د کمپیوټر د امنیت په هکله په څه باید پوه شو؟

هر ورځ د امنیتي ستنونزو،ویروسونو او هکري ډلو په هکله اورو چې موږ او زموږ د هیواد په کمپیوټري شبکو حمله کوي او ستونزي رامنځ ته کوی.

د ډیجیټلي ستونزو څخه د امنیت متخصصان په دې هکله لاندې نظرلري.

الکس استاموس د یاهو اطلاعاتو د امینت متخصص چې په خپله ډیره کاري موده یې د امنیتي ستونزو په پیژندلو او هغې ته د حل لارو په پیدا کولو کې تیره کړې ده، وایې چې د ډیرو ډیجیټلي ستونزو، حملو او هک کولو څخه مخنیوي لپاره لاندې دوې د حل لاري ډیرې مهمې او د اهمیت وړ دي.

  1. پیچلی پسورډ
  2. دوه پړاویزه (مرحله يي) پیژندنه

استاموس وایې چې لویه ستونزه دا ده چې ډیری رسنۍ پر دې تمرکز کوي چې د ډیرو پیچلو هکونو او ډیجیټلي حملو څخه راپورونه ولري، د دې سره عام وګړي دا فکر کوي چې دا ستونزه د حل وړ نه ده، خو دا سمه نه ده. دی وایې “دې ستونزو د سنوډن د خبرو او اطلاعاتو له نشرولو څه وروسته ډیر زور واخیست”.

ددې تر څنګ دا هم سمه ده چې که موږ اطلاعاتو ساتنه ونکړو او دفاعي سیستمونه ونلرو نو ددې امکان شته چې زموږ اطلاعاتو ته خلک لاسرسی ولري. د پورتنۍ وینا سره سم د کمپیوټر څخه ګټه اخستونکي د لاندې کړنلارو په درلودلو سره کولې شي له ډیرو تهدیدونو څخه خلاص شي.

د داسې یو دفاعي پروګرام درلودل چې په کمپیوټر کې د هر پروګرام څخه د ګټه اخستلو په وخت کې ځانګړی نوم او پسورډ وکاروي.

د دوه  پړاویزې پیژندنې  درلودل یعنې دا هغه کړنلاره ده چې که چیرې څوک زموږ کمپیوټر، ایمېل او یا هم نور انټرنیټي حسابونو ته د ننه کیږي یا هم ورته ستونزه جوړیږي زموږ موبایل ته اس ام اس  (SMS)   راځي او موږ ته ځانګړی پیغام راکول کیږي تر څو له ستونزې خبر او په وخت یې مخنیوی وکړو.

پورتنۍ دوهمه کړنلاره ډیره د اهمیت وړ ده، هغه ځکه چې هکران علاقه لري تر څو ایمېلونو او نورو په ټولنیزو شبکو کې حسابونو ته لاسرسی ولري چې اطلاعات راټول او خپلو مخو ته ورباندې ورسیږي.

آدام. جي. اودنل، د سیسکو انټي ویروس (Anti-Virus )  د ډلې یو انجـنیر د استاموس خبرو په تائید سره وایې چې “زما وړاندیز د کمپیوټر او انټرنیټ منځنیو کاروونکو ته دا دې چې دوې هر پروګرام او حساب ته ځانګړی نوم او پسورډ ولري او له خپلو اطلاعاتو یو بک اپ (Back Up) ولرئ ”.

د دې تر څنګ د نویو وسایلو درلودل د دې په مانا نه دي چې امنیت یې خوندي دی او امن دي، یعنې ډیر خلک د نویو وسایلو لکه موبایل، لپټاپ، ټابلیټ او نورو په درلودلو سره فکر کوي چې د دوی وسیله خوندي ده خو مانا یې دا نه ده چې ویروس به نلري.

د ډیجیټلي امنیت متخصصان پر دې باور دي چې د نویو وسایلو امنیت یوه افسانه ده په ځانګړي ډول هغه نوي وسایل چې مخکې له مخکې سافټویرونه پکې انسټال شوي وي.

د دې تر څنګ ځینې نوي وسایل د ګټې اخستنې لپاره په آنلاین یا غیر آنلاین  ډول کوډونو ته اړتیا لري چې دا هم ډیر امن نه دي، ځکه هغه سافټویر چې مخکې انسټال شوی یا هغه کوډونه چې موږ ته راکول کیږي نو مخکې له مخکې د یو شخص سره شتون لري نو بیا هم ورباندې باور کول ستونزمن دي او دا باید یاد وساتو چې زموږ اطلاعات په خطر کې واقع کیدای شي.

په ټوله کې به خبره داسې راټوله کړو چې تر ټولو ښه سافټویرونه هم امنیت نه لري.

ډیری زموږ پر دې باور دي چې هغه پروګرامونه او شبکې چې ډیر ورنه ګټه اخیستل کیږي د ښه امنیت درلودونکي دي خو دا هم سمه نه ده، چې کله زموږ په اطلاعاتو حمله وشي نو اعصباني او قهر کیږو، د ټولو سره دا پوښتنه رامنځته کیږي چې ولې نه شو کولای یو امن سافټویر او پروګرام ولرو؟

د اطلاعاتو د امنیت متخصصان وایې چې د اطلاعاتو اوسافټویرونو امنیت د یو کاروونکي په پوهه او هنر پورې اړه لري یواځې د پوهې زیږنده نه ده، یعنې یو کاروونکی باید دا هنر ولري چې د ذکر شویو لارو څخه سمه او پر وخت ګټه واخلي.

د امنیت نه شتون یو سبب دا ښودل کیږي چې ټکنالوجۍ په ډیر کم وخت کې ډیر پرمختګ وکړ او دا پرمختګ دمره پیچلی دی چې امنیت یې تقریباً ناشونی بریښي.

ځکه یو پروګرام لیکونکی چې پروګرام لیکي له زرګونو لیکو (خطونو) څخه تشکیل شوی وي نو په دې لیکو کې حتماً داسې لیکې شته چې هلته د هکرانو له خوا کودونه لیکل کیدای شي او پروګرام ته د ننه کیږي، دا ډیره ستونزمنه  ده چې دا لیکې ټولې داسې ولیکل شي چې هکر ته پکې د کودونو لیکل ستونزمن وي او د دې تر څنګ د هکرانو فکر، انګیزه او د کار لار هم ډیره مهمه ده ځکه پروګرام لیکونکی په دې نه پوهیږي چې هکر به د پروګرام په کومه برخه حمله کوي اوستونزه به رامنځ ته کوي.

د دې تر څنګ هغه کمپنۍ چې د پروګرامونو د امنیت په برخه کې کار کوي د هغوی موخه دا ده تر څو پروګرامونه ته داسې دفاعي سیستم ولري چې هکران پروګرام ته د لاسرسي لپاره د ډیرو منابعو او امکاناتو لپاره اړتیا ولري او په آسانۍ سره ستونزه رامنځ ته نه کړای شي، نو بیا هم که هکران ډیر وخت، بودیجه، تحقیق او امکانات ولري کیدای شي هر ډول پروګرام ته لار پیدا کړي چې بیا هم د امنیت نه شتون ښیي.

د پروګرامونو او سافټویرونو پر وخت اپډیټ (Update) کولو او په امنیتي او دفاعي سیستمونو کې تغیر او اپډیټ (Update) د اطلاعاتو امنیت خوندي کولای شي.

په عامه اصطلاح غل له پولیس څخه یو قدم وړاندې وي خو پر وخت او مناسب اقدام له غلا څخه مخنیوی کیدای شي.

لیکنه: سیدعمر وردګ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب