د کب تازه غوښه وخورئ چې سالم واوسئ!

کب یا ماهي د ځمکې پرمخ یو له سالمو خوړو څخه شمیرل کیږي. د کب تازه غوښه د پروتین یوه ښه منبع ده چې په خپل ترکیب کې ګڼ شمیر مهم غذايي مواد لري، چې د انسان د بدن او اعصابو د پیاوړتیا لپاره خورا مهم ګڼل کیږي. د بیلګې په ډول، اومیګاه ۳ اسیدونه یا Omega-3 fatty acids د کب په غوړو کې ډیر موندل کیږي چې د زړه ناورغی په مخنیوي او د خطر په کمولو کې مرسته کوي. همدا ډول د وینې غوړ یا کلسترول او د وینې فشار نورمال ساتي، ذهني پریشاني یاDepression، وسواس یا Anxiety او د بندونو دردونه او نورو ناروغیو په مخنیوی کې ډیره مرسته کوی. د ماهی غوښه ګڼ شمیر ویټامینونه لري؛ ولی ویټامین ډي چې په غوړو کې منخل ویټامین دي په زیاته پکې شته. ویټامین ډي د ماشومانو د هډوکو په وده او د بدن د معافیتي سیتیم په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي. سربیره پر دې منرالونه او ایوډین هم په کب کې شته، چې د وجود د سلامتیا لپاره اړین دي. له دې امله هر انسان باید په اونی کې یو یا دوه ځله د کب غوښه وخوري.

په عمومي ډول د ماهیانو ټول ډولونه په خپل ترکیب کې په لوړه کچه ارزښتناکه غذايي مواد لري، چې د بدن د سلامتیا لپاره اړین دي. څیړنو او تجربو ثابته کړې چې د کب غوښه ډیرې ګټې لري او د یوې سالمې ټولنې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي. داچې څه ګټې لري په خپله یې ولولئ:

۱. که غواړئ د زړه له ناروغۍ څخه په امن کې پاتې شئ نو د کب غوښه خوړل پخپل دستراخوان ډیر کړئ.

۲. که غواړئ سالمه کورنۍ ولرئ او کوچنیان مو ځیرک او هوښیار وي د کب خوړل مه هیروئ ځکه د ماهي په غوښه کې ټول هغه غذايي مواد چې د بدن او مغزو په وده کې پوره ونډه لری شته.

۳. دا چې ماهی خوړل د ماشومانو د بدن او مغزو په وده او انکشاف کې مهم رول لري نو هغه امیندواره ښځې چې په اونی کې ۳۴۰ ګرامه کب خوري ماشومان به یې روغ رمټ او هوښیار وي.

۴. د عمر په تیریدو سره د انسان بدن او مغز کمزوري کیږي ولې هغه کسان چې په منظم ډول د کب غوښه خوري د قوي حافظې او عاطفې لرونکي وي.

۵. د کب د غوښې خوړل انسان تندرسته او خوشحال ساتې او د خفګان او وسواس په له منځه وړلو کې ورسره مرسته کوي.

۶. د نړۍ ۴۰ سلنه خلک د ویټامین ډي د کمښت سره مخامخ دي، کب د ویټامین ډي یوه بډایه منبع ده.

۷. د کب غوښه په لویانو او کوچنیانو کې د خوږې ناروغۍ (شکر) په کنترول کې مرسته کوي.

۸. ماهي په کوچنیانو کې د سالنډۍ یا نفس تنګۍ ناروغي په مخنیوي او کم ساتلو کې مرسته کوي.

۹. مد کب غوښې خوړل په ښځینه او نارینو کې د سترګو د لید یا نظر قوه پیاوړې کوي.

۱۰. بې خوبي نن سبا یوه عامه ستونزه ده، د کب د غوښې خوړل د ښه خوب کولو سبب کېږي.

۱۱. ماهی یو خوندور او په اسانه تیاریدونکی خواړه دی.

هغه کبان چې په ازاد ډول له سیندونو او دریابونو نیول کېږي په زیاته اندازه اومیګاه ۳ لري. ماهی که تازه وي او د فارم څخه ونیول شی خوندور او خواږه وي. که چېرې ماهیان په سمه توګه وساتل شي او حفظ الصحه په پام کې ونیول شي کب نه خرابیږیي او خپل غذایی ارزښت زر له لاسه نه ورکوي. خو که د نیولو، بسته بندی، انتقال او پلورولو په وخت کې یی حفظ الصحه او د ساتنی معارونه په پام کې و نه نیول شی بیا ډیر زر ککړ او خرابیږی.

ماهی کولای شو هر وخت په هرځای کې په متخلفو ډولو پوخ او تیار کړو. لکه په سکروټو وریت یا کباب کول، په ګازی یا برقی تنور (داش) کې پخول او په غوړیو یا تیلو کې سور کول. ولی په یاد ولری غوړی یا تیل باید یو ځل استعمال شی تر څو د ماهی په خوند او مزه پوه شی. همدارنګه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ماهی ښوروا، یخني او نور ډول ډول پخول هم مروج دی.

ډاکټر محمد قیاس خان

د کب پالنې د څانګې مسؤل

د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه/ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب