د ښځې مقام  په افغاني ټولنه کې

دا دلوى خداى(ج) لويه مهرباني ده،چې موږيې په يوه اسلامي ټولنه کې خلق کړي يو له هغو جملوانسانانوڅخه يې وشېمرلوچې داسلام مقدس دين او دسپېڅلى کتاب عظيم الشان قران احکام ورته يه پوره او مکمله توګه رسيدلي. داسلام په مبارک دين کې دهرې طبقې لپاره حق اوحقوق معلوم شوي دي،چې هېڅ څوک ورڅخه سترګې نه  شي پټولاى. نوکله چې داسې ده ،بياولې موږ ددې هرڅه شکرانګي نه ادا کوو،ولې په هغه څه قناعت نه کوو چې اسلام يې راته اندازه ټاکلي ،موږ ولې بيا دقران فيصله نه منو او ترې سرغړونه کوو،په اسلام کې خو ښځې ته د نارينه لباس اونارينه ته دښځې لباس ويل شوى دى، دواړه لازم او ملزوم ګرځول شوي دي،ښځې ته امر شوى  چې دخپل خاوند عزت او احترام وکړي ،دهغه هره مشروع غوښتنه په ورينه ټنډه اوخوږ ځواب سره پوره کړي،داهم ويل شوي چې که چېرې يواځې له الله پاک څخه پرته بل چاته سجده کول روا واى نو ښځې ته به امر شوى واى ترڅو خپل خاوندته سجده وکړي. مګرد اسلامي عقايدو اوفلسفوکې په يوه ځاى کې هم داسې ندي راغلي چې يواځې نارينه داحق لري او ښځې ته بايد دعزت په سترګه ونه کتل شي اونه هم داسې چې ښځې دې يواځې دجنسي غرايضوداشباع کولو په خاطر وکارول شي اونور دې لکه د لاس پاکي پشان يوطرف ته وغورځول شي،بلکې لکه څرنګه چې په ښځه تاکيدشوى چې دخاوند عزت به کوي،دقدر په سترګه به ورته ګوري،دهغه مشروع غوښتنې به پوره کوي،همدشان نارينه ته هم امر شوى او په دې مکلف دى چې خپله مېرمن ونازوي،هغه خوشحاله وساتي غوښتنې به يې پوره کوي اوپه نېکو به پرې امر او له بدوبه يې ممانعت کوي،رسول الله ص فرمايي،چې له ښځوسره لوبې کول،هغوى خوښې ساتل اومينه ورکول له نفل لمانځه څخه هم ډېرثواب لري. وګورئ انسانان ټول  له خاورې جوړدي،نوبياښه اوبد له کومه پکې راغلل؟ کله چې داهرڅه منو نو بياولې زموږپه افغاني ټولنه کې په ښځه دومره لوى او له کفري نړۍ څخه هم ډېر ظلمونه کېږي ،ولې نن هم په  افغانستان کې ښځې ته ديوه حيوان په نظرکتل کېږي،ولې زموږپه افغاني ټولنه کې اوس هم له ښځې څخه په ډېره بې رحمانه ډول غوږونه غوصېږي، پوزې يې پرې کېږي،نوکال ترې وېستل کېږي،خول يې دقاچوپه واسطه شلېږي،دبدن غړي يې ورڅخه غوصېږي او بيايې پروړاندې په اور پخېږي او خوړل کېږي،اياانسانيت همدا ايجابوي؟  اياداهم په اسلام کې راغلي چې يوه مېرمن دې دلور دزېږولوپه جرم ووژل شي،ولې نن هم موږ دقران فيصله نه منو،ولې بې موجبه له يوچاڅخه دهغه خوږژونداخلو،ولې دومره لوى کبرکوو،ايا موږاوتاسې په دې نه پوهېږو چې کبر دچاله ذات سره ښايي؟ايادنجلۍ په بدوکې ورکول رواه دي،ايايوڅوک په جبرسره واده کولوته اماده کول رواه دي،ايادالازمه خبره ده چې ښځينه ذات دانسانيت له چوکاټ څخه ووېستل شي؟ زماپه اندپه افغانستان کې داغه شان تاوتريخوالى ډېر لاملونه لري چې څو عمده ووته يې اشاره کوو. ١_ دسواد دکچې ټيټوالى:زموږ ډېرى هېواد وال له تعليم او تحصيل څخه لرې پاتې شوي دي،که څه هم په دې وروستيولس دولس کلونوکې دمعارف لپاره څه ناڅه هلې ځلې وشوې خوبياهم داپه پوره معنى بسنه نه کوي  اوبايد اکتفا پرې ونشي، دازړه بوږنوونکې پېښې ډېرې په هغو سيموکې سر راپورته کوي،چې دامنيتي ستونزوله امله پکې شاګردان هغه که نارينه دي اوکه ښځينه مکتبونوته نه شي تللاى اونه هم ورته دازمينه برابره ده چې دوى دتعليم په لور مخه وکړي اوپه هغه ځاى کې چې امنيت ډاډمن نه وي نو ښوونځي له جوړلوسره سم بېرته سوزول کېږي،دلته بيا هم پوښتنه پيداکېږي چې ولې سوځول کېږي او څوک يې سوځوي،ځکه سوځول کېږي چې هرڅوک يوه هدف ته رسېدل غواړي،اوس خو زموږ دولت هم په څو برخو وېشل شوى دى اوهغه څوک يې سوزوي چې سوادنلري او په دې نه پوهېږي چې  معارف يعنې څه؟٢_ کورنى تاور تريخوالى: کورنى تاوتريخوالى هم هغه وخت منځته راځي چې خاوند اوښځه يودبل حق او حقوق ونه پېژني اوکله چې داستونزې ترمنځ وي نو احتمالاً په ژوندکې داکړکېچونه پيداکېږي. ٣_اقتصادي ستونزې: دغه ستونزه هم په کورنۍ کې ډېر جنجالونه زېږوي،کله چې يوڅوک له کارڅخه ستومانه راشي او ددمې جوړولوپه خاطر يوه پياله چاى هم نه وي نو بيانارينه پرځاى ددې چې فکر وکړي په کور کې په مېرمن غوغاجوړوي،چې داهم په کورنۍ کې لوى درز اچوي،خوکه چېرې دغه شخص له ځانه سره سوچ وکړي چې که په کور کې څه واى اويا ما راوړي واي نو حتماً به مې مېرمنې راته  مخې ته ايښي واى،نوبې فکره په مېرمن بېچاره راباندې کړي او دمرګ ترکومي يې ورسوي،چې دا اودېته ورته نورې ډېرې لوړې ژورې دي چې په انساني ژوندکې يوډول معماوي خلاوې پيداکوي.
په دې هم ټول پوهېږو چې دنارينه ژوندبغير له ښځې اودښځې ژوندبغيرله نارينه څخه ناشونى دى چې چې په پورته کرښوکې مو اشاره هم ورته وکړه،خوښځه بيا له نارينه په يوه مسئله کې بهتر ه ده هغه ځکه چې ښځه مېرمن ده ،ښځه مور ده او هغه وسيله ده چې جنت يې ددعاووله برکته دخلکوپه نصيب کېږي،وايي ښځه په يوه لاس نړۍ زنګوي اوپه بل لاس زانګو،نومعلومه ده چې دنارينه ووپشان له هر راز خوښيو،سوکاليو،مينې ،محبت اودايمي سکون څخه برخمنې شي،فکر وکړئ له تېرو سلوکلونوراپدېخوا،په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو شاندارو ډولونودښځونړيواله ورځ لمانځل کېږي،چې دلومړي ځل لپاره په امريکا کې ١٥٠٠٠ښځوپاڅون وکړ اودخپل حق قانوني غوښتنه يې وکړه،خوپه تاسف سره بايد ووايم،چې افغانستان کې اوس هم ډېر خلک ښځه يو دغورځولوشى بولي،دهغې له ژوندسره لوبې کوي،په بې رحمۍ سره وژل کېږي،په دې وروستيوکې خو داسې هم ډېرې پېښې معلومې شوې چې خاوندخپله مېرمن په خپل لاس وسوځوي اوبيا يې په سل نومونويادوي اووايي چې ځان يې سوځولى دى.

رفيع الله روشن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب