د کوپرې اوبه د بډوډو شګې له منځه وړي

د کوپرې اوبه انسان ته د طبيعت تر ټولو ښه ډالۍ ده. دغه اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ويټامینونه، معدني مواد، امینواسیدونه، کاربوهایډرېټ، انټي اکسیدان او انزایمونه لري. په ټوله کې ویلی شو چې د کوپرې اوبه د هغو موادو او منرالونو درلودونکې دي چې د بدن لپاره ګټورې دي.
کوپره د وزن له کمولو سره مرسته کوي؛ ځکه په خوړلو سره یې انسان ژر د مړښت احساس کوي، د وزن د کمولو لپاره د خوراک کمول اړين دي.
که د شکرې له ناروغۍ کړېږی؛ نو د کوپرې اوبه يې د درملنې ښه نسخه ده. د کوپرې اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه ويټامین بي کمپلېکس، امینو اسیدونه، انزایمونه او ويټامین سي لري.
څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې د بډوډو پر ناروغۍ اخته وي او یا هم په بډوډو کې شګې ولري، نو د له منځه وړلو لپاره یې د کوپرې اوبه ګټورې تمامېږي.
دغه راز، د کوپرې اوبه چې د معدني موادو په تېره بیا د پوتاشیم او مګنېزیم سرچینه بلل کېږي، په بډوډو کې د ډبرې د جوړېدو مخنیوی کوي. له همدې کبله روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره چې بډوډي یې په دوامدار ډول شګې جوړوي، د کوپرې اوبو د څښلو سپارښتنه کوي.

ژباړه: حمید الله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب