د کایناتو توسعه او سپوږمۍ ته تګ| قرآن علمي اعجاز

د کایناتو توسعه:

په ( ۱۹۲۵) کې يو امریکایی ستور پوه (یدوین هبل)داسې شواهد وښوول چې کهکشانو نه یو د بل نه لیري کیږي او کاینات توسعه پیدا کوي

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۵۱:۴۷«او آسمان موجود کړی دی موږ په قدرت خپل او بیشکه موږ خامخا[موسعون] پراخواونکي یو»
موسعون  په عربي کې د توسعې مانا ورکوي.
یو مشهور استروفیزیک پوه( ستیفن هاوکنګ )په خپل کتاب ( د وخت مختصر تاریخ ) کې لیکلی دي: دا د کایناتو  د توسعې کشف  او موندنه د شلمي پېړۍ یو لوی کشف دی.

سپوږمۍ ته تګ:

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۸۴:۱۸-۲۰« (او قسم خورم ) په سپوږمۍ کله چې مکمله شي خامخا تاسې پورته[ترکبن] به شی تاسې د یو طبقې نه وروسته بلې طبقی ته پس څه دی چې ایمان نه راوړی»
د ترکبن لغت چې د راکبه نه اخیستل شوی دی مانا یې ( پورته کیدل ، پیاده تګ، تعقیبول…) دي.
تاسو به په راتلونکي کې سپوږمۍ ته طبقه په طبقه او مرحله په مرحله چې مقصد یې نقلیه وسایل دي چې مرحله په مرحله تکمیل شویدي
او همداسي کیهانوردان هر طبقه د اتموسفیر د یو بل پسی تیروی او بیا د سپوږمۍ جاذبې ته ننوځی

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي :
۸۰:۲۵-۳۱ «بیشکه موږتوی کړي دي اوبه تویول بیا څیری[شقاً] کړی ده موږ ځمکه څیرول بیا مو زرغوني کړي دي په هغې (ځمکې)…»

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۵۴:۱«را نژدې شو هغه ساعت چې شق[انشق] شي سپوږمۍ»
دلته د شقاً معنی یوې کول  اوکندل راغلې ده
که (۱۹۶۹)ته سپوږمۍ ته ختلو مراجعه وشي هلته یو کیهانورد پیاده شو اود سپوږمۍ خاوره یې وکندله او له ځان سره یې مځکې ته راوړله چې د دی مبارک ایت مانا داسي کیدای شي چې  «هغه ساعت (نژدې دی ) چې سپوږمۍ مطالعه شي».
(۱۹۶۹) کال مصادف دئ( ۱۳۹۰ )هجري کال سره که دا یات شریف د ابجد په حساب جمع شي (۱۳۹۰) ورکوی
خدای ښه پوهیږی!

د اتوم  وېښل :

(۲۳) پیړۍ مخکې د( دیموکریتس )تیوري چې ویل یې اتوم تر ټولو کوشنی ذره ده او عربو هم همدا عقیده درلوده او دا تر څو کالو تر مخي پوری چلیده اوس دا جوته شوې ده چې اتوم ماتیدونکۍ دی او دا د شلمي پیړۍ یو مهم کشف دی.
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۳۴:۳«…نه پټیږی  له ده په اندازه د یوې ذرې(اتوم) په اسمانونو کښې او نه په مځکه کښې او نه وړوکۍ له هغې ذرې او نه لوی …
خدای(ج) د اتوم د لوی او وړوکۍ باندی خبر دی
اتوم ته په عربي ذره وایي نو مالومیږي له اتوم نه کوچنی شی هم شته.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب