د کولیسټرول کنټرولولو لپاره څو مهمې او اسانې لارې

د کولیسټرول کنټرولولو لپاره څو مهمې او اسانې لارې

د کولیسټرول زیاتوالی د انسان په بدن ډیره ناوړه اغیز لري او په لږه موده کې کولی شي د انسان ژوند پای ته ورسوي. خو له نیکه مرغه ځینې داسې اسانې لارې او خواړه هم شتون لري چې په بدن کې د کولیسټرول اندازه کمولو شي او انسان له دغې مهلکې ناروغۍ څخه ژغورلی شي.

دلته مو له ځینو هغو اسانو طریقو سره اشنا کوو چې په مرسته يي کولی شئ د کولیسټرول اندازه کمه او یا هم د دغې مهلکې ناروغۍ مخه ونیسئ.

له سګریټ څخه ځان وژغورئ
د سګریټ له پریښودو سره نه یوازې کولیسټرول بلکه د وینې فشار هم ټیټیږي. له دې سربیره د سګریټ پریښودل د زړه له مختلفو ناروغیو څخه مو وژغوري.

هره ورځ ۳۰ دقېقې ورزش وکړئ
د روغتیايي کارپوهانو په وینا په ورځنۍ ډول ۳۰ دقېقې ورزش کول د کولیسټرول اندازه نورماله ساتي چې له دې سربیره په ورځنۍ ډول دغه اندازه ورزش د بدن اضافي وزن په کمولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي.

اضافي وزن کم کړئ
د روغتیايي کارپوهانو په وینا ورزش باید د خپل ژوند یوه اړینه برخه وګرځوئ. کله چې د ورزش په مرسته له ۳ څخه تر ۵ کیلو ګرامه وزن کم کړئ نو دغه اندازه وزن کمولو د بدن کولیسټرول نورمال ساتي. د وزن کمولو لپاره ضروري دی چې کله زړه تنګ وي د خوراک پر ځای قدم ووهل شي او یا هم د غوړ خواړه پر ځای سابه وخوړل شي.

خپل د ژوند طریقه بدله کړئ
د روغتیايي کارپوهانو په وینا د کولیسټرول یو له سترو عواملو څخه د اضافي وزن زیاتیدل دي. که چیرې یوازې څو کیلو ګرامه وزن هم زیات شي نو کولیسټرول هم ډیره چټکۍ سره زیاتیږي نو له همدې امله باید د وزن کمولو لپاره زیات زیار وویستل شي، خپل د خوراک او څښاک په عادتونو نظر واچوئ او کوښښ وکړئ چې دغو عادتونو کې ځینې بدلونونه راولئ او هغه خواړه چې وزن کمولو کې مرسته کوي خپل د ورځنۍ خواړه برخه وګرځوئ. له دې سربیره ورزش هم د کولیسټرول په کمولو کې مهم رول لوبوي او د روغتیايي کارپوهانو په وینا په ورځنۍ ډول ۳۰ دقېقې ورزش له ۵ څخه تر ۱۰ سلنه کولیسټرول کموي.

د کولیسټرول ډیره کمه اندازه هم د روغتیا لپاره خطرناک دی
دا یو معلوم حقیقت دی چې د کولیسټرول زیاته اندازه د انسان روغتیا لپاره ډیر زیات خطرناک دی خو هیره دې نه وي چې کمه اندازه يي هم انسان په مختلفو مهلکو ناروغیو اخته کولی شي نو له همدې امله باید کوښښ وشي چې کولیسټرول خپل نورمال حالت کې وساتل شي. د کولیسټرول ډیره کمه اندازه د سرطان، ژور خپګان او له وخت وړاندې د ماشوم پیدا کیدو لامل ګرځي.

ماشومان هم په کولیسټرول اخته کیدی شي
د اضافي وزن زیاتوالی او په کورنۍ کې میراثي د زړه ناروغي تر دوه کلن ماشوم هم په کولیسټرول اخته کولی شي نو له همدې امله څومره چې ممکنه وي خپل خواړه کنټرول کړئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب