د کامیاب مدیر کاري پلان باید څه ډول وي؟

د  مدير د کامياب کاري پلان څلور مرحلې:

په عامه توګه مدير په څلورو  مرحلو خپل کاري پلان پرمخ بيولی شي:

 پلان جوړول:

کار کم وي او که زيات چې کله يې هدف وټاکل شي، د هغه لپاره تر ټولو لومړی پلان ګوزاري ده، او  مدير بايد د خپل کار لپاره دوه ډوله پلان ولري: لنډ مهاله پلان او اوږد مهاله پلان، لنډ مهاله پلان معنی دا چې نن بايد څه وکړي او سبا بايد څه وکړي او په اونۍ کې بايد څه وکړي.  اوږد مهاله پلان پنځه کلن پلان او يا تر دې زيات وي، هرکار چې کوي بايد لومړی  يې پلان چمتو کړي او بيا د پلان سره سم خپلي چاري پرمخ يوسي.

تطبيق:

پورتني دواړه پلانونه په درې برخو وېشل کيږي، جاري پلان، د پرمختګ پلان او انکشافي پلان. مدير به دا وړتيا لري چې د ادارې لپاره کوم اصول ټاکل شوي بايد کله، کوم وخت او د حالاتو سره سم څنګه تطبيق شي. په تطبيق کې يو هغه ډول اصول دي چې بايد مشوره او فکر ورته وشي او بل هغه ډول چاري دي چې له اجتهاد او سوچ پرته يې تطبيقول اړين دي او په کوم کې چې اجتهاد ته ضرورت نه وي هلته بايد فکر او مشورې ته وخت ور نه کړل شي، مدير بايد د پلان د هرې برخې د تطبيق پوره وړتيا او صلاحيت ولري او په تطبيق کې خپله برخه واخلي.

مراجعه او د تنفيذ څارنه:

مدير بايد يوازې په پلان وضع کولو بسنه ونه کړي او نه هم يوازې په راپورونو  اورېدلو باور وکړي  بلکې د پلان د عملي کولو پروخت د پلان د تطبيق کتنه او پوره څارنه به کوي، کامياب مدير هغه دی چې مستقيما د هر کار تنفيذي پلان څارنه په خپله کوي.

پرمختګ:

د پلان وخت پر وخت څارني وروسته بايد مدير نېمګړتيا وي هم په ګوته کړي او هغو ټکو ته ډېر پام واړوي چې د ادارې په پرمختګ کې کليدي رول لوبولی شي، او د پلان د تطبيبق پر وخت بايد پرمختګ ته ډېر پام واړوي. ښه پلان ولري او په قاطع ډول او په خوږه لهجه يې تطبيق کړي او په خپل موفق باندې سره له دلائلو کلک ولاړ وي.

د پلان په عملي کولو کې بايد دا ملکه ولري چې دوخت د اړتيا سره سم څنګه وکړای شي د هغه  وخت وسائل په کار واچوي ترڅو ګټه ترې واخيستل شي او پر مخ ولاړ شي، او خپل پلان له مخکې څخه د ادارې ټولو غړو او استاذانو ته واضح کړي، ټول له خپلو اصولو خبر کړي او د مسؤليت اړوند داسې وسائل په کار واچوي چې دی خپل هدف ته ورسوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب