د کمیت او کیفیت قانون

دکمیت اوکیفیت قانون:

کمیت څه ته وایي؟

یاکمیت څه شی دی؟
کمیت یانې څومره والی،څووالی. مثلن(مثلاً): په کڅوړه کې څودانې مڼې شته؟ څوافغا نۍ لرې؟ څوکتابونه دې ولوستل؟ څودانې غوزان دې وخوړل؟ اوس اوس په افغانستان کې څو زره اشغالګرعسکرشته؟
په کڅوړه کې لس مڼې پرتې دي.سل افغانۍ مې په جب کې دي. یره په دې میاشت کې به مې درې کتابونه لوستلي وي. شپږدانې دنورستان دکامدیش چزغي غوزان مې ښه په خوند خوند وخوړل.
لس،سل،درې،شپږاوشپاړس زروته کمیت وایي. یا نې د واحدونوشمیرته کمیت وایي. یابه ووایوچې څومره والي اوڅو والي ته کمیت ویل کیږي.

کیفیت څه ته وایي؟

ښه به وي چې په کیفیت هم ځان پوی(پوه) کړو.کیفیت یا نې څرنګوالی.
څرنګه شات(ګبین،عسل)دې راونیول؟بوره اویانورڅه خوبه په کې ګډ نه وي؟یانې چې کیفیت یې څرنګه دی؟ دادسروزرو ګوته(ګوتمۍ) چې دې واخستله نورفلزات خوبه په کې یوځای ویلي شوي نه وي؟ ایا سوچه سره دي؟
دکابل دپل خیشتي دجومات ترڅنګ دپلاني(…)دوکان «سره مرچ»دومره ښه نه دي؛ ځکه چې کودی په کې ګډوي. یا د پیښورد«چوک یادګار»په خواکې دچی(چای) دیوه غټ دوکان (…) دچای کیفیت دومره ښه نه دی؛ ځکه چې په چا یوکې یې زړې دچای شمې،چلکې ـ دنسکوپوټکي اونوریوځای شوي او بیا یې دخرڅولودپاره په شکریوکې ډیران کړي وي. له نورو دوکاندارانونه یې بیه ارزانه وي اوخلک پې تیروځي چې ددې دوکان سوداښه ده،خوهغوی خبرنه وي چې میلاوټ په کې شوی اوښه «کیفیت» یې ورله بدل کړی دی.
که خبره رالنډه کړونووایوچې: کیفیت څرنګوالي ته وایي. ښه جنس دی که نه اسې ګډوله ده. دښه جنس کیفیت ښه، خود خراپ کیفیت بې خونده اوکوټه وي.


کمیت څنګه په کیفیت بدلیږي؟
راځئ چې په یوې ساینسي(علمي) اوعملي تجربې باندې تکیه وکړواویوساده میثال په نظرکې ونیسو:
که داورپه نغري اویادبریښنا (برق،بیجلۍ) په منقل باندې له اوبونه ډک چجوش(چای جوش) کیدواواوریا بریښنا ورپسې چالان کړونودچجوش اوبه ورو ورومخ په ګرمیدوشرو (شروع) کوي. پیکروکړئ چې اوبه لس درجې تودې شوې، لږ وروسته شل درجې بیا پسې پنځوس،شپیته،نوي اونهه نوي (۹۹) درجوته حرارت ورسیدو.ترنهه نوي درجوپورې،اوبه لاهم اوبه دي اوداوبوخاصیت اوکیفیت لري.
کله چې دغه نهه نوي درجې سلو(۱۰۰) درجوته پورته شي نوداوبوکیفیت اوخاصیت بدل اوپه بخارواوړي.
ددې خبروپایله داشوه چې دکمیت اندازه زیاته شي نوکیفیت یې بدلیږي. یا نې چې کمیت په کیفیت اوړي. دحرارت درجه چې نهه نوي وه، اوبه لااوبه وې اوچې دغه درجه سلوته پورته شوه نوکیفیت یې بدل اوبوخار(بخار) ترې جوړشو.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب