د ښځې په هکله ملغلرې او متلونه

د يو نارينه له پاره ښــځه مور ده، خور ده، مېرمن ده، لور ده او ملګرې. ښځه د نارينه د سترګو تور ده، د زړګي سر ده او د سر تاج. ښځه زمونږ غـم ده، زمونږه خوښۍ ده او زمونږ ډاډ. ښځه د نارينه د ژوندانه د لارې مل ده او د کور رڼا. ښځه مينه ده او مينه سپېڅلې ده.
زه هم ښځو سره مينه لرم. داسې مينه چې له احترامه ډکه ده.
وايي :
خدای لمړی ځمکه خلقه کړه …او بيا يې نارينه او ښځه. نه دا چې ظالم او مظلوم.
د تاريخ په اوږدو کې له بده مرغه د ښځو په حق کې ډير زور رياتی شوی دی. په ډيريو کلتورونو کې ښځه د نارينه ملکيت ګڼل شوې او داسې چلند ورسره شوی چې ته به وايې ښځه انسانه نده، بلکې يو څو کيلو اډوکي او غوښه ده. سره له دې چې له تېرې پېړۍ راهيسې د ښځو حالت يو څه ښه شوی، خو بيا هم د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې ښځې د خپلو بشري حقوقو محرومې دي. د دې له پاره چې په دغو هيوادو کې د ښځو حالت بدلون ومومي، اړين ده چې د ښځو روح او روان وپېژندل شي.
له دې کبله غواړم تاسي ته د هغه پوهانو، فيلسوفانو او هنرمندانو ملغلرې وړاندې کړم چې د ښځو په هکله يې ويلي دي. هيله ده خوښ مو شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـ بې له ښځو، نه شپه تېرېږي او نه ورځ.
( جاپاني ملغلره)
ـ د ښځې طبعيت لکه سمندر غوندې دی. يوه وړه تيګه پکې ډوبېږي، خو يوه لويه کېږدۍ نه.
( …. )
ـ ښځې په ماغزو کې يو مضمون لږ او په زړه کې يو احساس ډير لري.
( نيکولاس سبستيان روخ چمفورت )
ـ يواځې هغه څوګ چې مينه پېژني، ښځه درک کولی شي.
( لېوپولد شېفر )
ـ خدای ښځې له دې کبله خلق کړي چې نارينه رام کړي. ( ولتېر )
ـ ښځې کولی شي هر څه لاس ته راوړي. ځکه دوۍ په هغه چا واکمن دي چې د هر شي واک يې په لاس کې دی.
( فرانسوي ملغلره )
ـ نارينه په نړۍ او ښځه په نارينه واک چلوي. ( هسپانوي ملغلره )
ـ خدای ښځه يې د نارينه له ککرې نده جوړه کړې چې نارينه پرې امر کوي، او نه يې د نارينه له پښو جوړه کړې چې تل يې مرييي وي. بلکه خدای ښځه يې د نارينه له اړخه جوړه کړې، هغه برخه چې زړګي ته نږدې ده.
( تالموند )
ـ ښځې هم لکه ماشومانو غوندې هغه وخت ډيرې مينې ته اړتيا لري چې لايق يې ندي.
( وارويک ډيپينګ )

ـ ښځه په ماشومتوب کې زمونږه ملاتړي دي، په ځوانۍ کې زمونږ خوښۍ دي او په زړښت کې زمونږ ډاډ.
( پېترو اريتينو )
ـ هر څومره چې يو پېر ناوړه وي، هموغومره د ښځو سپکاوی په کې ډير وي.
( ژان پال )
ـ نارينه د ښځې له پاره يواځې يوه وسيله ده، د ماشوم د ځېږولو په موخه.
( فريدريښ نيچې)

ـ ښځې زمونږه دردونه اسانوي، زمونږه خوښۍ دوه برابره کوي، خو زمونږ مصارف درې برابره کوي.
( جېمز سندرز )
ـ هغه څوګ چې يوه ښه، ښايسته او هوښياره ښځه غواړي، يوه نه بلکې درې غواړي.
( اوسکار وايلډ )

ـ ښځه هغه ريفري ته ورته ده چې کله ـ کله زېړ کارت ښکاره کوي، خو هېڅکله سور کارت نه ښکاره کوي.
( مارسېلو مسترو ياني )
ـ هغه ښځه چې يوې معما ته ورته نده، ښځه نده. ( تېودور فونتانې )
ـ هغه څوګ چې ښځو د پېژندلو ادعا کوي، ښاغلی ندی.
( برنهارد شا)
ـ د ښځو په هکله يواځې د نارينوو سره وغږېږه.
( فريدريښ نيچې )
ـ ښځه د ټولنې هغه ډيرکۍ برخه جوړوي چې ورسره په ټولنه کې د لږکيو په شان چلند کېږي.
( ليزا کرايمر )
ـ ښځې هم په زړه پورې غوښتنې لري. دوۍ غواړي چې ته يې عمر له هېره وباسې، خو د ځېږېدو کليزه يې تل په ياد ولرې.
( کارل فارکاس )
ـ ښځې د زړښت نه وېره نلري، بلکې د هغه اندوواند(فکر او خيال) نه وېره لري کوم چې نارينه يې د زړو ښځو په هکله لري.
( ژينې موريو )
ـ ښځه هغه وښ ده چې د هغې په مرسته مونږه د ژوندانه له دښتې تېرېدی شو.
( بن ګوريون )
ـ لمړی خدای نارينه خلق کړو او بيا ښځه. کله چې ښځه خلقه شوه نو د خدای زړه په نارينه وخوږېدو، ځکه نو يې د نارينه له پاره خلقه کړه.
( مارک ټوېن )
ـ د نارينه تر ټولو ښايسته شی هغه ښځه ده چې څنګ ته يې ولاړه ده.
( هنري کسنجر )
ـ د يوې ښځې کرکتر هغه وخت ښکاري چې مينه ختمېږي. نه هغه وخت چې مينه پيلېږي.
( روزا لوګسومبورګ )
ـ د يوې ښځې له پاره ښايست ځکه تر هوښيارۍ مهمه ده چې نارينه ته کتل اسانه دي، تر اند کولو .
( ليل د ګور )
ـ هغه هنداره چې ښځه ورباندې باور لري ، د نارينه سترګې دي.
( سيګموند ګراف )
ـ که د دوه ساعتو له پاره د يوې ښکلې ښځې سره کښېنې، درته دوه دقيقې ښکاري. که د دوه دقيقو له پاره په يوې سرې تبۍ کښېنې، درته دوه ساعته ښکاري. دې ته وايي د نسبيت تيوري.
( البرت انشتاين )
ـ سره له دې چې ما دېرش کاله د ښځو د روان او روح په هکله پلټنه کړې، خو بیا هم زه دې پوښتنې ته ځواب نشم ورکولی چې :
دا ښځې اصلاً څه غواړي؟؟؟
( سیګموند فروید )
ـ که دې شا ته يو ښځه د ملاتړ په موخه ولاړه نده، په دې نړۍ کې برياليتوبونه نشې تر لاسه کولی.
( اوسکار وايلډ )
ـ که غواړې چې د خپلې مېرمنې پام دې ځان خوا ته راواړوې، نو یوې بلې ښځې سره په خبرو بوخت شه.
( لیزا مینېلي )
ـ د ژوندانه په هغو پرېکړو کې چې ډيرې مهمې ندي، ما تل ټول فکتورونه په پام کې نيولي. خو د ژوندانه په مهمو پرېکړو کې لکه د ښځې او دندې په ټاکلو کې مې تل د زړګي اواز اورېدلی.
( هربرت نيوتن کاسون )
ـ که غواړې چې پرمختګ وکړې، نو د خپلې ښځې دې پوښتنه کوه.
( برتانيايي ملغلره )
ـ ايا د ښځې ارزښت تر نارينه لږ دی؟
که څوګ غواړي دا پوښتنه ځواب کړي، نو دا دې هم روښانه کړي چې ايا د اور ارزښت تر اوبو لږ دی؟؟
( کارل لودويک شلايښ )
ـ یوه ښځه یواځې هغه وخت پېژندلی شې چې محکمې کې ورسره مخامخ شې.
(نورمن مایلر)
ـ تجربه نارينه هوښياروي او ښځه زړوي. ( هنري دې مونترلنت )
ـ دا جذابیت دی چې ښځې ته ښایست وربخښي. ( والتر فوګل وایدې )
ـ د یوې ښځې جذابیت د هغې له ( نه ) ویلو ښکاري. ( سر البک کوېنیس )
ـ ښځې هم ناممکنې غوښتنې لري. دوۍ غواړي چې ته د دوۍ عمر له هېره وباسې، خو د ځېږېدو کليزه يې تل په ياد ولرې.
( کارل فارکاس )
ـ د ښځو په حافظه کې هغه نارينه تلپاتې وي چې ورسره يې خندلي دي.
( انتون چېخوف )

ـ هغه څوګ چې وايي زه په خپل ځان حاکم یم، پیاوړی دی. هغه څوګ چې وايي زه په خپلې ښځې حاکم یم، دروغ وايي.

کوشان ساپی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب