د کمپيوټر ځانګړتياوې

کمپيوټر د لاندې دريو ځانګړتياؤ لرونکی دی: Properties of Computer

1: چټکتيا (Speed):

کمپيوټر يوه مسله  په ډيره لوړه چټکتيا حلوي.په ځينو حالاتو کې د يوه تن د څو مياشتو کار له يوې ثانيه څخه په لږه موده کې سرته رسوي.
د حقيقي مهال په سيستمونو کې لکه ددښمن د راکټونو د خنثی او دفع کولو په څير د سيستم په برياليتوب او ناکامۍ کې دوخت فکتور بنسټيز عامل دی او دکمپيوټر په چټکتيا کې ډير مهم دی.

2: د ډاډ وړتيا (Reliability):

کومې پايلې چې دکمپيوټر په واسطه ښودل کېږي له ناسمۍ پرته او ډاډمن وي.البته نا سمې پايلې د ننه ايستل شوو او د ناسم پروګرام پايله ده چې موږ او تاسو يې کمپيوټر ته ورکوو.اصلاُد کمپيوټر غلطي زموږ او ستاسو غلطي ده.

3: د ساتلو قدرت (Storage Capacity):

د کمپيوټر د ګټې اخيستو وړ ځايونو څخه يو هم د معلوماتو ساتل او د اړتيا پر مهال د هغوی چټکه ښودنه ده.کمپيوټر کولای شي چې د Dataلوی کميات ذخيره او وساتي.ساتل شوي Dataپه لوړې چټکتيا سره د ګټې وړ ګرځي.پهIS
(Information System) يا معلوماتي سيستم ونو کې د Dataد لويو کمياتو ساتل ډير مهم دي.
پورته درۍ ځانګړتياوې د صنعتي توليداتو د حجم په ډيرښت د نرخونو په لږوالي ،د چارو ،سوداګرۍ ،په منطقي او حسابي مسايلو کې دهوډنيونې کې مهم رول لوبولی دی چې په پايله کې يې په مارکېټونو کې د اړتيا وړ څيزونو نرخ تر ډيره بريده ښکته کړی چې هر څوک کولای شي له هغې څخه ګټه واخلي.

ژباړن:ب.بهیر وردګ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب