د کوروالي په وخت دعاء

د کوروالي دعا

کله چې يو مسلمان د خپلې مېرمنې سره دخپلې طبعي او انساني غوښتنې په موخه کوروالی کوي که چېرې په دغه وخت کې اسلامي لارښوونو ته پاملرنه وشي نو له يوې خوا به يې خپله فطري غوښتنه تر سره کړې وي او له بلې خوا به يې يو لوی ثواب هم ګټلی وي په حديث کې راځي :

۳۷- عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :لو أن أحدكم ,إذا اتى أهله ,قال : بسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا ,فإن قضى الله بينهما ولدا لم يضره الشيطان . [4]

ژباړه : له ابن عباس رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : کله چې تاسو خپلو ښځو سره د کوروالي په وخت ( بسم الله اللهم جنبناالشیطان وجنب الشیطان مارزقتنا ) دعاء ووايئ : نو که چېرې لدغه کوروالي څخه الله جل جلاله هغوی ته بچی ورکړ هغه بچي ته به شیطان زيان ونه شي رسولای .

مسئله :

دا دعاء د کوروالي څخه لږ وړاندې بايد وويل شي خو که په لومړي سر کې در څخه هېره شي نو د کوروالي په وخت کې يې بايد پټه په زړه کې ووايئ .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب