د کاروبار انګیزه

د یو بریالي او ګټور کاروبار د را مینځته کیدو لپاره د کاروباري انګیزې شتون یو له بنسټیزو او لومړنیو مرحلو څخه ده؛ چې نه  شتون یې د کاروبار پیل ناشونی کوي. د ټولو کاروباریانو او نوښتګرو کیسه له دغې جملې څخه پیلیږي ( زه کاروباري انګیزه لرم ).

کاروباري انګیزه او نوښت د مفهوم او مانا  له مخې تر ټولو نیږدې او ټینګې اړیکې لري.او ځکه چې تر اوسه هیڅ کوم فیلسوف د نوښت په هکله کوم جامع او سټاندرد تعریف نه دی وړاندې کړی شاید ونشو کولای کاروباري انګیزه هم په دقیقه توګه تعریف کړو. خو د یو ساده تعریف له مخې کولای شو ووایو چې: کاروباري انګیزه ( ‌Business Idea) هغه مفهوم دی چې کولای شی مالي ګټې رامینځته کړي. په حقیقت کې کاروباري انګیزه هغه توکې ( Goods ) او چوپړتیاوې ( Services) وړاندې کوي؛ چې خلک تیار دي تر څو د هغوی رامینځته کولو لپاره پانګونه وکړي. کاروباري انګیزه هغه لامل او دلیل دی چې تاسې د یوه فعالیت ترسره کولو ته اړ کوي او د کاروبار موخه چې ګټه کول دي د هغې د لاسته راوړلو لپاره مو په حرکت راولې. یوه کاروبارې انګیزه باید د لاندینیو خصوصیاتو درلودونکې وي:

۱.  د ستونزو د حل یا له مینځه وړلو لپاره وي:

هره کاروباري انګیزه چې د یوې ستونزې د حل یا له مینځه وړلو لپاره جوړه شوې وي معمولآ تر نورو کاروبارې انګیزو ډیره غښتلې او ځواکمنه وي. غوره به وي د کاروبارې انګیزې د لټون په موخه لومړی په ټولنه او شاوخوا کې ستونزې په ګوته او وروسته د ستونزو لپاره د حل مناسبې لارې چارې ولټوو؛ چې همدا د حل لارو ته کاروبارې انګیزه ویلای شو. د یوه چينایي متل له مخې چې وایي ( ستا ستونزې زما بیزنس دی ) هر څومره چې یوه ټولنه کې ستونزي زیاتې وي هومره به د کاروبار لپاره فرصتونه او کاروباري انګیزې زیاتې وي. هره ستونزه یو کاروباري انګیزه ده؛ هغه څه چې اړین دي یوازې او یوازې پرې غور کول او ورته د مناسبې حل لارې پیدا کول دي.

۲. نوښت لرونکې او نوې وي:

یوه ښه او بریالۍ کاروباري انګیزه باید نوې او نوښت لرونکې وي. ځکه چې نوښت او بیلوالی د هر کاروبار اړین توکي دي. هغه کاروبارونه چې په بازار او ټولنه کې د شته کاروبارونو څخه بیل او د نوښت لرونکی وي تل د نورو کاروبارونو په توپیر ډیر بریالي او د پرمختګ لرونکي وي. غوره نوښت هغه دی چې وکولای شي د زیاتو پیرودونکو پام ځان ته واړوي. او د پیرودونکو د ګتو تر څنګ د ټیټي بیې، کم مصرف او لوړ کیفیت درلودونکی وي.

۳. د اوږد مهاله ودې، پایښت او ګټې وړتیا ولري:

یوه کاروباري انګیزه په حقیقت کې د یو کاروبار پیل دی. که غواړۍ او په دې فکر کې یاست چې کاروبار مو د اوږد مهال لپاره وې؛ نو اړ یاست دا خصوصیت مو په کاروبارې انګیزه کې ولټوئ. باید وګورئ کومه کاروباري انګیزه چې ستاسو سره ده د کومې ستونزې د حل لپاره ده او کوم خدمات یا محصولات چې ستاسو د کاروباري انګیزې په پایله کې مينځ ته راځې د څومره مودې لپاره ورته اړتیا بریښل کیږي.

د کاروبارې انګیزې وده او پالنه:

یوه کاروبارې انګیزه په پایله کې یو پانګوال ته ورکول کیږي او یا هم شاید خپله د انګیزې څښتن پرې پانګونه پیل کړي؛ نو پر دې بنیاد د خپلې انګیزې په وده او پالنه کې هغه ټکي چې اړین دي او ستاسو د انګیزې ژوند تضمینوي باید په پوره ډول سره په پام کې ونیول شي. په حقیقت کې دا ټکي هغه پوښتنې دي چې یوه کاروباري انګیزه کولای شي په لومړیو وختونو کې ورته پوښتنو ته ځواب ورکړي. دغه ټکي په دریو جلا برخو کې روښانه کوو:

۱.پیرودونکي:

د یوه بریالي کاروبار کلۍ د پیرودنکو په رضامندۍ کې ده. پیردودنکې د هغو توکو او چوپړتیاوو لپاره مصرف کوي؛ چې وکولای شي د دوی ستونزې او اړتیاوې پوره او یا هم په چارو کې ورته آسانتیاوې رامینځته کړي. تاسو باید معلومه کړئ چې ستاسې کاروباري انګیزه کوم ډول آسانتیاوې د پیرودنکو لپاره وړاندې کوي.

د انګیزې په ټاکلو کې د پیرودنکو پیژندل او دهغوی ټاکنه خورا اړینه ده. دا ځکه چې موږ سره مرسته کوي تر څو وکولای شو د خپلو توکو او چوپړتیاوو د مصرف او بیې اندازه وټاکو. د پیرودنکو په ټاکلو او پيژندګلوۍ کې باید لاندې پوښتنې ځواب کړای شي.

۱.  زما د تولید او چوپړتیاوو لپاره د کومې اقتصادي کچې پیرودنکي شتون لري؟

۲. نوموړي پیرودنکي به تر کومې کچي متعهد پاتې شي؟

۳. خپل توکي او چوپړتیاوې به په چا باندې وپلورو؟

۴. کوم توکي او چوپړتیاوې به مو پيرودنکې قانع کړي؟

۲. بازار:

یوه کاروباري انګیزه هغه وخت مالي ارزښت پیدا کوي چې وکولای شي په بازار کې د پلي کیدلو وړتیا ولري. د یوه بریالۍ کاروباري انګیزې بله  نښه دا ده چې په بازار کې د یادې انګیزې محصول یا خمات په کومه سلنه خپلې موخې ترلاسه کولای شي؟ او څرنګه کولای شي خپل ځان له سیالانو څخه بیل کړي؟ د کاروباري بریا د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده خپل بازار وټاکئ او تر ټولو اړینه دا چې په کومه کچه بازار او پیرودنکو ته د ځواب ورکولو او اړتیا پوره کولو تیاری لري.

۳.  د ګټې اخیستنې او عایداتو میکانیزم:

یو کاروبار باید وکولای شي د اوږدې مودې لپاره ګټور وي. په پایله کې د یوې بریالۍ کاروباري انګیزې بله نښه دا ده چې د ګټې او عاید کچه یې پر څه ډول ده؟ لومړی تر هر څه وړاندې تر ټولو اړینه پوښتنه دا ده چې نوموړې انګیزه څنګه او پر څه ډول سره کولای شي تاسو لپاره پیسي راوړي؟

نو په پایله کې که ریښتیا هم غواړی د خپل ژوند ډول ته بدلون ورکړئ او د یو بریالي کاروبار خوبونه وینئ؛ نو تاسو اړ یاست له همدې شیبې یې پیل کړئ، ستونزې په ګوته کړئ او ورته د مناسبې حل لارې په لټه کې شئ. کاروبارې انګیزه وټاکئ او د پلې کولو لپاره یې پلان جوړونه وکړئ. هیڅ کله ماتې مه منئ او پر پلي کولو کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړئ. او په پای کې به همدا تاسو بریالي یاست.

لیکونکی: حکمت الله نظري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب