د کالیو په پاکولو کې د نارینه او ښځینه بولو تر منځ د توپیر سبب

یوې خور پوښتنه کړی وه چې:
د کالیو په پاکولو کې د ماشوم (هلک) پر بولو (متیازو) باندې یواځې اوبه شیندل کیږي په داسې حال کې چې د ماشومې ( انجلۍ ) پر بولو ککړ شوی ځای مینځل کیږي، د دې کار عمده فرق په څه کې دی؟

د نوموړی خور د دې پوښتنې په ځواب کې لیکو چې:
که چېری یو تې رودونکی( شیرخوار ) ماشوم چې لا تر دې مهاله ېې خواړه نه وي خوړلي د یو چا په لباس یا پر بل کوم داسې څیز باندې بولې (متیازې ) وکړي؛ نو د امام شافعي او امام احمد بن حنبل ( رحمهما الله ) په نزد یواځې د بولو پر ځای باندې باید اوبه وشیندل شي او په دې اړه دلیل هم دا مبارک حدیث دی چې ابوداؤد او ابن ماجه په اصل کې د امام بخاري ( رحمه الله ) څخه روایت کړیدی چې لبابة بنت الحارث ( رضي الله عنها ) داسې وفرمایل: یو ځل حُسین بن علي ( رضي الله عنهما ) د ګران پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) په غیږ کې ؤ چې په دې وخت کې ېې پر هغه مبارک باندی متیازې وکړې؛ نو ما ورته وویل: ته نورې جامې واغونده او دا پرتوګ دې ما ته راکړه تر څو پرې ېې مینځم؛ نو وې وویل: (( إنما يُغسـل من بول الأنثى، ويُنْضَح من بول الذكر )).
یعنې د انجلۍ بولې ( متیازې ) به وینځل کیږي او د هلکانو پر بولو باندې به یواځې اوبه شیندل کیږي.

د دې دواړو تر منځ د توپير اصلي لامل:
د دوي د جداوالي اصلي لامل دا دی چې: د ماشوم ( هلک ) بولې په اغلب ګومان پر ټولو کالیو باندی شیندل کیږي چې د دې مشکل څخه د پاکوالي لپاره یواځې د اوبو شیندل کفایت کوي، خو د ماشومې انجلۍ د بولو څخه د پاکوالي په صورت کې چې په یو ځای کې وي غسل آسانه لاره ده.

او امام ابوحنیفه او امام مالک ( رحمه الله) وايي: د ماشوم ( هلک ) او ماشومې ( انجلۍ ) پر متیازو باندی ککړ شوی ځای به وینځل کیږي، ځکه چې متیازې نجسي دي لکه څرنګه چې نورې متیازې چټلی دي.

راجح قول: لومړی قول راجح دی، ځکه چې په اړه ېې حدیث روایت شویدی، او همدارنګه دا نظر د معاصرې نړۍ د فقیه او د ملک سعود په پوهنتون کې د اسلامي فقه د استاذ دوکتور حسن عبدالغنی أبو غدة نظر هم دی.

لیکنه: استاذ فضل الله ( ممتاز )

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب