د کرنې وزارت: د زغفرانو سږني حاصلات ۴۰۰۰ کیلو ګرامو ته رسېږي

۲۰۰۶ م.‌ کال

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اټکل کوي چې سږ کال به د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې له کرل شویو زعفرانو څخه ۴۰۰۰ کیلو ګرامه حاصل تر لاسه شي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال د تېر کال په پرتله د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال په ۲۴ ولایتونو کې په ۹۰۰ هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي چې د اټکل له مخې به ۴ زره کیلو ګرامه حاصل ورکړي.
دغه وزارت ټینګار کوي چې په یو شمېر ولایتونو کې یې د کروندګرو لپاره د پوهاوي یو لړ ګټور پروګرامونه جوړ کړي او همدارنګه د زعفرانو د حاصلاتو د راټولولو لپاره یې کروندګرو ته پرمختللي ماشینونه وېشلي دي.
د کرنې وزارت ویاند لطف الله راشد وايي:«اټکل کېږي چې سږ کال به ۴ زره کیلو ګرامه حاصل ولرو، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.»

نوموړي دغه راز وویل چې وزارت د زعفرانو د کښت په برخه کې سږ کال ۲۰۰ کروندګرو ته روزنه ورکړې ده او د زعفرانو د کښت د زیاتوالي لپاره یې پراخ پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.
دا چې د افغانستان زعفران له غوره کیفیت څخه برخمن دي، افغان کروندګر له حکومته غواړي چې محصولاتو ته یې بازارونه پیدا کړي.
زعفران په افغانستان کې نوی دود شوی قیمتي بوټی دی چې تر دې دمه یې په یو شمېر ولایتونو او په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې کښت ښه نتیجه ورکړې ده.
زعفران د نشه يي توکو د کښت یو ښه بدیل هم کېدلی شي.
څېړنې ښيي چې د افغانستان اقلیم د زعفرانو د کښت لپاره مناسب دی او که دغه صنعتي بوټی په سمه توګه وکرل شي، حاصلات یې تر دې هم لوړېدای شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب