د کومو حشراتو وژل روا دي ؟ 

په کور يا بل استوګن ځای کې چې کوم حشرات وي يا دهغه ځالګۍ وي د هغه بې دليله وژل جايز نه دي .نه تنها ميږيان بلکې نور حشرات هم تر هغه وخت چې چا ته يې ضرر نه وي رسولی وژل يې جايز نه دي .

د ابي هريرة رضی الله عنه په روايت سره يوه حديث شريف رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : له پيغمبرانو يو پيغمبرعليه سلام مږې وچيچلو وروسته هغه په امر وکړ چې د مږيانو کور ته اور واچوی ،الله تعالی هغه ته وحي وليږله چې ته يوه مږې وچيچلې خو تا يو امت چې تسبيح ويونکی وو وسوزولو . –(بخارى:3019)

نو که چيرې حشرات ضرر رسونکي وي وژل يې جايز دي مګر په دې شرط چې په اور به نه سوزول کيږي بلکه پر کوم بل حشره کش به وژل کيږي .ځکه پيغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي: پنځه ځناور په حل او حرم کې وژل کيږي کړاغ يا کارغه ،مار،موږک ،لړم او بوی ناک سپی (مضر سپی » . — بخاري 1829، و مسلم 1198

د مکې مکرمې علماء کرام ليکي ددې پنځو ځناورو نه علاوه که نور مضر ځناور وي همدا حکم لري مثلاً که غالبوزه وي او ضرر رسوي .نوټ : که مو په استوګنځيو کې مېږيان ځالې يا لارې جوړي کړي او تاسې ته ضرر رسوي نو د النمل د سورت دغه مبارک آيت (يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لاَ يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ) ور باندې چوپ کړئ يا د قرآن کوم بل آیت چې تاسې ته ياد وي ان شأء الله مږيان به ډير ژر د تاسې له استوګنځيو څخه پاک کډه شي .

عبدالغفورکاموې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب