د کانکور ازموینې د اصلاح او سمون اړتیا

په زده کړو کې د ځنو لاس ته راوړنو او ستونزو په هکله ما پخوا هم لیکنی کړیدي، په هکله به يې یوه بله بشپړه لیکنه او طرحه هم خپره کړم، خو اوس یوازی د کانکور په برخه کې اصلاحاتو ته د چارواکو پام راګرځوم.
لومړی د کانکور په هکله د خپلی یوی خاطري او تجربی یادونه کوم چې کیدای شي یو شمیر نورو هم دا حالت لیدلی او تجربه کړی وي.زه په ښوونځي کې له لومړۍ درجی زده کوونکو ګڼل کیدم، خو په کانکور کې په ټیټه نومره پوهنتون ته بریالی شوم.
له ماسره د پوهنتون د لومړی سمستر په ټولګي کې، هغه شخص هم و، چې تر ټولو یې لوړی نومری ترلاسه کړی وي.
ددی ترڅنګ زموږ په ټولګي کې ، د افغانستان له ټولو سیمو، له شمال تر جنوب او له ختیز تر لویدیز، څه ناڅه ۷۵ محصلین و. په دوی کې ۱۶ تنه د یبلابیلو لیسو د لومړۍ درجی فارغان هم و.
فکر کوم هغه مهال زموږ له ټولی لیسی څوتنه د ګوتو په شمار زده کوونکی پوهنتون ته بریالی شوی وه.
هماغه وخت په ټول هېواد کې یوازی دوو دولتي پوهنتونونو فعالیت درلود، کابل پوهنتون او ننګرهار پوهنتون.
که څه هم ما په کانکور کې د خپلي هيلې خلاف، ډیره جګه نومره نه وه ترلاسه کړی، خو د پوهنتون د لومړي سمستر په دی ۷۵ تنو کې می تر ټولو جګی نومری ترلاسه کړي، د صنف عمومی اول نمره شوم او تر پایه مې خپله بریا او درجه وساتله.
خو هغه چا چې، په کانکور کې تر ټولو جګی نومری اخستی وی، پوهنتون يې د ځنو نورو محصلینو په څېر په مات او ګوډ ډول په عادي توګه او په لږو نمرو پای ته ورساوه.

زما له دی یادونی هدف داو چې، یوازی د کانکور د از موینی پوری د زده کوونکو د راتلونکو زده کړو غوټه کول ، بشپړ علمي او منطقي نه بریښي، ځکه چې په ځنو حالاتو کې یې پایلي د زده کوونکي د سویې لپاره د معیار ښکارندویې نه شي کولاي.
دا تصور چې په کانکور کې به په لوړو نومرو زیاتره بریالي کسان په پوهنتونونو کې هم ښی بریاوی ولري، کله کله معکوس تصویر هم وړاندي کوي.
د خپل شخصي یادښت او تجربي په نظر کې نیولو سره اوس راځم اصلی بحث ته، هغه داچې ولی باید د کانکور ازموینه اصلاح او څرنګه باید اصلاح شي؟
او په ځنو پر مختللو اروپایې هیوادونو کې دا حالت څرنګه دی؟
له دی امله چې د کانکور ازموینه د زده کړو له ټول بهیر سره تړاو لري، نو ښه به وي چي، په ښوونځیو کې دوه نور کارونه هم ترسره شي:
۱- ژر ترژره له نهم ټولګي پورته، څانګی رامنځ ته شي او نور د عمومي زده کړو لړۍ پای ومومي.
۲- همدارنګه غوره به وي چې له اتم یا نهم ټولګي وروسته، زده کوونکي د زده کړو دوو لورو ته برابر شي.
هغوی چې له پوهنتوني زده کړو سره مینه لري او وړتیا یې لري تیوریکي ښوونځیو ته شامل شي او هغوی چې لنډی، اسانه زده کړی، ژر کار کول او یوه حرفه یا کسب زده کول غواړي باید خرفوي او مسلکي زده کړو ته وروپیژندل شي.
ددی تر څنګ هغوی چې په پوهنتونونو کې د شمولیت لیوالتیا لري باید ټولی زده کړی یې د کانکور د یوی ورځي ازموینی پر چانس پوری محدودی نه شي.
زما له نظره غوره ده چې، په سلو کې څه نا څه پنځوس د کانکور از موینی نتیجه محاسبه شي او نور پاته د لسم، یوولسم او دولسمو ټولګیو نومری په نظر کې ونیول شي.
په تخنیکي اړخ به يې په یوه بله تفصیلي طرحه کې چې ما دمخه لیکلی او په راتلونکو ورځو کې به یې خپره کړم، پوره معلومات خپاره شي.
لوړو زده کړو ته د شمولیت لپاره د ښوونځي د وروستیو دریو کلونو پنځوس یا زیات و کم سلنه او په سلو کې پنځوس د کانکور د ازموینو د نومرو په نظر کې نیول ډیری ګټی لري او په لوړو زده کړو کې د شمولیت یوه نسبي اغیزمن معیار لپاره لاره هوارولای شي.
دا ځکه چې، هغه زده کوونکی چې له ښاري سیمو لری په ناوړه درسی چاپیریال کې په لږو امکاناتو زده کړي کوي د خپل ښوونځي د درسي چاپیریال مطابق ترلاسه شوی نتیجه او نومری به يی هم په نظر کې ونیول شي.
ددی تر څنګ به سترګي یوازی د کانکور لپاره میخانیکي تیاري ته نه وي، بلکه د ښوونځیو د مضامینو زده کول به هم د غوره نومرو د ترلاسه کولو لپاره په لیوالتیا او سیالۍ سره دوام و مومي .

بل داچې که چاته د کانکور په ورځ ناروغي او یا بله ستونزه رامنځ ته کیږي، نو د ښوونځی نومری به يې د بشپړی ناکامۍ مخه و نیسي او د زده کړو ټول چانس او د سویې د سطحي معلومول به يې یوازی د کانکور د ازموینی پوری محدود نه وي.
په اروپایې هیوادونو کې هم د یوه زده کوونکې د زده کړو ټول سرنوشت په کانکور پوری تړلی نه وي او د ښوونځي د پای ازموینی، د ټست او ازمون نوری لاری هم په کې په نظر کې نیول کیږي.
د بیلګي په توګه په زیاترو اروپایی هیوادونو کې ښوونځي د سويې او پوهي د سطحي له امله په څو ډوله وي. هغه ښوونځي معلوم وي چې زده کوونکي يی پوهنتونونو ته لار مومي، ځکه لایق زده کوونکې ورته وار دمخه له لومړنیو زده کړو وروسته جذب شوی وي. همدارنګه د ټولو ښوونځیو زده کوونکې د پوهنتونی زده کړو لپاره نه روزل کیږي او له ټولو په پوهنتونونو کې د شمولیت سرتاسري کانکور نه اخستل کیږي.

همدارنګه د ټولنی او هېواد د اړتیاوو پر بنسټ، د دقيقي اړتیا سنجول شوی او پلان شوي کړنلاری له مخي محصلین بیلابیلو څانګو او پوهنځیو ته لار مومي.
د ساري په توګه هالنډ کې څه ناڅه په سلو کې څلویښت د اتم ټولګي فارغان هغو ښوونځیو ته جذبیږي چې له بریالي پای ته رسولو او دپلوم ترلاسه کولو وروسته هرومرو پوهنتونونو ته شاملیږي.
پاته نور په سلو کې شپیته يې داسی حرفه یې مسلکي زده کړو ته دوام ورکوي چې په درسي نصاب کې يې د مسلک مطابق زیاتي عملي زده کړی تنظیم شوی وي.
په اروپا کې بلجیم، اسپانیه، سویس او سویډن د کانکور ازموینی نلري.

 

په هالنډ کې د مرکزي سرتاسري ازموینی او یا کانکور په سلو کې پنځوس نمري په نظر کې نیول کيږي.
په فرانسه کې بیا د سرتاسري یا کانکور ازموینی یوازي په سلو کې دیرش پوهنتونونو ته د شمولیت لپاره ارزښت لري.
ددی ترڅنک په اروپايی هیوادونو کې زده کړی په تمامه معنا سرتاسري او متوازنی هم دي. درسي موادو، مسلکي ښوونکو او په ټول کې د زده کړو په امکاناتو کې توپیر نه شته او د درسي نصاب بشپړ تطبیق حتمي دی .
خو په افغانستان کې چې متوازنی زده کړی هم نشته، یو ښوونځی کمپیوتری اسانتیاوی لري خو یو بل درسی کتابونه، سم درسی وسایل او روزل شوي ښوونکي هم نلري ، نو څرنګه کیدای شي چې د ټول افغانستان د ټولو ښوونځیو د فارغ شویو زده کوونکو څخه دی دا تمه وي چې په سویو کې به يې ډیر زیات توپیر نه وي.
ایا دا به له منطق او انصاف سره برابره وي چې د یوه نامتوازنه تعلیمي چاپیریال ټولو زده کوونکو ته یو ډول ازموینه په نظر کې ونیول شي او د لوړو زده کړو چانس يې یوازی د کانکور له ازموینی سره وتړل شي؟ زما له نظره دا حالت لوړو زده کړو ته د ټولو زده کوونکو په مساوي او عادلانه لاسرسي کې مرسته نه کوي.

نو له همدی امله اړینه ده چې د زده کوونکو سرنوشت یوازي د کانکور نومرو پوري ونه تړل شي. د ښوونځي نومري او نور ازمایښتي نتایج هم، لوړو زده کړو ته په شمولیت کې اغیزه ولري.
د کانکور ازموینه هم اړینه ده، خو یوازي د نتیجو نمایې او یا له دی زیات یې باید د لوړو زده کړو د شمولیت لپاره معیار وګڼل شي.
له دی امله چې د ښوونځیو از موینی هم رڼې او له فساده خالي نه دي، نو غوره به وي چې، د دواړو برخو نومری یو څه د زده کوونکي د سطحي او سویې په معلومولو او لوړو زده کړو ته د شمولیت د معیار په ټاکلو کې مرسته وکړي او په زده کړو کې د لا روڼتیا او عدالت سبب شي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

هالنډ – 09.2020

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب