د کدو پنځه حیرانوونکي ګتې

د کدو پنځه حیرانوونکي ګتې

له دې وړاندې داسې ګمان کیده چې کدو به یوازې د سترګو لپاره ګټور وي خو وروستیو څیړنو ثابته کړه چې کدو له سترګو سربیره د بدن نورو برخو ته هم ډیر زیات ګټور دی.

دلته مو د کدو له هغو پنځو حیرانوونکو ګټو سره اشنا کوو چې کیدی شي له دې وړاندې مو په اړه يي نه وي اوریدلی.

۱- اضافي وزن کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي:

که غواړئ خپل د بدن اضافي وزن کم کړئ نو د وریجې او کچالو پر ځاي کدو استعمال کړئ. کدو زیاته اندازه فایبر (Fiber) نومې مواد لري کوم چې ډیر ژر هضمیږي او د اوږدې مودې لپاره د خواړه اړتیا له منځه وړي یعني د وږیتوت احساس له منځه وړي. یوه قوتۍ کدو ۷ ګرامه فایبر لري. کدو ډیر لږ کالوري او زیاته اندازه پوتاشیم لري. په کدو کې شته پوتاشیم له بدن څخه د اضافي مالګې او اوبه په خارجولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۲- د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي:

کدو ټول هغه ګټور مواد لري کوم چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کولو لپاره اړین ګڼل کیږي. کدو زیاته اندازه ویټامین اې (Vitamin A) کوم چې سترګو ته ډیره زیاته ګټه لري، حل کیدوونکی فایبر (Soluble Fiber) کوم چې د پړسوب ضد خاصیت لري او د بدن د دفاعي نظام حجراتو له پړسوب څخه مخنیوی کوي، فولک اسید (Folic Acid) کوم چې د ډي این اې (DNA) او پروتین ترکیب لپاره اړین دی او ریبوفلاوېن (Riboflavin) کوم چې بدن ته د باکتریايي ناروغيو ضد د جګړې وړتیا زیاتوي شتون لري.

۳- د پوټکي تر ټولو ښه ملګری ګنل کیږي:

کدو زیاته اندازه بیټا- کیروټین (Beta-Carotene) نومې مواد لري کوم چې د پوټکي له ګونجو څخه مخینوی کوی. بیټا- کیروټین نومې مواد د لمر وړانګو په وړاندې له پوټکي څخه ساتنه کوي. کدو د انسان پوټکی په ۴۰ او ۵۰ کلنۍ کې هم ځوان ساتي. له پورتنیو ګټو سربیره کدو زیاته اندازه ویټامین سي (Vitamin C) او اي (Vitamin E) لري چې دغه ویټامینونه په بدن کې د کولیجن (Collagen) تولید زیاتوي. کولیجن د بدن پوټکی تازه او نرم ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه کې شته ویټامین بي ۵ (Vitamin B5) یا پینټوتېنک اسید (Pantothenic) د انسان پوټکی د عمر زیاتوالی له نښو څخه ژغوري او د انسان څیره د اوږدې مودې لپاره تازه او ښېرازه ساتي.

۴- د سرطان خطر کموي:

دغه خواړه د سرطان له مختلفو ډولونو څخه د مخنیوی وړتیا لري او کولی شي انسان د سرطان له مختلفو دولونو څخه وژغوري. په کدو کې شته بیټا- کیروټین (Bata-Carotene) نومې مواد په بدن کې د ویټامین اې (Vitamin A) په انټي اکسیډنټ (Antioxidant) بدلیږي کوم چې د بدن حجرات د هغو ازادو رادیکلونو څخه چې د سرطان لامل ګرځي ژغوري. د کدو زړي یا دانې د انسان په بدن کې د استروژن هارمون (Estrogen Hormone) ته ورته مرکب د فیتو استروژن په نامه تولیدوي کوم چې د سینې له سرطان څخه مخنیوی کوي. دغه خواړه زیاته اندازه فایبر (Fiber) هم لري کوم چې د څیړنو پر بنسټ په ښځو کې د سینې د سرطان خطر له منځه وړي.

۵- حامله ښځو لپاره تر ټولو غوره خواړه تشکیلوي:

د روغتیايي کارپوهانو په وینا کدو د حامله ښځو لپاره تر ټولو غوره او پیاوړې خواړه دی. کدو زیات شمیر هغه منرالونه، ویټامینونه او نور ګټور مواد لري کوم چې د جنین په غوره او پیاوړی وده او نمو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه زیاته اندازه پروټین (Protein)، وزن زیاتوونکی مواد (Fat)، کاربوهایدریټ (Carbohydrates)، ویټامین اې (Vitamin A)، ویټامین بي ۱ (Vitamin B1)، ویټامین سي (Vitamin C)، نیاسین (Niacin)، کلسیم (Calcium)، فاسفورس (Phosphorus) او اوسپنه (Iron) لري.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب