د کعبې شريفې لنډه پېژندنه

د مکې مکرمې ښار د ځمکې پر مخ له ټولو ښارونو څخه محترم او غوره ښار دی چې تقريباً د ځمکې په وسط کې قرار لري ، په دغه ښار کې بيت الله شريف په برابر او موازي د [بيت المعمور] کوم چې د آسمان د مخلوق عبادت ځای دی قرار لري (يعنې دواړه بيتې يو د بل په برابر او موازي قرار لري ) .

بيت الله شريف لومړی ځل ملائيکو جوړه کړي ده وروسته بيا حضرت آدم عليه السلام ، حضرت شيث بن آدم عليه السلام ، حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسماعيل عليه السلام او وروسته د قريشو لخوا ورغول شوه چې خپله جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه په رغولو کې برخه اخيستې او د قريشو د مشرانو په ګډون يې د حجر اسود ډبره په خاص ځای کې ځای پر ځای کړې ده . وروسته بيا په کال د 65 هجري د حضرت عبدالله بن زبير او په کال د 74 هجري د سلطان مراد عثماني او په کال د 1417 هجري د ملک فهد لخوا رغول شوې ده .

بيت الله مربع شکله ده چې ابعاد يې په لاندې ډول دي : – طول يې د ملتزم لخوا 12.84m – طول يې د حطيم لخوا 11.28m – طول يې د رکن يماني او حطيم تر مينځ 12.11m – د رکنينو تر مينځ 12.52m – د حجر اسود لوړوالی 1.1m – د کعبې د دروازې اندازه 1.9mx3.1m حجر اسود : حجره اسود هغه ډبره ده چې له جنت څخه راوړل شوې ده ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي نزلَ الحجرُ الأسودُ من الجنَّةِ وهو أشدُّ بياضاً من اللَّبنِ فسودتهُ خطايا بني آدم] (حجر اسود چې کله له جنت څخه راوړل شوه رنګ له شيدو څخه سپين ؤ وروسته د بنی آدمو د ګناهونو په وجه توره شوه!!! ) (الترمذي 877 ) . د دغه ډبرې طول 25 سانتې او عرض يې 17 ساتنې دي چې د سپينو زرو په يوه حلقه کې قرار لري .

مسجد الحرام : د کعبې شرېفې چاپيره ساحه ،مطاف ( د کعبې چاپیره پراخه ساحه چې طواف پکې ادا کيږي ) او د هغه چاپيره د لمانځه ځايونو ته [مسجدالحرام] وايي . جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: [صَلاةٌ فِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَفْضَلُ مِنْ مِائَةِ أَلْفِ صَلاةٍ فِيمَا سِوَاهُ ] (احمد . 14284و ابن ماجه 1406 )
ژباړه : په مسجدالحرام کې يو لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله د يو لکو لمونځونو اجر لري (يعنې تقريباً د 55 کلونو د لمونځونو اجر لري ) . همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : [مَنْ طَافَ بِهَذَا الْبَیْتِ أُسْبُوعًا فَأَحْصَاهُ کَانَ کَعِتْقِ رَقَبَةٍ، لا یَضَعُ قَدَمًا وَلا یَرْفَعُ أُخْرَی إِلا حَطَّ اللَّهُ عَنْهُ خَطِیئَةً وَکَتَبَ لَهُ بِهَا حَسَنَةً] ( ترمذی -959 ). ژباړه : څوک چې له کعبې څخه اوه دورې طواف وکړي ، دا طواف دومره اجر لري لکه يو غلام ( د الله په لاره کې ) آزاد کړی وي ، د قدم له اخيستلو او پورته وړاندې به الله تعالی دی له ګناهونو څخه پاک کړي او د ده د پاره به يو نيکي و ليکي .

د تاريخ په اوږدو کې د مسجد الحرام پراخوالی : مسجد الحرام د اسلام په تاريخ کې څو ځله د خلفاء راشدينو او اسلامي حاکمانو لخوا پراخه شوی دی چې په لاندې توګه بيانيږي :
۱- حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه 638 م
۲- حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه 648 م
۳- حضرت عبدالله بن زبير رضی الله عنه 685 م
۴- وليد بن عبدالملک 638 م
۵- ابو جعفر منصور عباسی 638 م
۶- محمد مهدی عباسی 638 م ۷- المعتضد العباسی 638 م
۸- المقتدر العباسی 638 م
۹- ملک عبدالعزيز 1955م
۱۰- ملک فهد بن عبدالعزيز 1988 م دا جومات (95 ) دروازې او (9) منارې لري چې د هرې منارې لوړوالی يې (89 ) متره ته رسيږي!!! آسانه لار دا ده چي دا پیغام نورو ته ورسوه کېدلی شي ستا په ویلوڅوک عمل وکړي!! دغه مبارکی خبری په خپل ورځني ژوند کی د عمل په هيله وکړي.!!!

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب