د کابل سفر/ شهسوار سنګروال

د کابل دغرونو په دنګو څوکو د لمر زرېنې وړانګې له ورایه وبرېښېد ې، د الوتکې کړکېو ته د هر چا سترګې کږې شوې. ما هم یوې کړکۍ ته ورمېږ ورکوږ کړ.

د کابل له غرو نو جوړ دېوالو نه مې له سترګو تېرول اودا به مې په زړه کې ګرځېده چې دکابل دغرونو په زړونو کې به څومره بلا کيسې پټې وي ؟

بېا مې ستر ګې د ارګ په غوښنو دېوالونو ښخې شوې. نيم ځوړند بېرغ زړه نازړه د ارګ په هسک برج داسې رپېده چې تا به وېل د زړه شيمه يې پاېته رسېدلې ده.د ارګ کلا هم د کابل د غرونو په څېر د غرونو غرونو پېښو شاهده ده.

ډبرين دېوالونه يې له خبرو ډک پک دي ، له دبدبو ډکې کيسې هم لري او له بد مرغيو ډکې کيسې هم … زما د څو شېبو چوپتېا لا پای ته نه وه رسېد لې چې د الوتکې ټيرونه په ځمکه ورپرېوتل او زما خوبولې سترګې يې وازې کړې . . .

دورې په دېارلسمې نېټې دېارلس سوه پنځه نوي کال کابل ته ورسېدم.او په درېمو مکروېانو کې مې دېره جوړه کړه او تر سبا مې چاته غږوغوګ ونکړ .

بله ورځ مې د ښوونځي د مهال ېوه ملګري ته د تليفون په کرښه ووېل.

که دې وپېژندلم، چې ورک هم شم ېوه روپۍ درکوم .

هغه راته کړل:

وخت نه لرم، ځان راوپېژنه .

ملګری مې دغه ساعت د ارګ په ماڼۍ کې په دند ه بوخت وو. لومړی ووېرېدم او په زړه کې راتېره شوه، نه چې د ارګ ماڼۍ زما د ملګر ي سړيتوب زېانمن کړی وي؟ ژر مې ځان وروپېژند، خو دا لنډۍ مې هم ورغبرګه کړه

مادرته وېل کابل ته مه ځه……………….مڼې خوږې دي ما به هېره کړې مینه

ملګري مې ډېر زر راته ووېل:

نه دا سې نه ده، پام چې د يوې شېبې لپاره داسې فکر ونه کړې … دا دی درغلم .

په دا سې حال کې چې د شنه چای پېالې مو په سر اړولې، وروورو د ارګ کيسې را پيل شوې :

ښه کرزی صاحب خو دې رخصت کړ او همغسې په ارګ کې مېخ شوی يې . چې څرنګه ډاکتر صاحب در با ندې کوڼ او ړوند دی؟

په کړس کړس يې وخندل او په ټوکو يې را ته ووېل :

ته پوهېږې زه اوس لکه د اور پرتوګ د ارګ چاروا کي ما له ارګه نشي اېستلی … دا څنګه ؟

دا ځکه چې ماته د کرزي صا حب د واک د مها ل کړه وړه لکه د هندارې غوندې څرګند دي . ډاکتر صا حب غني څنګه؟

هغه هم، همدا سې وګڼه .

نږدې غرمه وه چې د لغمان د اطلاعا تو فرهنګ رییش پټان صاحب سره می د تليفون اړيکه ټينګه شوه له روغبړ نه وروسته يې راته ووېل :

سنګروال صاحب:

نن د پنځه بجو په شاو خوا کې پسرلنۍ مشاعره ده. ستا راتلو ته ستر ګې په لا ره ېم .

په مشاعره کې د و لسمشر او اجرايې ريیس سلا کاران د اطلاعا تو فرهنګ مرستېال، د لغما ن والي عبدالجبار نعيمي ګڼ شمېر شاعران او د شعر مينه وال راټول شوي ول.

په د غه مشاعر ه کې مې يو پخوا نی يار وليد، اسدالله دانش يا دوم. د اطلاعا تو فر هنګ وزارت مر ستيال يې ډېر پيکه کړ . . .

په دا سبا مې د کورو کلي له مشرانو او ځوا نانو سره وليد ل. د ولا يت دچارواکو په کړو وړو خبرې راپورته شوې خو ډیری په دې اند ول کاشکې د نږدې يوې نيمې لسيزې په موده کې د لغمان ځنې واليا ن د عبدالجبار نعيمي په څېر وی . ..

بيا يې د هغو واليانو له کړو وړو پلو پورته کړ چې د لغما ن د نو ي ښار د نمرو په وېش او خرڅلاو کې لکونه ډالره ترلاسه کړل . . .

له نيکه مرغه يو ه بله ورځ، د لوګر، بګر ام، ننګرهار، لغمان او يو شمېر نورو سيمو د نيازيو د قوم يو شمېر مشران او استازي، د انجينر صاحب عزيز الله په نوښت يوې غونډې ته رابلل شوي ول ، لغما ن ته لا ړم . پدغه ناسته کې ما ته بلنه را کړل شوه چې د افغا نستا ن د بېلا بېلو قومونو د تاريخ په تېر ه د نيازيو په تړاو وينا وکړم …

د غوايي په شپږ مه نېټه بېر ته کا بل ته راغلم . د ما ښا م نهه بجې به وې چې حاجي صاحب خان محمد خانبا ز تېر په څېر په ډېره مينه د تېليفون په ليکه را ته وو ېل :

استازه که وخت لرې سبا دژوند و ن په تلو ېزېو ن کې مېلمه يې ،غو ره به وي چې د سر دارمحمد داود خان په شخصېت وغږېږې .د تلو ېز ېون د مر کچي له ګڼو پو ښتنو او ګروېږنو وروسته چې خپرونه پاېته ور سېده ېون صاحب سره يو ځای هغې غو نډې ته لا ړم چې د سردار صاحب محمد داود خان د تلين په تړاو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په کوربتو ب جو ړه شوې وه .

له هغې وروسته د دې تاریخي شخصیت هدير ېته لاړو چې بيا د ډېرو مينه والو له خوا دګلو ګېډۍ کېښو د ل شو ې .

له دې څو ورځې ورو سته انجينر صا حب عزيز الله ر ا ته ووېل : حنيف ا تمر تا غو ند ې خلکو پسې ګر ځي ښه به و که و رسر ه وګورې .ما دده خبر ه ځمکې ته ونه غو رځو له خو دا مې په غو ږ کې ور وڅڅوله چې له ا تمر صا حب نه داسې کسا ن را ټو ل دي چې څو ک يې په مز ا ج برابر نه وي هغه ته يې نه پر ېږ دي . . .

حنيف اتمر ته نږ دې سرچېنې وا يي کو م څو ک چې د اتمر ښی لاس دی هغه حا جي دا ود لغما نی دی . دی پخو ا د لشکر ګا ه ښاروال وو . او له نېکه مر غه چې ما له د غه شتمن داود لغماني سر ه نه پېژندل . نو ځکه د اتمر صاحب په حضور مشر ف نه شوم .

زما يو خبر لو څ ملګري کيسه راته کوله چې اوس د ملي يووالي په حکومت کې د لوټ او فساد بڼه اوښتې ده، رشوت او بډې، د اختلا س او د فساد نورې بڼې په لومړي لاس نه ترسره کېږي، بلکې په دويم ا و درېيم لاس چور روان دی. . .

را تلونکو ټولټاکنو ته دا اوس نه ا نګېرنه داسې ده چې پرته له و سلو او پېسو ټاکنې نه ګټل کېږي . نو ښه به وي چې هم د تېرو ټولټاکنو لګښت پوره کړو ا و هم د راتلونکو ټاکنو د لګښت لپاره يوڅه زېرمه او زخيره کړ و نو پدې بنسټ يوې ځانګړې پانګې او بودیجې ته ډېره اړتيا ده .. .

دا او س نه يو شمېر پد ې بو خت دي چې سياسي اغز ن تا رونه ، لکه ډبرينو پسخو غو ند ې له ځا نه را تا و کړي چې له هر ډو ل ګو اښ او بر يد نه وژ غو ر ل شي .

د دغو وسپنيزو سياسي کلاګانو ورونه د هغه چا پر مخ وا ز د ي چې د را يو ګودامو نه يي د و سلو او پيسو په زور يرغمل ا و و لکه کړ يد ي .

يو ه شپه مې د تلو ېز يو ن پا ڼې ا ړولې چې ډ ا کتر صا حب ا شر ف غني د هېواد د د ر ې وا ړو قوا و استا ز ي ا و چا ر وا کي را بللي ول ا و د افغا نستا ن په بېلا بېلو ناخوالو غږېد ه. د ټولو چار واکو خبرې د پا م و ې خو د مشرا نو جرګې د ريس مسلميار صاحب وينا راته ډېره په زړه پورې وه .

د د ه څر ګند و نې دا سې راته وبرېښېدلې چې خبرې يې د زړه له تله را پورته کېدې او زړه ته يې لاره کوله.

يا ره د شپې لس بجې به وې د مسلميا ر صا حب د دفتر له ر يس صا حب سر ه مې اړيکه ونيوله او ترې هيله مې وکړه چې د مشر ا نو جر ګی له ريس صاحب سر ه د ليدلو زمينه راته برابره کړي .

ها شمي صا حب په ډېر ې مينې ا و خو ا خو ږۍ را ته د د ې ز مينه بر ا بر ه چې له هغه سره و ګو ر م مسلميا ر صاحب په ډ ېر ه مينه و منلم. اوږدې خبرې یې راسر ه وکړ ې. خداې شته پخپلو لورېينو يې د و مر ه پو رو ړی کړ م چې ز ه يې ځا ن د د غو پېرزوينو د ادا کولو جو ګه نه ګڼم . د سا ر ي په تو ګه ده ها شمي صا حب ته سپا ر ښتنه وکړه:

د مشر ا نو جر ګې ټو ل تشکيل د ا ستاز مخته کېږ ده هر چېر ته چې خو شاله وي با يد له مو ږ سر ه کا ر وکړ ي . . .

د کا بل د سفر په تر څ کې يو ه ورځ لس بجې وې چې د منګل صا حب سکرتر تېليفو ن راوکړ چې يو لس بجې منګل صا حب ليد لی شې. په ټا کلي وخت ورغلم، منګل صا حب يو وخت د لغما ن وا لي وو. د هغه ولا يت خلک تر ې خوشا له د ي د لغما ن د و م حسن خا ن يې ګڼي . دسر حد و نو او قبا يلو چا ر و په و ز ا ر ت کې هم بر يا لی بر ېښي. زه د د ه د هغو سپارښتنو پخلی او درنا وی کو م چې را ته وو ېل : ښه به وي چې ا فغا نستا ن ته راشې او دلته کا ر و کړ ې .

پداسې حا ل کې چې د کا بل د سفرد پا ې شېبې ر ا لنډېدې ا و د ګوتو په شمېر ور ځې پا تې وې چې د سيمه ایېزو مطالعاتو مشر نيا زي صا حب بلنه را کړه چې ددغه بنسټ د لسيز ې په نما نځغونډ ه کې خبرې وکړم . پد غه غونډه کې مې له ډېرو ليکوالو ا و شا عرا نو سر ه و ليد ل .

له د غې نا ستې د و ه و ر ځې و ر وسته ز ما سفر په کا بل کې پاېته ور سېد ا و زه بېر ته له خپل کا بل نه پر دي لند ن ته را ستو ن شو م . د او س لپا ره همد و مر ه .په د رښت .

شهسو ا ر سنګر و لند ن 06/06/16

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب