو روزنه باندې ویاړ وکړي.

دا حقیقت واضح او ښکاره دى چې لويدیځ نن د ښځې احترام او ملاتړ په دې خاطرنه کوي چې هغه یوه ښځه ده بلکې دا د اسلام مبارک دین دى چې ښځه د هغی د مقام اومنزلت په خاطر چې هغه یوه ښځه ده احترام او ملاتړ کوي نو اسلام دى چې نارینه او ښځېنه ته یې د هغوى د طبعې او ځایگوټي مطابق چې په ټولنه  کې لري په احترام او درنه سترگه گوري. اسلام نارینه او ښځېنه ته د هغوى د وضعې او طبعې مطابق د کار کولو زمینه برابره کړې ده او دواړو ته یې مساوی چانسونه ورکړي چې په یوه محدوده کې چې اسلام تعین کړې ده  پرمختگ وکړي تر څو د عزت، کرامت، او کامیابۍ لوړو پړاونو ته ورسیږي.

نارینه او ښځې د ټولنې نه بيليدونكي غړي دي. د دوی دواړو موجودیت په ټولنه كې سره یو شان دې او هر یو چې په خپله محدوده  کې علم او پوهه لاسته راوړی په ټولنه  کې د خاص او بهترین ځایگوټی څخه برخمن دى. هیڅ فضیلت په نارینتوب او هیڅ کموالى او ذلت په ښځتوب کې وجود نه لري، په همدې ډول هغه عزت او احترام چې د نارینه لپاره د هغه په نارینتوب او په هغه کارونو کې چې مربوطه یې دي وجود لري. همدا ډول فضیلت او احترام د ښځې لپاره په دې کې دى چې د یوې ښځې په ډول کړه وړه تر سره کړي چې د ښځو اړوند دي.

د یوی روغې ټولنې له ځانگړتیاو څخه یو هم دا دی چې ښځه دهغې د وضعې او طبعی مطابق دندو كې وگماري او ټول حقوق یې پرځای کړي او د هغې احترام او ملاتړ وکړي او د استعداد مطابق یې د ښوونې او روزنې په لار کې وهڅوي او د پرمختگ او کامیابۍ لاری ورته پرانیزي، ترڅو په نتیجه کې یوه روغه او بشپړه ټولنه رامنځته شي.


ابوالاعلى مودودى د اسلامي نړى تكړه عالم دى چې په ۱۹۴۹ كال كې يې د پاكستان جماعت اسلامي تاسيس كړى دى.

خليل الرحمن مجاهد په كابل كې د اصلاح آنلاين همكار دى.

ليکنه: مولانا ابو الاعلی مودودي

ژباړه: خليل الرحمن مجاهد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب