د کومو کتابونو او رسالو مطالعه باید وشي؟

دغه پوښتنه  یوه ډیره اړینه پوښتنه ده. د دغې پوښتنې ځواب که سخت ندی ولې اسان هم ندی.داچې زموږ سره په شا او خوا نړۍ کې په مختلفو موضوعاتوباندې بې شمېره کتابونه لیکل شوي دي اوهره ورځ بې شمېره ورځ پاڼې، اونیزې، میاشتنۍ، کالنۍ، مجلې، اخبارونه او جریدې خپریږې خو دا خبره هیڅ کله سمه نده چې نن ورځ څومره مجلې، اخبارونه وغیره خپریږي د دې ټولو مطالعه کول به ګټور وي داځکه چې نن ورځ ډیر داسې کتابونه  اورسالې په نظر راځي چې دهغوی دمطالعې له امله دانسان روح ته ناوړه غذا رسیږي هغه غذا چې دانسان اخلاق ناوړه کوي اوپه ناسمې اوکاږې لارې یې بیایې. له همدې امله دمطالعې په برخه کې تر ټولو لومړی دا پوښتنه پیدا کیږي چې: دکومو کتابونو، رسالو او مجلو په مطالعې سره ځموږ  روح ته سالمه غذا په لاس راځي؟

زده کونکیو ته لازمه ده چې دکتاب او رسالې د مطالعې څخه وړاندې دخپل استاد او والدینو سره مشوره وکړي چې د دغه کتاب، مجلې او یا رسالې کتل ځموږ لپاره ګټور دې او که نه؟
ډیر کله داسې کيږي چې د دوی دمشرانو رایه د دوی دطبعیت خلاف وي. زدکونکي دا خبره نه خوښوي، او په دوی باندی داخبره درنه تمامه شي.طبعیت یې ورباندې خړ او  غصه شي. خو په داسې وخت کې په ځان باندې زور را وستل او دمشرانو په رایه اومشوره باندې عمل کول ډیر کټور ثابتیږي. یقینا چې په راتلونکي کې د مشرانو په مشورو باندې د عمل کولو اغیزناکې فایدې په لاس راځي.

نن ورځ چې په عامه توګه په بازرونو او کتاب پلورنځیو کې کوم کتابونه پلورل کیږي زیات یې داسې ناولونه دي چې ځموږ داسلامي اصولو او د ټولنې دکلتور سره ډډه نه لګوي. او د زده کونکیو پر اخلاقو باندې منفي اغیزه کوي. افسانوي او فلمي رسالې چې بې داخلاقي خرابتیا څخه بل څه ترې په لاس نه راځي هم پلورل کيږي. چي دا د زده کونکیو د ذهني خرابتیا لپاره ډیري خطرناکې دي.که چیرته زده کونکي په لومړیو کې له دي څخه بند نشي نو د زده کونکي د سلامتیا امکان کمیږي او دخرابی امکان یي زیاتیږي.

ډیر کله داسې کیږي چي زده کونکي د بازار په ګډوډ چاپیریال کې هر رنګه خپارې شوي لیکنې مطالعه کړي او په ‌ذهنونو یي منفي تاثیر وکړي چې په پایله کې دغه زده کونکي د دوي د لویانو لپاره سرخوږي جوړشي. چې بیا د ډیرو تدبیرونو سره – سره دوی سمې لارې ته نه را ګرځي او په خپلو کاږو لارو باندې روان وي. چې بیا دغه تدبیرونه دکامیابۍ پر ځای په ناکامۍ بدلیږي. چې دغه وخت پرځای د دې چې ټولنې ته دخدمت جوګه شي بالعکس ډیرې ستونزې دټولنې په منځ کې د همدي کسانوله خوا ایجادیږي. او د غه خلق د ټولنې د اوږو بارشي.

ځما په ذهن کې دمطالعې لپاره یو تجویز دی او زه وایم چې که عمل ورباندې وشي نو ګټه به یې ډیره وي.
دکتابونو، رسالو وغیره د مطالعې په برخه کې  په کار دي چې د کومې درجې طالب العلم وي د هغې درجې دمعیار موافق باید د ټول کال لپاره یو نوم لیک ولري. او دغه نوم لیک باید د خپل استاد او مشرانو په خوښه جوړکړي په دغه نوم لیک کې دا خبري یادول ضروري دي. چې په هره اړینه موضوع باندې له ده سره داسې کتابونه وي چې د ده په ذهن او فکر مثبت تاثیر غورځوي. مثلا ځېنې کتابونه باید د سېرت په موضوع کې وي.ځینې بیا چې دصحابه و له حالاتونه بحث کوي.اوځینې داسلافو په حالاتومشتمل وي. له دې سره – سره باید داسلام تاریخ، افغانستان تاریخ، عام معلومات، دینات او ادابیاتو باندې لیکل شوي کتابونه هم وکتل شي.

your ads

دمطالعې په وخت کې ترتیب باید هم د معیار موافق وي. مثلا په سیرة کې باید لومړی او په نورو موضوعاتو باندې هم لومړي داسې کتاب وکتل شي چې معیار یې کم وي بیا وروسته داسې کتاب وکتل شي چې معیار يې زیات وي.
چارت باید داسي وي چي ټول کال د دغه چارت موافق مطالعه وشي د دغه چارت یوه ګټه دا وي چې زدکونکی د هرې ورځې دمطالعې لپاره له نوي انتخاب نه خلاص وي. او بله دا چې په چارت کې په مختلفو موضوعاتو باندې لیکل شوي کتابونه موجود وي چی په مطالعه کولو سره  يې د ده په معلوماتو کې پوره زیاتوالی راځي او معلومات يې پراخي پیدا کوي.
ښایې د مطالعې په وخت کې دې ده سره دا احساس نه وي خو چې کله ورته اړشي نو بیا یې ګټه ورته څرګنديږي.
د کتابونو له مطالعې وروسته باید رسالې او اخبارونه  مطالعه شې. پدې لړ کې لکه وړاندې چې وویل شوه باید هم له خپل استاد او مشر سره مشوره شریکه کړي. تر څو د دوی په مشوره داسې ګټورې رسالې او مجلې وکتل شي چې اسلامي، اخلاقي او کلتوري څه پکې ځای شوي وي.

د دغه چارتونو غوره هغه دي چې دمشرانو له خوا نه جوړ شوي وي تر څو زده کونکي ترې ګټه واخلي. خو که کوم زده کونکي پخپله د ځان لپاره جوړ کړ نو پروا نه کوي.
البته دومره خبره ضروري ده چې دغه چارت خپل استاد او یا خپل مشر ته او ښودلای شي تر څو چې هغه پکې سم او ناسم له خپل نظر نه تیر کړي تر څو په هغې کې مناسب تغیر او تبدیل وکړي که ناسم وه سم یې کړي او که سم وه پر خپل ځای يې پرېږدې.

د لومړیو درجو زده کونکیو ته دا نتخاب په لړ کې د زدکړې معیار او د زده کونکي معیار په نظر کې نیول لازمي دي. ځکه چې که چېرته د لومړیو درجو زده کونکیو ته  د مطالعې لپاره داسې کتابونه په چارت کې په ګوته  شي چې د دوی د تعلیمي معیار نه لوړ وي مثلا: د نبوي سیرة ټولې برخې،د خلفايې راشیدینو ټولې کړنې او تاریخ نو پایله به داشي چې زده کونکی به په پوره توګه په مطالعه باندې نه پوهېږې چې بیا یې مطالعې ته  زړه هم نه  هواریږي او یو قسم کرکه او نفرت یې له مطالعې سره پیدا کیږي نو له دې امله د زده کونکي معیار او د هغه د زدکړې د معیار  رعایت ډېر ضروري دی.
د علمي کدرونو او علماوو په ژوند باندې لیکل شوي کتابونو او لیکنو کتل ډیر اړین دي. د دغو کتابونو په کتلو سره د دوی د لویی راز  څرګندیږي.
انسان ته حوصله وربښی او د دوی په پله باندې په پل کیښودلو سره پخپله  له زدکونکي څخه با استعداده او لوی سړی جوړیږي .

دمطالعې په وخت کې که په کومه جمله او یا عبارت باندې پوه نشوې او ذهن ته مو نه لویږي نو له خپلو مشرانو څخه یې وپوښتی. که چېرته د کوم لفظ معنا نه وي  معلومه نو بیا د قاموس پرې وکتل شي اوخپلو مشرانو ته وښودلی شي .
بې فکره ویل او بې فکره او ریدل ندي پکار ځکه چې داسې ویل او اوریدل هیڅ ګټه نلري.

لیکنه: طالب العلم عبدالصمد شاکر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب