د کورنۍ نظام فساد

د کورني نظام د فساد او ړنګېدو د مهمو لاملونو څخه یو مهم لامل هم د نکاح د مقاصدو څخه ناخبري ده، چې د همدې ناخبرۍ له کبله په به یوه ټولنه کې د شهوت طوفان څپانده شي، او بیا به خلک په ډېرې بې باکۍ سره د مېرمنو د عفت سره لوبې کوي، چې ښه بیلګه يې د فرانسې دولت دی.

لیکنه: سید ابو الاعلی المودودي (رحمه الله)
ژباؤه: م. خ. ملکزی

لکه څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده کورنی نظام هغه تلپاتې رابطه ده چې د یو نارینه اومېرمنې تر منځ د نکاح د سپېڅلي عقد په مرسته رامنځ ته کیږي، او له کبله ېې د کورنۍ د افرادو تر منځ روحي آرامتیا رامنځ ته او فردي ژوند ېې پکې په اجتماعي ژوندبدلیږي، همدا راز په نکاح سره د بې‌نظمۍ او بې‌باکۍ ټولې دروازې بندې او ګرد خلک د یو نظام او مدنیت پیروۍ ته اړ ویستل کیږي، او د همدې نظام په چوکاټ کې د محبت، مهربانۍ، سرښندنې او زړورتیا روحیه پیاوړې کیږي، او راتلونکي نسلونه په سپېڅلي اخلاقو او سالم تربیت سره روزل کیږي.

خو په هغو ټولنو کې چې ښځې او سړي د همدې رابطې په خاطر لکه د پتنګانو په څېر لالهانده الوزي را الوزي، او په یو ګل او بل ګل کیني، او په هر باغ چې برابر شي، پرته له کوم قید و شرط ورڅخه استفاده کوي، نو واقعیت دا دی چې نور به بیا امکان ونلري چې په دغسې ټولنو کې د کورني نظام په نامه یو څه شتون ولري، او که چېرې رامنځ ته هم شي نو استقرار او ټینګښت به ونلري، دا ځکه چې د دغې ټولنې افراد اوس داسې سره روزل شویدي چې هیڅکله هم نشي کولای تکالیفو، واجباتو، حقوقو او اخلاقي قیوداتو ته پابند پاتې شي، چې نتیجه او د عقلاني حالاتو أغېزه به يې داشي چې راتلونکی نسل به د پخواني نسل په پرتله په اخلاقي لحاظ ډېر بد رامنځ ته شي، او بالآخره انانیّت او خپلسري به تر دې سرحده پورې ورسیږي چې د ټولنې سپېڅلتیا به له منځه یوسي، ټولنه به هیڅ ثابت شکل ونلري او نه به ېې ملي او نه هم بین المللي سیاست یو ټاکلې موقف او دریز ولري، بلکه د هغې کوچنې ذرې په څير به وي چې باد ورسره لوبې کوي، او هر لوري ته ېې چې خوښه شي، د ځان سره به پر مخ وړي. دغسې کوچنۍ ذره به د باد په مخکې لکه خس او خليو په څېر حرکت کوي، او د خلکو ژوند به د کورنۍ د نه شتون له کبله مکدر او ککړ وي، او هیڅ روحي آرامتیا او سکون به ونلري، ډپریشن (Depression ) او روحي ناآرامتیا به دوي پخپلې لمنې کې را ونغاړي، دا ټول په حقیقت کې هغه دنیوي عذاب او دوزخ دی چې انسان پخپلو لاسونو په حیواني خوندونو او لذاتو کې د غرقېدو له کبله پرې روږدی او مبتلا کیږي.

نن په فرانسه کې(۱) د هرو زرو ( ۱۰۰۰) سړیو او مېرمنو څخه یواځې ۷ یا ۸ تنه واده ته زړه ښه کوي، او تاسې له دې شمار څخه کولای شۍ هغه کسان چې واده نه کوي اټکل کړۍ، بله ستونزه داده چې هغه کم شمېر کسان هم چې واده کوي، نو پخپلو ودونو کې عفت او پاک لمني نه مراعات کوي، او د هغې اصولو ته پابند او ملتزم نه دي، د هغوي موخه او هدف دا نه ده چې د واده پر مټ دی د یو سپېڅلي او بریال ژوند څخه برخمن شي، بلکه د هغوي بنسټيزه موخه له دې پرته نور هر څه وي.

your ads

له دوي څخه ډېري خلک واده د دې لپاره کوي تر څو هغه اولاد چې د واده څخه وړاندې پیدا شویدي، له یو لوري د هغوي رامنځ ته کېدو ته قانوني بڼه ورکړي،او له بل لوري وکولای شي دوي په زویتوب سره ونیسي.

پاول بیورو لیکي: په فرانسه کې د کارګرې طبقې (Working class) معمول دا دي چې یوه ښځه د خپلو دوستانو سره د واده وړاندې یوه ټینګه ژمنه اخلي او بیا ورته وائي: زه به له تا سره په دې شرط واده کوم چې ته به زما هغه اولاد کوم چې له واده څخه وړاندې زیږېدلي دي د خپلو قانوني اولادونو په توګه شماری.

بله د پام وړ خبره دا ده چې په فرانسه کې د متأهلینو ( واده کړای شوو) ښځو او سړیو تر منخ زنا عیب نه شمارل کیږی، او که چېرې یو واده کړای شوی ځوان یوه بله ښځه د خپلې دوستې په توګه سره وټاکي، نو دا لازمه نه ده چې دا موضوع دی د نورو څخه پټه کړي، او د هغې دا کار په ټولنه کې یو ډېر عادي کار ګڼل کیږي.

له همدې کبله د نکاح رابطه د هغوي تر منځ ډېره ضعیفه ده، چې په ډېرو وړو څیزونو سره له منځه تللای شي، او کله کله خو لا داسې هم پېښېدلای شي چې دا رابطه یواځې یو څو ساعته ادامه پیدا کوي او بس، لکه څرنګه چې د فرانسې یو عالم کوم چې څو ځلې د وزارت تر منصب پورې هم رسیدلی ؤ، وائي: ما خپلې مېرمنې ته د واده څخه یواځې ۵ ساعته وروسته طلاق ورکړ. په یاد هیواد کې د طلاق او بېلتون لاملونه دومره ساده او بسیط ګڼل کیږي، چې کله کله خو انسان خندوي، لکه په خوب کې د مېرمنې او خاوند څخه د یوه خرېدل، او یا هم دا چې ولې یو له دوي څخه د بل د سپي سره مینه نلري.

د طلاق کچه تر دې حده پورې زیاته ده چې د سین (Seine) د ښارګوټی په یوه محکمه کې په یوه ورځ تر 294 پوری نکاح ګانې فسخ او له منځه یوړل شوی، او په محکمه کې ثبت او راجستر شولی، او په یاد ښار کې هر کله چې د طلاق یو نوی قانون تصویب شو، له دې وروسته په 1900 زېږدیز کال تر 4000 ( څلور زرو) او 1913 زیږدیز کال کې تر 16000 زرو او 1931 زیږدیز کال کې تر 21000 زرو پورې د طلاق کچه لوړه شوه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچینه: حجاب 72 صفحه ــــ لیکنه: امام مودودي ( رحمه الله) (د مقالې اصلي عنوان: فساد نظام خانوادگی).
د حجاب په نامه دا کتاب سید مودودي (رحمه الله ) د نن څخه یوه نیمه پیړۍ لا څه زیاته موده مخکي (۷۸ کاله ) وړاندی په ۱۳۵۹ ه ق کال د محرم الحرم په ۲۲ نیټه لیکلی او هاغه مهال د فرانسې اجتماعي او ټولنیز وضعیته ته اشاره کوي، خو طبیعي خبره ده چې د دومره اوږدې مودې په تېرېدو سره به د فرانسې اوسنی ټولنیز وضعیت ډېر تغیر موندلی وي، او دنوي عصر د نویو وسایلو په رامنځ ته کېدو سره به په دغه خاوره کې د فساد لمن نوره هم پراخه شوي وي.

لیکنه: سید ابو الاعلی المودودي (رحمه الله)
ژباؤه: م. خ. ملکزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب