د کورونا وایروس (کووید۱۹) په هکله تفصیلي فتوا

د نوي کورونا وایروس ، چې نږدې د ډیرو خلکو ژوند ګواښي او په ډیره تیزۍ سره خپریږي د تعامل د حکم په هکله پوښتنې زیاتی شوي.

د دغې ناروغۍ د خپریدو څخه د خلاصون په موخه د جماتونو د تړلو، د جمعې او د جماعت د لمانځه د پريښودو څه حکم دی؟

او هغه کومې دعاګانې او چارې دي چې یو مسلمان یي په داسې وبایي ناروغیو کې تر سره کړي ؟

د محترم شیخ جواب په لاندې توګه دی:

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على المبعوث رحمة للعالمين، وعلى آله وصحبه وبعد،

لمړی: داسې وباګانې او وایروس راتلل د الله تعالی د تقدیر برخه ده، او د الله تعالی په قدرت د قاطع دلایلو څخه یو دلیل دی تر څو هغه څوک چې الله تعالی یی هلاکول غواړي د الله تعالی په یو کوچني لښکر هلاک شي ( وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ ).

په همدې توګه دا د الله تعالی خوښه ده چې هر څوک که مسلمان وي یا غیر مسلمان ورباندې مبتلا کړي، او الله تعالی پر داسي وباګانو ډیرو نورو ته درس ورکول غواړي، هغه مسلمان چې په داسې وباګانو صبر وکړي الله تعالی ورته د شهید اجر ورکوي، په صحیح البخاري کې حدیث شریف دی: أن عائشة ـــ رضي الله عنها ــ سألت رسول الله صلی الله علیه وسلم عن الطاعون فأخبرها…أنه كان عذاباً يبعثه الله على من يشاء، فجعله الله رحمة للمؤمنين “فليس من عبد يقع الطاعون، فيمكث في بلده صابراً يعلم أنه لن يصيبه إلا ما كتب الله له إلا كان له مثل أجر الشهيد”

(عائشې رضی الله تعالی عنها د نبي کریم ـ صلی الله علیه وسلم ـ څځه د طاعون ) ـ وباء ـ په هکله پوښتنه وکړه : نبي کریم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ورته وویل : بېشکه چې دا د الله تعالی عذاب و په هغه چا چې یې اراده وه رالیږلی و، الله تعالی د مؤمنانو لپاره رحمت کړ، هیڅ بنده مسلمان به نه وي چی دا طاعون ورته رسیږي او په خپل وطن کې پاتي شي ،صبر وکړي او دا یی باور وي چی د الله تعالی د تقدیر نه پرته هیڅ شی ورته نه رسیږي مګر د داسې بنده لپاره به د شهید اجر وي.)

دویم : اسلام په مونږ دوه کارونه لازموي:

۱ـ په الله تعالی باندې سم ایمان او باور درلودل، او دا چې هر څیز د الله تعالی د تقدیر سره سم د الله تعالی په قدرت سرته رسیږي، او بله دا چې مونږ ته د الله تعالی څخه د مقرر څیز نه پرته هیڅ هم نه رسیږي (لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا).

۲ـ د اسبابو کارول چې په دې کی پرهیز، علاج ، د روغتیا لپاره ځان ساتنه او ټول هغه څه چې د روغتیا پالو له لورې لازم ګڼل کیږي، په دې سره د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه د موقف څرګندونه کوي، کله چې عمر فاروق رضی الله تعالی عنه پوه شو چې شام کې وباء خپره ده، د شام هیواد ته د ننوتلو څخه انکاري شو، ابو عبیده بن الجراح ورته وویل: ایا د الله تعالی د تقدیر څخه تېښته کوي ؟ عمر فاروق رضی الله تعالی عنه وفرمایل: هو ، د الله تعالی د تقدیر څخه د الله تعالی تقدیر ته تښتو.

او همدا د تلې د دواړو طرفینو د برابرښت پوهه ده، یعني د تلې ښي اړخ کې باید په الله تعالی د ایمان عقیده وي، او د تلې په چپ اړخ کې د مشروع وسایلو کارول وي، ځکه الله تعالی د همدې وسایلو د کارولو امر کړی دی.

دریم : د طاعون ناروغي معلومه ده ، چې د وباء څخه عمومیت لري ، د لغت علماء داسې وایی چې: وباء طاعون ته ویل کیږي، او دا هر هغه عام مرض دی چې د یوې سیمې خلکو باندې راځي.

څلورم: شک نشته چې دا وباء ګانې عذاب دی ، بلکه الله تعالی ورته (رجز) ویلی او دا کلمه په قرانکریم کې لس وارې په عامو او سختو دنیاوي او اخروي عذابونو په معنی راغلی ده.

خو د الله تعالی د سننو څخه یوه دا ده چې کله کله که د الله تعالی عذاب نازل شي نو یواځې ظالمانو ته نه بلکه نورو ته هم رسیږي، الله تعالی فرمایي: (وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَاصَّةً).

په همدې توګه د الله تعالی د سننو څخه دا هم ده چې کله وباء ګانی خپرې شي بیا نو د ظالم او کافر او مؤمن تر مینځ توپیر نه کوي ، خو په دې وخت کی په مؤمنانو واجب دي چې ټول هغه لازم اسباب چې په شرعي، عقلي او روغتیایي لحاظ غوښتنه کوي وکاروي.

پنځم: اسلام د وباء یا د وژونکي وایروسونو د ښکاره کیدو په وخت د یو سلسلې لارښونو مراعات لازمي کړی دی:

  1. خپله سیمه او ښار د روغتیا په خاطر پریښودل ، یا کومه سیمه کې چې طاعون یا وباء راغلې د روغتیا په خاطر هلته نه ورتلل په صحیح مسلم شریف کې راغلي:

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الطَّاعُونُ آيَةُ الرِّجْزِ ابْتَلَى اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ بِهِ نَاسًا مِنْ عِبَادِهِ فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ فَلَا تَدْخُلُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَفِرُّوا مِنْهُ”

ژباړه : نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: طاعون د سخت عذاب نښه ده، الله تعالی ورباندې ځینې خلک اخته کړي، که تاسې د کوم ځای د طاعون خبر واورئ هلته مه ورننوځئ، او کله که په هغه ځمکه طاعون راشي چې تاسې پکې یاست نو له دغه ځایه تېښته مه کوئ.

زمونږ پخوانیو علماؤ یادونه کړې چې د روغتیا په خاطر د خپلې سیمې څخه د ناروغۍ پر مهال د نه وتلو حکمت دا دی چې: ناروغي خپره نشي، نور خلک په دې ناروغۍ اخته نشي، تر څو هغوی ته د ضرر رسولو ګناه ورپه غاړه نشي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: ” لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ”

ژباړه : نه به د بل څخه څوک متضرر کیږي او نه به چاته ضرر رسول کیږی.

بناء دا جایز نه ده چې څوک نورو ته په دین، بدن ، عقل، مال او یا په نورو شیانو کې د ضرر رسولو سبب شي، په همدې توګه مادي او معنوي دواړو اړخونو کې باید نورخلک د خپل ضرر څخه وساتي، بلکې پخوانیو علماؤ د ساري ناروغیو د خپرونې په تحریم ټینګار کړی دی.

اوهغه سیمه کې چی وباء خپره شوې، د نه ورتللوحکمت دا دی چې خپل نفس د هلاکت سره مخامخ نه کړي، یا د هلاکت سبب کیږي، ځکه چې د بدن او روغتیا ، او د عقل ساتنه د شریعت د مهمترینو مقاصدو څخه ده.

  1. ـ هغه هوا چې په وبایی وایروسونو ککړه وي تنفس نکړئ، معنی دا چې کوم ناروغان چی په دې ناروغۍ اخته دي ورنږدې نشئ، البته صرف د علاج په خاطر ورنږدې کیدای شي هغه هم د لازم وسایلو د کارولو وروسته، ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: ” وَفِرَّ مِنْ الْمَجْذُومِ كَمَا تَفِرُّ مِنْ الْأَسَدِ” یعنی د هغه ناروغ څځه چې د جذام په وبایي ناروغۍ اخته دی داسې ځان وساته لکه څرنګه د زمري څخه ځان ساتې، او د دې حدیث شریف د ” لَا عَدْوَى” یعني ناروغي بل چاته سرایت نه کوي، صحیح حدیث سره کوم تناقض نشته

مطلب دا دی چې ناروغي د جاهلیت د عقیدې په څیر په خپل ذات او طبیعت سره بل چاته سرایت نه کوي، همدا د سمې او شرکي عقیدي معیار دی، البته د ساري ناروغیو څخه تېښته د اسبابو د کارولو په معنی ده چې الله تعالی یي د کارولو امر کړی دی ، د همدې معنی په سموالي دا بل حدیث شریف هم ټینګار کوي ” لَا يُورِدُ مُمْرِضٌ عَلَى مُصِحٍّ” یعنی په ناروغۍ اخته به روغانو ته نه ورځي.

  1. احتیاط او ځان ساتنه، او د هلاکت د اسبابو څخه ځان ژغورنه، اوټولې چارې الله تعالی ته سپارل، او په الله تعالی باورکول، پرته د سوچ فکر او هر ډول تشویش،

ابن اثیر په خپل کتاب: الکامل فی التاریخ کی یادونه کړې: کله چی مسلمانان په عمواس نومې وباء مبتلاء شول، عمرو بن العاص روغ خلک غرونو ته د یو وخت لپاره و ویستل او په غرونو کی یی ډلې ډلې وویشل، او د یو بل سره د یو ځای کیدو څخه یی منع کړل، تر ډیر وخته دا ډلې په غرونو کی پاتی شوې تر څو په ښارونو کی په ناروغۍ اخته ټول ناروغان شهیدان شول نو په غرونو کې پاتي ټولې ډلې ښارونو ته راستانه شوې، او همدا د هغه مهال روغتیایي ځان ساتنه وه.

  1. په دې ډګر کې بله مهمه لارښونه دا ده چې په هر چا د خپل ځان علاج واجب دی ، او په ټولنه او حکومت واجب دي چې د داسې ساري ناروغیو د علاج په خاطر خپل ټول امکانات په کار واچوي ، او هغه څوک چې د خپل ځان علاج نه کوي د ډیرو دلایلو له مخې ګناه ګار دی، د تفصیل لپاره زمونږ کتاب : فقه القضایات الطبیة المعاصرة ته مراجعه وکړه.

  2. د ناروغۍ اعلان، کله چې څوک پوهه شي چې په وباء اخته شوی، او یا دا چې د وباء په محیط کې یی شپې کړي خو د ځینی ضرورتونو په خاطر د وبایی محیط څخه را وتلی باید مسؤلین په خپل حال خبر کړي، که مسؤلین خبر نه کړي نو د دوه جرمونو مرتکب دی : یو جرم د ناروغۍ د پټولو، او بل جرم د ناروغې د انتقال لامل کیدلو او د ناروغۍ د خپرولو، هر څوک چې په دې ناروغۍ اخته کیږي دا یي د خپرونې په ګناه کې برخه لري، حدیث شریف کې راځي: ” الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ”. یعني حقیقي مسلمان هغه دی چې نورو مسلمانانو لپاره هغه څه خوښ کړي چې ځان لپاره یی خوښوي او څه چې د ځان لپاره بد بولي د نورو مسلمانانو لپاره هم بد وبولي.

شپږم: د ناروغیو خپریدلو څخه ډار :

اسلام د فطرت سره سم دین دی نو ځکه د دې ناروغیو څخه د ډاریدلو نه څوک نه منع کوي، البته په ناروغۍ مبتلاء باید دا ایمان او باور ولري چی الله تعالی یواځې خالق دی او د هر څه لپاره الله تعالی اسباب پیدا کړي دي. بلکه د ناروغیو څخه ویره او ډار واجب دی.

حافظ مناوي وایی: د واجب ډار څخه یو دا ده چې څوک د جذام په ناروغۍ اخته وي ورڅخه و ویریږي تر څو پخپله په دغه ناروغیو اخته نشي. او همدا حدیث شریف دی چې : “فِرَّ مِنْ الْمَجْذُومِ كَمَا تَفِرُّ مِنْ الْأَسَدِ” نو د خپل نفس او جسم او خپلو ګټو او د بدن غړو، مالونو او عزتونو ساتل واجب دي. بل دلیل چی د ناروغیو څخه د ډار او وېرې جواز نه بلکه وجوب معلومیږي د ابن ماجه روایت دی چی : { أَنَّهُ كَانَ فِي وَفْدِ ثَقِيفٍ رَجُلٌ مَجْذُومٌ فَأَرْسَلَ إِلَيْهِ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:” ارْجِعْ فَقَدْ بَايَعْنَاكَ”}.

يعني هغه د ثقیف قبیلې وفد چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د بیعت لپاره راغلی و یو تن پکې په جذام ناروغۍ اخته و، پیغمبر علیه السلام ورته څوک ور واستاوه چی ته ستون شه ستا بیعت تر سره شو.

د خوراک څښاک په مورد کی د ځان ساتنې او احتیاط په وجوب ډیر دلایل دي او په ځانګړي ډول هغه احادیث چې د لوښو او ظروفو د پټولو په هکله راغلي دي، همدارنګه هغه احادیث چې هغې کې د علاج امر شوی یا هم د لاسونو او خولې د مینځلو امر شوی، په همدې توګه هغه احادیث چې په لارو، او ونو لاندې او عامه ځایونو کی د لوي او وړوکي قضاء حاجت څخه منع راغلی تر څو نور خلکو ته یی بدې اغیزې ونه رسیږي.

نو اسلام دین د داخلی او خارجی د پاکوالي او نظافت دین دی، الله تعالی فرمایی: (وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ) یعنی جامې او کالی دی پاک کړه، په همدې توګه الله تعالی فرمایی: (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ) یعنی الله تعالی د توبه کوونکو او نظافت لرونکو سره مینه کوي.

همدا ده چی اسلام د اودس، غسل او د کورونو او د میدانونو په نظافت او صفایی ټینګار کوي.

د دغه دلایلو څخه یو هم د ابو ذر رضی الله تعالی عنه حدیث دی : عن أبي ذر رضی الله تعالی عنه: عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:” عُرِضَتْ عَلَيَّ أَعْمَالُ أُمَّتِي حَسَنُهَا وَسَيِّئُهَا فَوَجَدْتُ فِي مَحَاسِنِ أَعْمَالِهَا الْأَذَى يُمَاطُ عَنْ الطَّرِيقِ وَوَجَدْتُ فِي مَسَاوِي أَعْمَالِهَا النُّخَاعَةَ تَكُونُ فِي الْمَسْجِدِ لَا تُدْفَنُ”[

یعني: ابو ذر رضی الله عنه وایي چې نبي علیه السلام فرمایلی دي: ماته زما دامت نېک او بد اعمال را وړاندې شول، ما په نېکو اعمالوکې د لارې څخه د خزلو لرې کول هم ومیندل، او د بدو اعمالو تر مینځ مې هغه بلغم ولیدل چې په مسجد کی ښکاره پراته و او چا ورباندې خاورې هم نه وې اړولې.

اوم : د وباء له امله کوم کوم شیان پرېښودل جایز دي

شک نشته چې الله تعالی د شریعت اسلامي د مهمو مقاصدو څخه یو هم د دین او نفس ساتنه یاده کړې ده ، نو اصل دا ده چې د دین او نفس دواړو ساتنه وشي او تر مینځ یي تعارض پېښ نشي پر مونږ د دواړو ساتنه واجب ده یعني باید هم دین وساتو او هم خپل بدنونه او عقلونه، خو کله کله د دواړو ساتنې تر مینځ تعارض راځي چې دلته د الله تعالی په بندګانو لطف ، رحمت او مهرباني څرګندیږي، الله تعالی د ځینو عباداتو په پرېښودو بښنه کوي، لکه څرنګه چې د اکراه په حالت کی د کفر په کلمه نطق جواز لري، الله تعالی فرمایی: ? إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ ) یعني هغه څوک د الله تعالی د ګرفت څخه مستثنی دی چې د اکراه سره مخامخ شي خو زړه یې په ایمان مطمئن وي.

د دې ایت ورته نورو ایتونو څخه او د نبوي سیرت څخه دا لاس ته راځي چې ویره او خوف د فرائضو او واجباتو د پرېښودو لپاره یو مقبول عذر دی البته کله چې په خپلوشرطونو برابر وي، د دې موضوع سره اړوند لاندېني شیان د یادونی وړ دي:

1ـ د لمونځ کونکو تر مینځ د وباء د خپریدو د ډار څخه د جمعې او د جمع لمونځ پرېښودل

زمونږ فقهاؤ ویلي دي چې هغه ویره او ډار چې له کبله یي جمعه او د جمع لمونځ پرېښودل کیږي په درې قسمه دی :

1ـ دا چې یو سړی د ځان په هلاکت و ډار شي یا د بدن ځینو برخو په تلف وډار شي یا ورباندې کوم تېری کیږي یاهم د سختو وهلو خطر ولري، یاهم د اختطاف یا د بندي کیدو خطر سره مخامخ وي ، یاهم د ځناورو د حملې سره مخامخ کیږی، په دې ټولو حالاتو کی جامع جمات ته چی دغه خطرونه پکی وي پرېښودل جواز لري.

2ـ دا چې یو څوک د جمعې یا د جماعت د لمونځ په تللو کی د مال د ضایع کیدو خطر سره مخامخ کیږي، بلکه که څوک د خپلې سورلۍ په هکله ویریږي چې ځناور یی وداړي هم جمعه او جماعت پرېښودل جواز لري.

3ـ دا چې څوک د جمعې یا جماعت د تللو له کبله د خپل اهل او اولاد په هکله خطر ولري، مثلا د چا په کور کی یو ماشوم وي او داسې څوک نه وي چې د هغه ساتنه وکړي او یا دا سړی ویره لري که لمونځ په خاطر مسجد ته ولاړ شي یو نږدې انسان د مرستې پرته له مرګ سره مخامخ کیږي او یاهم د شهادت د کلمې د تلقین څخه محرومیږي

ګڼ شمیر دلایل شته چې د جمعې لپاره تګ هله واجب دی چې انسان ته نفس په رابطه کوم خطر متوجه نه وي همدارنګه اهل او مال ته یي هم خطر متوجه نه وي، دلایل په لاندې توګه دي:

1ـ ( وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ) یعني الله پاک پر تاسي په دین کې کوم تنګسي نه ده لازمه کړې، بل آیت کې راځي:

2ـ ( يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ) یعني الله تعالی پر تاسو د اسانۍ اراده لري او د سختۍ اراده نلري .

ابن قدامه وایي: د جمعې او د جماعت په پرېښودو خایف یعني د ډار او ویرې څښتن معذور بلل کیږي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: ” مَنْ سَمِعَ الْمُنَادِيَ فَلَمْ يَمْنَعْهُ مِنْ اتِّبَاعِهِ عُذْرٌ قَالُوا: وَمَا الْعُذْرُ؟ قَالَ: خَوْفٌ أَوْ مَرَضٌ” یعني څوک چې اذان واوري او د اذان اجابت څخه کوم عذر نه وي منع کړي ، صحابه ؤ و فرمایل : عذر څه شي دی؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د عذر څخه مراد ویره او ناروغي ده .

او خوف او ویره په درې قسمه ده:

  1. په نفس ویره

  2. په مال ویره

  3. په اهل ویره

نو دغه ټولو دلایلو ته په پام سره د وباء ګانو لکه کرونا یا (کوفید19)د خپریدو پر مهال د جمعې او جماعت لمونځونو ته نه حاضریدل جواز لري ځکه دا ویرونکې وباء ګانی بلل کیږي، خو په دې شرط چې ویره او ډار یقیني وي او صرف یو وهمی شایعه نه وي؛ ځکه د واجباتو پرېښودل تر هغه جواز نلري تر څو غالب ګمان نه وي راغلی، یا دولتي چارواکو امر نه وي کړی او یاهم د روغتیا اړوند لورو چې متخصصین وي غوښتنه نه وي کړي.

البته زما په آند د جامع جوماتونو تړل تر هغې جواز نلري تر څو وبا‌‌ء خپره شوي نه وي یا دولتي چارواکي یې د تړلو اوامر نه وي صادر کړي، د مکاتبو او مساجدو د تړلو لپاره معیار د حکومتي چارواکو یا د روغتیایی ادارو اوامر صادریدل دي، که داسې اوامر صادر شي نو بیا په هغه سیمو کې چې د وباء د خپرویدو ویره وي باید مساجد او مکاتب وتړل شي، اما نورو سیمو کې باید جماتونه او مکاتب خلاص پاتي شي.

د وباء له امله د حج او عمرې ځنډیدل

زما د علم سره سم په تاریخ کې داسې پېښه نه ده ثبت شوې چې له کبله یي د حج مراسم په کلي ډول ځنډیدلي وي، البته د قرامطه ؤ له کبله څو کاله د حج مراسم ځنډیدلي چې دوی د کرغیړن حکومت په دوران کې د حج مراسم بند کړي و، او په ځیني نورو ښارونو کې د طاعون او د وباء له کبله هم بند شوی وو،

حافظ ابن کثیر په خپل مشهور کتاب البدایه والنهایة کې لیکلي دي، د ۳۵۷هـ کال په مشهورو پېښو کې د ماشري ناروغي په مکه مکرمه کی خپره شوه په پای کې ډیر خلک پکې مړه شول او په همدې کال د حاجیانو اوښان په لارو کې د زیاتې تندې له کبله مړه شول چې مکې مکرمې ته ډیر لږ شمیر کې ورسیدل او هغه هم اکثره یي د حج د فریضې د اداء کولو څخه وروسته مړه شول،

په کال 2009م کې کله چی د انفلونزا (H1_N1) ناروغي خپره شوه د حج د ځنډولو ځینې فتوګانې را ښکاره شوې، خو هغه مهال د سعودي حکومت موضوع د فقهي او طبي له اړخه وڅیړله او دې نتیجې ته ورسیدل چې د انلفونزا خطر باوري نه دی نو د حج د بندیدو اعلان یې ونکړ، خو بیا یي هم جدي قدمونه پورته کړل په علمي او فني لحاظ یې اجرآت سخت کړل او د بوډاګانو او ناروغانو راتلل یي منع کړل.

سږکال1441هـ چی د 2020م سره سمون خوري د سعودي حکومت د کورونا ناروغۍ له کبله عمره تر نا معلوم وخت پورې وځنډوله تر څو وقایوي اجرآت یې کړي وي.

په کال 1316هـ د حج د ځنډیدلو هڅه وشوه ځکه چی په هاغه وخت کی د کولیرا ناروغي د خپریدولو د فرانسوي استخباراتو له لورې اوازې شوې وې.

د حج د اداء کولو وخت د مستعمرې او اشغال شوي مسلمانانو لپاره ډیر خطرناک و؛ ځکه په عمومي توګه حاجیان به د علماء او مفکرینو او د اسلامي پوهنتون د داعیانو سره لیدنې کولې نو ځکه د فرانسې استخباراتو اوازه واچوله تر څو د مستعمرې مسلمانان و ډار کړي او حج ته ولاړ نشي.

سید محمد رشید رضا د مصر هیواد د موقف یادونه کړې او ویلي یې دي: په مصر کی د وزیرانو ځانګړی مجلس دائر شو تر څو د حاجیانو د حج څخه د منع کولو موضوع وڅیړي چې ګوا کي حاجیان به د حجاز څخه مصر ته وباء را انتقال کړي، خو دا چې حج د دیني ارکانو څخه یو رکن و او د دیني چارو سره یې اړه درلوده نو ځکه یی د وزیرانو مجلس پریکړه نه شوه کولای ترڅو چې یې د دینی علماؤ څخه فتوا او موافقه نه وي اخستی، نو ځکه د وزیرانو د مجلس مشر د مصر د قاضی ، شیخ ازهر، د مصر مفتي، شیخ عبد الرحمن النواوي، د حقانی مفتي، شیخ عبد القادر الرافعي او د علمي مجلس پخواني رئیس څخه وغوښتل تر څو مجلس کې ګډون وکړي ، کله چې یې مجلس کې ګډون وکړ او مجلس په خپریدو شو، د دې فتوا د لیکلو لپاره سره راټول شول تر څو یې د وزیرانو مجلس ته ولیږدي، فتوا یې په لاندیني متن تحریرکړه: { الحمد لله وحده.. لم يذكر أحد من الأئمة من شرائط وجوب أداء الحج عدم وجود المرض العام في البلاد الحجازية، فوجود شيء منها فيها لا يمنع وجوب أدائه على المستطيع }

ژباړه : الحمد لله .. هیڅ یو امام د حج وجوب د اداء کولو لپاره د حجاز په سیمه کې د عامې ناروغۍ نه شتون شرط ذکر کړی نه دی ، نو که لږه ناروغي شتون هم ولري د توانمند لپاره د حج اداء کول نه منع کوي.

بناء که څوک د حج د اداء کولو اراده لري که څه هم مرض موجود وي توانمند کولای شي چې حج فریضی لپاره ولاړشي.

البته هغه شرعي نهي چې د وباء ځمکې ته د تللو څخه منع کوي، ورڅخه هغه حال مراد دی کله چی ورسره په مقابل کې یو قوي شی مخامخ نه وي او دلته ورسره د حج قوي فریضه مخامخ ده، او همدا موضوع زمونږ د علماء کرامو په خبرو کی شتون لري.

دا (مصری فتوا) فتوا په ۲ ذی الحجة کال ۱۳۱۶هـ کی ولیکل شوه.

هذا والله أعلم،

والحمد لله رب العالمين

خو راجح نظر دا دی چې کله که وباء په یقیني توګه یا هم په غالب ګمان خپره شوي وي او د تجربه لرونکو او متخصصینو له خوا تائید شوي وي چې ټول حاجیان یا ځینې حاجیانو ته د ګڼې ګوڼې له امله ناروغي رسیږي نود عمرې او د حج د اداء کولو مراسم په لنډمهاله توګه او د اړتیا سره سم منع کول جایز دي .

د فقهاؤ په اتفاق د لارې د ویرې په مهال د حج پرېښودل جایز دي، بلکه توامندي د لارې امن او امان پورې تړلی ده، نو ځکه وبایي ناروغۍ د حج او عمرې د ځنډیدو لپاره یو مباح عذر بلل کیږي البته باید د ناروغۍ څخه خوف او ویره په غالب ګمان شتون ولري، او د دې پریکړې کول د متخصصینو ډاکترانو مسؤلیت دی، چې دځنډولو فرمان به د سعودي عرب د حکومت لخوا صادریږي.

خو که حج او عمرې ته تګ د سعودی حکومت لخوا منع نشي، نوحج ته تګ یا نه تګ پریکړه به بیا هغه هیواد ته سپارل کیږي چې وباء ورپکې خپره شوې ده تر څو حج یا عمره وځنډوي او کنه. تر څو وباء یا طاعون نورو حاجیانو ته انتقال نکړي.

اتم : دعاء ګانې او الله تعالی ته عاجزي کول

د طبي علاج کولو سره سره مستحب ده چې هر مسلمان د وباء د خپریدو پر مهال لاندې دعاء ګانی ډیرې ولولي:

• (قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ)[

• (بسم الله الذي لا يضر مع اسمه شيء في الأرض ولا في السماء وهو السميع العليم) درې وارې یا هم ډیر،

• (أعوذ بكلمات الله التامات من شرّ ما خلق)

• سورة الإخلاص درې وارې،

•المعوذتين درې وارې ،

• (اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ استُرْ عَوْرَاتي، وآمِنْ رَوْعَاتي، اللَّهمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَينِ يَدَيَّ، ومِنْ خَلْفي، وَعن يَميني، وعن شِمالي، ومِن فَوْقِي، وأعُوذُ بِعَظَمَتِكَ أنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحتي)

• (لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ)

• (اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ، وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ، وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ، وَجَمِيعِ سَخَطِكَ)

• (اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبَرَصِ، وَالْجُنُونِ، وَالْجُذَامِ، وَمِنْ سَيِّئِ الأَسْقَامِ)

•د قرآن الكريم، اوذكر تسبيحات ډیر ډیر لوستل.

هذا والله أعلم

اول د رجب الخير 1441هـ

لیکنه : استاذ دکتور علي محیی الدین د مسلمانانو د علماؤ د نړیوالي اتحادیی عمومی منشي

ژباړه : عبد الظاهر الأثری

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب