د کفارو اخترونه لمانځل او په هغه کې د شرکت کولو حکم

مسلمان ته دا لازمه ده چې پر خپل سپېڅلي دين شکر وکاږي، د الله تعالی حمد او ثنا دې ووایي چې د اسلام توفیق يې ور بخښلی دی، د الله رب العزت څخه پر دغه دین د ثبات او استقامت دعاء وغواړي، یقینا کفري ملتونه شپه او ورځ دا کوښښ کوي تر څو مسلمانان د خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړي، تل پدې هڅه او هاند کې دي چې د الله تعالی سره یې تعلق او رابطه پرېکړل شي؛ الله تعالی فرمايي: (وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُوا وَاصْفَحُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) زیاتره اهل کتاب دا غواړي چې په یو ډول نه یو ډول تاسې له ایمان نه بېرته د کفر لوري ته وګرځوي که څه هم حق هغو ته څرګند شوی دی؛ خو د خپل نفس د رخي (حسد او کینې) له امله ستاسې لپاره دا غواړي د هغوی په ځواب کې د عفوې او تېروتنې نه کار واخلئ؛ چې الله په خپله خپله فیصله نافذه کړي؛ ډاډه اوسئ چې الله تعالی پر هر څه قادر دی. د البقرې سورت ۱۰۹ آیت.

مسلمانانو ته پکار نده چې د کفارو په اخترونو کې شرکت وکړي او له هغوی سره خوښي څرګنده کړي، یا د دې خوښۍ په مناسبت خپل دنیوي او اخروي کارونه وځنډوي، دا ځکه چې دغه اخترونه لمانځل د هغوی سره په مشابهت کې راځي؛ چې لدې څخه اسلامي شریعت منع راوړي ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: چا چې له کوم قوم سره مشابهت وکړ هغه د هغوی له ډلې څخه دی. دا حدیث ابو داود روایت کړی دی.

–  د کفارو سره د هغوی په اخترونو کې شرکت کول او هغه اخترونه لمانځل په لاندې دلایلو سره ناروا او حرام عمل دی:

اول: د کفارو سره تشبه (ورته والی) دی: او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (( عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ»)) چا چې د کوم له عاداتو او عنعناتو سره تشبه (ورته والی) وکړ؛ هغه د هغوی له ډلې څخه دی. ابو داود رحمه الله فرمايي: دغه حدیث خطرناک تهدید دی. عبد الله بن العاص رضي الله عنه فرمايي: چا چې د مشرکینو په ځمکه کې (چاپېریال) کې هستوګنځی جوړ کړ (یعنې له هغوی سره یو ځای ووسېده)، او د هغوی نوروز او مهرجان یې ولمانځلو؛ او تر مرګه پورې یې د هغوی د عاداتو او عنعناتو سره تشبه (ورته والی) وکړ؛ د قیامت په ورځ تاواني شو.

دویم: د هغوی په اخترونو کې مشارکت کول د هغوی سره یو رنګه د محبت او میني اظهار کول دي، او د کفارو سره د میني او محبت څخه مونږ منع شوي یو، الله تعالی فرمايي: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ) ای مؤمنانو! یهود او نصاری په دوستۍ مه نیسئ، دوی خپلو منځونو کې سره ملګري دي، او که له تاسې نه څوک هغوی خپل ملګري نیسي؛ نو بیا هغه هم په هماغو کې شمېرل کېږي، یقینا الله تعالی ظالمانو ته هدایت نکوي. د المائدې سورت ۵۱ آیت.

درېم: اختر یوه دیني او عقيدوي مسئله ده؛ لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:«لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدٌ، وَهَذَا عِيدُنَا» د هر قوم او ملت خپل اختر وي او دا زمونږ اختر دی. الآداب للبیهقي. همداراز د هغوی اخترونه په فاسدو، کفري او شرکي عقایدو ولاړ دي.

څلورم: الله تعالی فرمايي: (وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ…) (او د رحمان بنده ګان هغه دي) چې د درواغو شاهدي نه وايي.. ځنې مفسرینو دغه آیت د کفارو په اخترونو کې د شرکت باندې تفسیر کړی دی.

همداراز مسلمانانو ته دا جواز نلري چې هغوی ته د مبارکۍ کارډونه ور ډالۍ کړي، یا د مبارکۍ کارډونه پرې وپلوري، همداراز د هغوی د اخترونو پورې ټول لازم شیانو څخه ډډه کول پکار دي. تر څو د الهي وعیدونو لاندې را نشو.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب